د یونیپث انځور یوموټی کول
ایګل ریزالو 22 د عرب خلیج افسرانو ته زمینه برابروي د میزایل او ډرون بریدونو د شنډولو لپاره د څو ملیتي ټیم د برخې په توګه کار وکړي
یونیپث کارکونکی
د عرب خلیج هیوادونو زیان منیدل، په ځانګړي توګه د میزایلو، وسله وال ډرونونو او د سړک غاړې ماینونو یا چاودیدونکو وسایلو د احتمالي بریدونو سره د هغوی مخ کیدل داسې دفاع ته اړتیا لري چې د سیمې د ځواکونو پیاوړتیاوې یوځای کړي.
ایګل ریزالو 22، د څو هیوادونو تمرین چې د 2022 مارچ کې د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندې لخوا په لاره واچول شو، پدې مورد لومړۍ رڼا واچوله چې څنګه د بحرین، کویټ او سعودي عربستان په څیر هیوادونه کولی شي د دا ډول بریدونو په شا تمبولو لپاره د هوا – مزایل متحد دفاع (آی.ای.ایم.ډي) سیسټم وکاروي.
د ایګل ریزالو د پیښو ورته والي کې د میزایلو او د ډرونونو د ډلو په واسطه بریدونه، د سړک غاړې ماینونو چاودل، او د هدف لاندې هیوادونو د حل لارې کمزوري کولو لپاره طرحه شوي د ټولنیزو رسنیو ګمراه کونکی پروپاګند شامل و. که د یوه هیواد سینسرونه یو برید کشف کړي، خبرداری د نظامي استخباراتو یوې شریکې شبکې ته ځي، چې په خلیج کې څو ملیتي امنیتي ځواکونه تیارسۍ کیږي.
په فورټ کارسن، کولوراډو کې د تمریني روزنې لیدونکو کې 30 افسران د کویټ څخه، 14 د سعودي عربستان څخه او شپږ د بحرین څخه شامل و. د 100 څخه ډیر د امریکا متحده ایالاتو اردو پرسونل پکې ګډون کړی و، او د آی.ای.ایم.ډي طرحو د ازمولو لپاره یې نظامي بیس، بڼه او تجهیزات چمتو کړي. عمان نظامي مشاهدین لیږلي و.
”د هوا او میزایل ګواښونو په چټکۍ سره بدلون کړی دی؛ دا ډیر دقیق او پراخه شوي دي. آی.ای.ایم.ډي د سولې پرمهال، بحرانونو او جګړه کې یو لازمي، دوامداره ماموریت دی،” د کویټ د هوایی دفاع مرستیال قوماندان برید جنرال خالد الشریان وویل.
”د ملي او متحد هوایی دفاع سیسټمونو وصل کول لازمي دي چې سینسرونه، قومانده او د کنټرول شتمني، او د وسلو سیسټمونه پکې شامل دي. دا به د امنیت ډاډمن کولو سره د ملي شتمنیو خوندیتوب وکړي او د عمل خپلواکي وړاندې کړي.”
دا د میز په سر تمرین د کویټ، سعودي عربستان، بحرین څخه د افسرانو په درلودو د ګډو عملیاتو قوماندې (جی.او.سي) په رامینځته کولو سره پیل شو او د امریکا متحده ایالاتو کمپیوټري بانکونو معلومات د ټول عرب خلیج سیمې په اوږدو کې د ټیټې سطحې ځواکونو، خبري راپورونو او ټولنیزو رسنیو څخه افسرانو ته لارښود کړل.
د کارمندانو سترګې یوې ژوندۍ ویډیو ته نیولې وې چې په خلیج کې د یوې حیاتي سمندرې لارې دبره تاویدونکي د بې پرسونل هوایی سیسټمونو (یو.ای.ایس) یا بې پیلوټه الوتکو د ډلې انځور یې په ژوندۍ بڼه په لوی پردو کې خپارو. دا ډرونونه احتمالآ د کشف د هڅو برخه وه چې د راتلونکي هدفونه په نښه کړي او په سیمه کې د ګډ کاري ځواک (سي.جی.ټي.ایف) شتمنۍ وویروي. څو استخباراتي راپورونو کې دا هم ویل شوي و چې یو دښمن هیواد غواړي د عرب خلیج هیوادونو باندې بالستیک او کروز مزایل وتوغوي.
