د تخریب مخنیوی کول
د مینځني ختیځ امنیتي چارواکي د کیمیاوي، بیولوژیکي او راډیولوژیکي ګواښونو کشف کولو، مخنیوي او ماتې ورکولو کې درسونه زده کوي
یونیپث کارکونکی
داعش په عراق کې ډیری ظلمونه کړي چې د هغو له جملې یو یې په 2016 کال کې د دې تروریستانو لخوا کرکوک ته څیرمه تازا ښار بمبار کول و چې پدې برید کې د اوري او کلورین ګازو سمبال خام جوړ شوي توپونو ګولۍ او راکټونه کارول شوي و. د تازا 45,000 اوسیدونکو څخه 1,800 ته د دې ممنوع وسلو په پایله کې مرګ ژوبله اوښتې، چې ډیری یې د پوټکي او سږو د تڼاکو کیدو سره مخ شوي.
د جمعي تخریب وسلو (ډبلیو.ایم.ډي) سره د داعش لیوالتیا – تروریستانو همدارنګه د روغتونونو او تحقیقي لابرتوارونو څخه غلا شوي هستوي موادو څخه د ناوړه راډیولوژیکي بمونو جوړولو هڅه هم کړې ــ چې سیمې ته د پراخه ګواښ په اړه په مینځني ختیځ کې امنیتي چارواکو ته یې صریح خبرداری وړاندې کړی.
د ډبلیو.ایم.ډي سره د مقابلې دنده لرونکي نظامي افسران، د پولې ساتلو ګاردان، د پولیسو قوماندانان، ساینس پوهان او اداره کونکي د جمعي تخریب سمپوزیم د 4ام مینځني ختیځ او د خلیج د همکارۍ شورا د سیمه ییز وسلو مبارزې د روزنې لیدونکي و.
د 2022 جولای سمپوزیم د آلمان په ګارمیش – پارتینکیرچن کې په لاره اچول شوی، چې د لیکچر سره د ډبلیو.ایم.ډي ماهرینو په مشري ډیسټاپ روزنه هم مل وه. پدې کې د مینځني ختیځ 11 هیوادونو څخه شاوخوا 75 ګډون کونکي جذب شوي و: بحرین، مصر، عراق، اردن، کویټ، لبنان، عمان، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات او یمن.
دې سمپوزیم د پولې امنیت، استخباراتو پربنسټ ارزونو پیاوړي کولو، او د دا ډول ګواشونو ته د ملي غبرګون چمتو کولو لپاره قانوني او بیوروکراتیک طرزالعملونو کې د پرمختګونو له لارې د ډبلیو.ایم.ډي سره مبارزې کې د هیوادونو مؤثریت تقویت کاوه.
د هر ډول کیمیاوي، بیولوژیکي، هستوي یا راډیولوژیکي برید دمخه مخنیوی د ګډون کونکو ښودل شوی هدف و. لکه څنګه چې د داعش د اوري ګازو بریدونو د وروستیو اغیزو په تړاو د عراق یوه لوړرتبه نظامي افسر وویل: “زه نه غواړم د غبرګون مرحلې ته ورسیږم. زه غواړم د بریدونو مخنیوی وکړم.”
مخ پر ودې ګواښ
د نړۍ ډیره برخه لاهم د ډبلیو.ایم.ډي ګواښونو کشف کولو او مخنیوي ته سمه چمتو نده. هیڅ یو هیواد نشي کولی د داسې وسلو له مینځه وړلو لپاره ټولې لازمي سرچینې لارښود کړي کومې چې په ځینې مواردو کې په انټرنیټ کې موجود د څرنګوالي جزو په کارولو سره په ګراجونو او حمامونو کې جوړیدلی شي. تشې خورا ډیرې دي:
نړیوالې ځمکنۍ او سمندري پولې تر ډیره لاهم د قاچاق لپاره مستعد او پرانیستې دي.
د غیرقانوني وسایلو لپاره کارول کیدونکي یورانیم ډولونه په سختۍ سره د وړانګو سینسرونو په مرسته کشف کیږي. ډیری مخنیوي د پولې ساتلو سرتیرو او د ګمرک افسرانو د ځیرک او چټک فکر پایله وي.
