قزاقستان مجازي ډال جوړوي
قزاقي پروګرام د هیکرانو او مجرمینو څخه د سیسټمونو خوندي کولو باندې تمرکز کوي
د قزاقستان د 85% څخه ډیر نفوس انټرنیټ کاروي، چې په مرکزي آسیا کې تر ټولو لوړه کچه ده. د هیواد د اقتصاد او حکومتولۍ لوی برخې په بشپړ ډول ډیجیټلي شوي دي. په 2018 کې، قزاق حکومت د ډیجیټل قزاقستان پروګرام پیل کړ، کوم چې حکومتي ادارې او سوداګرۍ وهڅولې چې د خښتو او کانکریټ څخه آنلاین لاسرسي ته د پیرودونکو د لاډیر ګټور خدمت لپاره واوړي.
مګر ډیجیټل اقتصاد ته د قزاقستان پراخه اوښتون سره، مجازي امنیت ډیر لازمي شوی، په ځانګړي توګه د کوویډ–19 وبا د پیل راهیسې چې ډیری خلک یې اړ کړي له لیرې لارې کار او زده کړه وکړي.
دې قزاق چارواکو ته هیله ورکړې چې د مجازي ګواښونو سره مبارزې لپاره جدي اقدامات وکړي. پداسې حال کې چې د مجازي جرمونو په ګوته کولو کې د ننګونو هیڅ کمی نشته، چې د شدت، څرنګوالي او پیچلتیا له پلوه وده کوي، د مجازي جرمونو او ګواښونو سره د قزاقستان د هڅو پایلې په وروستیو کلونو کې د پام وړ وې.
په مجازي امنیت کې د وروستیو پرمختګونو څخه په مننې، قزاقستان په 2020 کې د نړیوال مجازي امنیت شاخص کې د مجازي امنیت ته ژمنتیا مواردو کې د 182 هیوادونو له ډلې څخه 31ام هیواد و، چې د نړیوال مخابراتو اتحادیې او د ملګرو ملتونو د معلوماتو او ارتباط ټیکنالوژیو د نوښت لخوا خپریږي.
د شاخص پنځه اصلي ستنې قانوني، تخنیکي، تشکیلاتي، ظرفیت پراختیا او تعاوني اقدامات دي. د 2020 درجه بندي په 2017 نړیوال مجازي امنیت شاخص کې د قزاقستان د مخکیني 83ام ځای څخه د پام وړ پرمختګ و.
د مجازي پوښ نصبول
د قزاقستان د مجازي امنیت پالیسي د “مجازي شیلډ” پروګرام څخه ریښه اخلي چې په 2013 میلادې کال کې د پخواني ولسمشر تورسلطان نظربایف لخوا په لاره اچول شوی و. هغه تاکید کړی و چې د مجازي امنیت ستراتیژي جوړول د قزاقستان د ملي امنیت په ګټه دي، هغه د مجرمینو دې وړتیا یادونه وکړه چې کولی شي د بریښنا کارځایونو او ټرینونو په څیر زیربنا بنده کړي.
نظربایف په 2017 کې وویل “د نن ورځې نړۍ کې، لازمي ندي د یوې الوتکې یا ټانک په کارولو سره جګړه وکړئ.”
پدغه کال کې قزاقستان د مجازي بریدونو او هایبرایډ جګړې د مخنیوي، کمولو او پر وړاندې یې مبارزه کولو څرنګوالي په اړه دولتي پالیسۍ جوړې کړې او په اغیزناک ډول د دې کار کولو لپاره یې قانوني پروسې ښې کړې. قزاقي چارواکو د نړیوالو ماهرینو سره مشوره وکړه او د طرحې یوځای کولو لپاره یې په مجازي امنیت برخه کې غوره کړنې خپلې کړې. د مجازي شیلډ پروګرام لومړۍ مرحله د 2017 څخه تر 2018 پورې، او دوهمه یې د 2019 څخه تر 2022 پورې وه. تر دې دمه دې پروګرام 28 میلیارد قزاقي ټنګه (شاوخوا 66 میلیون ډالر) لګښت درلودلی.
د هیواد د ډیجیټل پراختیا، نوښتونو او هوایی فضا وزارت د دولت تخنیکي خدمت ګډ سټاک کارپوریشن سره یوځای د مجازي شیلډ د عمل پلان پلي کولو لپاره د حکومت اصلي مسؤل اداره وګرځیدله، کوم چې اوس د قزاقستان د پانګوونو او پراختیا وزارت برخه ده.
