ډاکټر نایف الحجرف، د خلیج عرب هیوادونو د همکارۍ شورا پخوانی عمومي منشي
د تاریخ په اوږدو کې، مینځنی ختیځ د سترو او جاري شخړو سره د سترو نوښتونو سیمه وه. زه غواړم په یوه لوی نوښت تمرکز وکړم چې 42 کلونه مخکې معرفي شوی او پلي شوی و، د عرب خلیج هیوادونو د همکارۍ شورا تاسیس چې د GCC په نوم پیژندل کیږي.
د 1981 مئ په 25، GCC د شپږو غړو هیوادونو په واسطه تاسیس شو – متحده عربي امارات، شاهي بحرین، شاهي سعودي عربستان، د عمان دولت، د قطر دولت او د کویټ دولت. دغو هیوادونو یو د همکارۍ کاري چوکاټ د دوه اړخیزه امنیت او هوساینې او د غړي هیوادونو او خپلو خلکو ترمینځ د ورورولۍ اړیکو ته وده ورکولو لپاره جوړ کړ.
په تیرو 42 کلونو کې، GCC د ننګونو او ګواښونو سره مقابلې لپاره ستره وړتیا ښودلې او همدارنګه په سیمه او نړۍ کې یې د ثبات ساتلو رول لوبولی دی. دا په ایران کې د اسلامي انقلاب څخه نیولې تر د عراق لخوا د کویټ نیول، د افغان جګړې څخه نیولې تر د تش په نوم عرب پسرلي پورې غزیدلی. د دې او نورو ننګونو سربیره، GCC خپل انعطاف او د نړیوالې ټولنې سره د اعظمي همکارۍ لپاره خپل جوړښتي رول ساتلی او د سولې، خبرو اترو او هوساینې دفاع کوي.
پدې لسیزو کې، GCC د نړۍ په اقتصاد کې خورا ستره ونډه درلودلې، نه یوازې د انرژي غیرمختل شوې عرضه په ساتلو سره، بلکه د نړۍ د انرژی بازار د ثبات ساتلو په واسطه هم.
د ایران د هستوي تړون په تړاو، چې د 2015 کال د عمل ګډ هراړخیز پلان (JCPOA) په نوم یادیږي، GCC غوښتنه وکړه چې د سیمې د امنیت هر نوی لوبغاړی باید په سیمه کې د ثبات هیله مندۍ پوره کولو لپاره د ټولو ګټې په پام کې ونیسي.
دا خورا مهم دي چې د سیمې بې ثباته کولو لپاره د ایران چلند – د ایران هستوي پروګرام، بالستیک توغندي او د حوثیانو او نورو سیمه ییزو ملیشه و څخه د ایران ملاتړ – باید په ګوته شي. د ویانا خبرې باید یوازې JCPOA پورې محدودې نه وي بلکه پورته یاد شوي ټول موارد په ګوته کړي.
پدې تړاو، زه غواړم د اروپا کمیسیون د مشرې اورسولا ون دیر لین د 2022 ماناما ډیالوګ امنیتي کنفراسن په لړ کې د هغې د وینا څخه حکایت راوړم:
”ډیری خلیج هیوادونه له کلونو راهیسې د دې خطر په اړه خبرداری ورکوي چې ایران په ټوله نړۍ کې سرکښه ډلو ته ډرونونه ورکوي. زموږ لپاره په یوه خورا ساده حقیقت پوهیدلو خورا ډیر وخت واخیست: پداسې حال کې چې موږ د هستوي وسلو جوړولو څخه د ایران د مخنیوي لپاره کار کوو، موږ باید د وسلو د نورو ډولونو لکه ډرونونو او بالستیک توغندیو تکثیر باندې هم تمرکز وکړو. دا نه یوازې د مینځني ختیځ بلکه زموږ ټولو لپاره امنیتي خطر دی.”
کله چې د سترو نوښتونو خبره راځي، GCC به تل د حل لارې برخه وي. د ماناما ډیالوګ پلیټفارم هغه څه دي چې نړۍ ورته اړتیا لري. موږ اړتیا لرو چې نظرونه او افکار سره شریک کړو. موږ اړتیا لرو چې عامې ننګونې وپیژنو او ښه پوهاوی رامینځته کړو. موږ اړ یو چې جمعي هڅو ته ژمن اوسو. موږ اړ یو چې د راتلونکو نسلونو په تړاو خپل اخلاقي او ټولنیز مکلفیتونه پوره کړو. نو راځئ چې نور انتظار ونکړو؛ د اوس په پرتله بل هیڅ غوره وخت نشته.
Comments are closed.