د کوویډ- 19 وبا د خطرناک پتوژنونو د خوشې کولو او خپریدو ریښې موندلو کې د نړیوال روغتیایی مقرراتو ناکامي څرګنده کړه.
د غبرګ استعمال بیولوژیکي او کیمیاويي مواد – چې دواړه سوله ییز او ناوړه کاریدنه لري – په ناسم ډول تنظیم کیږي. نږدې 95% هیوادونه د ناوړه موخو لپاره د دغو موادو د کاریدو مخنیوي لپاره قوانین نلري.
د ډبلیو.ایم.ډي ګواښونه د سولې ساتلو لپاره د حکومتي نهادونو د وړتیا پرتله ډیر په چټکۍ سره جوړیږي او سمون ورکول کیږي.
تر دې ځایه نړۍ خوشبخته وه. د راډیولوژیکي بریدونو هڅې – پشمول د داعش لخوا د موصل د نیولو پرمهال د روغتونونو او د تحقیقي لابرتوارونو څخه د راډیولوژیکي بیلګو قبضه کولو – هیڅکله ثمرې ته ندي رسیدلي. په یوه جاپاني مترو کې وسله ګرځول شوي سرین ګازو خوشې کول او د امریکا متحده ایالاتو کې په انتراکس ککړ لیک دوه د ډبلیو.ایم.ډي غیر نظامي ډوله خورا ناوړه تروریستي بریدونه و.
دواړه، په ښه توګه تامین شوي تروریستي ډلو – چې ځینې یې د دولتونو لخوا سپانسر کیږي – او د ډرونونو په څیر د اکمالاتو ارزانه او په پراخه اندازه موجود وسایلو خپلولو د امنیتي چارواکو ترمینځ بیړنی احساس ډیر کړی دی. پدې ناکرارۍ کې د شمالي کوریا په څیر رژیمونو ویډیوګانو خپرول ډیروالی راوړي چې وایی هستوي وسلې د دولتي اضطرار مشروع وسیله ده.
د یوه مجرم لپاره چې هڅه کوي په پولو کې کیمیاوي، بیولوژیکي یا راډیولوژیکي مواد قاچاق کړي، د خطرونو پرتله جایزې اکثر د ډیر ارزښت وي. یوه لبناني جنرال یادونه کړې ده چې څنګه د تریاکو قاچاقچیانو نشه ییز توکي په انارو کې چمتو او په کریټونو کې بار کړي و. هغه خبرداری ورکړی “که تاسې په انارو کې تریاک قاچاق کولی شئ، نو تاسې هرڅه قاچاق کولی شئ.”
د همکارۍ له لارې مهارول
د ډبلیو.ایم.ډي سره مبارزې سمپوزیم کې پریزنټرانو د کیمیاوي، بیولوژیکي، راډیولوژیکي او هستوي وسلو ګواښ ته د درې مرحلو طریقې ترویج وړاندیز کړ: مخنیوی، محافظت او غبرګون. مخنیوی – پدې کې د پولو امنیت ښه کول شامل دي – چې د کنفرانس ډیر تمرکز یې جذب کړی و.
هیوادونه هڅول شوي و چې د ډبلیو.ایم.ډي هرې کټګورۍ لپاره د ګواښ او خطر ارزونې ترسره کړي. آیا مجرمین او تروریستان د دا ډول خطرناکو موادو ترلاسه کولو لپاره وسایل او امکانات لري؟ آیا هغوی د دغو موادو په وسلو اړولو لپاره تخنیکي مهارت لري؟ آیا د دا ډول وسلو کارول د هغوی ایدولوژي او ارادو سره سمون لري؟
د اردن د بیولوژیکي وسلو یوه ماهر د صادراتو د کنټرول، جواز، دیپلوماسۍ او ممانعتونو د ترکیب کولو تایید وکړ ترڅو ناسمو لاسونو ته د ډبلیو.ایم.ډي د لویدلو مخه ونیول شي. سره له دې، حتی که حکومتونه د بیولوژیکي موادو د ناڅاپي خپریدو مخنیوي لپاره قانون هم تصویب کړي، ملي ادارې باید د دا ډول کنټرولونو اجرا کولو لپاره قانوني واک ولري.
