ښوونکی معاصر ګواښونه هدف ګرځوي
برید جنرال اعظم ال روانح، د شاهي اردن ملي دفاع کالج قوماندان، د ښه روزل شوي افسرانو د تولید لپاره نړیوال عامه پوهاوي باندې تاکید کوي
یونیپث کارکونکی
دسیمه ییزو ګواښونو سره د سمون ساتنې لپاره، اردن امنیت او دفاع پورې تړلي ستراتیژیو جوړلو باندې تمرکز کوي. د اردن وسله وال ځواکونه یو له هغه پوځونو څخه ګڼل کیږي چې پیچلې وړتیاوې یې ترلاسه کړي او مهارت یې راټول کړی دی. د همدې تجربې څخه دي، چې اردن لیواله دی د سیمې د ثبات او خوندیتوب لپاره د خپلو ملګرو او وروڼو سره شریک کړي چې د شاهي اردن ملي دفاع کالج (RJNDC) د راتلونکي مشرانو چمتو کولو لپاره د سترې ودانۍ په توګه راپورته شوی دی. یونیپث د برید جنرال اعظم ال روانح، د شاهي اردن ملي دفاع کالج قوماندان سره لیدنه وکړه، چیرې چې هغه د خپلې میلمه پالنې دود سره سم د یونیپث هرکلی وکړ او د کالج د لاسته راوړنو او د دې د ودې لپاره د خپل لیدلوري په اړه وغږیده.
یونیپث: د شاهي اردن د ملي دفاع کالج ماموریت څه دی؟
برید جنرال اعظم: لومړی، زه غواړم د کالج د ریښې په اړه وغږیږم. د اردن وسله وال ځواکونه د اردن دولت یو جز دی، او د یوه محرک ځواک په حیث دا د سیمه ییز امنیت ننګونو د بدلون سره بدلون کوي. د دې دلیل لپاره، کالج د پیل څخه د هاشمي مشرتابه د ستراتیژیک لیرې لید سره تاسیس شوی و. د مشرانو روزنې او تولید څوک چې وکولی شي د دولت مشري او ملتیا وکړي او د دې ننګونې په ګوته کړي د یوه کالج تاسیس ته الزامآ اړتیا درلودله چې وکولی شي دا چاره ترلاسه کړي. د همدې لپاره موږ د شاهي جګړې کالج تاسیس پیل کړ، چې په اصل کې یې تمرکز ستراتیژیک نظامي پلان جوړولو باندې و. دې تر 2002 پورې دوام وکړ، کله چې د هاشمیت سیاسي او نظامي مشرتابه ستراتیژیک لیدلوري د پرمختللي سطحې په لوري وسله والو ځواکونو کې اوښتون ضروري وګاڼه چې وکړی شي د دولت د ملکي او نظامي نهادونو همغږي او یووالي ته ورسیږي. د دې لومړنۍ موخه په نظامي او ملکي کچه د دولت د مدیریت وړتیا لرونکي مشرانو روزل و او په داسې لاره د دولت د هدفونو او ګټو ترلاسه کول چې وړ بشري سرچینې او مهارتونه وړاندې کړي کوم چې د راپورته کیدونکي متنوع ګواښونو سره مقابلې لپاره په موازي توګه د نظامي تاسیساتو او د دولت د نورو نهادونو د پرمخ وړلو وړتیا ولري. لدغه ځایه د شاهي اردن د ملي دفاع کالج طرحه مخته لاړه. د هر اړخیزې دفاع لیدلوري د تجربو شریکولو موخې ته رسیدو لپاره په دولتي نهادونو کې د مهارت غوښتنه وکړه. د دې سره په کال 2003 کې د ملي دفاع کالج پرانیستل شو. RJNDC د دفاع او جګړې مهال روزنې لپاره ګډ کورسونه پیل کړل. کالج خپلې دې لارې ته دوام ورکړ او د قوماندانانو 22 کنډکونه یې چمتو کړل. د کالج کار د اردن اړخ لپاره د مشرانو چمتو کولو پورې محدود ندی، بلکه د سیمې او نړۍ نورو هیوادونو څخه هم د مشرانو روزنې او چمتو کولو کې دخالت لري.
