په مينځني ختيځ کې د بیو امنیت کلتور رامینځته کول
د کوویډ- 19 وبا د احتمالي خطرناک ویروسونو او باکتریا پروړاندې د خوندیتوب اړتیا په ګوته کړله
نسرین الحمود، د پروژې رییسه، د بیو خوندیتوب، بیو امنیت او بیو ټیکنالوژي د تعالي مرکز، شاهي ساینسي ټولنه، اردن
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د 2004 کال پریکړه لیک 1540 او د بیولوژیکي او زهري وسلو د 1972 کال کنواسیون (BTWC) هدف دا ډاډ لاسته راوړل دي چې غیر دولتي عناصر ونشي کړی ویروسونه، باکتریا او نور بیولوژیکي مواد د نړیوالې سولې او امنیت ګواښلو لپاره ترلاسه او د وسلې په توګه وکاروي.
د دې دواړو تړونونو لاسلیک کونکي هیوادونو کې د مینځني ختیځ او شمالي افریقا (MENA) نږدې ټول هیوادونه شامل دي – پشمول د اردن – سره لدې که چیرې خطرناک بیولوژیکي مواد غلطو لاسونو ته ورشي بیا هم د ناورین د مخنیوي لپاره د کلکو مقرراتو په لوري سم پرمختګ ندی شوی.
پدې نړیوالو قانوني اسنادو کې د موجود شرایطو پوره کولو لپاره، په سیمه کې هیوادونه د هغوی د پراختیا پیليزې سطحې په پام کې نیولو پرته باید تجربې، مهارت او زیربنا ته وده ورکړي. د دې مقالې موخه په مینځني ختیځ کې د بیو امنیت پورې تړلي پروژو او د نړیوالې شبکې په روان جوړښت کې د هغوی د ونډې لنډیز وړاندې کول دي کوم چې دې ډاډمنتیا ته ژمن دي چې بیولوژیکي مواد او ټیکنالوژي په کلکه د سوله ییزو موخو لپاره کارول کیږي.
د اوږدې مودې راهیسې حکومتونه د بیولوژیکي وسلو یا بیو تروریزم ګواښ څخه د نړۍ خوندي کولو لپاره لټون کې د غیردولتي سازمانونو او د مدني ټولنې نورو سازمانونو رول کې غفلت کوي. نوې تمایلات د همکارۍ پربنسټ د مشارکتونو اړتیا په براخه کچه جوتوي.
د سیمې د ځانګړي سیاسي او جیوسترانیژیک شرایطو له امله، په MENA سیمه کې مدني بنسټونه د وسلو کنټرول او د نه خپرېدونکو مسلو په سمبالولو کې د لومړي لاس پراخه تجربه لري.
د مثال په توګه، د 2010 او 2012 ترمینځ د MENA سیمه کې د جمعي تخریب وسلو (WMD) څخه پاک زون پلي کولو بحث لپاره یو کاري ځواک جوړ شو. دا کاري ځواک د اروپا او متحده ایالاتو څخه د تسهیل کونکو او مشاهدینو سربیره، د سیمې څخه د پالیسي او تخنیکي ماهرینو څخه جوړ و، چې په خپل شخصي ظرفیت کې یې فعالیت کاوه.
دې ډلې په پیل کې پر بیولوژیکي وسلو باندې تمرکز وکړ. د نورو WMDs پرتله دا داسې یو څه دي چې په اړه یې د جوړښتي بحث پروړاندې خورا لږ سیاسي خنډونه موجود و.
بله هڅه په پراخه مینځني ختیځ او شمالي افریقا (پشمول د افغانستان او پاکستان) کې د ساینس، ټیکنالوژي او امنیت پالیسۍ مرکز (CSTSP) لخوا پرمخ وړل شوی د بیو ښکیلتیا پروګرام و. دې پروګرام د خوندي، اخلاقي او مصؤن ژوند ساینسي څیړنې د ارتقا او ترویج لپاره د متحده ایالاتو او د سیمې څخه د ساینس پوهانو ترمینځ باور او مشارکت جوړولو باندې تمرکز درلود.
د بیو ښکیلتیا پروګرامونه یوبل پورې تړلي خنډونو سره مخ شو، پشمول د پیسو او پایښت نه شتون. د بیو ښکیلتیا پروګرامونو د بریا څرګندول په خپل ذات کې مشکل دي ځکه چې د ارزونې هیڅ داسې معیار موجود ندی چې د پروګرامونو نهایی هدف وسنجوي، کوم چې د وسایلو او مهارت ترلاسه کولو څخه د تروریستانو مخنیوی او په چټکۍ سره د ممکن استعمال پیژندل دي.
د تمویل کونکي ادارو او ډونر هیوادونو ترمینځ همغږي یوه جلا ننګونه ده کوم چې په ځینې سیمو کې د بیو ښکیلتیا پروګرامونو اوږدمهاله پایښت باندې اغیزه کوي. یو لوی شمیر تمویل کونکي ادارې او پلي کونکي د بیو ښکیلتیا فعالیتونو ملاتړ کوي یا یې پرمخ وړي، په ځانګړي توګه هغه سیمو کې چیرې چې د تروریستانو یا بیولوژیکي وسلو اندیښنې ډیرې دي.
