برخی د ډله ییزې مرګ ژوبلې مخنیوی By Unipath Last updated Oct 21, 2020 Share Facebook Twitter د عمان او متحده ایالاتو ځواکونه د کیمیاوي، بیولوژیکي او رادیولوژیکي وسلو پر وړاندې روزنې ترلاسه کوي یونیپث کارکونکی | د سلطان وسلوالو ځواکو نو له د سهار په 11 بجو، د عمان د مسقط صنعتي ولسوالۍ کې د سیمې اوسیدونکو د یوې زورورې چاودنې غږ واورېد. په څو دقیقو کې، د خطر د زنګونو له اوازونو سیمه په سر واخیسته، او د سلطان وسلوالو ځواکونو او د ملکي دفاع عامه امبولانس د رارسېدو سګنالونه یې ورکول. زغره داره وسایط، د پولیسو موټرونو او په رابر ټیپ سره د چاودنې سیمه کلابنده کړه. پوځي تمرین کې د کیمیاوي، بیولوژیکي او راډیولوژیکي وسلو د مخنیوي تمرینونه چې په عمان کې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې له خوا ترتیب شوي وو، پای ته ورسېدل. د متحده ایالاتو ماهرینو او د دوی همکارانو د 2020 مارچ په میاشت کې 14 ورځنی پوځي تمرین د عمان د ډلهییز وژنې د مخنیوي مرکز کې ترسره کړ چې څارنه یې د ډله ییزې وژنې د وسلو د مخنیوي مشر، ډګروال جمعه بن مسعود الحنای او د ډله ییزې وژنې د وسلو د مخنیوي د ارکانو مشر، ډګرمن حمید بن ابراهیم البوریی ترسره کېدو. ډګرمن محمد بن سید الخوار، د ډلهییزې وژنې د مخنیوي د ارکانو لومړی افسر پدې غونډه کې د اس ای اف د جزوتام یا قطعې افسرانو او د اردو، هوایی ځواکونو، او سمندري ځواکونو له بریدملانو سره یوځای برخه واخیسته. د کارپوهانو تر منځ د فعالیتونو تبالدله د 2019 اکتوبر په میاشت کې د سلطان د وسلوال ځواکونو عملیاتي کړنلارې پر بیاکتنې باندې پیل شوه. په دې کړنلاره کې د ککړو سیمو د پاکولو، د اغېزمنو ناروغانو انتقال، د پراخې ککړتیا مخنیوی او د دغو وسلو له خطر څخه د لومړیو غبرګون ښودونکو کسانو خوندي کولو غوره میتودونه پکې تر پوښښ لاندې نیول شوي دي. د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو موندلو لپاره له عصري تخنیکونو څخه کتنه هم وشوه. امریکایانو د ماموریت بشپړولو لپاره د مختلفو ادارو د کار همغږي کولو د څرنګوالي تخنیکونه وړاندې کړل. سربیره پردې، یوه روغتیایي ډله چې د ټپیانو پاملرنه کې تخصص لري، په ساحه کې د روغتیایي درملنې څرنګوالي او د وینې له درېدو او د ناروغ د روغتیایي وضعیت سمېدو سره سم روغتونونو ته د هغوی د لیږد ګړندي کولو څرنګوالي ته کتنه وکړه. د ساحوي درملو کارپوهانو د روغتیایي تجهیزاتو زېرمه کولو اړتیا ته ګوته ونیوله او د ستړي کوونکو توکو څخه یې مخنیوی وکړ. ضحايا مفترضين يتم علاجهم في مستشفى ميداني. په تيره بيا، امریکایانو د خپل مقابل دبلیو ام دي شرکت بشپړ چوکاټ کې برخه واخیسته، لکه څنګه چې دوی په تیرو کلونو کې برخه اخیستي وه د مرکزي قوماندې د ډلهییزې وژنې د مخنیوي څانګې د دفاعي ګواښ کمولو اداره، د کیمیاوي، بیولوژیکي، راډیولوژیکي او هستوي دفاع لپاره د اجراییوي دفتر ګډ پروګرام، او د هوایی ځواک، سمندري قول اردو او بحري برخې قوماندانیو عملیاتي مشرانو ته دندې وسپارلې. سف کارپوهانو په ماهرانه ډول د زهرجنو ګازو له وتو او خارجېدو او ککړتیا د مخنیوي لپاره معیاري پروسیجرونه تشریح کړل چې د پیټروکیمیاوي نباتاتو او د حشره وژونکو د ذخیرو یا پر کیمیاوي یا بیولوژیکي وسلو بریدونو له امله رامینځته کیږي. کارپوهانو څرګنده کړه چې څرنګه د پیښې څرنګوالي پر اساس او یا دا چې د کنټرول مرکزي دفتر، د ککړتیا ضد مرکز او ساحوي روغتون څنګه چمتو شي چې له دا ډول وسلو څخه رامنځته کېدونکي ټپونه ورغوي، غبرګون وښيي. امریکایانو د دې خبرو او بحثونو ستاینه وکړه. دا څرګنده وه چې