ازبکستان د امنیتي شریک په توګه
د هېواد پوځي تشکیلات د مرکزي اسیا امنیتي ننګونو د له منځه وړلو په موخه همکاري پراخوي
د 2018 د مې په 16 باندې له متحده ایالاتو څخه د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایوف لیدنه تاریخي وه. دا له 2002 زیږدیز کال څخه راپدېخوا لومړی ځل وو، چې د ازبکستان یو ولسمشر متحده ایالاتو ته رسمي سفر وکړي. د خپل امریکایي سیال دونالد ټرامپ سره د ولسمشر میرازیوف لیدنه نه یوازې دا چې د اړیکو د عادي کیدو نښه وه، بلکې د اقتصادي، ټولنیز، کلتوري، نظامي او امنیتي اړیکو د ژورتیا څرګندوی وه. ولسمشر میرزایوف د ولسمشر ټرمپ سره ناسته د دواړو هیوادونو تر منځ د ستراتیژکې ملګرتیا د پیلدو نوی دور وباله. دغه دیپلوماتیکه لیدنه د دوه اړخیزو پوځي همکاریو د یو پنځه کلن تړون په لاسلیک کولو سره پای ته ورسیده.
ښې شوې اړیکې د 2019 د جولای په میاشت د تاشکند په یو خبري کنفرانس کې په ازبکستان کې د متحده ایالاتو سفیر ډانیل روزن بلم لخوا توضیح شوې. سفیر روزن بلوم وویل، “متحده ایالات، د تروریزم او د مخدره توکو د قاچاق سره د مبارزې په ګډون له ازبکستان سره د خپل امنیتي مشارکت پراخولو ته لیواله دی.” دا پدې مانا ده چې نه یوازې په افغانستان کې د سولې او هوساینې لپاره ګډ کار کوو، کوم چې یو مشترک هدف دی، بلکه د تاوتریخجن افراطیت، نړیوالو جرمونو، د مخدره توکو قاچاق او نورو ګواښونو سره په مبارزه کې همکاري کوو.”

یوه نوې همکاري
د 2019 له پیل راهیسې ازبکستان د متحده ایالاتو له پوځ سره د اړیکو پیاوړي کولو لپاره مهم پرمختګونه کړي دي. د 2019 په فبروري میاشت کې، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې قوماندان جنرال جوزف ووټل په مرکزي او سویلي آسیا کې د وسله والو ځواکونو د لوی درستیزانو په کنفرانس کې د ګډون لپاره تاشکند ته رسمي سفر وکړ. دغه کنفرانس، چې د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې لخوا په لاره اچول شوی و، د لومړي ځل لپاره په تاشکند کې جوړ شو. ولسمشر میرزایوف وویل چې دا د سیمې تر ټولو خرابې شخړې یعنې د افغانستان جګړې د حلولو لپاره د ګډو لارو د جوړولو او پراختیا لپاره د یو پل سټې په حیث کار کوي. د جنرال ووټل او ولسمشر میرزایویف ترمنځ ناستې د ازبک – امریکا نظامي همکاریو د پراخولو پر اهمیت ټینګار وکړ، چې پکې د ازبک وسله والو ځواکونو پوځي زده کړې، د پوځي تخنیکي متخصصینو روزنه، او د دواړو هیوادونو د دفاعي او امنیتي ځواکونو ترمنځ همکاري شامله ده.
د آسیا ټایمز آنلاین ورځپاڼې په وینا، ولسمشر میرزایویف د امریکایی متخصصینو په مرسته د خپل هیواد د اردو د جنګي وړتیا او چمتووالي د زیاتولو په هکله هیله څرګنده کړه. که څه هم د ورته همکارۍ جزئیات نه دي افشا شوي، خو ازبک سیاسي شنونکي رافیل ستاروف په دې باور دی چې په دې کې د ځانګړو ځواکونو عصري کول، د هیواد د ځانګړو ځواکونو او سرحدي ګزمې افسرانو لپاره د وسلو او مهماتو نوي ډولونه لاسته راوړل او په زغره والو موټرو سره د وسله والو ځواکونو تجهیز کول شامل دي. د راپورونو سره سم دواړه هیوادونه د متحده ایالاتو په پوځي ښوونځیو کې د ازبک کدرونو په روزنه باندې هم بحث وکړ.
د 2019 په پیل کې ازبکستان د متحده ایالاتو سره د پوځي اړیکو پیاوړتیا لپاره بل مهم ګام واخیست. د 2019 د جنوري 13 او 31 ترمنځ ازبک ځانګړو ځواکونو د مسیسيپي هټیسبرګ ته څېرمه په کمپ شیلبي پوځي اډه او د ګالفپورت په یو روزنیز مرکز کې د متحده ایالاتو ساحلي ساتونکو سره په ګډه د جنوب برید په نوم په پوځي تمرینونو کې برخه واخیسته. د ازبکستان دفاع وزارت د یوې اعلامیې په اساس، دا ډول تمرینات د متحده ایالاتو او د هغه کلیدي متحدینو د ځواکونو ترمنځ پوځي چمتووالي او همکارۍ ته لاره خلاصوي. دا لومړی ځل و چې د ازبک ځانګړي ځواکونه د متحده ایالاتو په خاوره کې د ګډ پوځي تمریناتو برخه وه. د دې روزنې د یوې برخې په توګه، د دفاع وزیر عبدالسلام عزیزوف په مشرۍ یوه ازبک پلاوي د 2019 په جنوري میاشت په مسیسيپي کې د امریکايي پوځي مشرانو او د امریکا د فلوریډا ایالت په ټامپا ښار کې د مرکزې قوماندې په مرکزي دفتر کې له چارواکو سره وکتل ترڅو په منځني آسیا کې پر امنیتي مسایلو، د متحده ایالاتو له اردو سره د لا همکاري پر فرصتونو، او پر راتلونکو ګډو او نړیوالو پوځي تمرینونو باندې خبرې وکړي.
د ولسمشر میرزیویف په مشرۍ ازبکستان په متحده ایالاتو کې د پوځي او تعلیمي سازمانونو او ښوونکو سره ملګرتیا پیل کړه، ګریګوري ګلیسن د امنیتي مطالعاتو لپاره د جورج سي. مارشال اروپایي مرکز کې د امنیتي مطالعاتو استاد (د آلمان د دفاع وزارت او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ترمینځ ملګرتیا) د ازبکستان د وسله والو ځواکونو اکاډمۍ کې د نړیوال امنیت په اړه تدریس پیل کړ. پروفیسور ګلیسن اوس د پوهنځي او د اکاډمۍ زده کونکو لپاره منظم ورکشاپونه جوړوي. د ازبک وسله والو ځواکونو د زیرمو لوی افسر، مخمود ابوسوف یادونه وکړه چې په ازبکستان کې د پوځي زده کړې موسسې روزنه لاهم د شوروي دورې د موادو پر بنسټ ولاړ دي. د ازبکستان اردو عصري میتودونو او تجربو ته اړتیا لري.
په وروستیو کلونو کې د ازبکستان او متحده ایالاتو تر منځ نږدې اړیکې د دواړو خواو لپاره اقتصادي ګټې هم لرلي دي. میرزایوف د خپلې ولسمشرۍ له پیل څخه یو کال وروسته د 2017 په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې دوه اویا ومې غونډې ته د خپل سفر پر مهال په نیویارک کې د امریکايي شرکتونو له استازو سره یو لړ دوه اړخیزې ناستې ترسره کړې. د دې ناستې پایلې د تیلو او ګازو، د ماشین جوړولو او ملکي هوایی چلند په برخو کې د 2.6 ملیارد ډالرو په ارزښت د پانګوونې تړونونو وو.
د سویلي او مرکزي آسیا لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په وینا، متحده ایالاتو ازبکستان ته د مالي مرستې اندازه درې چنده کړې، چې په کال 2016 کې له 10.1 ملیون ډالرو څخه په 2018 کې 28.1 ملیون ډالرو ته پورته شوه. ازبک چارواکو څرګنده کړه چې په تیرو څو کلونو کې له 160 څخه ډیر امریکايي کمپنیو په هیواد کې 600 ملیون ډالر پانګونه کړې ده. په بدل کې، ازبکستان د سون د زېرمو کمولو او پرځای یې د متحده ایالاتو خزانې بانډونو په اخیستلو سره د امریکا اقتصاد سره مرستې کولو ته چمتووالی وښود. په کال 2018 کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه دوه برابره شوه.

