برخی داعش خپله استراتیژي بدلوي By Unipath On Jan 4, 2021 Share په نرمو اهدافو باندې ګوریلایي ترهګریز بریدونه د دغه سازمان کم شوي شمېر جنګیالیو او سرچینو پورې تړاو لري ایسام عباس امین، د عراق د دفاع وزارت د استخباراتو او امنیت ریاست د داعش رسنیزو عملیاتو څخه په کره ډول څارنه به د دښمن په اړه، چې له پیله د وینو پر تویولو بوخت دي، زموږ پوهې ته پراختیا ورکړي. داعش د خپل ایډیولوژۍ د پراختیا، ګمارنې، مالي چارو، رواني جګړې او د خپلو د کړنو د مستند کولو، آرشیف کولو او ثبت کولو لپاره سایبري فضا کاروي. د داعش رسنیز آرشیف د دې ډلې د ملاتړکوونکو لپاره د شتمنۍ او ژوندیو مهماتو په توګه کار کوي چې په اسانه ډول د تڼۍ په فشار ورکولو سره د لاسرسي وړ دی. د داعش د رسنیزې منځپانګې په څېړنه کې، موږ باید وپوښتو چې ایا دا ډله اوس هم سیمې ته امنیتي ګواښ رامینځته کوي. زما په نظر ځواب روښانه او پرېکنده دی: داعش پلان لري چې د ګوریلایي جنګ او د تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره د موصل او رقه په څیر ځایونو کې د خپلې سختې پوځي ماتې غچ واخلي. په موصل کې له ماتې وروسته د داعش د کړنو په لیدو سره موږ باید د انبار، بغداد، دیاله، کرکوک، نینواه او صلاح الدین په شاوخوا سیمو کې د اوسنيو عملیاتو څرنګوالی وټاکو. د دې جنګونو د ګټلو او د امنیت د ټینګولو لپاره اساسي ټکی د دې ډول جنګونو په ماهیت پوهیدل او زموږ په شاوخوا سیمو کې د بدلونونو پیژندل دي. د داعش د رسنیزې برخې کارپوهانو د داعش د رواني تحلیل له مخې، د داعش له ماتې وروسته زموږ لومړنۍ اندیښنه د دې ډلې د مشرانو او روڼ اندو د چلند څارنه وه، چې وګوري دوی د عراقي ځواکونو په لاس د خپل ځواک او وقار لمینځه تللو سره څرنګه چنلد کوي. که پوځي ماته عسکري عقیده باطله کړي، نو د عسکري دوکتورینو بنسټونه له ورته برخلیک سره مخ کیږي. په بل عبارت، دا دوکتورین چې د سولې په وخت کې لیکل شوي وي، په جګړه کې ازمویل کیږي. کله چې د داعش خبره کیږي، نو څرګنده وه چې د پوځي ماتې د توجیح لپاره له لومړیو میتودونو څخه یو هم انکار وو. د رواني تحلیل مکتب، انکار د هغه سلوک په توګه پیژني چې په انفرادي ناروغ کې راڅرګندیږي. مګر دا په یو ایډیولوژیک ډول هڅول شوي سازمان کې د فکري غبرګون تحلیل کولو لپاره هم کارول کیدی شي. د آزادولو جګړې څخه مخکې، د داعش هڅې پر بریا باندې متمرکزې وې. له هماغه وخت راهیسې، دا ډله د زغم په اړه خبرې کوي او د خدای نامالوم تقدیر باندې باور کولو ته اړ شوي. د داعش مشر ابوبکر البغدادي په وروستیو کې دغه یادداشت چې، وبشر الصابرین (زیری دی هغو کسانو لپاره چې صبر لري) په خپل ویډیویي پیغام کې هغه مهال خپور کړ، چې کله هغه ټینګار کاوو چې خدای کله ناکله خپل بندګان د دوی د هوډ د آزموینې لپاره له ناخوالو سره مخ کوي. بغدادي وروسته د 2019 د اپریل میاشتې په ویډیو کې، د امیرالمومنین د ضیافت تر عنوان لاندې، د بریا مسلې څنګ ته کولو سره دا فکر پای ته ورساوه: “دوی باید پوه شي چې جهاد به د قیامت تر ورځې پورې دوام وکړي او الله تعالی موږ ته د جهاد امر کړی او موږ ته یې د بریا امر نه ده کړی.” په ورته وخت کې د داعش اړوند النبا ورځپاڼه د دې ډلې د کمزورتیا او کم شمیر په خاطر د ګوریلایي ډوله تروریستي عملیاتو د پلي کولو اعلان وکړ. په مقاله کې راغلي، “د بریدونو ترسره کولو او په دوامداره توګه د خپلو دښمنانو د ناهیلې کولو په موخه د ګوریلایي جګړې میتودونو په کارولو سره، دوی د هغه څه پر وړاندې جګړه کوي، چې الله ورته د شمیر او وسلو له اړخه امکانات برابر کړي دي.” په پوځي چلند کې دغه بدلون خطرناک دی. دا د هر ډول ځواک او وسلو په کارولو سره چې د یاد سازمان په شتون ولري، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې امنیت پکې نه وي، د ترهګریزو عملیاتو د دوام