د کیمیاوي وسلو په لړ کې، د عراق د فارمیسي سندیکا، چې یو مسلکي سازمان دی، د خپلو غړو ته جواز ورکولو ماموریت، د خطرناک کیمیکلز ډیټابیس جوړول او د هغوی د مصرف تعقیب کول پیل کړي دي. عراقیانو یادونه کړې ده چې د هیواد د پولو څخه تیریدو 23 ځایونو په نړیوالو پولو کې د خطرناکو موادو د حرکت تعقیب کولو ستونزه شدید کړې ده.
د لبنان وسله وال ځواکونه (ایل.ای.ایف) د ورته ستونزې سره مخ دي. د لبنان سرتیرو د سوریه سره د هیواد بې ثباته ختیځ او شمالي پولو لپاره د پولیسو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی. دا هیواد همدارنګه د څار نهه ساحلي سټیشنونه هم ساتي.
د دندې لپاره د سرتیرو چمتو کولو په موخه، لبنان د هالینډ په مالي مرسته د ځمکني پولو د کنډک روزنې ښوونځی چلوي. د امریکا متحده ایالاتو د دفاع ګواښ کمولو ادارې د جمعي تخریب وسلو د تکثیر مخنیوي پروګرام په مرسته، ایل.ای.ایف د پولو ساتلو لپاره پرمختللې روزنه او ټیکنالوژي ترلاسه کړې.
د امریکا متحده ایالاتو اردو دوه عناصرو هم د ډبلیو.ایم.ډي ګواښ پروړاندې د فعالیت ښه کولو برخه کې د مینځني ختیځ شریکانو سره مرسته کولو کې د پام وړ کار کړی دی.
د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې جی.5 – سي.ډبلیو.ایم.ډي څانګه په سیمه کې د شریکانو په ملاتړ په یوه کال کې درزنونه روزنیزې برنامې ترسره کوي او پدې هڅو کې د مرستې لپاره یو لړ نظامي او ملکي نهادونو باندې پانګوونه کوي. یوه مهمه سرچینه د امریکا متحده ایالاتو د اردو کیمیاوي، بیولوژیکي، راډیولوژیکي، هستوي (سي.بي.آر.این) ښوونځی دی. نړیوال افسرانو او بریدملانو په ساحه کې د روزنې څخه ګټه پورته کړې او په خپلو هیوادونو کې په زړه ورتیا سره خدمت کولو ته تللي دي.
سکاټ کیمل، د امریکا متحده ایالاتو اردو متقاعد افسر او د کیمیاوي توکي متخصص افسر څوک چې د سي.بي.آر.این ښوونځي د مرستیال قوماندان په حیث خدمت کوي، ویلي دي چې چمتو والی اکثر ترټولو غوره مخنیوی وي. د دې موخې لپاره، کیمل او د هغه همکاران د مشکوک موادو تحلیل او تجزیه ګړندي کولو لپاره ټیکنالوژۍ او ډیجیټل توب باندې تمرکز کوي. روبوټونه د لومړي غبرګون یا ځواب ورکونکو په توګه د مسمومیت سره د سرتیرو د احتمالي مخ کیدو خطر له مینځه وړلی شي.
کیمل د سمپوزیم ګډونوالو ته وویل “موږ باید آپریټران د خطرونو څخه لیرې کړو.”
په سمپوزیم کې روزنه
په سمپوزیم کې د وړاندې شوي طرحو د ازمولو موخو لپاره، ګډون کونکي په اته ډلو وویشل شو، چې هرې یوې ډلې د ډبلیو.ایم.ډي یوه ټاکلي ګواښ باندې تمرکز درلود. دې تمرین دا څو ملیتي کاري ځواکونه اړ کړل د احتمالي کیمیاوي، بیولوژیکي، راډیولوژیکي او هستوي خطرونو په مقابل کې د سیمې په کچه همغږي وکړي.
جوړښت درې تخیلي هیوادونه و چې اراضي او ساحلونه یې د مینځني ختیځ هیوادونو د هغو سره ورته والی درلود. د شمالي کوریا څخه په خطرناکو موادو بار پټې کښتۍ سناریو پیل کړله. د ناورین د مخنیوي لپاره، څو ملیتي ټیمونو یولړ دندې ترسره کړې: د سرتیرو په حرکت کې راوړل، د خطرناک موادو قطعو وګومارل، نړیوالو نهادونو ته خبرداری ورکول، سمندري ممانعتونو امر ورکول او عام خلکو ته د پیغامونو ورکولو همغږي کول.
