مجازي امنیت ته ژمنتیا
د مجازي ګواښونو پر وړاندې د عراق محافظت کولو لپاره معلوماتي ټیکنالوژۍ کې د عراقي وړتیا پراخولو ته اړتیا ده
ډاکټر حسین علوي، د امنیتي سیکتور سمون په برخه کې د عراق د لومړي وزیر مشاور
مجازي امنیت د عراق د حکومت لپاره ستراتیژیک لومړیتوب دی. عراق د مجازي پیښو د غبرګون ټیم )سي.اې.آر.ټي) جوړ کړی دی، د مجازي امنیت پالیسي یې فعال کړې او د بریښنایی جرمونو د قانون مسؤده یې چمتو کړې چې د عراق پارلمان کې ورباندې پراخه بحثونه شوي.
د مجازي پیښو د غبرګون ټیم اصلي کار په ټولو وزارتونو کې د مجازي بریدونو سره مبارزه کول، د هیکرانو او د تروریستي ډلو د نظارت کولو لپاره د امنیتي او استخباراتي ادارو سره کار کول، او د منظم مجازي جرمونو ډلو تعقیبول دي. په عصري ټولنو لکه عراق کې دا احتیاطي چارې لازمي دي چې د پیسو انتقال او د حکومتي چارو پرمخ وړلو لپاره مخ پرودې توګه په انټرنیټ تکیه کوي.
مجازي بریدونه په نړۍ کې وده کونکی ګواښ دی، چې د نړیوالې اندیښنې لامل کیږي چې تروریستي ډلې په حیاتي تاسیساتو د مجازي بریدونو په لاره اچولو لپاره پرمختللي ټیکنالوژۍ کاروي. د دې په پام کې نیولو سره، عراق په 2021 سپتمبر کې په بغداد کې د مجازي فضا په برخه کې د ټولنې د وړتیاو پراختیا او جوړولو په اړه دوهم ملي کنفرانس په لاره واچاو.
دې کنفرانس د عراق د مجازي پیښو د غبرګون ټیم په کار کې ستر اوښتون راوست. دې کنفرانس د پام وړ مسایل لکه بریښنایی جرمونه، د 5G جګړو سره د مبارزې لپاره مجازي ظرفیتونه، په ملي امنیت د مجازي امنیت او د عصري ټیکنالوژیو اغیزه، او په انټرنیټ کې د ماشومانو محافظت پوښلي. په نورو موضوعاتو کې یې په خلکو د مجازي امنیت اغیزه چې د غلط معلوماتو په واسطه محاصره نړۍ کې دي، د زده کونکو لپاره ډیجیټل امنیت، او آنلاین د پیسو مینځل او مالي انتقالات شامل و.
په کنفرانس کې د عراق د مجازي پیښو د غبرګون ټیم لخوا یوه تخنیکي ننداره هم شامل وه، چې یوه امنیتي تمرین یې ملتیا کوله چې پدې کې د مجازي ګواښ شنډولو لپاره ټیم په چټکۍ سره مداخله وکړه.
د عراق د مجازي پیښو د غبرګون ټیم مشر اسیر الجابر د کوویډ–19 وبا له امله د بریښنایی اتومات چارو خپلولو په لړ کې د سوداګرۍ او حکومت په پام کې نیولو سره د کنفرانس اهمیت باندې رڼا واچوله.
الجابر وویل، “د دې کنفرانس د ناستو پرمهال، موږ په مجازي فضا کې د خدمتونو وړاندې کولو بریا په لوري یو بل ګام ترلاسه کړ.”
د ملګري هیوادونو لخوا ترلاسه شوي تخنیکي مهارت تبادله کول، کله چې یو مجازي برید شنډوئ یا په امنیتي سیسټم کې د سرغړونې وروسته د شبکو بیرته رغول د مجازي امنیت د ملاتړ ګڼل کیږي. عراق د ټیکنالوژۍ په ډګر کې د ملګري هیوادونو تجربو څخه ګټه پورته کوي او په مجازي فضا کې د امنیتي وړتیاو د پراختیا او جوړولو لپاره کار کوي.
له بل پلوه، عراق لیواله دی هغه معلومات شریک کړي چې دې د ارتباط، رمز ورکولو او د بریدونو پلان کولو لپاره د مجازي ټیکنالوژۍ د تروریستانو ناوړه ګټه اخیستنې څرنګوالي په اړه زده کړي دي. دا چې تروریستي ډلې او د منظم جرمونو ډلې شریک نظرونه او ټیکنالوژۍ لري، نړیواله ټولنه باید د بریدګرو د تخریبي پلانونو خنثی کولو لپاره یوځای کار وکړي.
