برخی یو ځانګړی جنګیالی By Unipath Last updated Oct 21, 2020 Share Facebook Twitter ډګر جنرال محمد فرید احمدي د افغانستان د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو د قوماندې د مشر په توګه نوښت رامنځته کوونکی او الهام بخښونکی دی یونیپث کارکونکی داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګه په افغانستان کې تر ډېره له مینځه وړل شوې؛ د دوی مشر چه په جومات کې پټ شوی و، په بی رحمانه ډول ووژل شو، او د هغه تر لاس لاندې چارواکي افغان ځواکونو ته تسلیم شول. د طالبانو په 18 زندانونو بریدونه شوي او 500 افغان بندیان تر خوشې شويدي. طالب جنګیالي د موخې ګرځېدو له ډاره نور په ډلهییز ډول نه راټولیږي. د کال په اوږدو کې د دوی مشران د وژل کیدو له ویرې د افغانستان له سرحدونو هاخوا پټ وو. د دې بریا ډیر کریډیټ د افغان ملي اردو ځانګړو عملیاتو قوماندې ته ورکول کیږي. برید جنرال محمد فرید احمدی، چې د ځانګړو عملیاتو قومانده یې په 2019 کال کی واخیسته په لوړه کچه د روزل شوو سرتېرو د فعالیت ښهوالي کې مهم رول لوبولی دی چې په تېره لسزه کې یې لیکې او صفونو زرګونو ته پورته شوې. جنرال احمدي د 2020 فبروري کې له یونیپث سره د یوې مرکې پر مهال وویل، “دوی د وخت له مخې ثابت، په جګړه کلک او تجربه لرونکي سرتېري دي.” د برید جنرال احمدي سرتیرو پر هغو طالبانو او نورو تروریستي ډلو تکتیکي بریاوې ترلاسه کړې چې په افغانستان کې د نفوذ هڅه کوي. قوماندان ته دا د ویاړ خبر ده، چې د هغه سرتېرو د 2020 کال له فبرورۍ مخکې په 10 میاشتو کې 1065 عملیات د ملکي مرګ ژوبلې له کوم راپور پرته ترسره کړل. په 2019 کال کې د بهرنیو جنګیالیو په ګډون 1400 داعش جنګیالي په ننګرهار ولایت کې تسلیم شول. دا د روسیې هغه تبلیغات غلت ثابتوي چې غواړي افغانستان د داعش د زېږېدلو د ځای په نوم مشهور کړي. جنرال وویل، “موږ په شمال کې داعش له منځه یووړ، او سیمهییزو همکارانو ته مو قوي پیغام ورکړو چې افغانان – زموږ د ملګرو په مرسته – په ریښتینولۍ او ایماندارۍ سره ترهګریزې ډلې له مینځه وړي. :تروریستان درې غوراوي لري” مړه شئ ،لاس واخلئ یا زندان ته لاړ شئ.” جنرال په 1980زېږدیز کال کې له افغان اردو سره یوځای شو، او د ډیرو افغان اردو مشرانو په څیر یې له طالبانو سره په کلونو جګړه کړې. په 2006 زېږدیز کال کې، هغه مهال چې هیواد د لومړۍ کومانډو قطعې جوړولو لپاره سرتیري ټاکل، نو دې ځواک خپلې لیکې د ډګروال احمدي له کنډک څخه ډکې کړې چې یاد کنډک د خپل ډسپلین، مسلکيتوب او لوړې روحیې له مخې مشهور دی. دې تازه ځواک څو میاشتې په اردن کې تیرې کړې ترڅو ځانګړې روزنې ترلاسه کړي. د ځانګړو عملیاتو د سرتېرو مهارتونه، چې د هیواد په چورلکو سمبال 777 هوایي لوا له لوري یې ملاتړ کیږي، د طالبانو د پوځي برابرتیا افشا کولو ته دوام ورکوي. په 2019 کې، د طالبانو مشرتابه د یو برید په اړه په ویاړ خبرې کولې چې د افغانستان درې ښارونه او 10 ولسوالۍ به نیسي. دوی ناکام شول. ډګر جنرال احمدي وویل، “موږ وخت، ځای او هدف ټاکو، نه طالبان.” د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ملي اردو د ځانګړو عملیاتو قوماندې له لوري ژغورل شوي زندانیان د لوړ پوړو افسرانو، په پراخه کچه هڅول شوو بریدملانو او جګړنو له لوري او د افغانستان اردو د نوو دوکتورینو پر بنسټ چې د ډلګۍ او ټولي تر کچې پر ابتکارونو ټینګار کوي، پلان او مشري یې وشوه. د افغانستان اردو خپل دوکتورین د هغو ګرځنده روزنیزو ټیمونو په کارولو سره خپروي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې اردو او د پولیسو قطعو د وړتیاوو ډېرولو لپاره ویشل کیږي. ډګر جنرال احمدي وویل، “د ټولى او ډلګۍ مشران چې اوسمهال د ماموریت مشري کوي؟ دغه کار لس کاله مخکی امکان ندرلود.” تراوسه جنرال نه غواړي چې پر ویاړونو ډډه او تکیه وکړي. هغه د افغان پوځي ځواکونو د لا پرمختګ لپاره د پنځه کلن پلان ملاتړ کوي. هغه غواړي له ساحې څخه زده کړل شوې تجربې په بشپړ ډول د پوځي لوړ رتبه ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې ځای پر ځای کړي. په دې برخه کې د ټیټ رتبه افسرانو له لیکو څخه د راتلونکو پوځي مشرانو روزنه او پراختیا شامله ده. د پلان بله برخه د احتمالي نوو ګواښونو د له منځه وړلو په موخه د افغانستان د پوځي دوکتورینو اصلاح کول او تازه کول دي. جنرال وویل، “د تروریزم نوعیت او ډولونه په ډیریدو دي.” بهرني قوتون، د شپې دوربین، د شپني لید عینکو، بې پیلوټه الوتکو او ښخ کړل شوو چاودېدونکو توکو په ګډون، طالبان او د هغوی ملاتړ کوونکي په عصري وسلو سمبالوي. د دښمن رسنیز کمپاین خپلو اوېردونکو او کتونکو پر غلطو مالوماتو، جعلي خبرونو او مذهبي تحریف شوو متنونو سره فریب ورکوی. د پلان اساسي برخه به په کابل کې د امنیتي همغږۍ، همکارۍ او استخباراتي عملیاتو مرکز جوړول وي. هغه د مرکزي آسیا ټولو دولتونو ته د ګډون بلنه ورکړه ترڅو افغانستان وکولای شي د سویلي آسیا او مرکزي آسیا ترمینځ د یوه خوندي پله په توګه کار وکړي. ډګر جنرلا احمدي وویل، “د افغانستان ثبات په مستقیم ډول پر ټولې سیمې اغېزه لري.” هغه زیاته کړه، که زموږ ګاونډیان له افغانستان سره مرسته وکړي، دوی په اصل کې له ځان سره مرسته کوي. جنرال د افغانستان د ازادۍ او د دغه هېواد د ثبات ټینګولو له کبله د متحده ایالاتو، د هغوی له اردو او مالیه ورکونکو د وینو تویولو او مالي مرستو څخه مننه وکړه. هغه ووی، که چیرې مونږ غواړو چې هیواد مو امن پاتې شي، نو د متحده ایالاتو او د هغه د ایتلافي ملګرو دوامداره اړیکو ته اړتیا لري. برید جنرال احمدي وویل: “افغانان د نورو ملتونو په شان د سولې او وقار حق لري.” Facebook Twitter Share
Comments are closed.