برخی د یمن له مشروعیت څخه دفاع By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter اعلیحضرت شهزاده ډګر جنرال فهد بن ترکی بن عبدالعزیز آل سعود د یمن د ثبات لپاره د څوملیتي هڅو رهبري کوي ډګروال فرهان موساد زي النوماسي، د ګډو ځواکونو د رواني عملیاتو د قطعې قوماندان، د سعودي عربستان پاچاهي اعلی حضرت تورن جنرال شهزاده فهد بن ترکی بنعبدالعزیز آل سعود اعلیحضرت شهزاده ډګر جنرال فهد بن ترکي بن عبدالعزیز آل سعود د سعودي عربستان یو وتلی پوځي قوماندان دی. نوم یې هغه وخت ډیر رابرسېره شو چې د 2015 په مارچ میاشت کې د پرېکنده توفاني عملیات، د یمن د قانوني حکومت څخه د ملاتړ لپاره پیل شول. هغه د ایتلافي ګډو ځواکونو قومانده په لاس کې واخیسته ترڅو په یمن کې مشروعیت بیرته پرځای شي، سربیره پر دې چې د سعودي د پلي ځواکونو مرستیال قوماندان هم و، چې بیا وروسته د قوماندې افسر شو. د هغه د مشرتابه مهارتونه د یوې تشې ښکارندویي نه کوي. کله چې د هغه پلار شهزاده ترکي دویم وفات شو، ډګر جنرال فهد په جګړه کې بوخت وو او د خپل پوځي یونیفورم سره بیرته راستون شو ترڅو د خپل پلار په جنازه کې ګډون وکړي. د وفادارۍ دغه عمل د سعودي رسنیو پام ځان ته را واړاو او همدا راز له جنازې وروسته د هغه څرګندونې چې هغه به د خپل دین او هیواد د ساتنې لپاره بیا وسله پورته کړي. هغه مینه او فداکاري د یو داسې رهبر په شخصیت کې څرګند شول چې په یوې سختې ارادې سره د خپلو دښمنانو پښې لړزوي چې په دې توګه د هغه مخالفین داسې وېرول کیږي چې څو ځله د هغه د مرګ خبره د دښمن د پروپاګند په لړ کې خپره شوه. سره له دې چې هغه د خلکو له پام څخه ځان ساتي، خو رسنۍ د هغه د کړنو په پوښښ سره د هغه د زړورتیا او اتلولۍ ستاینه کوي. انضباطي مسلک ډګر جنرال فهد خپله پوځي دنده د بلوک د قومندان په توګه پیل کړه. له دې وروسته په ترتیب سره د ټولي مرستیال قومندان، د ټولي قومندان، د عملیاتو افسر، د روزنې افسر، د هوایي ځواک قومندان، د ځواکونو قومندان، د کنډک قومندان، د قومندان مرستیال او د قطعې قومندان په توګه ترفیع وکړه. وروسته له دې چې د ځمکنیو ځواکونو د مرستیال قومندان په توګه وټاکل شو، هغه د ګډو ځانګړو ځواکونو (پرېکنده توپان او د هیلې بیا راتګ) قومانده په غاړه واخیسته. وروسته د سعودي د ځمکنیو ځواکونو د قومندان، د پاراشوټي سرتیرو او د ځانګړو امنیتي ځواکونو او بالاخره د ټولو ګډو ځواکونو د قومندان په توګه یې ترفیع وکړه. هغه خپل پوځي خدمت د 1983 په مې میاشت کې پیل کړ او د متحده ایالاتو د اردو د پلي ځواکونو په ښوونځی کې د جورجیا ایالت په فورت بیننګ کمپ کې خپل ډیپلوم ترلاسه کړ. د خپل پوځي مسلک د دوام پر مهال، هغه د متحده ایالاتو نړیوال پوهنتون کې د سوداګرۍ نړیوال مدیریت زده کړې وکړې او د 1983 په جون میاشت کې یې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. له هغه وروسته، هغه د هیواد دننه او د بهر په پوځي تخصصي کورسونو، لکه د افسرانو روزنه، هوایي عملیات، د ځمکنیو ځواکونو پرمختللي تخنیکونه، ځانګړي ځواکونه او پوځي استراتیژي کې ګډون کړی. هغه ته د سعودي اردو د غوره ځواکونو ظرفیت جوړولو دنده ورکړل شوه، چې د فرانسوي غوره غرني ځواکونو سره د ګډ تعلیم په ترڅ کې د غرنیو کومانډو څو قطعو د فراغت لامل وګرځېد. د غرني کومانډو روزنه د فرانسې په الپ غرونو کې په سخته هوا او ناهمواره سیمو کې ترسره شوې او هدف یې د سعودي عربستان په سویل غرني سیمو کې د جګړې لپاره د سعودي ځواکونو چمتو کول و، چې د حوثیانو لخوا پرله