مجازي پوښ مشخص کوي چې د دولت پالیسي څنګه د بریښنایی معلوماتو سرچینې، د معلوماتو سیسټمونه، او د مخابراتو شبکې محافظت کوي او ډاډ وړاندې کوي چې د معلوماتو او ارتباط ټیکنالوژۍ خوندي استعمال باید پلي شي. دې طرحې مجازي امنیت ته د مخکیني لنډمهاله طریقو یوځای کولو کې مرسته کړې ده. مجازي پوښ د بیړني حالاتو په شمول، د معلوماتي امنیت پیښو د مخنیوي لپاره د چټک غبرګون میکانیزمونو جوړولو ننګه هم کړې ده.
مجرمین قزاقستان هدف ګرځوي
د 2021 پسرلي کې، په برتانیا کې میشت د ټیکنالوژۍ بیاکتنې او د مصرف کونکو یوه ویب سایټ کمپاریټیک یو راپور خپور کړ چې په نړۍ کې له مجازي پلوه ډیر او لږ خوندي هیوادونه لیست کړي و. د راپور په وینا، د مرکزي آسیا هیوادونه پشمول د قزاقستان درجه نږدې اخر کې وه.
قزاقستان د تش په نوم کریپټو جیکرانو لپاره یو له تر ټولو جذب هیوادونو څخه دی، څوک چې زیان منونکي کمپیوټرو ته د لاسرسي له لارې ډیجیټل اسعار، یا کریپټو کرنسي جوړوي. دې پروسې ته د کریپتو کرنسي کیندل یا کریپټو کیندل ویل کیږي. د کمپیوټرونو د مالکینو څخه د اجازه اخیستلو پرته، کریپټوجیکران د کریپټو کان کیندنې لپاره اړین بریښنا لوی مقدار لپاره هیڅ پیسې نه تادیه کوي. قزاقستان د بریښنا د ټیټو قیمتونو او په نړۍ کې د نورو هیوادونو پرتله د کم خوندي کمپیوټرونو له امله د کریپتو کان کیندنې لپاره یو جذاب هیواد دی.
د کمپیوټر سافټویر باندې د قزاق کاري ګروپ د 2019 ناستې په وینا، یو له مهمو دلایلو چې په قزاقستان کې کمپیوټرونه ولې لږ خوندي دي دا دی چې په قزاقستان کې په کمپیوټرونو کې نصب نږدې 74% سافټویر بې جواز و، یا د غیرقانوني سرچینو څخه ډاونلوډ شوی و.
جواز نلرونکی سافټویر کولی شي ملویر ولري چې د کاروونکي ډیټا د خطر سره مخ کوي، او د مجازي بریدونو مخنیوي لپاره د دا ډول سافټویر لپاره د امنیتي اپډیټ ډاونلوډ کول مشکل دی. په پایله کې، په جعلي سافټویر چلیدونکي کمپیوټرونه د هیکنګ، کریپټو کان کیندنې، د محرم معلوماتو غلا، درغلۍ او د مجازي جرمونو نورو ډولونو څخه د زیان منیدو سره مخ دي.
د پخواني دفاع او هوایی فضا صنعت وزارت د معلوماتو امنیت کمیټې رییس، روسلان عبدیکالیکوف د 2017 کال بیان مطابق، “د [قزاقي] حکومت ادارو بریښنایی سیسټمونو ته د مجازي ګواښونو شمیر هر کال دوه برابره کیږي.”
د قزاقستان د ملي کمپیوټر بیړني غبرګون ټیم، چې د کی.زیډ-سي.ای.آر.ټي په نوم پیژندل کیږي، د 2021 په لومړۍ نیمایی کې 11,432 مجازي جرمونه او د معلوماتو امنیت ګواښونه ثبت کړي، چې د 2020 پرتله 15% ډیروالی ښئ. د کی.زیډ-سي.ای.آر.ټي په وینا، بوټ نیټز، ټروژن هارسز او د کمپیوټر ویرسونه ځینې خورا عام تخریبي سافټویرونه دي چې په قزاقستان کې کمپیوټرونو باندې د برید کولو لپاره د مجازي مجرمینو لخوا کارو لکیږي.
