برخی له تروریزم سره په جګړه کې د استخباراتو دنده By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter تورن جنرال احمد محسن سالم الیافیي د یمن د کشف او استخباراتو د ادارې رییس تورن جنرال احمد محسن سالم الیافیي تروریزم سره جګړه د دود خلاف جګړه ده چې دښمن پکې د ملکیانو په مینځ کښې له مورچلو کار اخلي او د پوځیانو غوندې مشخص یونیفورم، پوځي وسایط او تجهیزات نلري. په داسې شرایطو کې استخباراتي هڅې له تروریزم سره په جګړه کې یو غوڅ عامل دی. پخواني پوځي طريقې له تروریزم په جګړه کښې بسنه نه کوي. که نن هر دولت لکه یمن د تروریزم له مصیبت څخه ځوریږي او غواړي له خپل امنیت څخه دفاع وکړي، نو د پوځي عملیاتو تر څنګ باید پر استخباراتي هڅو هم تکیه وکړي. دلیل دا دی چې د تروریستي شبکود حجرو د ویجاوړولو لپاره د مالوماتو تر راغونډولو پرته بله داسې کومه پیاوړې وسله نشته. له تروریزم سره په مبارزه کې د یادو حجرو/شبکو د بریدونو د مخنیوی لپاره د حکومتونو تکتیکونه سره توپیر لري. د مثال په توګه یمن کله نا کله له یو بل سره ناتړلي هغه واړه ګروپونه څاري، چې په خپل منځ کې یوازې د یوې کوچنۍ اړیکې د لرلو پر مټ په یو کمزوري سازمان کې شتون ولري. همدارنګه یو شمېر هغه کسان هم څاري چې د خپل هویت په پټولو کې مهارت لري او یوازې د تروریستي عملیاتو او بریدونو له ترسره کولو ډېر وخت وروسته خپل هویت رابرسېره کوي. له تروریزم سره د مبارزې ځیني کارپوهان باور لري چې له تروریزم سره د مبارزې او په کور دننه او بهر کې د هغوی د پراختیا او وړتیاوو د مخنیوي لپاره، د تروریزم پر وړاندې د روانې جګړې په ورځنیو عملیاتو کې د اردو قطعاتو او نورو لویو ځواکونو (سمندري، هوایي، پیاده او پوځي ځواکونه) چمتو کول ښایي یوه بریالۍ او عملي استراتیژي نه وي. د مرتکبینو د مالوماتو، له ډلو ټپلو سره د تړاو او پخوانیو فعالیتونو د یو ډیټابیس/توکبنسټ د جوړولو او اپډیټ کولو پر مټ د استخباراتي معلوماتو راغونډول به د امنیتي قواو لپاره د هغو کسانو پېژندل آسانه کړي چې د تروریستي عملیاتو په طرح کولو او عملی کولو کې ښکېل وي. د هغو جرمي ثبوتونو د راټولولو او له بریده وروسته او بې پایلو بریدونو څخه د ګوتو پاتې شوو نښو د پرتله کولو پر مهال چارواکي کولی شي پر داسې یو توکبنسټ باندې باور ولري. همدارنګه ویلای شو چې د استخباراتو اساسي دندې د عملیاتو نه مخکې خبرداری، د تروریستانو او د هغوی د مرسته کوونکو کشفول او نیول، او د اصلي او مسووله فعال یا ادارې او همدارنګه مالي تمویلونکو او د جرم اړونده ملګرو پېژندل دي. هیڅ اردو که هر څومره ځواکمن هم وي، نه شي کولای چې په یوازې سر تروریزم مات کړي. مثلاْ، یو هېواد لکه متحده ایالات چې د جګړې په معمولي ډګرونو کښې هر جنګ ګټلای شي. خو له تروریزم سره جګړه بشپړ توپیر لري او له ټولو امنیتي قواو مخصوصا د استخباراتو له ملاتړه پرته تروریزم ماتېدی نه شي. په داسې یوه جګړه کې تر ټولو مهمه ننګونه د یو داسې نامالوم دښمن پر وړاندې د جنګ کولو اړتیا ده، چې ډېرځله یې بڼه له ملکي وګړو سره پرتله کول ستونزمن وي او باید پر داسې ډګر کې یې پر وړاندې وجنګېږئ چې مشخص سرحد