برخی د یمن د ساحلي ساتونکو بیاودانول By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter د سیمې امنیت یو ځواک ته اړتیا لري، داسې ځواکونه چې د اوبو د ستراتیژیکو لارو د دفاع جوګه وي اللواء الركن خالد علي محمد القملي، تورن جنرال خالد على محمد القملى، رئيس د یمن ساحلي ساتونکی د یمن جمهوریت په یوه بین المللي پېژندل شوې ستراتیژیکه سیمه کې پروت دی چې ساحلي پوله یې د سویل په لوري له سویلي سور سمندرګي څخه پیلیږي او تر باب المندب پورې رسیږي، چې د څار یوه مهمه سمندري سیمه ده، او مخکې له دې چې ختیځ خواته وغځیږي، دا پوله د عدن خلیج په اوږدو کې او وړاندې د عرب سمندرګي او هند سمندر پر لور غځېږي. د بېړۍ چلونې مهمې نړیوالې لارې چې د یمن د ساحل په اوږدو کې تیریږې، د یمن د سمندري امنیت په معنی ده او د یمن سمندري امنیت د دوامداره خوندي او له خنډ پرته سوداګرۍ د بهیر د ډاډمنولو لپاره خورا مهم دی. د باب المندب تړل کېدل به بېړۍ اړې کړي تر څو د کیپ اف ګوډ هوپ پوزې تر شا اوږد مزل ووهي، چې په دې توګه به قیمتونه ډېر لوړ او د مالونو د لېږد وخت کې به ډېروالی راشي. دا کار به نه یوازې د یمن بلکې په ټوله کې د نړۍ پر اقتصاد باندې مستقیمې اغېزې ولري. له دې کبله، د یمن ساحلي ساتونکي په کال 2002 کې د جمهوري ریاست د لومړي فرمان پر بنسټ تاسیس شو او خپلې دندې یې په 2003 کې د یمن د 2400 کیلومتر ساحلي سرحد په اوږدو کې د یوازنۍ سمندري قانون پلي کوونکې ادارې په توګه پیل کړې. د ساحلي ساتونکو دندو کې د یمن د بندرونو او ساحلي اوبو امنیت ټینګول او د قاچاق، غیر قانوني مهاجرت، د انسانانو قاچاق او سمندري غلاوو سره مبارزه کول دي. د یمن ساحلي ساتونکي د تورن جنرال خالد علی محمد لخوا رهبري کیږي. هغه هڅه کوي تر څو د یمن د ساحلي ساتونکو هغه ظرفیت چې د جګړې له کبله کمزوری شوی وو، د سمندري امنیت د تامین لپاره بیا ژوندی کړي. د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرایمو سره د مبارزې سازمان له دغه پلان څخه د یمن د ساحلي ساتونکو لپاره د مرستې برابرولو او روزلو له لارې ملاتړ کوي او هوډ لري چې د یمن د ساحلي ساتونکو د بېړیو د ساتنې مهارتونو په ګډون د هغوی زیربناوې بیاځلې جوړې او مهارتونه پیاوړي کړي. له جګړې څخه مخکې، د یمن ساحلي ساتونکي د نړېوالې ټولنې له پراخو او منظمو مرستو څخه برخمن وو، چې متحده ایالات د پام وړ پیسې، تجهیزات او روزنې ورته برابرولې. همدارنګه د تجهیزاتو او روزنو اړونده نورې مرستې د نورو هېوادونو لکه بریتانیا، فرانسه، جرمني، ایټالیا او جاپان لخوا هم چمتو کېدې. د دغو مرستو موخه د یو پرمختللی او په ملي کچه رامنځته شوي ساحلي ځواک جوړول وو تر څو وتوانیږي له عدن خلیج څخه تر باب المندب پورې سمندري لارې خوندي وساتي. دا پروژه نږدې 70% بشپړه شوې وه او په ځانګړې توګه د عدن خلیج او سور سمندرګي کې ډېره اغېزمنه ثابته شوې وه. خو په خواشینۍ سره، د قانونی حکومت پر وړاندې د کودتا او وروسته د خونړۍ جګړې په پایله کې ډېر شمېر زیربناوې ویجاړې او یا داسې زیانمنې شوې چې د بیا جوړولو وړ نه دي. له دې کبله ټول هغه نوښتونه یا پلانونه چې موخه یې د یمن د ساحلي ساتونکو له بیاجوړولو څخه ملاتړ وي، باید په پام کې ولري چې بشپړې بیاځلې رغونې ته اړتیا شته. د یمن ساحل چې باب المندب یې تر څار لاندې دی، مهم ګڼل کیږي، او یوه حیاتي ستراتیژیکه سیمه ده چې له اطلس سمندر څخه بیا تر منځني ختیځ او آسیا