پسې بریدونه ورباندې شوي دي. ډګر جنرال فهد د خپلو ځواکونو سره څنګ په څنګ هم د سعودي عبستان دننه او هم په یمن کې په لومړيو کرښو کې جنګېدلی. په یمن کې د سعودي ځانګړو ځواکونو د قوماندې په لاس کې لرلو سره د هغه د پام وړ اجراات ددې سبب شو چې د سعودي له مشرتابه څخه مډال ترلاسه کړي. دا یو له هغو ډېرو مډالونو څخه وو، چې هغه ته د سعودي عربستان، متحده ایالاتو، فرانسې، کویټ او ملګرو ملتونو لخوا ورکړل شوي دي. دوی په 1991 کې د کویټ د آزادولو او په سومالیا کې د ثبات راوستو د عملیاتو په شان، په عملیاتو کې د هغه د خدمت ستاینه وکړه. ډیری کارپوهان په دې باور دي چې لوړ پوړو او بامسيولیته پوستونو ته د شهزاده فهد بن ترکي ټاکل کیدل د عصري کولو د کمپین یوه برخه ده چې د سعودي د ولیعهد او دفاع وزیر اعلیحضرت شهزاده محمد بن سلمان لخوا یې رهبري کیږي. شهزاده محمد په سعودي عربستان کې د مختلفو حیاتي سکتورونو، په ځانګړي توګه د سعودي وسله والو ځواکونو څانګو د پراختیا لپاره هیله بخښونکی انځور رامینځته کړی. له ورونو څخه ملاتړ په یمن کې د مشروعیت د بیرته راګرځولو لپاره د ایتلاف د ګډو ځواکونو د قوماندان په توګه، ډګر جنرال فهد د یمن د اردو د قوماندانانو په مینځ کې د خپلو ورونو ملاتړ ته لیواله و. هغه وویل، د ویاړ او درنښت په ډګرونو کې مونږ تاسو سره یو، زمونږ ایتلافي ځواکونو تاسو سره د خپل روح او ویني قرباني شریک کړه ترڅو عدالت بیرته راشي او اهداف وپیژندل شي. مونږ هڅه کوو ترڅو تروریستي ګروپونو ته په یمني ټولنه کې د ننوتلو اجازه ورنکړو. تورن جنرال فهد له هر فرصت څخه ګټه پورته کوي ترڅو د یمن د مشروع حکومت پر ملاتړ باندې ټینګار وکړي او د اردو او مشهور مقاومت ځواکونو څخه چې په یمن کې د حوثیانو سره په مبارزه کې په بېلابېلو محاذونو کې کار کوي، ستاینه کوي. خو د هغه ملاتړ یوازې پوځي قومندانانو پورې محدود نه دی. نوموړی جنرال په یمن کې د قبیلوي شیخانو او نورو مشرانو په هڅولو کې زیار باسي. دا له دوی سره په لیدنه، د هغوی د اړتیاوو پوره کولو او په ټولنه کې د فعاله مشرانو په توګه د هغوی د رول په پیاوړي کولو کې د هغه په لېولتیا کې څرګندیږي. دوی هغه ستنې دي چې د یمن امنیت او ثبات به ورباندې ټینک شي. دښمن په منظم ډول ملکي وګړي په نښه کوي او د هغوی نه د انساني ډال په توګه کار اخلي، مګر تورن جنرال فهد په دوامداره توګه د جنګ پر قواعدو پابندي کوي او خپلو سرتیرو ته جدي اوامر صادروي ترڅو د تلفاتو د مخنیوي لپاره د هغو تروریستانو سره چې د ملکي وګړو په مینځ کې پټ شوي دي جنګ ونکړي. سربیره پردې، هغه شخصا د بشري مرستو هلې ځلې څاري، د قربانیانو او بې ځایه شویو خلکو سره مرسته کوي ترڅو خواړه او درمل ترلاسه کړي. په یمن کې د ثبات د راوستو د یوی برخې په توګه د بشري او پوځي عملیاتو د همغږي کولو په کنفرانس کې، تورن جنرال فهد د سعودي عربستان رول د یمن څخه د ایراني او حوثي پراخوالی پر وړاندې ساتنه وبلله. دا داسې یو رول دی چې هغه یې پخپله یو مثال دی. تورن جنرال فهد وویل، چې د هر اقدام څخه موخه دا ده چې په یمن کې زمونږ د ورونو د ژوند معیار لوړ شي او نیکمرغي او ثبات ته وروګرځي، او مونږ پوهیږو که عربستان او متحدین یې د یمن د خلکو د محافظت لپاره مداخله نه وای کړي، نو د دوی حال به څه و. په یمن کې د امنیت او ثبات د ترلاسه کولو لپاره بشردوستانه عمل د پوځي عمل په پرتله ډیر لومړیتوب لري، که څه هم د پوځي اقدام موخه په لومړي سر کې د ملکي وګړو ساتنه ده. Facebook Twitter Share
Comments are closed.