روسي یرغل ناامني ډېروي
پر اوکراین باندې برید د بې ثباتۍ زیږنده ده چې په منځني ختیځ او سهیلي او مرکزي آسیا کې یې بې ثباتۍ ته وده ورکړې
پراوکراین د روسیې برید نه یوازې اروپا ته بلکه مینځني ختیځ او سهیلي او مرکزي آسیا ته د بې ثباتۍ څپې لیږدولې دي. که امنیت ته دا ګواښونه مستقیم وي — د جګړې سیمو څخه د کډوالو تیښته وي — یا هم که غیر مستقیم — د غنمو کمښت په مینځني ختیځ کې د قیمتونو لوړیدو لامل وي — د روسییې یرغل زیانمن شوی دی.
د امنیت برخې نظامي او ملکي ماهرینو د 2022 دسمبر کې د سهیلي فلوریډا پوهنتون کې د ستر ځواک سیالۍ 6ام کنفرانس کې د روسیې د جګړې له امله رامینځته شوي زیانونه په ګوته کړل. د کنفرانس یو ځانګړی تمرکز د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ او په سیمه کې د دې د شریکانو لپاره د جګړې پایلې او مفاهیم و.
په کنفرانس کې وینا والو او هییت غړو وویل چې په ختیځه اروپا کې بې شمیره ستونزې د بحران په واسطه ډیرې شوي:
دې ایران ځواکمن کړی، ځکه چې روسيې ته يې د وسلو له پیرود څخه یې سلګونه میلیون یورو ګټلي دي. دا اضافي عاید تهران ته اجازه ورکوي چې په کور دننه او بهر ظلم ډیر کړي.
دې د کښتیو بار وړلو نړیوال دهلیز په حیث د هرموز تنګي اهمیت ډیر کړی. په روسي تیلو او ګازو بندیز پیرودونکي دې ته اړ کړي چې د ډیرو تیلو لپاره عرب خلیج ته مخ واړوي.
دې د مرکزي آسیا هیوادونو کې د پولو امنیت کمزوری کړی دی. په اوکراین د روسیی تمرکز د افغانستان څخه قاچاق وړل کیدونکي تریاکو د مخنیوي لپاره د نوموړي هیواد وړتیا ټکنۍ کړې ده.
دې په افغانستان کې د نا امنۍ په ګوته کولو څخه د نړیوالې ټولنې پام اړولی دی، چې له امله یې د اپیومو/پوډرو سوداګري بیا راپورته شوې ده. دا نشه ییز توکي په خورا ډیر مقدار کې د ځمکنیو او سمندري پولو څخه تیریږي.
په کنفرانس کې د یوه وینا وال په وینا، که روسیه د “امپراتورۍ نیولو جګړه” په لاره اچولې وي یا هم په غیرمستقیمه توګه یې موخه د سیمې کنټرول او واکمني وي، د اوکراین جګړې غیروړاندوینه شوې پایلې درلودلې دي.
امیرالبحر کرټ رینشا، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ د عملیاتو رییس یادونه کړې ده چې دښمنیو څنګه د روسیه او ایران “نامقدس ایتلاف” ته لاره اواره کړې ده.
د ایراني وسلو اکمالات – په ځانګړي توګه سلګونه بې پیلوټه الوتکو سیسټمونو – د ایران حکومت ته نغدي ګټه درلودلې کومې ته چې نوموړی هیواد د یمن په څیر بهر ځایونو کې د نیابتي جګړې غزولو لپاره اړتیا لري.
د ایران په ملتیا، روسیه په سوریه کې د تارتوس سمندري بیس باندې خپله ولکه ټینګه کړې ده، چې له همدغه ځایه د ختیځ مدیترانې سمندر کې خپل حضور ساتي.
د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ ډیر امنیتي تمرکز په عرب خلیج کې او شاوخوا د قانوني بار وړلو خوندیتوب او د غیرقانوني بار وړلو مخنیوی کول دي. دا دواړه چارې په اوکراین د روسیی د یرغل په پایله کې رامینځته شوي بې ثباتۍ له امله اغیزمنې شوې دي.
