برخی د قبایلو متحد کول By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter لکه څنګه چې هیوادونه د موډرن کېدو په حال کې دي، قبایلو ته تر وفادارۍ باید دولت ته وفاداره پاتې کېدو ته لومړیتوب ورکړل شي تورن جنرال محمد زاید ابراهیم، د متحده ایالاتو لپاره د یمن دفاعي اتاشې تورن جنرال محمد زاید ابراهیم قبیله په ټوله کې د عرب ټولنې او په ځانګړې توګه د یمني ټولنې اساس او د بنسټ ډبره جوړوي. قبایل نور په خپله اصلي بڼه، لکه د لرغونو زمانو غوندې، ژوند نه کوي. د قبایلي مشرانو ژوند د عربي او نړیوال فکري او سیاسي خوځښتونو تر اغېز لاندې ښه شوی دی چې د ننني ملتي دولت په مفهوم هسکې ته رسیدلی. د بېلابېلو قبایلو غړو تر منځ د اړیکو د تنظیم لپاره معاصر مفاهیم او قوانین د یو جغرافیايي چوکاټ او سیاسي ادارې دننه رامینځته شوي چې موږ ورته دولت وایو. په ننني یمن کې د ملي وحدت، ټولنیزو اړیکو، او په پای کې د امنیت او یووالي د ساتلو لپاره قبیلې مثبت رول لوبولای او د لوبولو په حال کې دی. له دې امله اکثره څیړونکو د قبیلې په هکله خپل مفاهیم لیکلی دي چې د یمن د راتلوکې په تشکیل کې د هغې پر رول رڼا اچوي. د قبیلې د تعریف او معنی لپاره ډیرې او مختلفې یادونې شوي دي، چې د مدني دولت له مفکورې سره یو ځای شوي ترڅو د وخت د روح سره سم ټولنه تشکیل کړي. لکه څرنګه چې قبایلي ټولنې عصري کیږي او د خپل ژوند او تعلیم معیارونه ښه کوي، دوی به په یمن کې د معاصرې او دموکراتیکې ټولنې په جوړولو کې رول ولوبوي. دا عصري کول قبایل مشارکت خواته بیایي او له مدني سیستم سره یې یوځای کوي. دا یوازې د قبایلي ټولنو د تعلیم او وړتیا له لارې او د قبایلي سیمو په پرمختګ کې د برخې اخیستلو له لارې امکان لري. سربیره پردې د قبایلي ځوانانو ترمنځ د بیکارۍ پدیدې ته باید توجه وشي او د اردو په کمپونو کې د جلب او جذب پر ځای باید فارغینو ته دندې پیدا شي. دا ضروري او ملي وجیبې دي، خو اردو باید د قبایلي خلکو د استخدام یوازینۍ اداره نه وي. مونږ هیله لرو چې دغه وضعیت ختم شي او یمن بیرته هغه امنیت او ثبات ته وګرځي چې یو وخت یې درلودل. د قبایلي ټولنو د تعلیم د تقویې او د اداري وړتیاوو د پراختیا لپاره، مونږ باید دوی وهڅوو چې د مدني ټولنو له سازمانونو سره ښکیل شي، چې له دې لارې دوی نه یوازې دندې پیدا کوي بلکې خپلې تجربې کلیوالو سیمو ته رسوي. ځیني قبایلي مشران لا هم په دې اند دي چې مدني دولت یوه خارجي پروژه ده چې له غرب څخه سرچینه اخلي او موخه یې دا ده چې قبایلي جوړښت په سیاسي او ټولنیزه توګه له منځه یوسي. دا یو ناسم پوهاوی دی. قبیله چې د یو ټولنیز سیستم په توګه د سولې او ګډ ژوند غوښتنه کوي، نو هرومرو د هر مدني دولت په ګټه ده. که هغه هر دولت وي، دا د یو مدني دولت دنده ده چې د خلکو ژوند منظم کړي، د هغوی د ژوند کولو کیفیت ته پراختیا ورکړي او د دوی لپاره او د دوی د ماشومانو لپاره سوله او امنیت راولي. ځینې شاید استدلال وکړي چې قبیلې ته وفاداري او له دولت سره وفاداري له یو بل سره جوړ نه راځي. مونږ دغه نظر ردوو. قبیلې ته د وفادارۍ مفکوره د معاصر دولت له اساساتو او اصولو سره سمون لري، ځکه لویه او ستره وفاداري تر ټولو لویې قبیلې ته، چې له ملت یا اولس څخه عبارت ده او ټول قومونه پکې رانغاړل کیږي، ښودل کیږي. له بلې خوا قومي تعصب او ړنده وفاداري د ملي هویت له مفهوم، د اسلام له اصولو او هر هغه څه سره چې مدنیت پورې تړاو لري په ټکر کې واقع کیږي. له دې کبله مونږ یعنې د مدني دولت وکیلان چې قوانین پکې له هرچا سره مساوي چلند کوي، په ګډون د ټولو قومونو غړي او هغه څوک چې په هیڅ قوم پورې تړاو نلري باید قومي تعصب چې د ملي هویت په قیمت تمامیږي، رد کړو. د انسان پېژندونکو لپاره د دوی د پوهې یو اساسي اصل د ټولنې د کلتوری جوړښت قانوني کول دي او دا چې هیڅ څوک حق نلري چې د نورو خلکو د ژوند د څرنګوالي او د خپلو سمو یا ناسمو لیدلوریو پر بنسټ د ژوند کولو پرېکړه