یونیپث: د جګړې پر مهال ډیری دودیزې ستراتیژۍ بدلې شوي دي. نصاب څنګه د هایبرایډ او پنځم نسل جګړه د پوښښ لاندې راولي؟
برید جنرال اعظم: د دفاع کالج لویو چارو په تړاو د وخت سره ځان ته سمون ورکوي. دا کار لومړی موږ په اروپا او په متحده ایالاتو کې زموږ د ملګرو سره د جاري اړیکو له لارې ترسره کوو. همدارنګه موږ په ځانګړي توګه عملیاتي چاپیریال کې د نوي پرمختګونو سره د برسونو او څیړنې له لارې ځان هم مهاله ساتو. علاوه لدې، موږ د نصاب پراختیا او اپډیټ لپاره یوه کمیټه لرو ترڅو موږ وکړی شو د نورې نړۍ سره ځان هم مهاله وساتو. لدې ځایه زه تاسې ته ډاډ درکوم چې د عملیاتو او مشرتابه روزنې په دستورالعملونو کې د عالي نړیوالو معیارونو سره په مطابقت کې د عصري جګړې مفاهیم او طرحې شاملې دي، هغه که هایبرایډ وي یا مجازي جګړه وي یا هم د څلورم او پنخم نسل جګړه وي. د همدې لپاره موږ ډیر لیواله یو چې شا ته پاتې نشو، حتی د یوې شیبې لپاره هم نه، پدې برخه کې زموږ په هیڅ یوه څیړنه کې ځکه چې موږ د سیمې لپاره پدې ډګر کې الګو ګڼل کیږو.
یونیپث: پدې اړه ستاسې فلسفه څه ده چې د ځوانانو ظرفیت لوړ کړئ ترڅو د راتلونکي توغ لرونکي اوسي؟
برید جنرال اعظم: زه داسې نه انګیرم چې زما فلسفه دې زما خپله شخصي فلسفه یې؛ بلکه دا په عموم کې د دولت د فلسفې څخه او د هاشمي مشرتابه له فلسفې څخه اخیستل شوې، کومه چې اساسآ د دولت د ودې لپاره د بشري وړتیاو ارتقا نظر باندې ولاړه وه. د تیرو 20 کلونو په جریان کې، د هاشمي مشرتابه ستراتیژي د ځوان مشرانو چمتو کولو او تولیدولو باندې تمرکز دی څوک چې د وخت شرایطو باندې د پوهیدو او د عصري ټیکنالوژیو سره د مخته تګ وړتیا ولري. دا د سراعلی قوماندان د لارښوونې له مخې ترسره شو او د عالیجناب ولیعهد شهزاده حسین ابن عبدالله، د کار لپاره د لیدلوري او د قوي انرژۍ لرونکي ځوان لخوا رهبري شوه. زه پدې باور یم چې په راتلونکي کې پانګوونه په ملکي او نظامي اړخونو دواړو کې په ځوان مشرانو پانګونه ده. دا په شاهي هاشمي اردن کې برلاسی تګلاره ده او RJNDC د دې فلسفې پلي کولو لپاره زموږ له وسیلو څخه یوه دی. موږ ژمن یو دا تګلاره تعقیب کړو او په نظامي او ستراتیژیکو مطالعاتو کې پراختیا باندې تمرکز وکړو، هغه که عصري جنګونو او د هغوی بڼو پورې تړاو ولري، د راپورته کیدونکي ګواښونو چاپیریال او هارډویر پورې اړوند وي، یا هم د دولت په اداره کې کارول کیدونکي وسایل. زه په کلکه پدې باور یم چې عصري دولت د تیر وخت وسایلو په واسطه نشي مدیریت کیدی.
