قرغزستان قرغزستان له تاوتریخجن افراطیت سره په مبارزه کې
امنیتي ادارې د دیني زده کړې، بیارغونې او د ټولنې د کنټرول له لارې د تاوتریخوالي څخه ډک ایډیالوژیو سره پر مبارزې تمرکز کوي
سلطنت بردیکیوا
پهوروستیو کلونو کې په قرغزستان کې د افراطي ایډیالوژیو او ترهګرۍ ګواښونه زیات شوي دي. که چیرې د قرغزستان ستونزې مخکې له تاوتریخوالي څخه ډک افراطي تبلیغاتو او د پولې په اوږدو کې د بهرني تروریستي ډلو د نفوذ پورې محدودې وې – لکه د ازبکستان اسلامي غورځنګ چې په سویلي قرغزستان کې په کال 1999 کې د قرغز امنیتي ځواکونو سره نښتې کړي و، خو اوس هیواد ته نږدې اړونده ستونزو سره مبارزه کوي.
د مرکزي آسیا دغه کوچنی هیواد هڅه کوي چې څنګه هغه بیرته راستنیدونکي اتباع بیرته ټولنې ته راجذب کړي چې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت په نوم ډلې ترڅنګ جنګېدلي وو او له جګړو وروسته بیرته راستانه شوي دي، او په قرغزستان کې دننه د افراطیت او تروریزم په تور نیول شوي سلګونو کسانو سره څه وکړي.
دغه هیواد هڅه کوي چې پر انټرنټ باندې د بیځایه بندیزونو لګولو پرته، له افراطي ډلو له لوري آنلاین ګمارنه بنده کړي. په پای کې، له شوروي وروسته دوره کې په ټولنه کې د مخ په زیاتیدونکي مذهبي افراطیت د پیژندلو لپاره د قرغزستان چارواکو د تروریزم له تاوتریخوالي سره د اسلام ټکر د روښانه کولو لپاره پروګرامونه سپانسر کړي دي.
عادي ژوند ته د جنګیالیو بیرته راستنول
د ملي امنیت لپاره د قرغزستان د دولتي کمیټې استازي، راخت سلیمانوف په وینا مذهبي ناپوهۍ او بیکاري په سوریه او عراق کې د جګړې لپاره د قرغزستانیانو په ګمارنه کې لوی رول لوبولی. افراطیانو د دې زیان منونکي قرغزستانیانو د ګمارنې لپاره له انټرنیټ کار اخیستی او د دوی د لمسولو په موخه یې دوی ته د پیسو وړاندیز کړی. یوه نوې ننګونه چې قرغزستان ورسره مخ دی، هغه له دې وګړو او د دوی د اړونده کسانو بیرته راستنول او بیرته راجذبول دي.
قرغیزستان په ټولنه کې د پخوانیو جنګیالیو د بیا یوځای کولو لپاره د زغملو وړ چلند څخه ملاتړ کړی دی. که څه هم د قرغزستان قانون په بهرني جنګونو کې د برخې اخیستنې له امله له پنځو څخه تر اتو کلونو پورې او د اجیرو جنګیالیو په توګه له اتو څخه تر 15 کلونو پورې جزا ټاکي، خو محکمه کولی شي د تورن کسانو لپاره په ځیني شرایطو کې نرموالی په پام کې ونیسي، لکه د چارواکو سره د همکارۍ غوښتنه یا دا چې دغه کس مستقیم په جنګ کې دخیل و او کنه.
ځینې قرغزستانیان د جي کې ان بي او نورو دولتي ادارو په مرسته له جنګي سیمو څخه بیرته راستانه شوي ترڅو په ځپل شوو ټولنو او سیمو کې بیرته عادي ژوند پیل کړ. جې کې ان بي د ازمیښت دورې پرمهال د بیرته راستنیدونکي څخه په کلکه څارنه کوي چې دوی باید په هیواد کې پاتې شي.
د مذهبي افراطیت له ګواښ سره د مبارزې هڅې یوازې له مرکزي حکومت پورې محدودې شوي نه دي. د ځایی پولیسو پوستې او د انفرادي ولسوالیو چارواکي په منظم ډول په جوماتونو، ښوونځیو او عامه مرکزونو کې د مذهبي افراطیت د مخنیوی لپاره ټولنیزې غونډې او بحثونه تنظیموي. ځینې راستنیدونکي په داسې غونډو کې برخه اخلي ترڅو د جګړې په ډګرونو کې خپلې تجربې شریکي کړي او د خپلې ټولنې غړو ته د افراطي ډلو سره د یوځای کیدو د خطراتو په هکله خبرداری ورکړی.
