دولت ته خدمت
برید جنرال اعظم الروانح د نظامي استخباراتو د مشر په حیث ترلاسه کړي تجربې سره د شاهي اردن ملي دفاع کالج چلوي
د هیوادنۍ مینې په پار د سرتیري توب او فداکارۍ مینې څخه په ډکه کورنۍ کې زیږیدلی، د برید جنرال اعظم ارشاد الروانح ته نظامي شخصیت د خپل پلار څخه په میراث پاتې دی، یو سرتیری چې د خپل هیواد د خپلواکۍ څخه دفاع جګړه کې وژل شوی. برید جنرال الروانح، په هاشمي شاهي اردن کې د شاهي اردن ملي دفاع کالج قوماندان د نظامي کلتور سره په تړلي ښوونځیو کې خپل لومړنی تعلیم کړی دی، چیرې چې زده کونکي د وسله والو ځواکونو دروند او هیواد پالونکي اصولو کې زده کړه کوي. د تاریخ، سیاست او ادبیاتو دې عالي پوهې سره، هغه په رسمي او ټولنیزو غونډو کې نامتو حضور لري او په هره غونډه کې چې هغه پکې برخه واخلي ځانګړی خوند وراضافه کوي.
هغه د اردن په وسله والو ځواکونو کې په ډیری حساس بستونو کې کار کړی دی، لدغې لارې یې د پام وړ تجربه ترلاسه کړې او دا بریاوې یې وروسته نورو بستونو ته لیږدولي دي. الروانح دا د خپل نظامي ژوند د بریا یو له مهمو مواردو څخه ګڼي.
هغه وویل، “زه ډیر نیکمرغه یم چې په بیلابیلږ بستونو کې مې خدمت کړی دی ترڅو د عملیاتي، تاکتیکي او ستراتیژیک لیدلوري څخه د نظامي وړتیاو سره هم مهاله اوسم. په ورته وخت کې، ما د زده کړو له لارې او په نړیواله او سیمه ییزه سطحه ډیر شمیر ورکشاپونو، سیمینارونو او کنفراسونو کې د ګډون کولو له لارې اکاډمیکې وړتیاوې ترلاسه کړي دي. زه دې ته لیواله وم چې د ورځني کارونو او عملیاتو مدیریت کولو ته زما ساحوي او اکاډمیکه تجربه ولیږدوم. د مشرتابه هنر دا دی چې بریالۍ تجربې د ظرفیتونو ښه کولو لپاره وکارول شي”.
هغه د شاهي اردن په ملي دفاع کالج کې داخله وکړه، چیرې چې د هغه مشرتابه مهارتونو ته د اردن ټولنې پارامترونو او د اردن د وسله والو ځواکونو کلتور په واسطه بڼه ورکړل شوه. د فراغت وروسته، هغه هیڅکله د نظامي علم پوهې ترلاسه کولو څخه په شا نشو: هغه د متحده ایالاتو اردو سټاف کالج کې د عالي زده کړو سربیره د مالیزیا څخه د ستراتیژیکي دفاع په زده کړو کې د ماسټرۍ سند لري، او مشران هڅوي چې هیڅکله زده کړه ونه دروي.
الروانح وویل، “مشر باید د تخصصي ادبیاتو لوستلو او نظامي او امنیتي کنفرانسونو او سیمینارونو کې د ګډون کولو په واسطه نظامي کلتور او علم تعقیب کړي”. “پدې دریځونو کې د تجربو او بریاو تبادله ټولو ګډون کونکو لپاره ګټوره ده. په بیلابیلو اکاډمیو او پوهنتونونو کې د نظامي علم زده کړه هم د دې لامل کیږي چې یو مشر څو اړخیزه فکر وکړي. یو مشر باید د ملګري او غیر ملګري هیوادونو دفاعي ستراتیژۍ مطالعه کړي.”
هغه د خپل مسلکي ژوند ډیره برخه د اردو استخباراتو ریاست کې تیره کړې ده، چیرې چې هغه په 1989 کې د دوهم بریدمن په حیث د فراغت وروسته کار کړی دی. هغه د نظامي استخباراتو ریاست ته ارتقا وکړه، چیرې چې هغه د مسلکي توب لوړې درجې سره د سختې دورې په جریان کې ستره بریا ترلاسه کړه – د مشرتابه او د بحران مدیریت لپاره د هغه د ځیرکتیا یوه نښه.
”ما د استخباراتو ریاست مدیریت په خورا حساس او پریکنده وخت کې په غاړه واخیست چې د داخلي او بهرني جنجالونو، ننګونو، او ګواښونو څخه ډک و، د کوویډ-19 وبا د راپیدا کیدو سربیره، په کوم کې چې د اردن وسله والو ځواکونو ستر مسؤلیت په غاړه درلود. تروریستي سازمانونه د هیواد شمال او ختیځ پولو ترڅنګ د حرکت په حال کې و، چې د هیواد پولو ته د ننوتلو څخه مخکې د دې ګروپونو د تخریب او له مینځه وړلو کې د استخباراتو رول یوه مهمه موضوع ده.”
”موږ وکولی شو په بریالیتوب سره د سخت استخباراتي کار او د نورو دولتي نهادونو او ملګري هیوادونو سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو له لارې زموږ د پولو په اوږدو کې پټ تروریستي ډلو ګواښ دفع کړو. موږ همدارنګه لیواله و چې خپل ظرفیتونه لوړ کړو او د پولو کنټرول او د تروریستانو د فعالیتونو په نظارت کولو کې عصري ټیکنالوژي وکاروو، هغه که د ټولنیزو رسنیو پاڼو کې وي یا هم د ټرانسپورټ د لیکو له لارې.”
