د تاجکي میرمنو افراطیت: ستونزې او د حل لارې
دیلنوزا منصوروا، د تاجکستان د علومو ملي اکاډمی
بنیادګرایي، افراطیت او تروریزم نړیوالې ستونزې پاتې دي: د دوی مخنیوی د ډیری هیوادونو لپاره د ملي اهمیت یوه موضوع ګرځیدلې، پشمول د تاجیکستان جمهوریت. تیرکال چې هیوادونه کویډ- 19 وبا ته لومړیتوب ورکړي و، دوی د ترهګرو فعالیتونو ته لږه پاملرنه وکړه، او د تروریستي سازمانونو غړو ترې ګټه پورته کړه. د پولې د تړل کیدو او له یو هیواد څخه بل هیواد ته د تګ د محدویتونو له امله، ترهګرو سازمانونو خپل تاکتیکونه بدل کړي، په انټرنیټ کې د مجازی شبکو څخه ګټه پورته کوي ترڅو خپل ملاتړ کونکي استخدام او روزنه ورته ورکړي. د کویډ- 19 پراخه ناروغۍ جدي ستونزې په ګوته کړې، پشمول د ترهګرۍ د نوي ډولونو خطر او همدارنګه ټولنیز او اقتصادي اغیزې چې د نا امید خلکو، په ځانګړي توګه د ځوانانو د بنسټ پالنې لامل کیدی شي او افراطیت ته یې اړوي.
په تیرو کلونو کې د تاجیکستان قانون پلي کونکو ادارو د بنیاد ګرایي زیاتوالی په ګوته کړي پشول د دې چې د ښځې ګډون په دې پروسه کې زیات شوی دی. دا د هیواد امنیت او ثبات ته یو ګواښ دی، او همدارنګه په هیواد کې د سولې پروسې پرمختګ ته زیان رسول چې پنځه ویشت کاله وړاندې کورنۍ جګړې ته د پای ټکۍ کیښود.
په سوریه او عراق کې د داعش له کنټرول څخه د کلیدي سیمو په ازادیدو سره، د ځینو افراطي ډلو تمرکز افغانستان ته اوښتي. که دا پروسه دوام ولري، ممکن د تاجکستان پر سیاسي- پوځي حالت باندې اغیزه وکړي، کوم چې د افغانستان سره اوږده پوله لري. د تاجیکستان جمهوریت د ملي امنیت دولتي کمیټه داسې معلومات خپاره کړي چې ښیې په ځینو هیوادونو کې ځینې مینه وال کړۍ دا وضعیت د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي. دوی له عراق، سوریې او نورو هیوادونو څخه تاجک جنګیالي د افغانستان سرحدي سیمو ته اړوي او نوې اډې جوړوي. د بهرني ملاتړو په مرسته جنګیالي ایډیالوژیک او پوځي روزنه ترلاسه کوي، وروسته له هغه تاجکستان ته د تخریب او تروریزم د فعالیتونو لپاره استول کیږي.
بله ستونزه دا ده چې په سوریه، عراق او افغانستان کې د انفرادي جنګیالیو سره ډیری کورنۍ شتون لري. د کورنۍ د مشر تر مرګ وروسته، میرمنو ته د ملکیت په سترګه کتل کیږي، او ماشومان د تروریستي دماغ وینځلو سره مخ کیږي. داسې بریښي چې داعش خپلو پلویانو ته روزنه ورکوي ترڅو پخپلو اصلي هیوادونو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي، چې اوس ډیرې کونډې د ځان وژونکي په توګه کارول کیږي. که چیرې میرمنې مخکې یوازې د بهرني جنګیالیو د سفر ملګري/ د داعش د بهرني جنګیالیو ښځې بلل کیده، چې دندې یې د میړه او ماشومانو د پاللو لپاره ځانګړې شوي وه، دوی اوس ډیر فعال رول لوبوي.
د ستونزې وسعت
تاجکستان د دې ډول تروریستي اعمالو لپاره یو له مهمو هیوادونو څخه دی، ځکه چې د افغانستان سره د هغه 1344 کیلو متره اوږده پوله د غرني ځمکې له امله په ډیری ځایونو کې لږه څارل کیږي. داعش د افراطي او تروریستي اعمالو د ترسره کولو لپاره د ښځو څخه ګټه اخیستل پیل کړي دي، ځکه چې ښځې د ټولنې او د قانون پلي کونکو ادارو لخوا لږه څارنه راجلبوي.