سیمه ییز ځواکونه په ګډه د لوړو اظهاراتو حالت ته لاړل. څو ساعتونه وروسته یوه سیمه ییز رادار سیسټم د څو بالستیک او کروز مزایلو توغیدل ښکاره کړل او ورپسې د ډرونونو ټولګه. هغوی په خلیج کې یو نه بلکه څو تاسیسات په نښه کول.
په جی.او.سي کې کویټي افسران د اقدام لپاره راپورته شو او د هوایی بریدونو پر وړاندې د دفاع لپاره مسؤل نظامي قوماندو ته یې خبره ورسوله. په یوه ساعت کې دننه، سي.جی.ټي.ایف د راتلونکي ګواښونو سره ښکیل شو او ټول مزایل یې شنډ کړل علاوه له دوه و څخه چې د تیلو تصفیه خونه باندې وغورځیدل.
د جی.او.سي د اړیکې افسر د کورنیو چارو وزارت لخوا د مرستې لپاره غوښتنه ترلاسه کړه چې زهري ګاز د تیلو اور اخیستې تصفیه خونې څخه لیک شوی او مرګ ژوبله طبي توجه ته اړتیا لري. جی.او.سي یو پلان جوړ کړ. دې د یوه ګاونډي هیواد څخه د ساحوي روغتون عرضه کول همغږي کړل او د تیلو تصفیه خونې د اور وژلو لپاره یې د اور وژنې څلور وسایطو غوښنتنه وکړله او همدارنګه د خلکو ایستلو کې د مرستې لپاره د کویټ د ملي ګارد یوه کنډک غوښتنه یې وکړله.
په ورته وخت کې، جی.او.سي د ملګري هیواد هوایی دفاع ځواکونو سره د ډرونونو د ټولګې تعقیب او مخه نیولو لپاره کار وکړ. د دښمن بې پیلوټه الوتکې د هیڅ انساني ژوند ضایع کیدو پرته له مینځه ویوړل شوې.
د دودیز ګواښونو سربیره، ایګل ریزالو 22 د نامتوازن برید یوه سناریو جوړه کړله چې پدې کې د دولت د سرپرستۍ لاندې نیابتي ډلې د ناکرارۍ پیدا کولو لپاره نرمو اهدافو باندې تمرکز کوي. کویټ د جی.او.سي استخباراتو خونې راپور ورکړ چې یوه تروریستي ډله غواړي د کیمیاوي موادو لرونکي د موټر بم (وي.بي.آی.اي.ډي) په کارولو سره د خلکو یوه یا ناټاکل شوي مرکز باندې برید وکړي.
په څو ساعتونو کې دننه، جی.او.سي د پراخه مرګ ژوبلې سره یوه روغتون ته څیرمه د وي.بي.آی.اي.ډي د چاودنې استخباراتي راپور ترلاسه کړ. جی.او.سي د ساحې پاکولو او د ټپیانو د ایستلو لپاره د ملي ګارد او ملکي دفاع سره کار کولو لپاره د جمعي تخریب وسلو سره مبارزې قطعه وګومارله.
تروریستانو د وي.بي.آی.اي.ډي برید په اړه د ګنګوسو او ناکرارۍ خپرولو لپاره ټولنیزې رسنۍ وکارولې، او هڅه یې وکړله د چاودنې پړه په یوه بل هیواد واچوي. په جی.او.سي کې د ویب عملیاتو ارتباط د ناسمو معلوماتو کمپاین کشف کړ. هغوی د دې ناسمو معلوماتو پر وړاندې د ستراتیژیک پیغامونو ورکولو څخه کار واخیست چې تمرکز یې خلکو ته د دې ډاډ ورکول و چې اردو ملي امنیت چمتو کوي. پدې پیغامونو کې د اردو د قوماندانانو لخوا د تازه معلوماتو خپرول شامل و.
