ناڅاپي ناورین
د 2020 بیروت بندر چاودنې د نه تمه کیدونکي ناورین ته د ځواکونو د غبرګون څرنګوالي په اړه ازمیښتي قضیه وړاندې کړې ده.
یونیپث کارکونکی
د 2020 اګست په 4 ماښام 6:07 بجې، د بیروت بندر کې د وریزو ستره خریړی ډوله بڼه جوړه شوه. د 2,750 ټن زیرمه شوي امونیم نایټریټ د چاودینې له امله رامینځته شوي شاک څپې د لبنان پلازمینې ټول ګاونډ له مینځه ویوړ.
دې ناورین د 40,000 څخه ډیر کورونه، اپارتمانونه، هټۍ او دفترونه د استوګن کیدو حالت څخه ویستل. د چاودنې په پایله کې د 218 نفرو د مړینې سربیره، د بیروت 6,500 اوسیدونکي ټپیان شوي او نور 300,000 افراد د خپلو کورونو او سوداګریو څخه بې ځایه شوي.
څلور روغتونونه چې سلګونه زره خلکو ته یې خدمت کاوه، له کاره ولویدل. د لبنان د عامه روغتیا وزارت مرکزي ودانۍ د نورو طبي مرکزونو سره یوځای تخریب شوه.
دا په تاریخ کې یوه له ترټولو ستره غیر هستوي چاودنه وه او په داسې یوه سخت وخت کې په لبنان راغله چې د کوویډ- 19 وبا، اقتصادي بحران، عامه ناکرارۍ او د سوریه ای مهاجرینو د بحران سره مخ و.
د بیروت بندر چاودنه د 2022 جولای کې د مینځني ختیځ او د خلیج د جمعي تخریب وسلو سره مبارزې د همکارۍ سیمه ییزې شورا 4ام سمپوزیم د کیس مطالعې په توګه وکارول شوه. له یوه اړخه دې د یوه غیروړاندوینه شوي ناورین په مخ کې مقاومت، سخاوت او اتلولي تمثیل کړه.
له بل پلوه، لبناني چارواکو د دې ناورین پړه په اداري او تنظیمي ناتوانۍ، فساد او غفلت واچوله. چارواکي لاهم پدې اړه واضح نظر نلري چې څنګه دومره لوی مقدار امونیم نایټریټ حتی بندر ته ورسیده.
که څه هم لبنان دا ناڅاپي حادثه ای چاودنه ګڼلې، د جمعي تخریب وسلو په واسطه برید هم د احتمال له مخې د ملکي او نظامي چارواکو لخوا ورته پیلي غبرګون راپورته کاوه. په حقیقت کې، د چاودنې وروسته لومړیو ساعتونو کې لبناني فزیک پوهانو د چاودنې ساحه د راډیو اکټیو وړانګو د نښو لپاره سروی کړله.
دا چې د دغو پلټنو لوست نورمال و دې د بیروت ډیری اوسیدونکو ترمینځ لاهم دا ویره نده له مینځه وړلې چې هغوی د یوه قصدي برید قربانیان ګرځیدلي دي. د خریړي ډوله وریزې انځورونه د دغه ګونګسې تغذیه کولو ته دوام ورکړی.
د اردو مداخله
په لبنان کې د ترټولو با اعتباره نهاد په توګه، د لبنان وسله وال ځواک (ایل.ای.ایف) ناورین ته غبرګون کې خورا ستر رول لوبولی دی. د چاودنې څخه یوازې 20 دقیقې وروسته، د وسله وال ځواکونو مشر د بحران مدیریت ګډه کمیټه د نظامي او ملکي غبرګون همغږي کولو لپاره رامینځته کړه.
په ساعتونو کې دننه، 1,500 سرتیري په ساحه کې موجود و، کنډې کپرې او ساحه یې قرنطین کړه، ملکیان یې و ایستل او د ټپیانو لپاره یې طبي مرکزونه تاسیس کړل. ماموریت ته په چټکۍ سره وده ورکړل شوه چې د تخریب سروی، انساني مرستې توزیع کول او د بندر څخه د ډبرو او ککړتیاو پاکول پکې شامل شو.