په بحرین کې میشت د متحده ایالاتو سمندري ځواک 5مې قطعې په مشرۍ څو ملیتي سمندري ایتلاف ګډو سمندري ځواکونو پدې وروستیو کې 177 کښتۍ د احتمالي قاچاق وړونکي کښتیو په توګه پیژندلي مګر د کښتۍ او بشري ځواک د تشو له امله یې وکولی شو یوازې 33 یې ونیسي. امیرالبحر رینشا وویل په عرب سمندر کې د قاچاق وړونکو د نیولو لپاره د یوه تخریب کونکي ګومارل داسې دي لکه د متحده ایالاتو د کالیفورنیا ټول ایالت لپاره چې د پولیسو یوازې یو موټر د ګزمې لپاره وګومارل شي.
د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ حل دا دی چې روزنه ډیره شي، مشارکت پراخه شي او د بې پیلوټه الوتکو، د بې پرسونله سطحي او اوبو لاندې کښتیو، او مصنوعي ذهانت په څیر نوښتونو باندې پانګونه وشي. د بشري ځواک، کښتیو او الوتکو کمښت په پام کې نیولو سره دا کړنلاره لازمي ده.
د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال میکایل کوریلا وویل “موږ باید ژور، تلپاتې مشارکتونه رامینځته کړو”.
په مرکزي آسیا د روسیی مخ په زوال تمرکز – چې د ماسکو د جګړې هڅو لپاره د مرکزي آسیا ځینې هیوادونو لخوا پدې وروستیو کې د سرتیرو نه ورکولو په واسطه راڅرګند شوي – د مشارکتونو پیاوړي کولو لپاره فرصتونه رامینځته کړي دي.
د دغو مشارکتونو ترمینځ لومړی یې د پولو کنټرول همکاري ده. په افغانستان کې د اپیومو تولید د نړۍ د غیرمشروع اپیومو او پوډرو د اکمال نږدې 85% برخه جوړوي. نږدې 500,000 افغانان د اپیومو سوداګرۍ کې کار کوي. د اپیومو قاچاق وړونکي اکثره د مجازاتو له ویرې پرته فعالیت کوي، او لکه د ایران په څیر ځایونو کې د پوله ساتي ځواکونو سره په جګړو کې ښکیل کیږي.
دا چې د نشه ییزو توکو پلور د تروریستانو لپاره د ستر عاید سرچینه ده، د تریاکو سره د مبارزې هڅې اکثره د تروریزم سره د مبارزې هڅو په څیر دوه چنده کیږي. رینشا وویل د مرکزي آسیا د پولو امنیت ښه کولو لپاره د مرکزي آسیا هیوادونو سره “مشارکت حتمي” و.
د مثال په توګه، د افغانستان سره د تاجکستان زیږه پوله په لویه کچه تشه پاتې ده، چې په هرو 15 میلو کې خورا ډیر کم پرسونل لرونکي پوستې پکې موجودې دي. د متحده ایالاتو او شریکانو لخوا مرسته د پولو پوستې بیارغوي، مګر دا هڅې به د غوره کشف، څار او استخباراتي معلوماتو په راټولولو کې د پانګوونې پرته بریالۍ نشي.
په کنفرانس کې په یوې مهمې یادونې کې، جنرال کوریلا د ایران او روسیې په څیر هیوادونو څخه په ګواښونو باندې د برلاسي کیدو لپاره د هرکله پرتله ډیر ټیکنالوژیکي نوښت باندې تاکید وکړ چې ګواکې دغه دواړه هیوادونه د نړیوال نظم مقرراتو څخه سرغړونه کوي. هغه سپارښتنه وکړه چې د مینځني ختیځ بډایه شتمني او د استعداد ټولګه د دا ډول نوښت لپاره دغه موقعیت مناسب ګرځوي.
جنرال کوریلا وویل، “سینټکام باید د نوښتي افکارو لومړۍ کرښه وګرځي.”
Comments are closed.