په کویټ اردو کې د ستراتیژیک روابطو رییس، ډګروال محمد العودي وویل،”موږ د ستراتیژیک ارتباط رول تمرین کړ، چې سایبر، د معلوماتو عملیات او د ویب عملیاتو ټیمونو لخوا د دښمن پروپاګند سره مبارزې لپاره په رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې زموږ د پیغامونو یوموټی کولو لپاره د نږدې کار کول شامل دي.” “زموږ موخه د معلوماتو چاپیریال کنټرول کول او زموږ خلکو ته د هغوی د سالمیت په اړه د ډاډ وړاندې کول دي پداسې حال کې چې زموږ د دښمنانو په زړنو کې نا ارامي او ناکراري واچوو.”
په ایګل ریزالو کې قوماندانانو په سیمه کې د واقعیی پیښو په رڼا کې د روزنې سناریوګانو ریالیزم ستاینه وکړه. په تمرین کې د لوړرتبه مشرانو یوه سیمینار کې، د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قومانده کې د روزنې رییس، تورن جنرال سټیون دی میلیانو وویل د هوایی او مزایل ګواښونو ارزونه د هوایی دفاع همغږۍ او یووالي ته اړتیا لري.
دي میلیانو وویل، “لکه څنګه چې تاسې ټول خبر یې، موږ د کلونو راهیسې د مخ پرودې سیمه ییز ډاډه بدنیت لوبغاړو سره لاس او ګریوان یو، مګر دغه لوبغاړي د 2019 راهیسې په ځانګړي توګه زړور شوي دي.”
د ایګل ریزالو روزنې همدارنګه افسران وهڅول چې په ګډه بیړني حالتونه سمبال کړي لکه د الوتکې تښتول، د برمته افرادو په تړاو مزاکرات کول او د تیلو د ټانکر ضبط کول. هدف دا و چې افسران د بحراني وضعیت د فشار لاندې سمې پریکړې وکړي.
ایګل ریزالو کې د کویټ د ملي ګارد استازي مشر، ډګروال قاید العظیمي وویل، “دا تمرین د عملیاتي مهارتونو تیره کولو او د بحران میدیت کولو لپاره یو ستر فرصت و.” “په څو ملیتي او ګډو ځواکونو چاپیریال کې کار کول د ناورین او مصیبت مدیریت کولو ستره طرح ده.”
کویټي قوماندان د ایګل ریزالو 22 په اړه نظرونه شریکوي
د ایګل ریزالو 2022 د ګډ کاري ځواک قوماندان، د کویټ ډګر جنرال مبارک الذوهابي د عرب خلیج تمرین په اړه غږیږي:
یونیپث: ایګل ریزالو د کویټ لپاره څومره مهم دی؟
ډګر جنرال مبارک الذوهابي: د ایګل ریزالو تمرین د خورا مهمو ګډو تمرینونو څخه دی، د هغه هیوادونو سره چې د ګډو ځواکونو چاپیریال کې د عملیاتي او ساحوي تجربې لاسته راوړلو لپاره د ګډون کولو ته لیواله دي. د کویټ دولت د تمرین د 13مې او 14مې دورې کوربه توب کړی، چې پدغو کې د امریکا متحده ایالاتو او د عرب خلیج هیوادونو د ډګر برخو کې برخه اخیستې. ایګل ریزالو 22 د کرونا وبا د پیل راهیسې لومړی تمرین دی او د لومړي ځل لپاره د امریکا متحده ایالاتو کې په لاره اچول شوی. کویټ پدې تمرین کې ترټولو ستر رول لوبولی دی، چې د بیلابیل رتبو 30 افسرانو یې د تمرین په ټولو خونو کې ګډون درلود. د تمرین قومانده او د مرکزي خونو مدیریت د کویټي افسرانو لخوا پرمخ وړل کیده.