ونلري. د دقیقو او مناسبو معلوماتو راغونډول او تجزیه کول کولای شي چې د بریدونو مخنیوی وکړي او د تروریزم ضد هغه فعالیتونه پرته له کومې ګډوډۍ له خنډ سره مخ کړي چې د خلکو د وېري یا د ټولنې د فلج کېدو سبب ګرځي. زرهداره وسایط چې د یمن حکومت پلوه ځواکونو باندې سمبال وي، د موکالا بندر امنیت ټینګوي. ای اف پی/ګتي عکسونه تروریستان له خپل شاوخوا چاپېریال سره ځان برابروي او له هغو طریقو څخه کار اخلي چې د حکومت د امنیتي قواو د قوت او جنګي طریقو سره برابر وي. ځينې وخت هغوی په ازاد ډول فعالیت کوي او ښارونه نیسي لکه څنګه چې داعش په عراق او نورو ځایونو، لکه آسیا او افریقا کې ترسره کړ. ځينې وخت هغوی په منظم جنګ لاس پورې کوي او کله چې په دې کار ونه توانیږي، د خپلې خوښې وړ چریکي جګړې طریقې ته بېرته ورګرځي، او د برید او شاتګ او وروسته پټېدلو استراتیژي غوره کوي. په دې ډول، هغوی غواړي د حکومت د امنیتي قواو سرچینې او روحیه کمزوري کړي. د هر حکومت امنیتي ځواکونو ته، چې له تروریزم سره په جګړه کې ښکېل وي، په کار ده چې د استخباراتو داسې پیاوړې ادارې جوړې کړي چې هم انساني او هم تخنیکي عناصرو څخه په کښې کار اخیستل کیږي، ځکه د دندې د سرته رسولو لپاره هیڅ یو له یادو عناصرو څخه په یوازې ځان بسنه نه کوي. اسباب له انسانانو پرته کار نه کوي، او د معلوماتو په راټولولو او تحلیل کې باید پر اسبابو او سافټویر تکیه وشي. تروریستان اکثره د خپلو خبرو لپاره له عصري وسایلو څخه کار نه اخلي، په دې توګه هڅه کوي د غوږ نیولو مخنیوي وکړي او ورپسې د موندل کېدو نه ځان وساتي. دوی د چارواکو له سترګو څخه لېرې د خلکو په مینځ کې پټيږي، او کوم ځانګړي مرکزونه او یا بارکونه او پوځي اډې نه لري. دوی زمونز په مینځ کې ژوند کوي، او په عام محضر کې هغه ملکي فعالیتونه سرته رسوي چې مونږ یې کوو. له دې ټولو سربېره امینتي ځواکونه تروریستانو ته د لاسرسي لپاره خلکو ته اړتیا لري، تر څو هغوی په ګوته کړي، د هغوی د پټو فعالیتونو په هکله یې خبر ترلاسه کړي او د هغوی د پټنځایونو، اعمالو، پلانونو او اړېکو په اړه معلومات راټول کړي. دا د استخباراتو یوه برخه ګڼل کیږي. استخباراتي عملیات باید د پوځي عملیاتو څخه مخکې ترسره شي، ځکه دا به د امنیتي ځواکونو لپاره ټول هغه معلومات برابر کړي چې د تروریستي کړیو د محو کولو لپاره ورته اړتیا لري. بر سېره پر دې، امنیتي ځواکونو لپاره د هغو شواهدو پر اساس چې استخبارات یې سمبالوي، د قانوني او مشروع پوښښ رامنځته کول هغوی ته د هغه قانوني تاییدۍ ترلاسه کول فرصت هم برابروي چې د ډیموکراتیکو حکومتونو د قوانینو لخوا اړین ګڼل کیږي. باید وویل چې خلک د یمن د کشف او استخباراتو له ادارې غوښتنه لري چې خپله دنده هر وخت، هر ځای او هر ډول حالت کې سرته ورسوي (هغه که سوله او یا جنګ وي). د جګړې پر مهال یې کار زیاتیږي، ځکه د پوځي ځواکونو د خوځښتونو د خوندي کولو، دوی ته د ډاډمنې خوندي دریڅې برابروول او د دښمن د هر ډول توطیې په مقابل کې ورنه د دفاع کولو دنده پر غاړه لري. دا اداره، د معلوماتي درز پر وړاندې او د مالوماتو د محرمیت ساتنې پر وړاندې د پوځي ځواکونو لپاره تر ټولو