یونیپث: ستاسې زده کونکي څوک دي او په وسله والو ځواکونو کې هغوی په کومو بستونو کې دي؟
برید جنرال اعظم: په تیر وخت کې، زموږ زده کونکي تر برید جنرالۍ او لدې پورته رتبو ته رسیدلي دي. د ملکي سیکتور لپاره، د وړتیا سطحې او د تصدیقونو سطحې لپاره واضح شرایط شتون لري چې هغوی یې باید کالج ته راتګ څخه دمخه ولري او همدارنګه د هغوی درجه بندي او په دولتي خدمت کې د هغوی د دندې د رتبې دمخه. له نظامي پلوه، موږ د برید جنرالۍ رتبې سره پیل کاوه، مګر زموږ ځوانانو باندې د پانګونې فلسفې په پام کې نیولو سره، موږ اوس د اردن په وسله والو ځواکونو کې د ډګروالۍ او ډګرمنۍ رتبو لرونکي زده کونکي لرو ترڅو ځوان مشرانو ته روزنه ورکړو چې په راتلونکي کې په عملیاتي او ستراتیژیکي کچه د مشرتابه موقفونو په غاړه اخیستلو وړتیا ولري او موږ وکړی شو د پریکړو کولو او ستراتیژیکو پلانونو جوړولو وړتیا لرونکی نسل جوړ کړو.
یونیپث: د ملي دفاع کالج پراختیا لپاره ستاسې پلانونه څه دي؟
برید جنرال اعظم: زموږ لیدلوری د هغه مشرانو څخه اخیستل شوی چې زما څخه مخکې و او چا چې یو کلک بنسټ ایښی دی په کوم چې موږ کولی شو بنا وکړو. لدې ځایه باید موږ د وخت شرایطو او د نظامي تیوريانو او دولتي ګټو د موجوده ارزونې سره سمون لرونکي ګامونه پورته کړو. دا نهاد د تجربې شتمني لري چې کولی شي وسله والو ځواکونو او حکومتي نهادونو ته وړ مشرتابه وړاندې کړي. زما لیدلوری په دوه اساسي تګلارو ولاړ دی. لومړی د RJNDC سره ورته د نړۍ ټولو لوی پوهنتونونو سره د همکارۍ او ارتباط پلونو جوړولو اړتیا ده ـــــــ هغوی چې دفاع، ستراتیژیکې تیوري او د عصري جګړې په دوکتورین کې تخصص لري ـــ د تجربو او لیکچرونو د تبادلې او د سیمینارونو او ګډو مطالعاتو له لارې په سیمه ییزه او په نړیواله سطحو کې د لیږد لپاره. پدې کار سره به موږ په دواړه سطحو کې خورا مهمې پایلې ترلاسه کړو. لومړی، موږ به زموږ د زده کونکو د معنوي فاکولتو پراختیا او مشرانو جوړولو له لارې چې د نړي په اړه ډیره پوهه ولري، اردن ته خدمت کوو. دوهم، موږ به د اردن فلسفه او ستراتیژیک لیدلوری نړۍ ته صادر کړو چې موږ کولی شو نړیوال مشارکتونه وهڅوو او جوړ کړو چې د ټولو په ګټه وي. زموږ د لیدلوري دوهمې نیمایی لپاره، موږ باید د ټیکنالوژي اساسي او تخنیکي اړخ ته ارتقا ورکړو. دا د کالج پراختیا، د دې پورې تړلیو افرادو او زده کونکو لپاره خورا مهم دی. په عملي روزنه او ورکشاپونو باندې هم باید ډیر تاکید وشي چې د طرحو اساس کلکوي او موږ ته وړتیا راکوي چې د دولت سره د بحرانونو په ګوته کولو کې مرسته وکړو، په ځانګړي توګه ځکه چې موږ په بحرانونو کې ډوب چاپیریال کې یو.
