بحرین د خپرو غلط معلوماتو ردولو لپاره بنسټ جوړ کړی
دې هیواد په انټرنیټ کې رامینځته شوې ویرې د له مینځه وړلو په واسطه د کوویډ- 19 وبا سره په بریالیتوب مبارزه وکړه
حبیب تومي، د بحرین د معلوماتو وزارت مشاور
د جګړو په څیر وبا کې هم داسې ښکاري چې رښتیا لومړۍ مرګ ژوبله وي. که څه هم نړۍ د پیړیو راهیسې د وبا او خپرو ناروغیو سره مخ شوې، خو هیڅکله هم د ناسم معلوماتو، غلط معلوماتو او د توطیه تیوري ګانو په سونامي کې ورسره هیڅ کله نده مخ شوې چې د کوویډ- 19 څخه راتاو و.
د نن ورځې د ارتباطاتو ډیروالی چې د انځورونو، غږ، ویډیو او متني پیغامونو ادغام په واسطه رامینځته کیږي ـــ او د راپورونو په واسطه چې د حقایقو په توګه وړاندې کیږي په هیوادونو کې په اسانۍ سره بیاتولید او خپریږي ــ لیدلورو ته بڼه ورکوي، توقعات او تمې ننګوي او ټولنې حیرانوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د کوویډ- 19 په اړه د ډیر مقدار ګمراه کونکي او سرګردانونکي معلوماتو ته د “انفوډیمیک” یا د معلوماتو وبا اصطلاح کارولې چې د ویروس مخنیوی یا درملنه خو پرخپل ځای پریږده، د دې ویروس کمولو لپاره هڅې هم د مشکل سره مخ کوي.
د ویره خپرونکي ناروغیو او د غلطو معلوماتو یوځای کیدل د لومړی ځل مصیبتونو راهیسې شتون لري، چې د پیړیو راهیسې یې خلک جادوګري، بدو سترګو، شیطان او د خدایانو قهر ته نسبت ورکوي.
پداسې حال کې چې ناروغیو قربانیان وژلي، غلط معلوماتو تورن هدف ګرځولي او د هغوی د اعدام، جلا توب یا تبعید لامل شوي دي.
د سیاسي، اقتصادي یا ټولنیزو موخو لپاره جعلي او سفارشي تورونو یهودان، عیسویان، مسلمانان، ښځې، افریقایان، آسیایان، لږکي، جذامیان، بې وزله، ګرځندویان او بهرنیان په نښه کړي دي. توطیه جوړونکي چې دا کیسې، تورونه او اوازې خپلوي هیڅ کله د غلطو معلوماتو کمښت سره ندي مخ شوي.
د تاریخي پیر په پام کې نیولو پرته، د غلط معلوماتو او ناسم معلوماتو موخې ورته پاتې دي؛ یوازې د وړاندې کولو څرنګوالی یې د وروستي پیل د ځانګړنو منعکس کولو لپاره تازه شوي دي.
د 2014 کال کتاب “د آوازو وبا” کې لیکوال جان ډي لي لیکلي چې “روایات د یوه پیل څخه بل پیل ته اړول کیږي، موضوع ته یې سمون نه ورکول کیږي بلکه د اوسني اوضاع سره د روایاتو ارتباط ورکولو لپاره لازمي ځانګړي تفصیلات پکې بدلوي.”
ځینې جوړ شوي انځورونه او غلط روایات په بحرانونو، ویرې او اضطراب کې ښکاره کیدونکي بدنیتۍ په واسطه پیدا کیږي، پداسې حال کې چې نور د لوبیدو تحریف شوي احساس او د ساعتیرۍ منحرف نظر په واسطه راپیدا کیږي.