په ورډپریس مینځپانګې مدیریت بیلګو (د ویب سایټونو لپاره کارول کیدونکی او په انټرنیټ د خپرولو لپاره مینځپانګې جوړونکی سافټویر) باندې مجازي بریدونه، کوم چې په قزاقستان کې ډیر کارول کیږي، د ډیری ویب سایټونو د کاروونکو محرم او حساس معلوماتو په بیه تمام شوي او سایټونو کې یې تروریستي او افراطي پروپاګند پیغامونه خپاره کړي.
مجازي مجرمین په منظم ډول قزاقي سوداګرۍ، حکومتي ادارې او افراد د ګټو لپاره په نښه کوي. په 2021 اګست کې، په قزاقستان کې هر بانک د خپلو ویب کې موجود سرچینو محافظت کولو لپاره وړتیا ښودلو کې پاتې راغی، پشمول د هغوی د مینځپانګې امنیت، د ډیټا انتقال، د ترافیک رمز ایښودل او امنیتي جوړښتونه، د مجازي بریدونو پر وړاندې.
د مجازي بریدونو پڅول
په قزاقستان کې د سیټي بانک عمومي رئیس آندری کوریلین په وینا، د قزاق بانکونو ضعیف مجازي دفاع په ځانګړې توګه د اندیښنې وړ ده، د دې په پام کې نیولو سره چې د لوی نړیوال بانکونو پر وړاندې مجازي بریدونه هره ثانیه پیشيږي.
سره لدې، په 2017 کې د مجازي پوښ د طرحې له تاسیس راهیسې، قزاقي حکومت د هیواد مجازي فضا خوندي کولو لپاره د نظارت ډیرولو او فعال ځوابونو مجازي ګواښونه د پام وړ حد پورې راکم کړي دي. د 2019 پورې، د ډیجیټل پراختیا، نوښتونو او هوایی فضا وزارت د قزاقستان پر وړاندې د مجازي بریدونو سرچینو او وخت په اړه کافي معلومات درلودل. دې وزارت د ویب سایټونو تخریبیدو او په هیواد کې د ککړ سافټویر شمیر راکمولو کې مرسته کړې.
د مجازي پوښ څخه په مننې، د حساس زیربنا سیکتورونو له 300 څخه ډیرو، پشمول د بانکونو، حکومتي ادارو، سوداګریو او تولید، خپل امنیتي سیسټمونه ښه کړي دي. د قزاقستان دولتي تخنیکي خدمت په یوه ورځ کې د نږدې 1 میلیون مجازي بریدونو د منع او مخنیوي لپاره کافي وړتیا او ظرفیت رامینځته کړی دی.
په 2018 کې، د قزاقستان د ملي امنیت کمیټې د معلوماتو د امنیت همغږۍ ملي مرکز (این.آی.ایس.سي.سي) جوړ کړ، چې د دولتي ادارو د معلوماتو سرچینو او د قزاقستان د حساس معلوماتو زیربنا د مجازي بریدونو څخه محافظت کولو لپاره ډیزاین شوی. په 2020 کې، د معلوماتو د امنیت همغږۍ ملي مرکز 17 حکومتي ادارو ته د انټي ویروس محافظت او د مجازي پیښو او ګواښونو لپاره د هغوی د معلوماتو سیسټمونو نظارت چمتو کړ.
د مجازي پوښ یو له مهمو برخو د مجازي امنیت متخصصینو روزل او د معلوماتو امنیت په اړه د عامه خلکو پوهول دي. په قزاقستان کې د روزل شوي معلوماتي ټیکنالوژۍ متخصصینو د کمښت له امله، چارواکي لیواله دي د پوهنتون زده کونکو ته په مجازي فضا متمرکز بورسونه ورکړي. د ډیجیټل پراختیا، نوښتونو او هوایی فضا وزارت ته دندنه سپارل شوې د عمومي نفوس لپاره د مجازي امنیت په اړه د روزنیز او تعلیمي کمپاینونه په لاره واچوي.
د مجازي پوښ د عمل پلان په لړ کې، قزاقي حکومت د قزاقستان په تاریخ کې لومړی ځل رضاکار مجازي بیمه معرفي کړه، کوم چې د مجازي برید یا ډیټا لیک کیدو په صورت کې قانوني نهاد ته د ملکیت زیان لپاره د مالي تاوان ورکولو اجازه ورکوي.