په 2009 کې د اردو د انجنیرۍ کنډک په لړ کې تاسیس شوي د ایل.ای.ایف کیمیاوي، بیولوژیکي، راډیولوژیکي او هستوي (سي.بي.آر.این) ټولي د بندر د تخریب په واسطه راوتلي هرډول ککړتیاو شتون باندې تمرکز درلود. هغوی خطرناک مواد نقشه بندي کړل او موجودي نوملړ یې ترتیب کړ لکه پټاقۍ، زهري ګازونه، د اور اخیستو وړ مایعات او د حشراتو وژونکي مواد.
د 6,000 لیټر څخه ډیر اسیډ یا تیزاب د ټانکرو څخه وتلي و، او سرتیري او ملکي افراد ثابت پاتې شو او دغه رسوب ب خنثی کړ.
د لومړني ناورین څخه یوه میاشت وروسته، د بندر یوه ګوادم کې د ټایرونو اور دلته څیرمه خوندي د زرګونه لیټر درندو تیلو اور اخیستنې ګواښ راپورته کړ. د سرتیرو، اطفایه او د لبنان د هوایې ځواک ګډو هڅو وکړی شو دغه لمبې ووژني.
ملګري د ملګرو سره مرسته کوي
د لبنان غبرګون سره خورا غوښنه سیمه ییزه او نړیواله مرسته مل وه. د امریکا متحده ایالاتو د دفاعي ګواښ کمولو اداره د ایل.ای.ایف د سي.بي.آر.این ټولي تاسیس کې بنسټیز رول لوبولی چا چې د چاودنې وروسته دا ډول بې ساری کار ترسره کړ.
په بیروت کې د هستوي ککړتیا امکان پلټونکي فزیک پوهانو د ویانا میشت نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د حوادثو بیړني مرکز څخه د مرستې غوښتنه وکړله. دې ادارې لبنان ته ډاډ ورکولو کې مرسته وکړه چې هستوي وسلو پدې ناورین کې هیڅ رول ندی لوبولی.
د 12 نړیوال لټون او ژغورنې ټیمونو څخه رضاکارانو د لویدلو ودانیو څخه د ژوندي پاتې افرادو ژغورلو لپاره په بندر او شاوخوا ګاونډ کې خپاره شو.
د چاودنې څخه په یوه اونۍ کې دننه، د 40 هیوادونو څخه د بشري مرستو لرونکي 162 الوتکې لبنان ته راورسیدلې. شپږ کارګو کښتیو د ناورین په واسطه ناتخریب شوي بندرونو څخه مرستې او کومکونه تش کړل. د لبنان د عامه روغتیا وزارت د بیروت له 7,000 څخه ډیرو اوسیدونکو لپاره طبي لګښتونه وپوښل.
زده شوي درسونه
د لبنان دواړه نظامي او ملکي چارواکو دې چاودنې ته د نظارتي ناکامۍ په توګه کتلي چې فساد او بې کفایتي ورسره مل وه. د جمعي تخریب وسلو سره د سیمه ییزې مبارزې سمپوزیم کې د دې ناورین په غږیدو په لړ کې یوه لبناني چارواکي د هیواد ادارو او وزارتونو کې دننه د نظارتي مسؤلیت نوي کلتور لپاره غږ وکړ.
هغه وویل، “هیڅ ادارې نه غوښتل مسؤلیت په غاړه واخلي که کوم څه غلط شوي و.”
دا ډول نوي لیدلوري کې به په بندر کې د خطرناک موادو کلک نظارت، د بندر د ادارو ترمینځ ښه همغږي او د سرتیرو او لومړی ځواب ورکونکو لپاره د خطرناک موادو روزنه باندې ستر تمرکز شامل وي.
عراقي چارواکو د عراق د بصره مرکزي بندر کې د خطرناک موادو موجودي نوملړ چمتو کولو په اړه مشورې لپاره په لبنان کې خپلو سیالانو سره اړیکه نیولې.
عراقیانو د یوې “چاپیریالي نقشې” د جوړولو وړاندیز کړی ترڅو د ملکي دفاع چارواکي پوهه اوسي چې کوم خطرناک مواد زیرمه دي او چیرې دي. موخه دا ده چې د بیروت په څیر ناورین څخه په بصره کې مخنیوی وشي.
مګر د 2020 اګست کې د 5 میلیارد ډالرو په ارزښت زیان سره مخ کیدو وروسته – داسې زیان چې په راتلونکي کې د ورته ګواښونو په اړه ویرې راپورته کوي – لبنان پخپله د دې پیښې ژورې څیړنې او تحلیل لارښود کوي.
Comments are closed.