یونیپث: د تمرین کومې برخې تاسې ته ډیر ارزښت لري؟
ډګر جنرال الذوهابي: د ایګل ریزالو 22 تمرین د موقعیت او د سناریوګانو له پلوه د مخکیني تمرینونو څخه مختلف دی. تمرین په یوه متمرکز سیسټم کې د یوموټی هوایې – مزایل دفاع (آی.ای.ایم.ډي) طرحه باندې تمرکز درلود، کوم چې د مزایل یا ډرون برید په صورت کې په سیمه کې ټول ملګري او متحد هیوادونه خبروي. دا یوه نوې طرحه ده چې د عصري ټیکنالوژیو سره معیاري کیدو او متحد کیدو ته اړتیا لري. د تمرین د تطبیق برخه هم د دې مشاهده کولو لپاره خورا مهمه وه چې ګډون کونکي هیوادونه د عملیاتو له پلوه څومره وړ و. استخباراتي راپورونه په انعطافي توګه د ګډو عملیاتو قوماندې مرکز ته رسیدل، او بیا خونو د تمرین شبکې له لارې عملیات په انعطاف او سادګۍ سره ترسره کیږي، او هر چا کولی و د نورو د کړنو خطر سره مخ کولو پرته په ورته وخت کې عملیات وویني. د امریکا متحده ایالاتو د تمرین لپاره زیربنا او وسایل داسې چمتو کړي و چې ګویا د واقعیی عملیاتو خونه وي. دا مهم دي چې د امریکا متحده ایالاتو څخه د هغه څه لپاره مننه وشي چې په لومړۍ اونۍ کې یې کړي و، چې اکاډمیک اونۍ وه. د تمرین لپاره ټولې طرحې، طرزالعملونه او د مدیریت طریقه د تمرین د پیل کیدو څخه مخکې د ګډون کونکي هیوادونو لپاره په معیار برابر شوي و او ګډون کونکي د ټولو شرایطو په اړه خبر کړی شوي و او دا چې څنګه د پریکړې کولو طرزالعملونه، او د کارمندانو عملیاتو مخته ویسي.
یونیپث: تاسې د لوړ رتبه مشرانو د سیمینار موضوعاتو څخه څنګه ګټه پورته کړه؟
ډګر جنرال الذوهابي: د امریکا متحده ایالاتو او کویټ څخه مشرانو او لیکچر ورکونکو د خپل تخصص په ډګر کې د مهارت سره یو شمیر مهم موضوعات وړاندې کړل. معلومات مخته وړاندې شو او بحثونه د ټولو ګډون کونکو لپاره ګټور و. دا خبره په ځانګړي توګه د هوا او مزایلو دفاع په برخه کې سمه وه او دا چې څنګه د بالستیک مزایلو او ډرونونو ګواښ سره مقابله وشي. زه باید د شمالي امریکا د فضایی دفاع ګډې قوماندې (این.او.آر.ای.ډي) د تمرین په واسطه وړاندې شوي سترې ګټې یادونه هم وکړم. د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواک تورن سین ګرونویل، د این.او.آر.ای.ډي د متحد هوا او مزیایلو دفاع مشر، د این.او.آر.ای.ډي تاریخچه وړاندې کړه او دا چې څنګه د امریکا متحده ایالاتو او کاناډا خپل رادارونه او شبکې یوځای کړي دي. زه باور لرم د هوایی دفاع سیسټمونو متحد کولو نظر د سیمې هیوادونو لپاره خورا ډیر مهم دی. بل لیکچر د کویټ د هوایی ځواک مرستیال قوماندان ډګر جنرال خالد الشاریان لخوا وړاندې شو، هغه د خلیج هیوادونو لپاره په عموم کې او د کویټ لپاره په ځانګړي توګه ګټورو موضوعاتو باندې وغږیده. هغه وښودله چې څنګه د مزایلو ګواښونو سره مقابله وکړو او د تمرین له لارې یې هغه حلونه وړاندې کړل چې هغه ترلاسه کړي و.
یونیپث: په تمرین کې د امریکا متحده ایالاتو شریکانو سره د کار کولو څخه کوم درسونه زده شوي؟
ډګر جنرال الذوهابي: لومړی، د سیمې امنیت په اړه د ګډ لیدلورو تقویت کول او د هوایې او سایبر دفاع په لړ کې عصري ټیکنالوژیو ته کتنه. د امریکا متحده ایالاتو ځواکونه د وروستۍ ټیکنالوژۍ او نظامي تاکتیکونو درلودو سربیره، د څو جګړو او د متنوع عملیاتي چاپیریالونو له لارې خورا ډیره د پام وړ تجربه لري چې له امله یې همکاري او ګډه روزنه د هغوی سره خورا ډیره ګټوره ګرځي. موږ د هغوی څخه عملیاتي تجربه ترلاسه کړه او هغوی زموږ څخه په مختلف چاپیریالونو کې کار کول زده کړل، چې پدې توګه ټولو ګډون کونکو ته د دې ګټه ورسیده.