له دې کبله چې د جنګ له ډګرونو او افراطي ډلو څخه د راستنیدونکو کورنیو بیا جذبول او یوځای کول قرغزستان ته نوی شی دی، دغه هېواد د خپلو ګاونډیو له تجربو څخه زده کړه کوي. په قزاقستان، ازبکستان او تاجیکستان کې د پخوانیو جنګیالیو د بیرته عادي ژوند ته د راګرځولو لپاره مشترکې هڅې او د پام وړ مالي او بشري سرچینې (پشمول د اروا پوهانو، ټولنیز کارکوونکو او د ښوونځي ښوونکو) په کار اچولي دي. ځکه چې قرغز چارواکي تمه لري چې ډیر خلک د سوریې او عراق څخه بیرته راستانه شي، نو خپلې سرچینې راغونډوي ترڅو د بیا یوځای کیدو پراخ پروګرامونه په لاره واچوي.
په زندانونو کې د ګمارنې مخنیوی
بیا راستنول او بیا یوځای کول د افراطیت او تروریزم سره د مبارزې لپاره د قرغزستان د هڅو یوه برخه ده. دا هیواد همداراز په دې هڅه کې دی چې په قرغزستان کې د افراطي یا ترهګریزو فعالیتونو په هڅولو یا برخه اخیستلو کې له تورنو خلکو سره څه وکړي. چارواکو په پیل کې د افراطي ادبیاتو د لرلو په اړه یو سخت دریځ غوره کړ، خو د قرغزستان پارلمان د داسې موادو د درلودو لپاره د مجازاتو په نرمولو او د جزا قانون په نوي کولو پیل وکړ. پدې ورځو کې د نوموړې ادبیاتو مالکیت د قید په نسبت ډیر ځله په جریمو سره پای ته رسیږي.
د قرغز چارواکي په دې پوه شوي چې زندانونه د تاوتریخجنو مذهبي ډلو لپاره د ګمارنې ښه زمینه برابروي. لکه څنګه چې په ټوله نړۍ کې معمول دی، ځوانانو د بندیانو غیر متناسب شمیره جوړوي، او کله چې دوی نیول شوي دي نو د دوی 77 سلنه بیکاره وو. د قرغزستان د قانون پلي کونکي ادارې وايي چې په زندان کې ګمارونکي هغو ستونزو کې اخته ځوانانو ته یوه خیالي راتلونکي تمثیلوي چې دوی پخپله قانع کوي چې دوی د عدالت او خدای لپاره جګړه کوي.
د بندیانو د ګمراه کولو/مغز میندنې سره د مبارزې لپاره، په قرغزستان کې د مسلمانانو مذهبي اداره بندیانو ته د اسلامي او سولهییزو لارښوونو په اړه په میاشت کې یو یا دوه ځله ویناوې کوي. د کال 2019 په پیل کې مذهبي ادارې دوه دیني عالمان وګمارل ترڅو د بندیانو ترمنځ د تروریزم ضد پیغام رسولو ته وده ورکړل شي.
له آنلاین تبلیغاتو سره مبارزه
زندانونه د مذهبي افراطیانو او ترهګرو لپاره د استخدام یوازینۍ سرچینه نده. د ملي امنیت د دولتي کمیټې د تروریزم ضد مرکز په وینا، د وسلوالو ګمارل، د تبلیغاتو خپرول، تمویلول او چمتو کول ټول د انټرنیټ له لارې په فعاله توګه ترسره کیږي. د ترهګریزو تاکتیکونو روزنه او د جرمي فعالیتونو همغږي کول ډېر ځله د فوري میسنجر اپلیکیشنونو له لارې ترسره کیږي، لکه وایبر او واتس اپ. په مرکزي آسیا کې د آنلاین تاوتریخوالي او افراطیت د یوې مطالعې پر اساس، فیسبوک او ټیلګرام د ترهګرو لپاره د تبلیغات او ګمارنې لپاره عامې وسیلې دي.
قرغزستان په وروستیو کلونو کې د افراطي او تروریستي مضامینو سره ښکیل د 100 څخه ډیرې ویب پاڼې بندې کړې. خو مذهبي کارپوهان پدې باور دي چې د ټولنیزو شبکو او ویب پاڼو له لارې د ځوانانو آنلاین ګمارنه دوام لري. د قرغزستان سرچینې اټکل کوي چې د مرکزي آسیا خلک لږترلږه له 500 هغو ویب پاڼو سره خطر کې واقع دي چې د تاوتریخوالی څخه ډک افراطي منځپانګې لري. که څه هم د مرکزي آسیا په هیوادونو کې د دا ډول ویبپاڼو بندول اوس هم یو عادي عمل دی، خو د سیمې کارپوهان وايي چې دا کار د آنلاین معلوماتو د ستونزمن کنترول له امله ممکن د ستونزې د حل لپاره ترټولو اغېزمنه لاره نه وي.
په قرغزستان کې د مدني انټرنیټ نوښت د پالیسۍ مشر او د آنلاین تاوتریخوالي او افراطیت کارپوه، اسوم الدین عطاییف د آنلاین افراطیت پر وړاندې د خلکو لپاره د مناسب تعلیم پر برابرولو او د هغه پر اهمیت باندې ټینګار وکړ. هغه خلک چې د اصلي اسلام ټینګه پوهه لري، د دین سولهییز پیغام او افراطي تحریفونو ترمینځ توپیر کولای شي.