د تروریستي سازمانونو د تاجک ملاتړ کونکو لخوا د تاوتریخوالی اعمال راټول شوي دي: د کال 2019 د نومبر په 6 مه د تاجک-ازبک پولې پر اشکوب پوسته خونړی برید، په کال 2018 کې د تاجیکستان بایسکل ځغلونې پر غربي سیلانیان ترهګریز برید، د کال 2015 په سپتامبر میاشت کې د پوځي بغاوت یوه هڅه او په همدغه کال کې د قانون پلي کونکو ادارو پر دفترونو د برید هڅه.
پداسې حال کې چې په دانګارا ولسوالۍ کې پر بهرنیو بایسکل ځغلونکو ترهګریز برید او پوځي بغاوت اکثرا د نارینه وو لخوا ترسره شوي، خو پر پوله د اشکبوډ پوستې پیښه کې تاجک میرمنې او ماشومان شامل دي. د کال 2020 په مارچ میاشت کې په یوه وروستي راپور کې د تاجیکستان څارنوال یوسف رحمون تصدیق وکړ چې د د برید کونکو په منځ کې اته میرمنې او څلور کوچنیان شاملې دي. رسنۍ راپور ورکړ چې دغه میرمنې د سغد سیمې په استراوشن ولسوالۍ کې اوسېدل او د څو میاشتو لپاره یې په افغانستان کې د داعش په کمپونو کې د ځانمرګي برید کونکو په توګه روزل شوي وه.
د کال 2018 د نوامبر په 8 مه د هیواد پارلمان د کشرانو جرګې په ناسته کې، د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي د کمیټې مرستیال منصورجن عمروف وویل چې د تاجکستان 1899 اتباع د سوریې او عراق په جګړو کې د داعش لپاره برخه اخیستې وه.
په کال 2017 کې د ملګرو ملتونو د راپور په اساس چې په تاجیکستان کې د ښځو او تاوتریخجن افراطیت تر سرلیک لاندې خپور شو، د هغو جلاوطنو په مینځ کې چې له داعش سره یوځای شوي وو له سلو څخه تر 150 پورې ښځې شاملې وې. په سغد او ختلون سیمو کې په ډیری مواردو کې ټولې کورنۍ له هیواده وتلي. په کال 2015 کې د کورنیو چارو وزارت د داعش په لیکو کې د 154 تاجکي کورنیو راپور ورکړ، چې پکې 95 هلکان او 67 انجونې دي. د کورنیو چارو وزارت وویل، د ختلون له سیمې څخه دیرش ښځې له 17 ماشومانو سره سوریې ته تللي دي، او نورې 80 ښځې او 32 انجونې له سغد څخه تللي.
ډیری دغه میرمنې د خپلو میړونو په ټینګار سوریې او عراق ته لاړې. په ځینو مواردو کې میړونو خپلو میرمنو ته ویلي چې دوی ترکیې یا روسیې ته د کار لپاره ځي، او میرمنې یوازې هغه وخت پوه شوي دي چې دوی جنګي سیمې ته رسیدلي. ډیری دغه میرمنې دخپلو میړونو لپاره د سفر ملګري په توګه پیژندل کیده څوک چې د دوی اړتیاوې پوره کوي او د ماشومانو پاملرنه کوي.
پولیسو همداراز دهغو تاجکي میرمنو قضیې په ګوته کړي چې په خپله خوښه او خپلواکه توګه د افراطي ډلو سره یوځای شوي دي، د ګومارونکو د روحي یا مالي انعامونو د ژمنې په بدل کې. په ورته یوه قضیه کې د دوشنبی له پلازمینې څخه یوه 34 کلنه تاجکه میرمن سوریې ته سفر وکړ او بیرته د تاجیکستان ته راستون شوه ترڅو نورې میرمنې استخدام کړي، مخې له دې چې د کال 2016 په فبرورۍ کې ونیول شي. په سغد کې یوه 28 کلنه د نایټ کلب نڅاګر په 12 کلونو بند محکوم شوه چې پلان یې درلود د خپل عرفي میړه سره د سوریې په وسله واله شخړه کې برخه واخلي.
په یوه بله قضیه کې د ختلان ولایت د کبوډیان ولسوالۍ یوې 60 کلنې میرمن له دوه نږور او یوې بلې ښځې سره چې د سغد ولایت څخه وه، د افراطیت په تور لږترلږه په پنځو کلونو بند محکوم شول. د کال 2016 په نومبر کې د کورنیو چارو وزارت په سوریه او عراق کې د غوښتل شویو بهرنیو جنګیالیو لیست او عکسونه خپاره کړل، چې پکې پنځه میرمنې شاملې وې، چې څلور یې د 1990 مو کلونو په لومړیو کې زیږیدلې وې. دا هغه میرمنې وې چې لوړې یا نیمګړې لوړې زده کړې یې درلودله او د استخدام وړ وې، چې ځینې یې له جهادیانو سره د واده کولو هیله ته جلب شوي وې.
