برخی یو ځواک د ثبات لپاره By Unipath Last updated Oct 21, 2020 Share Facebook Twitter مرحوم سلطان قابوس یو زړور مشر و چې عمان یې په پرمختللي هېواد بدل کړ د کال 2020 د جنوري په میاشت کې د اعلیحضرت سلطان قابوس بن سعید مړینې څخه د خدمت، امنیت او ثبات میراث پاتې شو چې نه یوازې عمان بلکې ټولې سیمې ته یې ګټه ورسوله. او د عمان د نوي سلطان په توګه د هیثم بن طارق السید د کار پیل د دې پرمختګ د دوام ژمنه کوي. هغه د سلطان قابوس د تره زوی دی. یو تجربه لرونکی دیپلومات او د میراث او کلتور پخوانی وزیر دی. عرب او غربي هیوادونو د سلطان قابوس په مړینه خواشیني څرګنده کړه او د سیمه ییزو او نړیوالو مسلو په هکله یې د هغه د هوښیارتیا او د هغه نږدې 50 کلنې واکمنۍ پرمهال د هیواد په عصري کولو کې د هغه د رول ستاینه وکړه. د هغه د مرګ په غم کې د عرب لیګ عمومي سکرتریت خپل بیرغ د دریو ورځو لپاره نیم ځوړند کړ، او عمومي منشي احمد ابوالغیط په یوه بیان کې سلطان قابوس وستایه. عمومي منشي وویل: “عرب ملت د یو نادر حاکم له لاسه ورکړ چې د خپلې واکمنۍ پرمهال یې په سیمه کې د ډیری کړکیچونو او بحرانونو په وړاندې د خپل هیواد لپاره د بې طرفی موقف غوره کړه.” د سعودي پاچا اعلیحضرت سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او اعلیحضرت ولیعهد محمد بن سلمان هغه ته د درناوي په وړاندې کولو سره، هغه ته “د عمان د سلطنت مشر او د معاصر نسل بنسټ ایښودونکی” وباله. په عمان کې واک ته رسیدل یو آسان سفر نه و. لاره خطرناکه وه. سلطان قابوس هغه وخت قدرت په غاړه اخیستی چې هیواد یې له یوې خطرناکې کورنۍ شخړې سره مخ و. په ناکراره سیمه کې په موقعیت لرلو سره عمان د ثبات او هوساینې لپاره خورا سم مشرتابه ته اړتیا درلود. د کال 1963 او 1975 ترمینځ دغه شاهي هیواد په سیمه کې د تر ټولو اوږدې وسلوالې نښتې شاهد و چې دوفر بغاوت نومیده. د سلطان ځواکونو د انګلستان په ملګرتیا، د وسلوال مارکسیست غورځنګ پروړاندې جګړه وکړه، چې د یمن د خلق دیموکراتیک جمهوریت نومیده. پاڅون په جنوبي ولایت دھوفر کې وشو. په هغه کنفرانس کې، چې د حمیر کانفرانس په نوم پیژندل کیده، سختدریځو مارکسیستانو چې د پاڅون مشري یې کوله پریکړه وکړه چې عملیات پراخه کړي ترڅو د عربي خلیج ټول هیوادونه پکې شامل شي. په پایله کې دې ډلې خپل نوم “د دوفار د آزادۍ مشهوره جبهې څخه د نیول شوي عربي خلیج د آزادۍ لپاره عربي جبهې ته واړوه. په کال 1970 کې قابوس د خپل پلار سلطان سید ځای ناستی شو او په پراخه کچه یې د سمون خوځښت پیل کړ چې په هغه کې د ښوونځیو، روغتونونو او لویو لارو جوړښت ته لومړیتوب ورکړل شوی وو. د سلطان قابوس د حکمت او هوښیارتیا – او همدارنګه د هغه سیمهییز او نړیوال ملاتړ څخه مننه چې هغه یې ځانته راکاږه. وضعیت د سلطان قابوس ځواکونو په ګټه ښه شو، او د دوفار بغاوت په 1975 کې پای ته ورسید. د پاڅون له ختمیدو څخه تر مړینې پورې سلطان قابوس د بې طرفۍ ادعا وکړه او د ګاونډیو هیوادونو او ټولې نړۍ لپاره یې د متقابل عمل او دوه اړخیز درناوي پراساس ناتړلې بهرنۍ پالیسي وساتله. ځینې وختونه، سلطان د بین المللي سیالانو ترمنځ مینځګړیتوب کوو او د جنګي خواو ترمنځ د روغې جوړې ګډ ډګر د موندلو په لټه کې و. عمان د خپل سرښندونکي مشر د واکمنۍ پرمهال د ښې حکومتدارۍ او اغېزناکه بهرني سیاست لپاره مشهور شو. د ثبات او هوساینې بنسټ یې کېښود چې په مینځني ختیځ او نړۍ کې د عمان قدر لوړ کړ. د عمان پولیس ځواک په دې وروستیو کې د نړۍ له تر ټولو غوره پولیسو په کتار کې راغی. د سلطان قابوس تر مشرۍ لاندې د عمان اقتصادي لاسته راوړنې د یادونې وړ دي. په کال 2010 کې ملګرو ملتونو عمان د هغه هیواد په توګه ومانه چې د تیرو 40 کلونو په جریان کې له بل هرچا څخه ډیر پرمختګ کړی. حتی چین له عمان څخه وروسته پاتې شو. اعلیحضرت سلطان هیثم بن طارق، چې د عماني ډیپلوماټ په توګه دنده ترسره کوله د نړیوالو لپاره مشهور و، په کال 1979 کې د اکسفورډ پوهنتون د بهرني خدماتو پروګرام څخه فارغ شو. دې ته ورته، هغه ته د یو داسې رهبر په سترګه کتل کیږي چې د نړۍ لپاره به د عمان میلمه پالنې ته دوام ورکړي. Facebook Twitter Share
Comments are closed.