عراق غواړي یوه متحد کلتور ته وده ورکوي ترڅو د مجازي ګواښونو سره مبارزه وکړي، د معلوماتو د هیکینګ او ډمپنګ پیښې کمې کړي، د ملکي سولې ګواښونکي غلط معلوماتو خپرول ودروي، او د انټرنیټ کاروونکو پر وړاندې د بې وجدان خلکو لخوا کارول کیدونکي مجازي جرمونه کم کړي.
د مجازي امنیت بنسټ د پیچلي مجازي بریدونو خنثی کولو لپاره د سرچینو پشړتیا سره د عالي ټیکنالوژۍ سیکتور رامینځته کول دي. عراق باید د مجازي امنیت په اړه د ملي پالیسیو په دوامداره ډول بیاکتنه وکړي او خپلې وړتیاوې پیاوړې کړي. د عراق حکومت په امنیتي او ملکي خدمتونو کې د ډینامیک افرادو جذبولو باندې کار کوي ترڅو د عراق د مجازي امنیت ظرفیت او حکومتي سیکتور، خصوصي سیکتور او نړیوالو شرکتونو اړوند همکارۍ ته وده ورکړي.
عراق غواړي یوه متحد کلتور ته وده ورکوي ترڅو د مجازي ګواښونو سره مبارزه وکړي، د معلوماتو د هیکینګ او ډمپنګ پیښې کمې کړي، د ملکي سولې ګواښونکي غلط معلوماتو خپرول ودروي، او د انټرنیټ کاروونکو پر وړاندې د بې وجدان خلکو لخوا کارول کیدونکي مجازي جرمونه کم کړي.
د مجازي امنیت په تړاو عامه – خصوصي مشارکت یو ستراتیژیک ضرورت دی. د روغتیا، تعلیم او انرژي په څیر سیکتورونه د خپلو چارو پرمخ وړلو لپاره په مجازي اتصال ډیره تکیه کوي. د دې دلیل لپاره، د عراق حکومت او د مجازي پیښو د غبرګون ټیم غواړي د نوي معلوماتي ټیکنالوژي حلونه رامینځته کړي.
حکومتي وزارتونه په معلوماتي ټیکنالوژۍ او مجازي امنیت برخه کې د متشبثینو د هڅولو لپاره مالي انګیزې کاروي. عراق دې مهمه برخه کې د پراخه ونډې درلودو لپاره د ښځو چمتو کولو باندې هم باید تمرکز وکړي. هغوی زموږ د بریالۍ ټولنې د راتلونکي ځواک دی، چې د ډیری ننګونو سره مخ دي. د ښځو ځواکمن کول د عراقي حکومت د پروګرام یوه لازمي برخه او د کار فلسفه ده. په پرمختللي هیوادونو کې د ښځو رول په تکنیکي ډګر کې ستر دی، او ټیکنالوژيکي پرمختګ په ټولنیزو رسنیو کې په حساس سایټونو کې، د سافټویر صنعت او بریښنایی بازارموندنه کې په کار بوخت د ښځو له لاسه دی.
نن ورځ موږ باید د عراق په هره برخه کې د مجازي امنیت شرایطو پرځآی کولو لپاره د قوانینو، عامه پالیسیو او وړتیاو جوړولو په واسطه په سوداګرۍ، بریښنایی سوداګرۍ، او معلوماتي ټیکنالوژۍ پانګونه کې د پام وړ وده ملاتړ کړو. موږ باید د ټولنې خدمت کولو او د دې د وړتیاو عصري کولو موخې سره د معلوماتي ټیکنالوژۍ شرکتونو د ودې لپاره د مناسب چاپریال په چمتو کولو سره د عراق او نړیوالې سوداګرۍ ټولنې ترمینځ د مشارکت رامینځته کولو لپاره د عراقي حکومت د پلانونو ملاتړ وکړو.
خوشبختانه، د آزادو او عادلانه ټاکنو لپاره د ټاکنو خپلواک عالي کمیسون ملاتړ کولو کې د عراقي حکومت بریا او د 2021 اکتوبر په 10 نیټه د پارلماني ټاکنو پرمهال د مجازي بریدونو سره د مبارزې لپاره د کمیسون وړتیا، د مجازي بریدونو سره مبارزې او د مجازي امنیت تقویت کولو په برخه کې د عراق د پرمختللي وړتیاو په اړه یو لوی پیغام ولیږداو.
Comments are closed.