له دې میرمنو څخه یوه یې تاجک توکمه وه چې د څه مودې لپاره په روسیه کې اوسېده، دوهمه یې ازبک توکمه میرمن وه چې احتمال لري د ازبکستان له لارې ګمارل شوی وي. او دریمه یې روسیې ته او بیا پاکستان ته د زده کړې لپاره ولاړه او په پای کې سوریې ته ورسیده، چیرې چې د راپورونو له مخې هغه د داعش له یو قوماندان سره واده کړې ده. د تاجیکستان د سویلي سیمې څخه د منځنی عمر یوه ښځه چې له یو سوداګر سره واده شوې او درې ماشومان لري، مسکو ته لاړه، چیرې چې هغه د زاړه ټولګیوالو د ټولنیزې شبکې، اوډنو کلاسینکي له لارې استخدام شوې او سوریې ته یې سفر وکړ. هغې په پای کې د خپل میړه سره د مرستې لپاره اړیکه ونیوله، ویره یې درلوده چې داعش به هغه مجبور کړي چې ځان وژونکی شي، مګر له هغې وروسته یې بیا ورسره اړیکه نه ده نیولې. څیړنې ښیې چې دا میرمنې د قوي نارینه جهاديانو د عکسونو له لارې غولول شوې وې چې د اخلاقي پاکوالي، یووالي، ټولنیز برابري او عدالت لپاره مبارزه کوي لکه څنګه چې د داعش آنلاین پروپاګند کې ښودل کیدله. د ملګرو ملتونو راپور یو بل احتمالي انګیرنه هم په نښه کړې: د آسانې پیسې د ګټلو هیله.
چارواکي زیاتره په کورنۍ کې د میرمنو د غیر فعال رول او د میړه اطاعت د یو عمومي منل شوي نورم په واسطه د میرمنو ونډه تشریح کوي. په ټولنه کې د عمومي منل شوي مفکورو سره سم، میرمنې د هیواد امنیت ته کوم ګواښ نه پیښوي، ځکه چې دوی غیر فعالې برخه اخیستونکي او قربانیان دي چې پرته له کوم شرط څخه د خپل میړه او د کورنۍ دنورو غړو پسې د مینځني ختیځ هیوادونو ته ځي.
مګر مخکې لدې چې موږ د دوی د هڅونې په اړه پایلې ته ورسیږو، لا ډیرې څیړنې ته اړتیا شته. په زندان کې د تروریستانو له ښځینه خواخوږو سره مرکې به مرسته وکړي، مګر د قانون پلي کونکي ادارې دې میرمنو ته د لاسرسي څخه دمخه د اجازې لپاره مختلې پړاونه ټاکلي دي. دا په بشپړ ډول امکان لري چې د داعش دغه تاجکي ملاتړ کونکې د اقتصادي فشار یا د کورني دودیز قوانینو له امله چې د تاجک میرمنو څخه توقع کیږي خپل جرمونه سرته رسولي وي.
د حل لارې موندل
څرنگه چې افراطیت او بنیادګرایي لاهم اکثره یوه نارینه ستونزه ګڼل کیږي، نو د تروریستي اهدافو لپاره د ښځو افراطیت ته پاملرنه د تعصب او غلط فهمیو څخه ډکې دي. د شخړو او تاوتریخوالي په حالاتو کې میرمنې اکثرا د غیرمستقیم اشخاصو په توګه وړاندې کیږي، د بې وزله قربانیانو په توګه چې د مورنې غریزې په واسطه لارښونه ورته کیږي. دا ډول باورونه تر یوې اندازې پورې په ټولنه کې د جنسیت تکراري خبرې منعکس کوي یا لا وده ورته ورکوي. په پایله کې ښځې د احتمالي ترهګرو په توګه نه پیژندل کیږي، د هغو اشخاصو په څیر چې خطرناک او زیانمنونکي دي کله چې په ترهګریزو فعالیتونو کې دخیل وي.
موږ باور لرو چې د جنسیت توپیرونه باید په پام کې ونه نیول شي کله چې د تروریزم سره مبارزه کوو او دا چې میرمنې د نارینه و په پرتله نه لږ او نه ډیر خطرناک دي، او نه د نارینه و په پرتله د سولې او خبرو لپاره ډیر یا لږ لوالتیا لري. په حقیقت کې د یوې سوله ایزې ښځې عکس د ترهګرو ډلو لخوا د ښځینه ملاتړ کونکو د راجلبولو او د درواغو د ویلو لپاره کارول شوی و چې د دوی په فعالیتونو کې ګناه او تاوتریخوالی نشته.