ټیکنالوژیو د حقایقو بدلول او د کیسو تخلیق کول ساده او اغیزناک کړي دي. کاریالونو خلکو ته دا وړتیا ورکړې چې تخیلي نړۍ رامینځته کړي چې د واقعیی نړۍ ځای نیسي او حقایق بدلوي. په ټیکنالوژي کې ښکاره اړخ، چې احمتالآ د نړۍ یوه غوره ځای جوړولو لپاره دی، پرځای یې په ناسم ډول کارول کیږي.
د 2020 لومړیو ورځو کې، کله چې نړۍ د کوویډ- 19 څخه خبریدله، خلک د هغوی د داخلي شبکو – خپلوان، ملګري، همکاران، ګاونډیان – او د ډاکټرانو، روغتیایی متخصصینو، مشهورو څیرو، رسمي او سیاسي چارواکو لخوا بهرني معلوماتو په پیغامونو بمبار شو.
د ډیری هیوادونو مشرانو درک کړه چې د دې خپرې ناروغۍ سره مبارزې لپاره د ستراتیژۍ یوه د پام وړ برخه د معلوماتو هغه راشی سره مبارزه کول دي کوم چې د واکسین تر جوړیدو پورې د دې ناروغۍ د کمولو چانسونه د زیان سره مخ کوي.
بحرین، یو کوچنی ټاپو (765 کیلومتر مربع) او په نړۍ کې یو له تر ټولو ډیر د نفوس تراکم لرونکی (په هر کیلومتر مربع کې شاوخوا 2,052 خلک)، د سرایت لوړ خطر سره مخ هیوادونو څخه و. بیا د انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو له لارې “سرایت” هم بدمرغه کیدی شي.
د ډیټا پورټال په وینا، په بحرین کې د 2020 جنوري کې د انټرنیټ نفوذ 99% او د ټولنیزو رسنیو نفوذ 84% سلنه و. په ورته وخت کې هیواد 1.65 میلیون د انټرنیټ کاروونکي او 1.4 میلیون د ټولنیزو رسنیو کاروونکي درلودل.
د څو وزارتونو ملي کاري ځواک د 2020 فبروري په پیل کې د ستر رسنیو برخې په شمول د د کوویډ- 19 خپریدو او سقوط سمبالولو لپاره جوړ شو.
پداسې حال کې چې چارواکو د وبا سره مبارزه کوله، حکومت د غلط او ناسم معلوماتو سره مبارزې ته هم ژمن و چې د دولت هڅو تر پوښتنې لاندې راوستلو لپاره د ډیجیټل پلیټفارمونو ځایی اعتیاد څخه یې ګټه پورته کوله.
کاري ځواک خلک هڅول چې د معلوماتو باوري سرچینې وکاروي او د ناسم او بې لارې کونکي ادعاو لومو کې ونه لویږي چې د شهرت غوښتونکو، توطیه تیوري ګانو جوړونکو او ځان ښودونکو لخوا خپریږي.
کاري ځواک په اوه ژبو کې د روان ارتباط ډاډمن کولو لپاره یو هاټلاین تنظیم کړ؛ د بحرین د 1.7 میلیون اوسیدونکو له نیمایی څخه ډیر د 140 څخه ډیرو هیوادونو څخه دي.
بحرین څلور ورځپاڼې لري یوه یې په عربي، دوه په انګلسي، یوه په ملایلم (هند) او یوه په تګالوګ (فلپین) ژبه کې ده. اونیزې او میاشتنۍ مجلې لکه د راډیو او تلویزیون برنامو په څیر په څو ژبو کې وي.
دې ټولو د وضعیت د اهمیت ستاینه وکړه او یوازې د رسمي سرچینو – رسمي ارقامو، د متخصصینو او د پولیس افسرانو لخوا بیانانونه او د وزارتونو لخوا اعلانونو – څخه د خبرونو او راپورونو چاپ کولو او خپرولو ته ژمن پاتې شو.