د تعلیم اهمیت
دولت پدې پوهیږي چې ډیجیټل اقتصاد او حکومتولۍ ته د هیواد چټک اوښتون د مجازي بریدونو او اړوند زیان کمولو لپاره د کمپیوټر امنیت په اړه پراخه ښکیلتیا او عامه تعلیم ته اړتیا لري. قزاق چارواکي یادونه کوي چې خلک ترډیره د ابتدایی مجازي امنیت ګواښونو په اړه خبر ندي، لکه په غیر ارادي ډول د مخرب سافټویر ډاونلوډ کولو څخه پیښیدونکي خطرونه چې د آنلاین درغلۍ او جعل پایله درلودلی شي.
علاوه لدې، ډیری کوچني او مینځنۍ اندازه سوداګرۍ په هیواد کې د معلوماتو او ارتباط ټیکنالوژۍ محافظت په اړه لومړنۍ پوهه نلري.
د همدې لپاره، دولت اوس عامه پوهاوي ښه کولو او د تعلیمي کمپاینونو په لاره اچولو باندې تاکید کوي ترڅو ډاډ لاسته راوړي چې خلک د کمپیوټرونو او ارتباطي ټیکنالوژۍ محافظت کولو لپاره ابتدایی وسایل ولري. د یوې وروستۍ سروی په وینا، د مجازي امنیت ګواښنو په اړه د عامه پوهاوي پیدا کولو کې دا ډول هڅې اغیزناکې وې، چې اوس یې د راپورونو له مخې پوهه 78% ته رسیدلې.
قزاقستان د مجازي امنیت، معلوماتو او ټیکنالوژۍ قانون، او د بریښنایی حکومتولۍ په اړه د ملکي کارمندانو روزلو کې هم پانګونه کوي. د 2021 جنوري 5 راهیسې، د قزاقستان ولسمشر د واک لاندې د عامه ادارې اکاډمۍ د حکومتي ادارو ډیجیټل کیدو په اړه د ملکي کارمندانو روزلو لپاره آنلاین کورسونه په لاره اچولي. په 2019 کې، د ډیجیټل پراختیا، نوښتونو او هوایی فضا وزارت د حکومتي چارواکو لپاره د مجازي امنیت په اړه وړیا آنلاین روزنیز کورسونه د 20 څخه ډیرو دولتي ادارو او 17 د ځایی حکومت نهادونو کې په لاره اچولي و.
په 2020 کې د نړیوالې وبا په پیل کې، په قزاقستان کې ډیری حکومتي کارکونکي د لیرې لارې دفترونو ته واوښتل. د قزاق ملکي کارمندانو د ډیجیټل او ارتباطاتو مهارتونو ښه کولو لپاره، د عامه ادارې اکاډمۍ، په قزاقستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام، د آستانه د ملکي خدمت مرکز او د قزاقستان د ملکي خدمت چارو لپاره ادارې په 2020 کې د حکومتي کارګرانو لپاره په لویه سطحه روزنه په لاره واچوله.
د 2021 سپتمبر په 1 نیټه ملت ته د وینا پرمهال، ولسمشر قاسم جوارت توکایف وویل “د عامه سیکتور ټول معلومات او د ټیکنالوژۍ نوښتونه به په اختصاصي ډول د قزاق دولت د تخنیکي نظارت لاندې د نوي پلیټفارم پربنسټ وي. دا به تکثیر، لګښتونه او بیوروکراسي له مینځه ویسي، او عامه خدمتونه به خلکو ته 100% د ځیرک تلیفونونو څخه وړاندې کړي.”
د حکومتي خدمتونو مخ پرودې ډیجیټل کول به په دوامداره ډول د مجازي امنیت په اړه د ملکي کارمندانو روزنه کې پانګوونې ته اړتیا ولري. د ولسمشر توکایف د ډیجیټل قزاقستان لیدلوری، چیرې چې به ټول حکومتي خدمتونه په بریښنایی توګه وړاندې کیږي او خصوصي سیکتور به بریښنایی سوداګرۍ باندې تکیه کوي، د هیواد مجازي امنیت د دوامداره ښه والي ته د هغې د ژمنتیا څخه نه جلا کیدونکی دی.
Comments are closed.