که چیرې ښځې د تروریستي استخدام کونکو د فشارونو پروړاندې مقاومت وکړي، موږ باید د افراطیت او بنیادګرایي په اړه د دوی پوهاوی لوړ کړو. دا اړینه ده چې د ښځو د افراطیت پر خطرونو، د تروریستي اهدافو لپاره د دوی پر کارولو، او هغه ستراتیژي باندې بحث وکړو چې ترهګر یې د ښځو او انجونو په وړاندې کاروي. مهمه مسله د والدینو، ښوونکو، ټولنیزو کارکوونکو، د قانون پلي کونکو چارواکو، ژورنالیستانو او قاضیانو تر منځ د خواخوږۍ زیاتوالی دی، دا د لنډمهالې زده کړې او روزنې له لارې ترسره کیدی شي. دا هم مهمه ده چې رسنۍ د ښځو د نقش او چلند په اړه د تکراري خبرو او تعصباتو د خپرولو په وړاندې مقاومت وکړي.
ښځې هم باید د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې پراخ رول ولوبوي. د پالیسي جوړوونکو، ښوونکو، د ټولنې غړو او فعالانو په توګه د میرمنو برخه اخیستنه د داسې شرایطو تحلیل او د افراطیت او تروریزم د مخنیوي لپاره اړینه ده. روزل شوې میرمنې کولی شي د نړیوالې ټولنې روانو هڅو ته چې د تروریزم سره مبارزه ده مهم عکس العمل ورکړي، او د مخنیوي ګټورې پالیسۍ او کړنې په ګوته کړي چې د دوی په ټولنو کې کار ورکوي. د هغو عواملو په ګوته کول چې د تروریزم پروړاندې په مبارزه کې د ښځو فعاله برخه اخیستنې ته خنډ ګرځي کولی شي د میرمنو سازمانونه وهڅوي چې ځانګړي سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، کلتوري او تعلیمي مسلې په ګوته او حل کړي چې ممکن د افراطیت لامل شي. میرمنې د تاوتریخوالي افراطیت او تروریزم پروپاګند سره د مبارزې لپاره د نوښتونو د رامینځته کولو او پرمختګ لپاره چمتووالی لري، او دوی کولی شي په ځانګړي توګه د ښځینه لیدونکو سره ښه کار وکړي. همدارنګه د ښځو د حقونو ترویج او د شخړو په مخنیوي، حل او سولې جوړونې کې د دوی نقش په امنیتي سکتور کې د ښځینه ګډون یوه ښه بیلګه ده.
د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا 1325 پریکړه لیک د ښځو پر اهمیت او د تل پاتې سولې او امنیت په ساتلو کې د دوی پر مساوي او بشپړ ګډون ټینګار کوي. نوموړی پریکړه لیک په دولتونو غږ کوي چې د تصمیم نیونې په ټولو کچو کې د ښځو نمایندګي زیاته کړي تر څو د شخړو مخه ونیسي، اداره او حل یې کړي. دا پریکړه او له هغه څخه اخیستل شوي عملي درسونه د افراطیت او تروریزم سره په مبارزه کې د ښځو د رول په اړه د نوښتونو ملاتړ او پراختیا لپاره د الهام سرچینه ده.
د کال 2016 څخه تر 2020 پورې د افراطیت او تروریزم پروړاندې د مبارزې لپاره د تاجکستان جمهوريت ملي ستراتیژي چې د کال 2016 په نومبر کې د ولسمشر امام علی رحمن لخوا لاسلیک شوې، د جنسیت مسئله هم په ګوته کوي. یو هدف یې په ټولنیز فعالیت او عامه ژوندانه کې د ښځو رول زیاتول دي، د ښځو سیاسي، مذهبي، کلتوري او حقوقي پوهاوی ته وده ورکول او په افراطي فعالیتونو کې د دوی د ښکیلتیا څخه مخنیوي، او د افراطیت، بنیادګرایي او تروریزم په مخنیوي کې د ښځو پراخه برخه اخیستنه ده.
د تاجیکستان ولسمشر په دوامداره توګه په کورنۍ او ټولنه کې د ښځو پر اهمیت ټینګار کوي او ښځې یې لوړو دولتي پوستونو ته ټاکلي دي. د جنسیتي نابرابری د ستونزې د حل لپاره دا یوازې یوه لاره ده چې د هیواد مشرتابه یې هدف لري.
Comments are closed.