ازبکستان د سولې منځګړی په توګه
امریکایی دیپلوماتان او پوځي مشران په زیاتیدونکي ډول ازبکستان په افغانستان کې یو اړین سیمه ییز متحد او د سولې منځګړی بولي. د ازبکستان په اړه د متحده ایالاتو د کانګرس یو نوی مجلس د 2019 په فبرورۍ کې په واشنګټن کې یوه ناسته وکړه، چې پکې د تګزاس استازی د ازبکستان د ستراتیژیک اهمیت په اړه غږ پورته کړ. د 2019 په نومبر کې د ولسمشر میرزایوف په نوښت رامینځته شوې غونډه په پام کې لري چې په کال کې دوه ځله ناستې وکړي ترڅو د ازبک – امریکا اړیکو د پرمختیا په اړه بحث وکړي.
داسې ښکاري چې د متحده ایالاتو او ازبکستان ترمنځ تړون په افغانستان کې د سولې پروسې د ګډې همغږۍ لپاره په ازبکستان کې د امریکا د نوې ګټې په سر کې ځای لري. د ازبکستان او متحده ایالاتو ډیپلوماټانو په هغه هیواد کې د سولې د راوستلو په اړه یو لړ سیاسي مشورې ترسره کړې. واشنګټن پدې وروستیو کې په افغانستان کې د شخړې پای ته رسولو لپاره د سیاسي مذاکره کونکي په توګه د تاشکند رول تایید کړ. ازبک چارواکو د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو اترو په جوړولو کې مهم رول ولوباوه.
په افغانستان کې د ازبکستان ولسمشر ځانګړی استازی عصمت الله ارګاشیف پدې وروستیو کې وویل چې د افغانستان په اړه یې د هیواد ټولې کړنې پر یو اصل باندې ولاړې دي، هغه دا چې روانه جګړه د افغانانو ستونزه ده، چې باید پخپله د افغانانو تر رهبری لاندې د نورو هېوادونو د ناسمې مداخلې پرته حل شي. د ارګشیف په وینا، دې چلند دهغه هیواد ته اجازه ورکړه چې د طالبانو په ګډون په افغانستان کې د ټولو سیاسي ډلو باور ترلاسه کړي. په افغانستان کې د سولې مرکچي په حیث د خپلو وروستیو نوښتونو په پام کې نیولو سره، ازبکستان په متحده ایالاتو کې ډیر اعتبار ترلاسه کړ.
ازبکستان په اقتصادي لحاظ هم په افغانستان کې دخیل دی. ازبکستان په افغانستان کې لوی زیربنایی پروژې پلي کوي، لکه د مزار شریف – هرات ریل پټلۍ او د مزار شریف – کابل – پیښور ریل پټلۍ. ازبکستان ژمنه کړې چې په 2019 کې به افغانستان ته خپلې اقتصادي مرستې زیاتې کړي.

Comments are closed.