څانګېد سیمې هېوادونه ازبکستان د افراطیت پر وړاندې تګلاره بدلوي By Unipath On Oct 21, 2020 Share ازبکستان د افراطیانو د پیژندلو لپاره اصلاحات رامینځته کړي، له بند څخه یې لږ مجرمین خوشې کړي او پرځای یې په افراطیانو تمرکز کوي چې د ټولنې په وړاندې د نفرت او تاوتریخوالي ملاتړ کوي. په ازبکستان کې د بشري حقونو لپاره د پارلماني سکرتریت استازی سید بیک عظیموف د کال 2019 په دسمبر کې اعلان وکړ چې د امنیتي خدماتو ریاست، د کورنیو چارو وزارت، او د څارنوالۍ دفتر پلان لري چې مذهبي افراطي سازمانونو کې د لاس لرلو په تور د خلکو تور لیست به له منځه وړي. دا اقدام به د هغو کړنو لړۍ کې وروستۍ وي چې د شکمنو افراطیانو پر وړاندې د ازبک حکومت چلند بدلوي. په کال 1999 کې د تاوتریخوالي له څپې وروسته، تور لیست د اضطراري حالت د حل لپاره وپېژندل شو. ازبکستان په کال 2016 کال کې د ولسمشر شوکت میرزیایف له ټاکل کیدو وروسته خپل چلند ورو ورو نرم کړ. د کال 2018 په جون میاشت کې ازبکستان له افراطیت څخه خپل تعریف سخت کړ. نوی تعریف، افراطیت د افراطي اعمالو په معنی تعریف شوی، چې هدف یې د ټولنیز او سیاسي وضعیت بې ثباته کول دي، په زور سره د ازبکستان اساسي قانون بدلول، په زور سره د واک ترلاسه کول او ملي، توکميز، یا مذهبي کرکې ته لمن وهل دي.” څو میاشتې وروسته ولسمشر میرزایوف یو فرمان لاسلیک وکړ، چې تر سرلیک لاندې یې وویل، “د ازبکستان جمهوریت اوسیدونکو ته چې په غلطه تروریستي، افراطي، یا نورو منع شویو سازمانونو او ډلو کې شامل شوي، له جرمي مسوولیت څخه د معافیت پروسې د ښه کولو په برخه کې کار کوو.” دغه فرمان دا احتمال رامنځته کړ، چې هغه ازبکان چې په تیرو وختونو کې له افراطیت سره تړلي و، له جرمي مسؤلیت څخه تښتیدای شي په دې شرط چې دوی د مخکیني چلند پخاطر پښیماني څرګنده کړي وي. پدغه ډله کې بیرته ستنیدونکي جنګیالي هم شامل و چې سوریې او عراق ته د سفر کولو لپاره اغوا شوي وو. د 2018 په پای کې، ولسمشر میرزایوف اعلان وکړ چې 20000 کسان له تور لیستونو څخه ایستل شوي، او شاوخوا نیمایي یې د ازبک حکومت څخه د کارموندنې مرستې ترلاسه کړې. Share
Comments are closed.