الروانح خپل د قوماندې استدلال د هاشمي مشرتابه فلسفې باندې درولی دی، کوم چې په انساني توګه او په داسې لاره چې د نظامي ارزښتونو څخه سرغړونه نه وي د مسایلو په سمبالولو کې رحم د سختۍ او قاطعیت سره ترکیب کوي.
هغه وویل، “یو مشر باید خپلو سرتیرو ته نږدې وي او هغوی ته غوږ ونیسي. مخکې لدې هغوی چې پاتې راغلي مجازات یې کړي، یو مشر باید په هغه دلایلو پوهه شي کوم چې د پاتې راتلو لامل شوي دي”. “ځینې ساده تیروتنې د سمون له لارې په ګوته کیدی شي او د سرتیري د ژمنې په منلو سره چې تیروتنه به نه به تکراریږي. بخښنه د خپل قوماندان په لوري د سرتیري درناوی او وفاداري پیاوړې کوي، مګر په ورته وخت کې د ملي او نظامي مقرراتو سره په ټکر کې مسایلو کې باید صفر زغم وي.”
برید جنرال پدې باور دی چې مشر د خپل هیواد، خپلې قوماندې لاندې افسرانو، او خپلې اردو ته د خدمت لپاره شتون لري. دا د اردن د وسله والو ځواکونو اصل دی په کوم چې هغه رالوی شوی دی، او دا مثال د تاریخ په اوږدو کې د عربو اردو ټولو مشرانو تعقیب کړی دی.
”د خپل قوماندان وړتیاو باندې د اردو اعتماد او ډاډ د هغه بستونو لپاره دا وړ کوي چې هغه پکې کار کوي او د هغه د موقف څخه خپل هیواد ته د خدمت کولو لپاره د هغه د ګومارل کیدو سره مساوي دی. یعني دا چې بست د قوماندان لپاره یو لنډمهاله تمځای دی چیرې چې هغه باید شاته مثبت اغیزه پریږدي. دا د دولت لخوا په قوماندان شوی باور دی او هغه باید دا باور وساتي او د خپلو غوره وړتیاو سره خپل هیواد ته خدمت وکړي، کوم چې د هغه د ساحوي او اکاډمیکو تجربو څخه بڼه شوي دي.”
الروانح د تروریستي ګواښونو سره په مبارزه کې د ائتلافونو ساتلو اهمیت یادونه کوي. عصري نا متناسبه جګړه په ټولو سطحو کې نړیوالو او سیمه ییزو ائتلافونو او د استخباراتو شریکولو ته اړتیا لري. د دودیزې جګړې د درې محاذونو طرحه منسوخ شوې ده. نوي محاذونه په سایبر فضا کې، بهرنۍ فضا کې او د ډرونونو څخه رامینځته شوي دي.
هغه وویل، “د تروریزم پروړاندې جګړه کې د اردن د وسله والو ځواکونو په حیث زموږ تجربه یو له مهمو تجربو څخه ده چې ډیری هیوادونو ورڅخه ګټه پورته کړې. په ورته توګه، په افغانستان کې زموږ ګډون بډایه کونکی او مهم و، چې هلته یې د ثبات په ښه کولو کې ونډه درلودله”.
”زموږ فلسفه پدې نظر ولاړه ده چې موږ د نړۍ برخه یو او د ثبات په هڅولو کې د پام وړ رول لرو، هغه که سیمه ییز وي یا هم نړیوال. دا په ځانګړي توګه صدق کوي ځکه چې تروریستي ډلې د حیاتي هدفونو په نښه کولو لپاره د ټیټ لګښت ډرونونه کاروي. سایبر ګواښ نور یوازې د ارتباط شبکې ته مختل کوي، مګر د بشري ناورینونو لامل کیدی شي که چیرې بریدګر وکولی شي د ډیم دروازې پرانیزي یا د تیلو تصفیه خونو یا د پټروکیمیکل تنصیباتو کې فورمولونه بدل کړي. د همدې لپاره، موږ باید د دې بدلونونو سره د مبارزې لپاره چمتو اوسو.”
الروانح پدې باور دی چې هر نظامي قوماندان خپل د مشرتابه فلسفه د هغه نهاد د تاریخچې او کلتور څخه اخیستل شوي بنسټونو او ارزښتونو پربنسټ جوړوي په کوم کې چې هغه کار کوي، پداسې حال کې چې په نړۍ کې د پراختیاو او بدلونونو سره ځانته سمون ورکولو انعطاف هم ساتي. هغه همدا فلسفه پلي کړه کله چې هغه د شاهي اردن ملي دفاع کالج قوماندانۍ بست ته ولیږدول شو.
هغه وویل، “د استخباراتو ډګر د ملي دفاع کالج د اکاډمیک اړخ څخه د هغه تجربې له لارې ستره ګټه پورته کوي کومه چې ما د استخباراتو په اړخ کې رامینځته کړې ځکه چې دا د دفاع طرحې ته کار کوي. د دې کالج د استخباراتو او اکاډمیک اړخ سره په لیکه کیدی شي. د نظامي پرسونل په حیث موږ داسې روزل شوي یو چې د هر هغه موقعیت سره ځانته سمون ورکړو په کوم کې چې موږ کار کوو”.
”په پای کې، نظامي بنسټ د خپلې وړتیا ترټولو مهم نهاد په توګه د مشرانو تولیدولو لپاره پرځای دی څوک چې د پریکړو کولو لپاره تجربه او جرات ولري او د ودې په لوري حرکت کولو کې د دولت د هڅو ملاتړ وکړي په کوم چې موږ په مطلق ډول باور لرو، زموږ هیواد باندې د سیمه ییزو شخړو او بحرانونو د اغیزې په کمولو سره.”
Comments are closed.