رسنیو تل د شکمنو ادعاو زغمل رد کړل او اکثر یې خبریالان د ډاکټرانو سره غږیدو لپاره ولیږل، تر ډیره د عفوني او داخلي ناروغیو ډاکټران او مایکروبیولوژیستانو سره، چې هغوی علمي او ساینسي توضیحات وړاندې کول ترڅو خلکو سره په وضعیت پوهیدو کې مرسته وکړي. دې د غلط معلوماتو ردولو کې خورا ډیره مرسته وکړه.
مذهبي مشرانو په خپلو خطبو او تبلیغ کې د دروغو خپرول د مذهبي لارښوونو او ارزښتونو څخه سرغړونې سره تشبیح کړل.
امنیتي او قضایی نهادونو هم په منظم ډول خبرداري صادر کړل کوم خلک چې غلط معلومات خپروي په هغوی به د ټولنیزې سولې د اخلال کولو تور پورې شي او د قانوني اقدام سره به مخ شي چې حبس او درندې جریمې پکې شامل دي.
کاري ځواک منظم رسنیز کنفرانسونه ونیول چې تازه معلومات وړاندې کړي، وضاحتونه صادر کړي، او د ژور مسؤلیت د احساس یادونه وکړي پداسې حال کې چې د آوازو او تورونو د منفي اغیزو په اړه یې هرچا ته یادونه کوله.
د لویانو د سواد لوړې سطحې (په 2018 کې 97.5%) او د “خبر اوسئ” کمپاین د خلکو او دولت او خصوصي نهادونو ترمینځ د باور جوړولو کې ډیر رول درلود، چې د توطیه تیوري ګانو خپریدو مخنیوي کې یې مرسته وکړه څه چې عمومآ په مینځني ختیځ کې پیښیږي.
په بحرین کې د غلط معلوماتو او ناسم معلوماتو پر وړاندې ټولیز مقاومت د کاري ځواک لخوا د چټک اقدام ترکیب، د ناوړه ګټه اخیستونکو پر وړاندې سختو خبرداریو، او د طبي متخصصینو او ژمن ژورنالستانو سره د پرانیستي ارتباط پایله وه.
د غلط معلوماتو او ناسم معلوماتو پیغامونو مجموعه د واټساپ له لارې په بحرین کې خلکو ته ورسیدله، چې په هیواد کې د ارتباط لپاره تر ټولو ډیر کارول کیدونکی کاریال دی.
پیغامونه ترډیره سیاست یا مذهبي یا فرقه ای اجنډا پورې تړلي نه و کوم چې په خواشینۍ سره د فرقو او دولتونو ترمینځ دښمنیو له امله په مینځني ختیځ کې ډیر عام دي.
خورا ډیر ناکراره کونکي پیغامونه د فبروري په 26 نیټه راپیدا شو، په یوه بحریني تبع کې د لومړي عفونیت کشف کیدو څخه دوه ورځې وروسته څوک چې ایران ته د یوه مذهبي سفر وروسته راستون شوی و. د واټساپ پیغامونو په هغه بحرینیانو انتقادونه کړي و چا چې ایران ته يې سفر کړی و، هغوی یې د ناروغۍ په راوړلو او د بحرین د خطر سره مخ کولو باندې تورنول. د پولیسو په وینا، 30 حسابونو د فرقه ای څرنګوالي پیغامونه درلودل.
په هرصورت، د جلالتمآب ولیعهد شهزاده سلمان بن حماد الخلیفه چټک مداخلت د مخ پرودې ویرې له امله پیدا شوي تشویش لیرې کولو کې مرسته وکړه. هغه د ملي یووالي ساتلو غږ وکړ او تاکید یې وکړ چې “کوویډ- 19 د نژاد، ملیت، مذهب یا ټولنیزې طبقې پربنسټ تبعیض نه کوي.”
نورو غلط معلوماتو د کاروونکو غولولو یا په چلند د اغیزه کولو هڅه وکړه. په مثالونو کې شامل دي:
• په ټولنیزو رسنیو کې یو راپور و چې د کوویډ- 19 پیښې په ډراګون سیټي کې کشف شوي، د چین – تیم لرونکی د پیرود ستر کمپلیکس، او دا چې پولیسو د لوازمو، کورني سینګار او خوړو پلورونکي هټیو او پلورنځیو باندې چاپه اچولې.
