څانګې د لوړپوړي مشر پیغام By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter زه غواړم د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې څخه په دې دلیل مننه او قدرداني وکړم چې مونږ ته یې د دغې موضوع لپاره د پرانستې مقالې لیکلو لپاره فرصت راکړ. دا مقاله پر ګډ امنیت متمرکزه ده، چې موخه یې د لا ډېرې نړیوالې اجماع او همکارۍ ترلاسه کول، له څو اړخیزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د هڅو همغږي کول، او د ګډو ننګونو په اړه پر سم پوهاوي وړاندې کولو باندې تمرکز کول دي. ګډ امنیت یوازې د ورور او دوست هیوادونو تر منځ د همکاریو او یووالي یا ایتلافونو له لارې ترلاسه کیږي چې په امنیتي او نظامي چارو کې ګډې ګټې لري. دا دفاعي همکارۍ او تړونونه، غړو هیوادونو ته دا امکان برابروي ترڅو چمتووالي ته دوام ورکړي او بې ثباتۍ ته چې د ثبات، امنیت او سیمهییزې هوساینې په ګډون، زمونږ ګډې حیاتي ګټې ګواښي، په چټک ډول ځواب ووایی. د سعودي عربستان شاهي دولت، د روزنو او څوملیتي نظامي تمرینونو، د سمندري امنیت ساتنې لپاره نړیوال ایتلاف، سایبري امنیت، ګډې کاري ډلې، ملکي-نظامي همکارۍ، سوله ساتي ماموریتونو، د مخدره توکو د کنټرول لپاره د روزنو، د ناورین د له منځه وړلو او د سیمهییزو زده کړو مرکزونو په ګډون، د ګډ امنیت له اړخه خپلو هڅو کې بدلون راوستی دی. د امنیتي چاپیریال پر وړاندې د پراخو ګواښونو په پام کې نیولو سره، مونږ باید د له ننګونو او ګواښونو سره، په ځانګړي ډول تروریزم او افراطیت سره د مبارزې لپاره چمتو واوسو. له همدې امله د سعودي عربستان شاهي دولت پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ تر څو د تروریزم په له منځه وړلو کې چې شاهي دولت او د نړۍ ګڼ شمېر نور هیوادونه یې اغېزمن کړي، همکاري وکړي. د سعودي عربستان دولت په سیمهییزه او نړیواله کچه د امنیت، سولې او ثبات پیاوړي کولو لپاره د پام وړ هڅې کړي دي. سعودي عربستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د اسلامي پوځي ایتلاف د رامنځته کیدو نوښت چمتو کړ. دا به په ټولو برخو کې او په څرګنده له تروریزم سره په مبارزه کې اسلامي هڅې سره متحدې، همغږې کړي او په اړوند به یې ملاتړ کوي. لکه څنګه چې ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود وویل، د نوموړي ایتلاف جوړښت “په اسلامي نړۍ کې د یوې اندیښنې په لړ کې رامنځته شوی، ترڅو د تروریزم ساري ناروغۍ په وړاندې غبرګون وښیي او د نړۍ هیوادونو سره په ډلهییز ډول د هغې پر وړاندې مبارزه وکړي.” د پوځي عملیاتو د ملاتړ او همغږي کولو لپاره په ریاض کې یو ګډ عملیاتي مرکز جوړ شو ترڅو تروریزم سره په مبارزه کې او د هغه د ماتولو لپاره پروګرامونه او میکانیزمونه جوړ کړي. سعودي عربستان د نړیوال ایتلاف په ماموریت کې برخه واخیسته چې په ټولو جبهو کې له داعش سره مقابله وکړي، شبکې یې له مینځه ویسي او نړیوالو هیلو ته د لاسرسي مخه یې ونیسي. په عراق او سوریه کې د پوځي عملیاتو سربیره، سعودي عربستان ژمن دی چې د داعش مالي او اقتصادي زیربنا سره مبارزه وکړي، د پولې دې غاړې ته د بهرنيو ترهګرو او جنګیالیو د رااووښتو مخه ونیسي، د ثبات ملاتړ وکړي او له داعش څخه په بېرته نیول شویو سیمو کې لومړني عامه خدمات بیرته ځای پرځای کړي او د داعش له پروپاګند او تبلیغاتو سره مبارزه وکړي. په سعودي عربستان کې له تروریزم سره د مبارزې په استراتیژی کې امنیت ټینګول، د تروریزم ایدیالوژۍ او د تروریزم مالي سرچینو له منځه وړل شامل دي. د داعش پر وړاندې د نړیوال ایتلاف د ستراتیژیک