خوندي اداره ګڼل کیږي. یاده اداره، د هغو لارو ټاکلو لپاره چې ځواکونه پرې لاړ شي، د سړکونو او هغو سیمو په اړه چې پوځي قطارونه پرې تېریږي د کشف ترسره کولو پر مټ پر لارو باندې د تګ او راتګ د اسانولو لپاره د کشف څانګه تر ټولو غوره لارښود ګڼي. همدارنګه د دښمن په سیمو کې د سرچینو په ګمارلو سره د دښمن موخې او ارادې کشفوي، د دښمن د مرکزي قوماندې ځای او اکمالاتي لارې معلوموي، او د دښمن په هکله هغه معلومات بربنډوي، چې پر مټ یې د ملګرو ځواکونو دنده ترسره کېدی شي. د یمن د کشف او استخباراتو اداره د اردو د بیاځلې تشکیلاتي جوړښت له پرېکړې وروسته تاسیس شوه، او کله چې په 2012 کې فیلډ مارشال عبد ربه منصور هادي د وسلوالو ځواکونو د ستر قوماندان او د هیواد د ولسمشر په توګه واګې ترلاسه کړې، د یادې ادارې تاسیسول یې تایید کړ. دوه کاله وروسته په پلازمینه صنعا کې نوموړې اداره له درې استخباراتي فرقو او دوه ځانګړو ریاستونو (سمندري او هوایي) څخه تشکیل شوه. په 2015 کې د ایران له ملاتړ برخمن حوثیانو د بغاوت په ترڅ کې، چې پخوانی ولسمشر علي عبدلله صالح ورسره مل وو، پوځي او ملکي ادارې ویجاړې شوې، صنعا او د جمهوریت څو نور ولایتونه د دغو یاغي عناصرو تر یرغل لاندې راغلل. په پایله کې د دولتي سازمانونو او ادارو مرکزي قرارګاوې له صنعا څخه د باندې وویستل شوې چې یو له هغو څخه د کشف او استخباراتو اداره هم وه. او په عربي ایتلاف کې له ګډون سره سم یې خپل کار بیرته پیل کړ ترڅو حوثیانو ته ماتې ورکړي او په همدې توګه یې له حوثیانو څخه د یمن د %80 خاورې په بیرته نیولو کې مرسته وکړه. د یادې ادارې مرکز په موقتي پلازمینه عدن کې تاسیس شوه چې یوه څانګه یې په معاریب ولایت کې ځای پر ځای ده. دفاعي چارواکې چې په 2019 کې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې لخوا د منځنی ختیځ د پوځي استخباراتو د رییسانو په کنفرانس کې یې ګډون کړی. د متحده ایالاتو مرکزي قومانده نوموړي اداره په عدن کې هغه دندې او فعالیتونه چې ورته سپارل شوي دي، په مسلکي، اغیزناکه او نه ستړې کیدونکې توګه او په داسې ډول یې ترسره کوي چې په دې مرحله کې د ستونزې د مقابلې لپاره لازمي ګڼل کیږي او د هغو استثنایي حالاتو له کبله چې هیواد ورسره مخ دی، د محدودو وړتیاوو سربېره، خپلې دندې ترسره کوي. په دې کار کې نوموړي اداره له یو لوی شمېر وړ او تکړه کارکوونکو څخه برخمنه ده. کار د ادارې له اړونده فرقو او څانګو سره د مخابرې او د معلوماتو د تبادلې له لارې د هېواد په ټولو ولایتونو کې ترسره کیږي. نوموړي اداره د جنګ په وخت کې هم فعاله پاتې شوي ده او خپلې دندې یې په بشپړ ډول سرته رسولي دي، چې د مشرتابه، افسرانو او د یادې ادارې د فرقو د ټولو کارکوونکو لخوا یې استازیتوب شوی دی. د معلوماتو په سمبالولو او د دښمن د مورچلو او مقاصدو په تشخیصولو او د ایتلافي ځواکونو سره د نوموړو معلوماتو په شریکولو کې له هیڅ ډول هڅې یې ډډه نه ده کړي. مونږ په ټول یمن کې د افسرانو او د څانګو له اړونده کارکوونکو څخه دوامداره راپورونه او معلومات ترلاسه کړي دي. همدارنګه مونږ سرچینې موندلي او په باثباته عدن ښار کې مو له