د قرغزستان د مذهبي چارو د کمیسیون پخوانی رییس، اورزبک مولدالییف په خپل هیواد کې د تاوتریخجنو ویب پاڼو او ټولنیزو شبکو د څارنې لپاره د مالي او بشري سرچینو کموالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه چې د تاوتریخوالي تبلیغات خپروي. د قرغز مذهبي کارپوه امان سالیف په وینا، قرغیز چارواکي اړتیا لري چې د تروریستي ډلو آنلاین فعالیتونه په پام کې ونیسي. دا د نړۍ شاوخوا هیوادونو لپاره ننګونه ده چې د داعش د چټک ظهور او په انټرنیټي پروپاګند او استخدام کې د دوی د مهارت له امله رامینځته شوي.
د تروریزم او افراطیت پر ضد اقدامات
د تروریزم او افراطیت پر ضد د قرغزستان حکومت پروګرام د 2017 څخه تر 2022 پورې د قرغزستان د ملي امنیت مفهوم د پروګرام یوه مهمه برخه ده چې په کال 2012 کې د ولسمشر فرمان لخوا تصویب شوه او له دغو ستونزو سره د مبارزې لپاره اقدامات تر لاس لاندې نیسي.
دغه پروګرام د مشهورو مذهبي شخصیتونو، ځایی چارواکو او قانون پلي کونکو ادارو په ګډون په جوماتونو کې د معلوماتي کمپاینونو په ترسره کولو باندې ټینګار کوي. دا د قانون پلي کونکو ادارو، د ځایی حکومتونو، پوهنتونونو او رسنیو لپاره د افراطیت او تروریزم د ګواښونو په اړه د لیکچرونو، سیمینارونو او خبرو اترو تنظیم کولو پر اهمیت باندې هم ټینګار لري. د قرغزستان حکومت به پوځي قطعو ته ورته روزنه ورکوي.
بل لومړیتوب د ایدیالوژي ضد کمپاینونو په لاره اچول، په انټرنیټ او رسنیو کې د افراطیت ضد او تروریزم ضد ویډیوګانو توزیع کول دي. د دې هڅو یوه مهمه برخه د افراطیت ضد او تروریزم ضد د ټولنیزو رسنیو پاڼو جوړل او په دوی کې د پیغامونو خپرول دي.
په قرغزستان کې منځني ښوونځیو د مذهبي مضامینو په اړه کورسونه وروپېژندل ترڅو زیان منونکي تنکي ځوانان د افراطی افکارو خواته ورنشي. په ټولنه کې د دین د مخ په زیاتیدونکي رول سره، په قرغزستان کې دیني ماهرین او امنیتي متخصصین توافق لري چې ځوانانو ته د مذهب په اړه روزنه، د امامانو وړتیا لوړول، د اسلام په سولهییزو تعلیماتو تمرکز او د معلوماتي کمپاینونو تنظیم کول به په هیواد کې د مذهبي خلا په ډکولو کې مرسته وکړي او د غیر اصلي ایډیالوژیو خپرول کم کړي.
په هیواد کې غږونه په ډیریدو دی چې د مسلمانانو مذهبي اداره باید ډیر فعال تعلیمي رول و لوبوي. که څه هم بدلونونه ورو دي، خو مذهبي اداره د اسلام د سولهییزو تعلیماتو په اړه خپل معلوماتي کمپاین ګړندی کړی، پشمول د دې چې پولې ساتونکو ته د اسلام اساسي اصول ورښودلي دي ترڅو دوی سره مرسته وکړي چې له بهر څخه راتلونکي افراطیان وپیژني.
په قرغزستان کې د موجوده اسلامي تعلیمي سیستم عصري کول د 2018 څخه تر 2040 پورې د ملي پراختیا د ستراتیژۍ مهمه برخه ده. د اسلامي زده کړې مرکزونه چې د دولت لخوا تمویل کیږي د یو اسلامي روشنفکره طبقې په رامینځته کولو کې مرسته کوي چې له بهر څخه افراطي ایډیالوژی ورباندې اغیز ونلري.
د تیرې پیړۍ په ډیری وختونو کې د شوروي تر واک لاندې قرغزستان کې مذهب بی حرکته او ځپل شوی و. نن ورځ دولت هڅه کوي چې په هیواد کې د مذهب مخ په زیاتیدونکی رول ومني او د اسلام سولهییزو تعلیماتو ته د ټولنې لارښوونه وکړي. دا ډول هڅې به نه یوازې د اسلام په اړه د سالم پوهاوي په رسولو کې مرسته وکړي، بلکه د خلکو تر منځ افراطیت محدود کړي چې د 30 کاله مخکې په پرتله اوس ډیر دین خواته لیواله دي.
د لیکوال په هکله: سلطنت بیردکییوا په قرغزستان کې زیږیدلې ده. هغه یوه لیکواله، په مرکزي آسیا، مینځني ختیځ او متحده ایالاتو کې د اقتصادي، د انرژي پالیسۍ او امنیتي موضوعاتو شنونکې او بلاګره ده.
Comments are closed.