د کنفرانس یوه لوی میز باندې، د پولو د امنیت مسؤل لبناني جنرال، د سعودي لوړرتبه نظامي قوماندان، د مصر یوه ډګروال او د اردن د اردو سي.بي.آر.این ماهر یو غبرګون ترتیب کړ. د ټیم په لړ کې یو قطري جنرال، د عمان د ټولي یو قوماندان او یو عراقي ساینس پوهه و چې د کیمیاوي وسلو د تکثیر سره مبارزې برخه کې یې تخصص درلود.
د هغوی خپلو هیوادونو نظامي دوکتورین، حکومتي تشکیل او قانوني سیسټمونو کې د توپیرونو سربیره، کاري ځواکونو خپلې دندې پدې توګه بشپړې کړې چې د کنفرانس د ترتیب کونکو لخوا د ستاینې وړ و.
د امریکا متحده ایالاتو د اردو متقاعد ډګروال او د کیمیاوي توکي متخصص افسر جان دروشل څوک چې د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې د ملګري هیوادونو د ظرفیت څانګې مشري کوي وویل، “دا هڅوونکې ده چې ووینې دا ټول هیوادونه سره یوځای کیږي، د یو بل تخنیکي مهارت باندې پانګوونه کوي، او بیا یو پلان جوړوي.”
په یوه ټیسټ ټیوب کې ویره
احتمالي بیولوژیکي وسیلې
- د بیولوژیکي موادو یا زهرو تقویت کول
- د معافیت یا د معافیت د اغیزې مختل کول
- بیولوژیکي موادو ته د مقاومت ورکول ترڅود کشف او مخنیوي څخه په څنډه تیر شي
- د بیولوژیکي موادو د ثبات یا د لیږدیدو وړتیا ډیرول
- بیولوژیکي موادو کې ژنتیکي بدلون راوستل د کوربه ډولونو پراخولو لپاره (لکه د بوټو ویروس کې بدلون راوړل چې ژوي ورباندې اخته شي وغیره.)
- د کوربه نفوس د حساسیت ډیرول
- د نوي بیولوژیکي موادو تولید کول یا د له مینځه تللي میکروبونو بیرته جوړول.
سرچینه: ویویان سمیت، د جان هاپکینګ بلومبرګ د عامه روغتیا ښوونځی
ګټورې سرچینې
د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې د ملګري هیوادونو ظرفیت څانګه: د سینټکام د ستراتیژي، پالیسي او پلانونو ریاست لاندې کار کوي، ماموریت یې د ملګري هیوادونو سره د ډبلیو.ایم.ډي ختثی کولو کې مرسته کول دي.
د امریکا متحده ایالاتو د اردو کیمیاوي، بیولوژیکي، راډیولوژیکي، هستوي (سي.بي.آر.این) ښوونځی: دا ښوونځی د امریکا متحده ایالاتو په میسوري ایالت کې د لیونارډ ووډ بندر کې موقعیت لري او د نړۍ له اوږدو څخه سرتیرو ته بلنه ورکوي د سي.بي.آر.این دفاع کې په کورسونو کې ګډون وکړي.
د امریکا متحده ایالاتو د دفاعي ګواښ کمولو اداره: د ډي.ټي.آر.ای د جمعي تخریب وسلو د تکثیر مخنیوي پروګرام د پولو امنیت او د ډبلیو.ایم.ډي کشف باندې متمرکز پروګرامونه د دې خطرناکو وسلو د خپریدو بندولو لپاره سپانسر کوي.
د اتومي انرژۍ نړیواله اداره: په ویانا کې میشت دا سازمان د هستوي ټیکنالوژۍ خوندي، امن او سوله ییز استعمال ترویج کولو لپاره د هیوادونو سره کار کوي. د دې د پیښو او بیړني حالت مرکز د احتمالي هستوي بیړني حالتونو ته رسیدنې لپاره د ماهرینو یو ټیم لري.
انټرپول: په فرانسه، لیون کې میشت د نړیوال پولیسو دا اداره د پیژندل شوي مجرمینو او د هغوی د جرمونو پراخه نړیوال ډیټابیس ساتي.
Comments are closed.