بحرین د تروریستانو مالي تمویل وچوي
یونیپث کارکونکی
د 2021 کال د بازل د پیسو مینځلو پر وړاندې د مبارزې شاخص له مخې، بحرین د عربي هیوادونو ترمینځ د پیسو مینځلو تر ټولو ټیټې کچې په درلودو سره غوره درجه خپله کړې.
د سویس میشته دا سازمان خپله درجه بندي د مالي اقدام کاري ځواک، د روڼتیا نړیوال سازمان، نړیوال بانک او د نړۍ اقتصادي انجمن لخوا ورکړل شوې ډیټا پربنسټ کوي.
د بحرین د مرکزي بانک مرستیال شیخ سلمان بن عیسی الخلیفه وویل، “شاهي هیواد 4.5 نمرې اخیستي او د پیسو مینځلو سره مبارزې په برخه کې د مینځني ختیځ هیوادونو کې د اسرائیل وروسته دوهم هیواد دی، مګر په عرب نړۍ کې لومړی راغلی.”
په 2021 جولای کې، د بحرین عالي جنایی محکمې د بحرین میشت فیوچر بانک شپږ چارواکي محکوم کړل. هر یو یې د ایران مرکزي بانک (سي.بي.آی) په مرسته د پیسو مینځلو کې لاس درلودو لپاره
په 10 کلونو بند او 2.5 میلیون ډالرو جریمې ورکولو محکوم شو.
د کورنیو چارو وزارت کې د مالي اطلاعاتو څانګې رئیس، شیخه مای بنت محمد الخلیفه وویل د هغې اداره غواړي د پیسو مینځلو او د تروریستانو د تمویل سره مبارزې په برخه کې یې هیواد په سیمه ییز او نړیواله کچه وده وکړي.
په فیوچر بانک د ایران مالي نهادونو لپاره د شکمن انتقالاتو پروسس کولو تور پورې شوی، پشمول د ایران مرکزي بانک، چې د بحرین قوانینو او مقرراتو څخه سرغړونه ده. د دغه انتقالاتو ارزښت – چې په څو اسعارو کې شوی – د 1 میلیارد ډالرو څخه ډیر دی.
سرچینې: baselgovernance.org ،alkhaleejonline.net
Comments are closed.