وکړي. سم او غلط له یو بل سره تړاو لري. هغه څه چې په یوه ټولنه کې سم بلل کیږي کیدای شي په بله کې غلط وبلل شي. همدا ډول هغه څه چې نن نه منل کیږي کیدای شي سبا ومنل شي، ځکه چې ارزښتونه له وخت او ځای سره ځان تنظیموي. له دې کبله، ټولنه باید د دې پر ځای چې خپلې نظریې چې څه سم دي تحمیل کړي او د نورو عقاید له منځه یوسي، باید د نورو ارزښتونو، مفکورو او غوښتنو ته درناوی وکړي. موږ باید دوی سره د لارې په نیمایي کې وګورو، په داسې یو ځای کې چې زموږ نظرونه سره همغږي کیږي. دا د مدني دولت له اصولو څخه دی چې مونږ هغه څوک منو چې مونږ سره موافق نظر نلري او د هغه د نظر درناوی کوو. د قبایلو مسله او په دودیزو ټولنو کې د هغوی رول یوه مهمه موضوع ده چې د ډیرو انسان پیژندونکو پام یې ځان ته اړولی. په حقیقت کې یو له لومړني عرب ټولنیز ساینس پوهانو څخه چې د عصبیه له پدیدې څخه اغېزمن وو، چې د ابن خلدون په کتاب، مقدمه، کې په عرب نړۍ کې د قبیلوي روحیې په مانا راغلی. هغه د قبیلوي روحیې پر اهمیت او د هغه رول د صحرایي ټولنې په جوړښت باندې ټینګار درلود، چې له مخې یې دولت پر دوه اساسي ستنو باندې ولاړ و: قبیلوي روحیه او شمتني په هر حال، دلته قبیلوي روحیه د دولت د مشر په ګټه د یوې قبیلې یا طایفې پلوي ته اشاره کوي، پدې معنی چې دا مفهوم زموږ د وخت د تابعیت سره موازي دی. دا قبیلوي روحیه باید په ملي روحیه بدله شي. د ملي روحیې نه زمونږ موخه د اړیکې یو مدني او سوله ایز احساس دی، د ملي تعصب پر خلاف چې افراطي هیواد پالنه هم ورته ویل کیږي. قبیلوي روحیه په ټولنیز ژوند کې بل رول لوبوي. مونږ وینو چې د قبیلوي روحیې مفهوم د اخلاقي محدودیت پرځای د ټولنیز محدودیت سره تړلی دی. ځکه چې انسان په طبیعي توګه نیمګړی دی. هغه ممکن بهرني ځواک ته اړتیا ولري چې د هغه چلند محدود کړي او هغه ته توان ورکړي چې له نورو سره په سوله کې ژوند وکړي. د یو دودیز لیدلوری څخه قبیلوي روحیه ممکن اړینه وي ترڅو د یوې قبیلوي ټولنې غړي د نورو قبیلو پر وړاندې سره یوځای کړي. سره له دې چې ځیني کسان د قبیلوي روحیې څخه مثبت برداشت لري، خو اسلام هغه ته له یوې بلې زاویې څخه ګوري. ځکه چې اسلام د سولې او د مینې دین دی. د قبیلوي روحیې د بیا یوځای کیدلو لپاره وعظ کوي ترڅو شخړو، بې اتفاقیو او پاتې راتلنو کې کموالی راولي. لکه څنګه چې مو وویل، قبیله د ښه والي یا بدوالي پر لور د بدلون پروسه ازمویلې ده. د قبیلې مفهوم له هغه څه نه توپیر لري چې پخوا و. دا زمونږ لپاره ګرانه وي چې قبیله بیرته هغه حالت ته وګرځوو چې په پخوانیو زمانو کې وو، ځکه چې وخت او ځای بدل شوي دي. مفاهیم بدل شوي دي، او په ټولنو کې قبیلوي دندې هم بدلې شوي، تر هغه ځایه پورې چې د قبیلې یوازې سمبولیک او ټولینز ارزښت پاتې دی. د وخت په تیریدو سره لکه څنګه چې ټولنې د اقتصادي او فکري له پلوه ترقي کوي، قبیلوي دندې به نور هم تکامل پیدا کړي. کله چې خلک احساس کوي چې دوی په ټولنیز ډول نااړونده شوي دي او دغه نااړوندوالی د عادي ژوند د پرمخ بیولو پر وړاندې یو خنډ دی. قبیله د یو ټولنیز سیستم په توګه منحل کیږي. د قبیلوي اړیکو ختمول له بهر څخه یا د حکومت د فرمان له لارې تحمیل کیدلی نشي، دا باید پخپله د قبیلوي غړو لخوا د قناعت له لارې ترسره شي. پر ځان، کورنۍ یا قبیلې باندې ویاړل غلط، غیر قانوني یا ممنوع نه دی. عیب یا خطر هغه وخت رامینځته کیږي چې سړی قبیلوي ګټه ته پر ملي ګټې لومړیتوب ورکړي. دا په یمن، عراق او یو شمیر نورو عربي هیوادونو کې پیښیږي، چیرته چې له بده مرغه ټولنه د فرقه یې هویت پر بنسټ ویشل کیږي یا چیرې چې قبیلوي کړنې او چلند نور تر پښو لاندې کوي. په پای کې مونږ د قبیلې له هر اړخ سره مخالف نه یو. مونږ د هغه قبیلوي مفاهیمو څخه ملاتړ کوو چې د مدني دولت له اصولو څخه حمایت کوي او د ټولو اتباعو حقوقو ته احترام لري پرته له مذهبي، فکري، ټولنیز یا نژادي توپیر څخه. Facebook Twitter Share
Comments are closed.