یونیپث: آیا تاسې کولی شئ د نورو ملګري او متحد هیوادونو سره د نظامي همکارۍ په اړه وغږیږئ؟
ډګر جنرال الذوهابي: د دودیز جګړې مفاهیم بدل شوي دي، او یو هیواد نور نشي کولی د یوې نامتوازن جګړې ګواښ سره یوازې مخ شي. د همدې لپاره، په سیمه ییزه او نړیواله سطحه باید ګډه همکاري د دې غیر دودیز ګواښونو سره د مبارزې لپاره موجود وي. د خلیج همکارۍ سازمان کې زموږ متحدینو سره زموږ اړیکې د نظامي او امنیتي هڅو ټولو اړخونو کې د ګډ پوهاوي او یوشان راتلونکي پربنسټ دي. موږ د شته ننګونو سره د مقابلې لپاره او د راتلونکي ننګونو سره د مقابلې په موخه د روزنې لپاره یوځای کار کوو. موږ معلومات او مهارتونه سره شریکوو او د سیمه ییز امنیت او ثبات ساتلو لپاره همکاري کوو.
یونیپث: تاسې په تمرین کې د کویټ وسله وال ځواکونو څخه ګډون کونکو فعالیت څنګه ارزوئ؟
ډګر جنرال الذوهابي: د کویټ اردو دې، او دې ته ورته تمرینونو کې د دوامداره ګډون له لارې د پام وړ تجربه ترلاسه کړې ده. د پیل څخه د وضعیت د پرمختیاو پوهاوي او درک شتون درلود، او د دې بشپړ تایید چې څنګه په خورا لوړه مسلکي بڼه د پریکړې کولو ټولو مرحلو او طرزالعملونو له لارې بیړني حالاتو سره مقابله وشي. زه غواړم د خلیج هیوادونو څخه برخه اخیستونکي زموږ متحدینو پدې ډګر کې د هغوی د تجربې لپاره مهم رول باندې تاکید وکړم، او همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو څخه د هغه څه لپاره چې هغوی چمتو کړي، په ځانګړي توګه د جنګي لوبې او ریالیزم په برخه کې.
یونیپث: تاسې دا طرحه څنګه درجه بندي کوئ؟
ډګر جنرال الذوهابي: آی.ای.ایم.ډي د ځواکونو او اردوګانو لپاره یوه نوې طرحه او مفهوم دی مګر دا د نامتوازن ګواښونو سره د مبارزې لپاره مناسب حل دی. ډرونونه په ټیټ لګښت د لاسرسي وړ ګرځیدلي دي، چې د هیوادونو دباندې میشتې تروریستي ډلې او وسله وال اړخونه هڅوي چې ترلاسه یې کړي. د متحد هوایی دفاع او پیلي خبرداري سیسټم رامینځته کولو پرته د دا ډول بریدونو څخه د فضا او د حساس تاسیساتو محافظت کول ممکن ندي. په هرصورت، دا طرحه ژورې مطالعې ته اړتیا لري، په ځانګړي توګه د څو ریښو سره د سیسټمونو د متحد کولو مسله. د دې لپاره چې دا پلان بریالی شي، ټول موجود وسایل باید چمتو شي، پشمول د دیپلوماتیک، عملیاتي او تاکتیکي. د بریالي کیدو لپاره، موږ اړ یو ورته تمرینونه وکړو، پلانونه په دوره ای ډول وازموو او د دولتونو ترمینځ جاري همغږي ډاډمنه کړو. په پایله کې زه غواړم د امریکا متحده ایالاتو مرکزی قوماندې څخه مننه وکړم چې د مشکل شرایطو او حرکتونو سربیره یې په 2022 کې د تمرین کوربه توب وکړ. هغوی د مناسب شرایطو رامینځته کولو او د تمرین بریالیتوب لپاره د زیربنا، ژباړونکو او مشاورینو وړاندې کولو لپاره لویه هڅه کړې. زه د امریکا متحده ایالاتو تورن جنرال سټیون دي میلیانو او د هغه کارمندانو څخه مننه کوم او زموږ شریکو ګټو ته د خدمت کولو لپاره د راتلونکي ګډون او همکارۍ ته سترګې په لاره یم.
Comments are closed.