اعلامیه ده. د داعش دغه ترهګریز عملیات د ښارونو په څنډو او په ځانګړي ډول د دیالا، کرکوک او صلاح الدین په کلیو او بانډو کې لیدل شوي. په 2017 کې د داعش له رانسکورېدو راهیسې عراق د دې ترهګرو پر وړاندې تر ټولو مهم عملیاتي ځای پاتې شوی. دا د النبا په لسګونو مقالو او معلوماتي پاڼو کې منعکس شوي دي. د بېلګې په توګه، النبا “د مجاهدینو لپاره د یو کاري پلان په توګه، ښارونو ته د موقت سقوط ورکولو” تکتیک ته وده ورکړې ده. دا د داعش لپاره زغرده او څرګنده ننګونه وه، ځکه په ښکاره ډول یې خپلې موخې اعلان کړې او د عراق امنیتي ځواکونو مداخلې ته یې لاره هواره کړه. د مقالو یوه موخه دا وه چې عراقي پوځي مشران ته داسې فریب ورکړي تر څو خپل ځواکونه تیت کړي. دا د چریکي جګړې ښه پیژندل شوی تکتیک دی، چې تیت شوي قطعات پکې په آسانۍ سره تر برید لاندې راتلای شي. په ورته ډول، په لنډمهاله توګه د ښارونو په نسکورولو سره داعش د عراقي سرتیرو د ځواکمن ځواب ویلو څخه مخکې بیرته وتلی شي. د دې چریکي کمپاین له موخو څخه ځینې د غنیمت راټولول، د ترهګرو آزادول، د عراقي سرتېرو د روحیې ماتول او د داعش ځواک بیرته راوستل وو. النبا د شاتګ او وتو په اړه مفصل توضیحات ورکړي،ځکه چې په لنډمهاله توګه د ښارونو سقوط ورکولو څخه موخه د سیمې نیول نه دي. پایلې: لکه څنګه چې پوځي عملیات د داعش د بشپړ ماتولو لامل شوی نه دی، دغه ډله حتی د خپل خلافت له ړنګیدو وروسته هم یو ګواښ ګڼل کیږي. ګوریلایي جګړې ته بدلون دا خطر زیاتوي چې داعش به په نرمو اهدافو وحشي بریدونه پیل کړي. پر ستومانوونکې استراتیژۍ باندې د دوی اتکا د لویو انساني او مادي زیانونو په مانا ده. حتی د محدود شمیر جنګیالیو له شتون سره لا هم داعش د دې ستراتیژۍ د پلي کولو وړتیا لري. ځکه چې په لنډمهاله توګه ښارونو ته د سقوط ورکولو مقالې د النبا لخوا – چې د دې سازمان د مرکزي دایرکتیفونو او هدایاتو د شریکولو لپاره اصلي لاره ده – په آنلاین بڼه خپرې شوي. دا کار زمونږ د دې باور لامل ګرځي چې د داعش ټول قوماندانان له داسې هدایاتو سره بلد دي. په لنډمهاله توګه ښارونو ته د سقوط ورکولو طریقه به داعش خپلو اهدافو ته ورسوي ځکه چې پلي کول یې یوازې د جنګیالیو کوچنۍ ډلې او د ښارونو په څنډو یا شاوخوا کې، په کلیو او بانډو کې د کمزورو اهدافو غوره کولو ته اړتیا لري. دا به همداراز د داعش لپاره مهم اهداف ترلاسه کړي، په ځانګړي توګه دې ډلې سره د ځواک او نفوذ په بیرته ترلاسه کولو کې به مرسته وکړي. په دې توګه به امنیتي ځواکونه ناهیلې او ستومانه او غنیمتونه به ترلاسه کړي. د چریکي جګړې یو له خطرونو څخه دا دی چې په ټولو برخو کې د امنیت شتون ته اړتیا وي. نه یوازې دا چې د پام وړ بشري سرچینو ته اړتیا وي، بلکه تیت شوي امنیتي ځواکونه تر ډیره زیانمنونکي پوځي هدفونه وي. د وروستيو ترهګریزو پیښو نوعیت ښیې چې داعش د دې طریقې پلي کولو ته دوام ورکوي، په ځانګړي توګه له هغه ځایه چې ډیری عملیات له ښاره بهر ترسره کیږي. د داعش اوسنی تنظیمي جوړښت، کوچنۍ وسلوالې ډلې دي چې په شمال ختیځ عراق کې په دښته او د حمرین په غرنیو سیمو کې پټې دي. دا ورته دا وړتیا ورکوي، چې د چريکي جګړې له ستراتیژۍ سره ځان عیار کړي. او یو ایدیولوژیک باور چې د “قیامت تر ورځې پورې” به د یوې اوږدمهالې جګړې تبلیغ پکې کیږي، دا ښودنه کوي چې دوی صبر او زغم د یو فضیلت په توګه منلی دی. د دغو دلیلونو له امله داعش لاهم یوه امنیتي ننګونه ده. که چیرې د عراق داخلي ستونزې ډېرې شي او موږ د هغې جګړې په ماهیت باندې چې مونږ ورسره مخ یو پوه نشو، دا ننګونه کیدی شي پراختیا ومومي. داعش یوه نړیواله شبکه او تروریستي سازمان دی چې د اسلامي مقدساتو او کلتوریزو میراثونو په کارولو سره او په دوامداره توګه د ذهنونو مینځلو سره خپله پیاوړتیا ترلاسه کوي. Share
Comments are closed.