ملګري په توګه، سعودي عربستان د متحده ایالاتو او ایټالیا سره په ګډه د تروریستانو د مالي سرچینو ګډوډولو په موخه د یوه کاري ځواک مشري کوي چې د مالي منابعو د ګډوډولو پر هڅو باندې تمرکز کوي. د خپل رول په ادا کولو سره سعودي عربستان د تروریزم مالي سرچینو ضد مرکز جوړ کړی چې موخه یې له ملګرو هېوادونو سره د استخباراتي مالوماتو شریکول او پر هغو بندیزونه لګول دي چې ترهګري تمویلوي. د سعودي عربستان شاهي دولت د ملیونونه ډالرو په کچه مرستو برابرولو سره مخکښ رول لوبولی، چې موخه یې په عراق او سوریه کې له داعش څخه په ازادو شویو سیمو کې د ثبات راوستلو سره مرسته کول دي. بشری مرستې سیمهییزې کچې پورې محدودې نه دي. د ملک سلمان د بشري مرستې او هوساینې مرکز د نړۍ شاوخوا 45 هیوادونو کې ټولنو سره د مرستې لپاره کار کوي. څنګه چې تاسو پوهیږئ، ترهګریزې ډلې او سازمانونه، هغه که هره مذهبي ډله یا نوم پورې تړاو لري، د خلکو مقدساتو څخه سرغړونه کوي، پر ځمکه کې وژنې او فساد رامنځته کوي، په خلکو کې ډار اچوي، درغلي او خیانت کوي، د کرکې تخم شیندي، او خپل یرغل او ورانۍ ته دوام ورکوي. سعودي عربستان، د افراطي نظریاتو پر وړاندې مبارزې لپاره نړیوال مرکز جوړولو او د دفاع وزارت د نظریاتي جنګ په ګډون، له افراطي نظریاتو سره د مبارزې لپاره عملي او اغېزمن ګامونه اخیستي دي او د ګمراه کوونکو تبلیغاتو سره د مبارزې لپاره یې مخنیونکي رسنیز کمپاینونه په لاره اچولي. دا بنسټونه له نورو دولتي او مدني ټولنو سازمانونو سره له افراطي نظریاتو سره مبارزه او د زغم، اعتدال، سولې او ثبات د پراختیا هڅې کوي. سعودي عربستان په یمن کې د اساسی قانون د بیرته پلي کولو لپاره د یمن د حکومت مشروع غوښتنو مسوولیت پر غاړه واخیست. د سعودي شاهي دولت د خلیج د همکارۍ شورا له دوست هیوادونو سره د متحده ایالاتو او اروپایی هیوادونو په همکارۍ په یمن کې د مشروع حکومت د بیارغونې لپاره د ایتلاف مشري وکړه او د بحران د سولهییز حل لپاره یې خبرې اترې وکړې. ایتلاف د خپل کار له پیل راهیسې هڅه کړې چې د یمن پر خلکو باندې، د دوی پر حقونو او ملکیتونو باندې د هغو حوثي بریدونو مخه ونیسي، چې د سیمې هیوادونو پر امنیت باندې یې هم اغیزه کړې. د یمن د مشروعیت ساتلو ایتلاف خپلې هڅې پر پوځي عملیاتو پورې محدودې کړې ندي، بلکې په یمن کې د سعودي پراختیایي او بیارغونې پروګرام په څېر، د بشردوستانه نوښتونو له لارې د یمن له خلکو سره د مرستې او ساتنې لپاره هم لیوال دی. له پیل راهیسې د ایتلافي ګډ ځواکونو قوماندانۍ د جنګي وتیا او د ځواکونو چمتووالي د تقویې لپاره کار کړی، پداسې حال کې چې په سیمهییزه کچه د راپورته کیدونکو ګواښونو او امنیتي چاپیریال پراساس د جنګي عملیاتو قومانده هم پر غاړه لري. دا د وسله والو ځواکونو ټولو هغو څانګو سره په ګډه کار کوي چې د ځواکونو ټول روزنیز او عملیاتي فعالیتونه اداره کوي، او د ملي ځواکونو له عناصرو، په ځانګړي توګه اردو او نورو امنیتي ځواکونو سره همغږي ترسره کوي. ګډ ځواکونه له سیمهییزو او نړیوالو ایتلافونو سره په ګډه کار کوي، ترڅو د کیفي ښهوالي، چمتووالي او له ټولو هراړخیزو ګواښونو سره د مخ کیدو لپاره د ګډې وړتیا له لارې د شاهي دولت امنیت ډاډمن کړي. د ګډو ځواکونو قومانداني، په دقت او په لوړې کچې سره د مسلکيتوب، وړتیا، لیاقت، روزنې او انګېزې پر اساس د مهمو عملیاتو ترسره کولو، په اغېزمن ډول د دفاعي وړتیاوو تنظیمولو، او د ملي، سیمهییزو او نړیوالو همکاریو له لارې امنیت ټینګولو لپاره کسان ګماري. Facebook Twitter Share
Comments are closed.