په افغانستان، مینځني ختیځ، شمالي افریقا او پاکستان کې په علمي او ساینسي ظرفیت کې توپیرونه د پروګرامونو پراختیا لانوره پیچلې کوي. د مثال په توګه، په لابراتوارونو کې د بیولوژیکي سرایت او نفوذ اړوند تجربه پدې سیمو کې خورا ډیر توپیر سره لري.
له بل پلوه، نوموړي پروګرام د بیو ښکیلتیا لپاره نوي فرصتونه او د بیو ښکیلتیا په پروسه کې ځانګړي پرمختګونه په ګوته کړي چې د ملي ظرفیت توپیرونو لپاره محاسبه شوي. سپارښتنې د بیولوژیکي خطرونو په ګوته کولو کې د ننګونو، تشو او اړتیاو پربنسټ وې. اهمیت یې دا دی چې فرصتونه او کړنلارې به د مخنیوي شبکې په لسیزې اوږدې طرحې کې ونډه ولري، چې د امنیتي اندیښنو په ګوته کولو لپاره پکې بیلابیل پروګرامونه پرمخ وړل کیږي.
د اروپا اتحادیی ښکیلتیا
د اروپا اتحادیی د کیمیاوي، بیولوژیکي، راډیولوژیکي او هستوي وسلو د تعالي مرکز (EU CBRN CoE) د اروپایی کمیسیون د ګډو څیړنو مرکز (EC-JRC) او د ملګرو ملتونو د سیمو ترمینځ د جرم او عدالت څیړنیز انسټیټیوټ (UNICRI) سره پلي شوی د نړۍ په کچه ګډ نوښت دی.
د دې نوښت موخه د منسجم سیاست ارتقا، په ملي او سیمه ییزه سطحه د همغږۍ او چمتو والي ښه کولو، او د قانوني، علمي، تنفیذي او تکنیکي ستونزو پوښونکي هراړخیزې کړنلارې د وړاندې کولو په واسطه د CBRN جرمي، حادثاتي یا طبیعي خطرونو له مینځه وړل دي. دا نوښت د اغیزناک ځواب ډاډمن کولو لپاره په ټولو سطحو کې د CBRN منسجم پالیسي جوړولو لپاره ملي، سیمه ییزې او نړیوالې سرچینې متحرکه کوي.
تر دې دمه د اروپایی کمیسیون د CBRN روزنې ډیره برخه پخواني شوروي کې وه چې تمرکز یې په هستوي خوندیتوبونو او امنیت باندې و. په هرصورت، د افریقا په ځینې برخو، مینځني ختیځ، او سهیلي او سهیل ختیځه آسیا کې د هستوي انرژۍ، بیو ټیکنالوژي او کیمیاوي موادو لپاره د مخ پرودې غوښتنه د دا ډول روزنې پراختیا ته اړتیا لري. دا اوښتون ټولو اړمن هیوادونو سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک (UNSCR) د 1540 لاندې د مرسته کولو شرایط منعکس کوي. د اته صنعتي هیوادونو ډلې د دې مرستې په تسهیل کولو سره موافقت کړی.
CoE د مرستې او تخنیکي ملاتړ عرضه کولو له لارې د پریکړه لیک د مهمو شرایطو په پوره کولو کې ونډه اخلي ترڅو د حکومتونو ملي او سیمه ییزو اړتیاو په ارزولو کې مرسته وکړي او د ظرفیت تشو ډکولو لپاره د CBRN CoE د مناسبو پروژو په پراختیا کې مرسته وکړي.
د اروپا اتحادیې نوښت په مینځني ختیځ کې د 12 پروژې په غاړه اخیستي کومې چې په 2013 کې پیل کیږي. دا پروژې د CBRN مهمو ستونزو په تړاو وې لکه د CBRN قانوني کاري چوکاټونو ښه کول، د کیمیاوي او بیولوژیکي پاتې شونو مدیریت ته وده ورکول، د CBRN د ناسم استعمال خطر ارزول، د بیو امنیت او بیو خوندیتوب ښه کول، د کیمیاوي توکو یا هستوي یا راډیولوژیکي موادو د غیر مشروع قاچاق سره مبارزې لپاره ظرفیت جوړول، د CBRN پورې تړلي موضوعاتو په اړه د پوهاوي ډیرول، د CBRN پیښو ته د بیړني غبرګون تقویت کول، او د CBRN پیښو په اړه د ډیټا خوندي تبادلې ترویجول.
په مینځني ختیځ کې په لاره اچول شوې یوې له ترټولو وروستۍ پروژې سرلیک “د CBRN غبرګون کې او د کیمیاوي او طبي بیړني حالتونو کې د ظرفیتونو پیاوړي کول دي.” د دې پروژې ټولیزه موخه په سیمه کې د CBRN د پیښو ځواب همغږۍ، تاسیس او پلي کولو لپاره د هیوادونو (عراق، اردن او لبنان) ترمینځ او د ادارو ترمینځ جامع جوړښت پراختیا دی.