د عمان سي بي آر این مشران او متخصصین تكړه او مسلکي دي، او هغه ملګرتیا، چې لومړی په 2016 کال کې تینګه شوه، په تدریجي ډول د پراختیا په حال کې ده. د سف د چاودیدونکو توکو شنډولو ټیم او د متحده آیالاتو پوځي همکارانو یې د ځای پر ځای شوو ماینونو او چاودېدونکو توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د روباټ ټکنالوژۍ څخه بیاکتنه وکړه. اړونده وظیفوي دلې د وسایلو د کارولو او ساتلو او دا چې په ساحه کې له هر ډول احتمالي خرابتیا یا زیان سره څنګه مبارزه وکړي، روزنې ترلاسه کړې. په 2019 کې د لومړي پوځي تمرین راهیسې، یوې پېښې یا برید ته په ګډه د غبرګون ښودلو خبر عادي شوېده، خو دا ځل عماني ټیم غوښتنه وکړه چې په یوازې ځان به د متحده ایالالتو ټیم سره په بریالي ډول د بشپړولو پوځي تمرین مشري کوي. د پای سناریو کې په هغو هیوادونو کې واقعې پیښې وښودې چې ترهګري پکې فعاله ده. غبرګون وروسته له هغه پیل شو چې خلکو د حشره وژونکو په خالي میشتځای کې شکمن فعالیتونه تر سترګو شول: د راپور له مخې، “د عماني خلکو لخوا د حشره وژونکو په خالي کمپلکس/میشتځای کې د مشکوکو فعالیتونو ډیر راپورونه ورکړل شوي. نږدې دوه کاله مخکې له تړل کېدو وروسته، خلکو له شکمنو فعالیتونو مخکې په کمپلکس/میشتځای کې داسې کوم فعالیت ندی لیدلی. لوی بار وړونکي ټرکونه درې شپې د سهار د 2 او 4 بجو ترمنځ د خالي میشتځای/کمپلکس پرېښېدو پر مهال لیدل شوي. یو شاهد په لیکل شوي بیان کې د 55 ګیلن بوشکو او نورو وسایلو د ذخیره کولو یادونه وکړه. د دغو معلوماتو کرهوالی د لید د محدودوالي او د تحرکاتو د څارلو پر مهال د راپور ورکوونکي کس نالېوالتیا له امله د تایید وړ ندی. د دې معلوماتو په رڼا کې، د کورنیو چارو وزارت د پولیسو ګزمه د څېړنو په موخه لیږلې ده. د سهار په 11 بجو د ګزمې له رسېدو سره سم د یوې زورورې چاودنې غږ چې ځمکه ولړزوله واوریدل شو. ګزمې له پي اې سي ډي اې سره اړیکه ونیوله، او اېس اې ایف له پیښې نه خبر وو. په څو شېبو کې ټیمونه راورسیدل، او له ساحې یې امنیتی کمربند تاو کړ. د استخباراتو چټک شریکول او د وضعیت بدلون د کورنیو چارو وزارت اړه کړ تر څو د ځای د څرنګوالي او د مشکوکو بیلرونو شتون ته په پام سره د چاودیدونکو کارپوهانو او د ډلهییزې وژنې د مخنیوي له ډلې د مرستې غوښتنه وکړي. د سهار په 11:15 بجو، د ايس اې ايف د ډلهییزې وژنې د مخنیوي ټیم د ډګرمن البورومي په مشرۍ له پي اې سي ډي اې څخه د قوماندې اخیستو په موخه راورسېد. هغه د کنټرول قطعې ته امر وکړ چې له صحنې څخه 300 متره لرې ځان چمتو کړي. پوځي روغتیایي ټیم د سهار په 11:16 بجو راغی او د هدف ځای څخه 600 متره وړاندې یې ساحوي روغتون جوړ کړ. په همدې مهال کې، د څارنې ډله او د پي اې سي ډي اې پرسونل په محافظتي تجهیزاتو سنبال د ماموریت .ترسره کولو لپاره راغلل د سهار په 11:25 بجو، د ماین شنډولو ټیم (دوه سرتیري) او د پي اې سي ډي اې ټیم (څلور غړي او یو تذکره وړونکی پرسونل) 200 متره له هغه ځایه لرې محدودې ساحې ته ننوتل چې په محافظتي تجهیزاتو سنبال سرتیري د ساحوي قوماندانانو له لوري سیمې ته د ټیمونو د ننوتو د اجازې ورکولو امر ترلاسه کړ. د دې خبرې تاییدولو وروسته چې ټیم محافظتي تجهیزات اغوستي دی، ساتونکي د اجازه لرونکو کسانو نومونه، رتبې او ځایونه ثبت کړل. د عمان د وسله والو ځواکونو غړي له امریکایي همکارانو سره روباټ تکنالوجي شریکوي. د څارنې یا استخباراتي ټیم له ساحې لیدنه وکړه، چاودیدونکو توکو موندل لپاره یې تلاشي وکړه او د نورو توکو لپاره یې ځمکه معاینه کړه. دوی د ساحې شاوخوا سروې وکړه او