مسئولو چارواکو، د دفاع وزارت له مشرتابه او په پلازمېنه کې له نورو امنیتي تشکیلاتو سره شریک کړیدي مونږ همدا راز د ایتلاف له ځواکونو سره دوامداره اړيکې لرو او هغه معلومات تبادله کوو چې کولای شي له عدن او نورو آزادو شوو سیمو څخه د امینتي ګډوډۍ، د دښمن له بریدونو او د تروریزم پر وړاندې ساتنه وکړي. زمونږ د نه ستړې کېدونکي استخباراتي کار سربېره، چې مونږ یې د هغو قربانیو پر وړاندې کم ګڼو چې زمونږ خلکو ګاللي دي، مونږ د هېواد د امنیت په بیا ټینګولو او د یو ځواکمن اردو په بیاجوړولو او بیارغولو باندې کار کوو. د دښمن او د شیطان او تروریزم د دسیسو په شنډولو سره مونږ تل او کاملا چمتو یو چې له نورو امنیتي ادارو سره په همکارۍ د خپل هیواد لپاره هر هغه څه ترسره کړو چې په وس او توان یې لرو. د کشف او استخباراتو اداره د امینتي پلانونو په جوړولو، د څېړنو او پلټنو په ترسره کولو او د داعش او القاعدې سره په جنګ کې برخه اخیستې، چې فعالیتونو یې په 2016 کې د آزادولو له وخت نه وروسته زیاتوالی موندلی دی. مونږ په اغېزمنه توګه د دوه تروریستي سازمانونو د ډېرو جنګیالیو په له منځه وړلو او له هېواده بهر ویستو کې مرسته وکړه. د یادې ادارې مشرتابه په دې وروستیو کې د منځني ختیځ د پوځي استخباراتو د رییسانو په پرانستونکي کنفرانس کې ګډون وکړ چې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې له خوا د فلوریدا ایالت په ټامپا کې ترتیب شوی وو. نوموړی کنفرانس د منځنی ختیځ او د متحده ایالاتو د ګڼ شمیر استخباراتي مشرانو او رییسانو تر منځ په ټولېدلو او د غونډو په جوړولو کې د پام وړ او مثبته اغېزه درلوده. یاد کنفرانس د نظرونو د تبادلې او د ټولو ګډونکوونکو هېوادونو د استخباراتي مشرانو تر مینځ د اړیکو پیاوړي کولو لپاره یو ډیر ښه فرصت برابر کړ. یاد کنفرانس هر هېواد ته د استخباراتي هڅو د همغږي کولو او د هغوی له تجربو نه د زده کولو لپاره د سفر لګښتونه سپما کړل، په تېره بیا یمن چې اوس هم له جګړې، ورانۍ، او په پایله کې د سرچنیو د نشتوالي له اغېزو څخه ځوريږي. همدارنګه د متحده ایالاتو د یو شمیر استخباراتي ادارو له رییسانو سره په یمن کې د حالاتو او د هغو شرایطو د پایلو اړونده مالوماتو شریکولو په موخه ځینې غونډې وشوې، چې لامل یې د ایران له ملاتړ برخمن یاغیان دي. زمونږ لپاره د پلانونو پر جوړولو باندې بحث وشو چې د بغاوت د ختمولو، د قانون د بیا نافذولو او د هغې مرستې د بیا پیلولو لپاره همکاري وکړو چې د جګړې نه مخکې د یمن اردو ته ورکول کېدل. دا همکارۍ زمونږ له امریکایي ملګرو سره د نورو دوامداره غونډو په ترڅ کې د پایلو د رامنځته کولو په موخه دوام لري. د کشف او استخباراتو د ادارې مشرتابه هر هغه څه بیا منظم او همغږي کوي، چې د اوسنیو او راتلونکو پړاوونو د اړتیا پوره کولو لپاره د دې ادارې له جوړښت سره بدلون ندی کړی. همدارنګه، د بیاځلې تشکیلاتي یا جوړښتي سمون موخه د هېواد هغو ستونزو ته رسيدنه ده، چې د ویجاړوونکې هغې جګړې په لړ کې رامنځته کیږي چې ایران یې په سیمه کې د خپلو لاسپوڅو، یانې حوثي تحریک له لارې ترسره کوي. Facebook Twitter Share
Comments are closed.