په بله پیښه کې، په ټولنیزو رسنیو کې دا ادعا تاویده چې د کوویډ- 19 لرونکي خلک د قرنطین مرکزونو څخه تښتیدلي او په هیواد کې آزاد ګرځي. پولیسو سمدلاسه دواړه ادعاوې رد کړې.
پولیسو وروسته له هغه یو کاروونکی ونیوه چې تورونه یې پوسټ کړي و چې کوویډ- 19 د خلکو څخه د پیسو ترلاسه کولو لپاره کارول شوي لوی دروغ دي.
یوه پیژندل شوې سندرغاړې وروسته له هغې د قانوني مشکل سره مخ شوه چې په واټساپ کې یې کورونو ته د پیزا او خوړو عرضه کولو په اړه خلکو ته خبرداری ورکړی و او ادعا یې کړې وه چې دا په خطرناک ډول ککړ دي.
دا ادعا چې څو بندیان په ویروس اخته شوي د بشري حقونو لپاره ملي نهاد لخوا د ساحوي لیدنې وروسته لیکل شوي راپور کې رد کړی شوه.
د غلط معلوماتو نورې هڅې چې په هیواد کې خپرې وې د ویروس د اصلیت په اړه او د دې د درملنې لارو په اړه “معتبر” یا “پټ” راپورونو یادونه کول و.
نن، د دې ناروغۍ د خپریدو څخه دوه کلونه وروسته، بحرین د 2021 نومبر لپاره د نیکایی د کوویډ- 19 رغیدو شاخص کې په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی. دې شاهي هیواد د وبا سره مبارزه او نورمال ژوند ته بیرته ستنیدو کې سترګامونه پورته کړي دي.
دا شاخص چې لومړی په 2021 جولای کې خپور شو، په 121 هیوادونو او سیمو کې د کوویډ څخه رغیدل د نهه عواملو پربنسټ ارزوي چې په درې کټګوریو ویشل شوي دي: د عفونیت مدیریت، د واکسین عرض او خوځښت.
د عفونیت مدیریت کې د کوویډ- 19 تایید شوي پیښې د پیښو د تعداد ډیروالي پر وړاندې، د في نفر له مخې تایید شوي پیښې او د في قضیې له مخې ټیستونه شامل دي.
د واکسینو چوپړتیا کې د في نفر له مخې ورکړل شوي د ټولټال واکسین دوزونه، د في نفر له مخې ورکړل شوي نوي واکسین دوزونه، او د بشپړ واکسین شوي خلکو سهم پوښي.
د ټولنې تحرک سره د تحرک معاملات، د آکسفورډ د سختۍ شاخص، او د الوتنې فعالیتونه.
هرڅومره چې د یوه هیواد درجه لوړه وي، د 0 څخه 90 پورې، هغومره نوموړی هیواد رغیدو ته نږدې وي د کمو عفونیتونو، د لوړې تلقیح درجې او د کم سخت ټولنیز واټن اقداماتو سره.
د بحرین نمرې 73% وې، ورپسې کویټ 72% او متحده عربي امارات 70.5% کې و.
په 2021 نومبر کې، د بحرین د روغتیا تنظیمي ادارې وویل چې د 5 څخه تر 11 کلونو پورې ماشومانو لپاره یې د فایزر بیونټیک واکسین بیړنی استعمال تصویب کړی دی. دا پریکړه د ملي روغتیا د تنظیمي ادارې کلینیکي ازمیښتونو کمیټې او د روغتیا وزارت د واکسین کمیټې لخوا پرمخ وړل شوي د فایزر بیونټیک ډیټا د ارزونې وروسته وشوه.
Comments are closed.