له موټرو بار چاودیدونکي توکي او موټربمونه یې وموندل. ټیم د موټرو د موادو یادداښتونه او ډیاګرامونه جوړ کړل او د پټو چاودېدونکو دامو لپاره د ودانۍ دروازه وکتله. دننه دوه ملکي وګړي وو چې د چاودنې پرمهال ټپیان شوي وو. د څارنې ټیم د وژل شوي مړو او ژوبلو کسانو لېږدولو او د ودانۍ پلټلو او امنیت ټینګولو لپاره یې د نورو قطعو غوښتنه وکړه. امبولانس د عملې او مرګ ژوبلې د هویت تاییدي لپاره د کنټرول نقطه کې ودرید. ټپیان د ضدعفوني ساحوي قطعې ته ولېږدول شول. د دې ترڅنګ، د کیمیاوي او بیولوژیکي ضدعفوني خیمې او د ضدعفوني ترکیبانو د ګډولو او سپرې شیندلو پمپ لرونکی موټر هم ولېږل شول. ژوبل کسان د ضدعفوني ټیم ته ورورسېدل چې محافظتي تجهیزات یې اغوستي. یاد ټیم د ژوبلو او مړو شوو جسدونو کالي پرې کړل او په خپلو کانتینرونو کې یې د دوی درملنه وکړه. مخکې لدې چې ټپیان ساحوي روغتون ته ولېږدول شي، هغوی د تعقیم او مکروب پاکۍ لپاره د ضدعفوني خیمې ته ولیږدول شول. لومړی ټي کس بې هوښه و او د ملا پورته خوا ټپ نه یې وینه بهېده. دویم ټپي حالت ښه وو او د ښي ورون په پورتنۍ خوا کې ټپي شوی وو او ځینې برسېرن ټپونه یې درلودل. هر ټپي کس ته درې روغتیایي کارکوونکي ټاکل شوي وو: د ټیم مشر چې یادداشتونه یې اخیستل او دوه نرسان چې زخمي یې معاینه کاوو. نسبتاْ روغ ټپیانو څخه د پیښی او د روغتیایي تاریخچې به اړه پوښتنې وشوې. په همدې حال کې د دویم ټپي کس وینه بهېدل ودېرېدل، یو لاس یې په بل لاس تړلی او تر روغتون پورې د رسېدو لپاره د درد د تسکین لپاره پیچکاري ورته لګېدلې وه. د سهار په 11:20 بجو، د چاوديدونکو توکو د شنډولو او د پي اې سي ډي اې ټیمونه محدود سوې سیمې ته ننوتل، او موټر بمب ته د نږدې لپاره له روباټ څخه کار واخیستل شو. یو موټر بم په حشره وژونکو ګیاوو کې وموندل شو چې 155 ملی متر توپچي مرمۍ او له سارین ګاز څخه ډکې دوه 55 ګلنه بوشکې چې د ریموټ کنټرول چاودنې لپاره چمتو شوې وې، پکې شتون درلود. روباټ موټربم بې وسلې او شنډ کړ، او د د چاودېدونکو توکو شنډولو ټیم په خوندي ډول سرګلولې ترې لرې کړل، په داسې حال کې چې د ډلهییزې وژنې د مخنیوي ټیم د سارین ګاز لرونکي بمونه/بوشکې د کیمیاوي تجزیې له لارې د ترکیب او جوړوونکي/تولیدوونکي مالومولو لپاره لابراتوار ته ولېږدول. سربیره پردې، یاد ټیم د ساحې نوره سروې ترسره او تایید یې کړه چې په ګودام کې دننه یا بهر د بیولوژیکي او کیمیاوي ککړتیا خطر نشته. د دندې له بشپړیدو سره سم، یاد ټیم د ساحې ضد عفوني کولو قطعاتو ته لاړ. په دې ځای کې اغوستل شوي محافظتي توکو او تجهیزاتو باندې له اغوستو مخکې او وروسته د مکروبي او ککړو موادو د له منځه وړلو لپاره سپرې وهل کیږي. په غرمه کې، له ساحې څخه د عدلي شواهدو راټولولو وروسته، ګودام پاک او ضد عفوني شو، او ساحوي روغتون او د ضدعفوني یا کنټرول قطعې له ساحې په وتلو پیل وکړ. د ماسپخین دوه بجې، دا ځای پولیسو ته وسپارل شو ترڅو جنایی څېړنې بشپړې کړي. امنیتي کمربند له منځه وېوړل شو. څلور ساعته پیچلي کار د ریښتینو پیښو ښودنه وکړه، چې په ترڅ کې یې د ایس اې ایف او د پي اې سي ډي اې کارکوونکي او روغتیاپالانو له خپله ځانه اتلولي وښوده او دا د هغوی د روزنې، پیاوړو فعالیتونو او مسلکیتوب امتحان او ازموینه وه. د ډېرې ګرمۍ او لوړې درجې حرارت سربېره، هر یو په بشپړ محافظتي جامو کې، له سور لمر لاندې، پرته له کوم سوري کار وکړ. ټیمونو د زړه له کومې کار وکړ، ترڅو یوه مرګونې دنده چې کولی یې شوای د سلطنت ملي امنیت وګواښي، سرته ورسوي. Facebook Twitter Share
Comments are closed.