پورې سوداګریزې لارې نښلوي. پر دې لار باندې سوداګریزې بېړۍ چلند کوي چې د شمالي امریکا، اروپا او آسیا تر مینځ د تیلو او ګازو په ګډون مالونه لېږدوي. د متحده ایالاتو د انرژي معلوماتو ادارې اټکل کړی چې په 2016 کې په ورځ کې 4.8 میلیونه بیلره اومه تیل او پترولي محصولات له دغه تنګي څخه تېر شوي دي. دا استراتیژیکه سیمه د سوداګریز بهیر د جاري ساتلو او غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره دوامدار امنیت او څارنې ته اړتیا لري. یو له تر ټولو مهم ګام چې باید واخیستل شي د یمن د ساحلي ساتونکو شتون باید، په ځانګړې توګه د بریم جزیره او المخا بندر کې، پیاوړی شي. دا، تنګي ته د یمن د ساحلي ساتونکو تر ټولو نږدې اډې دي، او ضرروري ده تر څو په دې سیمه د یمن د ساحلي ساتونکو د څار او مخنیوي وړتیاوو ته پراختیا ورکړل شي. د یمن د ساحلي ساتونکو بیاځلې په پښو درول به هغوی ته دا توان ورکړي چې د یمن د بندرونو امنیت بیرته په خپل لاس کې واخلي. له جګړې مخکې دا د ساحلي ساتونکو یوه مهمه دنده وه، او دا یوازنی سازمان و چې دغه دنده ورته سپارل شوې وه. د یمن د ساحلي ساتونکو سمون به دوی ته دا وړتیا ورکړي تر څو هغه معیارونه خپل کړي چې د نړېوالې بېړۍ چلونې او بندري تاسیساتو د امنیتي قانون له مخې لازمي ګڼل کیږي. دا هغه معیارونه دي چې له جګړې مخکې په بندرونو کې مراعات کېدل. د دې سربېره، د نړېوالې ټولنې په مرسته د یمن د ساحلي ساتونکو د وړتیاوو بیارغول، نه یوازې د یمن بلکې د سيمې د ثبات او سمندري امنیت د پیاوړتیا لپاره ضروري دی. د یمن ساحلي ساتونکي په سمندر کې د مشکوکو فعالانو د خوځښتونو په مخنیوی کې، په ځانګړې توګه هغه چې له سومالیا څخه تر یمني ساحل پورې راځي، له تروریزم سره په مبارزه کې مرسته کوي. د المهرا او حضرموت ساحلي ولایتونه ډېرځله د مخدره توکو او چرسو د قاچاق د لارې په توګه استعماليږي چې بیا له هغه ځایه ګاونډيو هېوادونو ته لېږدول کیږي. دا په سیمه کې د هرچا لپاره د اندېښنې وړ خبره ده. برسېره پر دې، د ایران له لوري په سیمه کې خپلو لاسپوڅو ډلو ته د بالستیک راکټونو د پرزه جاتو د لېږد په ګډون، په اغېزمن ډول د وسلو د قاچاق د مخنیوی په موخه، د عرب په سمندرګي، د عدن په خلیج او په سویلي سور سمندرګي کې د یمن د ساحلي ساتونکو د بېړیو د ګزمو پیاوړي شتون او څارنې ته اړتیا شته. په پای کې ویلی شو، چې د یمن ساحلي ساتونکي، د مشترکو سمندري ځواکونو د یو ځانګړي غړي په توګه، په نړېوال سمندري ایتلافونو کې یو مهم شریک دی، او د متحده ایالاتو د بحري قواو له 5مې لوا سره او د متحده ایالاتو د سمندري قواو له 5مې لوا سره، چې د بحرین په منامه کې ځای پر ځای ده، مرسته کوي. د وروستیو همکاریو د راڅرګندولو په موخه باید وویل شي چې د عدن په خلیج کې په لویه کچه د وسلو له نیولو وروسته، د یمن ساحلي ساتونکو د 2018 په اګست کې د قاچاقبرانو په نیولو او د عدن محاکمې ته په راکشولو کې د متحده ایالاتو د ويجاړوونکې جنګي بېړۍ، جیسن دونهم، سره په بریالي ډول ګډ کار وکړ. مونږ قوي باور لرو چې په سمندري سیمه کې د سمندري امنیت د راوستو لپاره او د غیر قانوني او شخړه اییزو فعالیتونو د مخنیوی په موخه، نړېواله ټولنه په سیمه کې جوګه او ژمنو شریکانو ته اړتیا لري. د یمن ساحلي ساتونکي د جوګه او ژمن شریک جوړېدو په هیله، د نړېوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري. Facebook Twitter Share
Comments are closed.