دا به د CBRN موجود بیړني غبرګون ظرفیت ارتقا او د مخنیوي، چمتو والي او غبرګون اړوند ټیکنالوژي او روزنې وړاندې کولو په واسطه پدې هیوادونو کې ملي اړتیاوې په ګوته کړي.
د بیو خوندیتوب او بیو امنیت نړیوال کنسرسیوم
د بیو خوندیتوب او بیو امنیت نړیوال کنسرسیوم (BBIC) د MENA سیمې هیوادونو ته وړتیا ورکوي ترڅو هغه بیولوژیکي خطرونه وپیژني د کومو سره چې مخ دي او د قوانینو او بشري او فزیکي زیربنا په مرسته د ملي او سیمه ییز بیو خوندیتوب او بیو امنیت ستراتیژیو له لارې یې له مینځه ویسي.
کړنلاره په بشپړ ډول حکومتي، او د طبیعي، حادثاتي او عمدي ګواښونو منظر کې د بیولوژیکي خطر اړوند د ټولې نړۍ یوه لیدلوري له مخې ده ځکه چې دا انسانانو، ژویو، بوټو او د اوبو پشمول چاپیریال پورې تړاو لري. د دې شبکې فعالیتونو کې په کال کې دوه ځله د کنفرانسونو په لاره اچول، د ملي ستراتیژیو طرحه کول، او د ملي او سیمه ییز بیو خوندیتوب انجمنونو جوړول شامل دي.
BBIC د سیمې لپاره د بیو خوندیتوب او بیو امنیت د روزنې په دوه مرکزونو جوړولو کې مرسته کړې چې یو یې اردن کې او بل یې مراکش کې دی. دې د بیو کنټرول څو لابراتوارونه هم په خوندي جوړښت کې د څیړنو او تحقیقاتو پرمخ وړلو لپاره تایید کړي دي. پاکستان او مراکش د دغه بیو کنټرول لابراتوارونو کوربه توب کونکي هیوادونو څخه دي.
پایلې او سپارښتنې
سیمه ییزې شبکې او فعالیتونه د UNSCR 1540 د پلي کولو ننګونو باندې برلاسي کیدو کې مرستې لپاره مناسب جوړښتونه دي. د MENA سیمې څخه ډیری متخصصین پدې سیمه ییزو فعالیتونو او نوښتونو کې دخیل دي. د هر اړوند سیکتور څخه د اتلانو په را یوځای کولو سره، دا نوښتونه هم په ملي کچه او هم په سیمه ییزه کچه د متخصصینو شبکې جوړوي ترڅو ډاډ لاسته راشي چې د بیولوژیکي پیښې د پیښیدو څخه مخکې یې د سمبالولو لپاره اړیکې تاسیس شوي دي.
د دا ډول نوښتونو او شبکو له لارې ترلاسه شوي تجربو او پوهې په شریکولو سره، د MENA متخصصین کولی شي خپلو ملي پالیسي جوړونکو ته مشورې ورکړي. دا شبکې همدارنګه د پایښت لرونکي اړیکو له لارې ستونزمنو سیاسي پولو په اوږدو کې هم کار کوي. دا ډول نوښتونه د ټولو دخیلو هیوادونو د ګټو ودې لپاره میکانیزمونو پیژندلو کې ارزښتناکه رول لوبولی شي.
له سیاسي پلوه یو شمیر حساسه پولې لرونکې سیمه کې، مهم عناصر چې د هرې شبکې په اغیزناکه ډول فعالیت ممکن کوي هغه مخامخ ناستې، ورکشاپونه، سیمینارونه او روزنه دي. په MENA کې نوښتونو او اړوند فعالیتونو د ګواښونو په غوره ډول درک کولو ته ارتقا ورکړې، د امنیتي ماهرینو، چارواکو او اکاډمیکو افرادو ترمینځ یې اړیکې جوړې کړي او د نوي نظرونو لپاره یې د لابراتوار په توګه کار ورکړی دی.
په هرصورت، په MENA سیمه کې د CBRN ضد فعالیتونو د ټیکاو– لکه روزنې، د پالیسي پراختیا او ظرفیت جوړولو لپاره-پایښت لرونکې تمویلي واسطې ته اړتیا ده ترڅو د سیمه ییزو شبکو تطبیقي ظرفیت تقویت شي او ډاډ ترلاسه شي چې دوی کولی شي د UNSCR 1540 پشمول امنیت پورې تړلي اقداماتو د تسهیل کونکو په توګه خپل ظرفیت بشپړ کړي.
په ځانګړي توګه مهم د شخصي نهادونو څخه تمویل دی ترڅو سیمه ییز مالکیت پیاوړی او دې لیدلوري سره مبارزه وشي چې نوموړې پروسه د سیمې دباندې حکومتونو لخوا پرمخ وړل کیږي.
په MENA سیمه کې، د تفکر له مخې پلي شوي تمویل او مهارت په مرسته د بیو خوندیتوب او بیو امنیت جوړ شوي او پلي شوي پایښت لرونکي او اغیزناکه فعالیتونه به د سیمې او نړۍ امنیت او یووالی پیاوړی کړي.
Comments are closed.