د لوړپوړي مشر پیغام
زه خوشحاله یم چې د سولې، ثبات او ښې حکومتولۍ په موضوعاتو باندې متمرکزه د یونیپث وروستۍ ګڼې ته دا سریزه چمتو کوم. په مینځني ختیځ او مرکزي او سهیلي آسیا کې د دې هدفونو ترلاسه کول باید د تروریزم، بنسټ پالنې او افراطیت سره مبارزه وکړي. دې ننګونو ته څنګه په غوره ډول غبرګون شونی دی؟ د سیمې هیوادونو لپاره، زه باور لرم چې موږ اړتیا لرو ترڅو په درې ټکو، ثبات، انسجام او ارتباط باندې تمرکز وکړو.
د ثبات څخه زما مطلب د نړیوال قانون پیژندل شوي نورمونو او اصولو رعایت کول دي، پشمول د سوله ییزو لارو چارو د شخړو حل کول، د ځواک نه کارول یا د ځواک د کارولو ګواښونه نه کول، او د نورو دولتونو داخلي چارو کې د لاسوهنې او مداخلت څخه ډډه کول. بلکه همدارنګه په لاډیره پراخه کچه د دې مطلب د خبرو اترو او دوه اړخیزه درناوي کلتور خپرولو لپاره کار کول دي.
انسجام یعني د متحده همکارۍ له لارې د امنیت ډاډمن کول دي – هغه چاره چې د خلیج همکارۍ شورا (GCC) هیوادونو خپله کړې ده ـــــ دا چې کله موږ په یوه غږ غږیږو نو موږ ډیر قوي او ډیر اغیزناک یو، هغه که زموږ سیمه کې دننه د دښمنانو پروړاندې وي یا هم د سیمې دباندې دولتونو سره، لدې لارې ډاډ ترلاسه کیږي چې زموږ ګټې په غوره ډول اوریدل کیږي او درک کیږي.
اړیکه زموږ سیمه کې او دباندې د ورته ذهنیت لرونکي هیوادونو سره د مشارکت او ملګرتیا جوړول دي چې کولی شي په مستقیم ډول زموږ شریک امنیت پیاوړی کړي او همدارنګه د احتمالي دښمنانو پروړاندې د مقاومت او مخنیوي شبکې جوړوي.
د دې درې ټکو څخه د هر یوه لپاره په تلپاتي ډول زموږ د موخو ترلاسه کولو یوازینۍ لاره دیپلوماسي ده. د سیمې دننه او دباندې موږ ټول باید د مسایلو او شخړو سوله ییزو سیاسي حلونو ترلاسه کولو د اړتیا لیدلوری هیڅکله له لاسه ورنکړو. موږ باید مخکې لدې چې شخړې او جګړې پیل شي د مخنیوي لپاره یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړو او شته جګړو ته ژر تر ژره د پای ټکی کیږدو. دا د شاهي بحرین او د GCC واضح او ثابت دریځ دی.
هغه که د روسیې – اوکراین، د ارمنستان – آزربایجان جګړه وي یا په یمن کې جګړه وي، موږ تل د سوله ییز سیاسي حل مرکزیت باندې ټینګار کوو. په حقیقت کې، د خبرو اترو ارزښت، ګډ موجودیت او دوه اړخیزه درناوی تل د شاهي بحرین د بهرنۍ پالیسۍ زیربنا جوړه کړې. موږ پدې باور یو چې په سیمه کې او په پراخه نړۍ کې د سولې، امنیت او ثبات ډاډمن کولو لپاره دا غوره لارښوونې دي.
لکه څنګه چې جلالتمآب پاچا حماد بن عیسی الخلیفه د ښاغلي پاپ فرانسیس د وروستۍ لیدنې پرمهال په ګوته کړي، سوله ییزې خبرې اترې د شخړو د مخنیوي او حل کې مرکزي رول لري. په حقیقت کې، پاپ فرانسیس بحرین د خلکو ترمینځ د دوه اړخیزه بډایه توب د څلورلارې په توګه یاد کړ.
د شک پرته په مینځني ختیځ کې د امنیت په پیاوړي کولو کې د بهرني قوتونو رول هم موجود دی، د مثال په توګه د ابراهیمي تړونونو لپاره دوامداره ملاتړ په لړ کې، لکه څنګه چې د نړیوالو ننګونو حل کولو کې د سیمه ییزو هیوادونو لپاره د اصلي او تولیدي رول لوبولو څرنګوالی شتون لري.
مګر دا د هیڅ چا په ګټه ندي چې سیمه د پراخه دښمنیو او سیالیو لپاره د نیابتي جګړې په ډګر بدله کړي.
د سیمې دباندې شخړو په رڼا کې موجودو سیمه ییزو ننګونو ته کتنه د حل لارې ته رسیدل ستونزمن کوي. لکه د هرې بلې سیمې په څیر، د مینځني ختیځ هیوادونه خپلې ځانګړې ګټې او ننګونې لري چې باید کتنه ورته وکړي.
موږ د هرې شخړې د اغیزې کمولو او نورو سیمو ته یې د خپریدو خطرونو کمولو اړتیا تاییدوو، هغه سیمې که مینځنی ختیځ وي یا هم کوم بل چیرې، او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره کار کوو چې دا ډول اغیزې د امکان تر حده پورې محدودې واوسي.
دا ځینې هغه ننګونې دي چې مینځنی ختیځ ورسره مخ دی. زه غواړم د جلالتمآب پاچا خبرې تکرار کړم. د پاپ د لیدنې په لړ کې هغه یادونه وکړه چې د نړیوالې سولې او امنیت ساتلو لپاره، او د شخړې او یو بل مخ ته د دریدو مخنیوی، او د دا ډول ننګونو په ګوته کولو لپاره د نړیوالو هڅو لارښود کولو لپاره اغیزناک نړیوال مشارکتونه لازمي دي.
دا یو وار بیا د امنیتي ننګونو د اغیزې ختمولو لپاره د سیمې په کچه او په نړیواله کچه د ګډ کار کولو اهمیت باندې تاکید کوي، او ثابتوي چې دا ډول هڅې د صفري معادلې لوبې ندي بلکه زموږ ټولو لپاره د سولې، پراختیا او سوکالۍ له لارې د ټې وسیله ده.
ډاکټر عبدالطیف بن رشید الزیاني
د بحرین، د بهرنیو چارو وزیر
Comments are closed.