یونیپث: آیا تاسې داسې کورسونه لرئ چې د عصري ټیکنالوژیو لکه ډرونونو او د سایبر دفاع په اړه وي؟
برید جنرال اعظم: کله چې موږ د یوه اکاډمیک نهاد په اړه غږیږو چې د راتلونکي مشران چمتو کوي، موږ باید وسایل ولرو چې د اکاډمیک اړخ پراختیا کې ونډه لري. لدې څخه زما مطلب د نهاد د ظرفیتونو او زیربنا پراختیا ده ترڅو ټولې هغه ټیکنالوژۍ ولري چې زده کونکو سره د څیړنې ترسره کولو او اړینو معلوماتو ته په لاسرسي کې مرسته کوي. او هو، ټول مشران باید د سایبر امنیت او د سایبر عملیاتو او د هغوی د شرایطو سره اشنا وي ځکه چې دا د هر هیواد دفاعي سیسټم مهمه برخه ګرځیدلي دي. کله چې موږ د دفاعي وسایلو په اړه غږیږو، سایبر امنیت یې یو له مهمو ستنو څخه دی ځکه چې سایبر بریدونه د معلوماتو امنیت ګواښي او کولی شي د ښاریانو ژوند وګواښي که چیرې شبکې هیک شي. موږ همدارنګه په عملي تمرینونو کې ډرونونه هم کاروو چې د واقعیت ازمیښت وړاندې کوي. دا زده کونکو ته د دې عصري ګواښونو سره د مخ کیدو څرنګوالي باندې پوهیدو په اړه لوی انځور وړاندې کوي. زه پدې باور یم چې موږ باید پدې اړه جدي فکر وکړو چې څنګه پرمختللي تخنیکي سطحې ته اوښتون وکړو چې وکولی شي په بحرانونو برلاسی او د پریکړه کونکو بسیا او ظرفیت لوړ کړي. زه تاکید کوم چې د دولت هر فرد یا ستراتیژي جوړونکی باید د ټولو عصري ټیکنالوژیو سره اشنا وي او د هغه لارو سره په کومو کې چې تروریستي ډلې او د دولتونو ملتیا لرونکی تروریزم ورڅخه ناوړه ګټه پورته کوي.
یونیپث: تاسې د امریکا ملي دفاع پوهنتون او د مینځني ختیځ مطالعاتو لپاره مرکز سره اړیکه لرئ. آیا تاسې په ګاونډي هیوادونو کې او د نړۍ په نورو هیوادونو کې د نظامي اکاډمیو سره اړیکې لرئ؟
برید جنرال اعظم: شاهي اردن په سیمه کې مخینه لرونکی هیواد دی او د وروڼه هیوادونو او د نړۍ هیوادونو سره ښې اړیکې لري. موږ د سیمه ییز او نړیوال درناوي څخه برخمن یو، او دې اړیکو په ټولو سطحو کې د همکارۍ پایله درلودلې ده، پشمول د نظامي او اکاډمیک. که موږ د متحده ایالاتو د ملي دفاع پوهنتون په اړه غږیږو، دا یو مخینه لرونکی نهاد دی چې د نړۍ په سطحه ښه شهرت لري او په ټولو سطحو کې مشران وړاندې کوي. دا د بې ساري پوتانشیل او موجودې راټولې شوې تجربې سربیره دی چې موږ د نړیوالو اکاډمیو سره د اړیکو له لارې یې جوړولو او پراختیا ته لیواله یو. په ورته وخت کې په سیمه کې د خلیج هیوادونو، مصر، سوډان او عراق څخه زموږ د وروڼو سره د همکارۍ له لارې د ورته نهادونو سره موږ د اړیکو یوه شبکه لرو، پشمول د زده کونکو د تبادلې. همدارنګه موږ په سیمه کې ډیری هیوادونو سره په ورته کالجونو جوړولو کې مرسته کړې او زه فکر کوم موږ په لویدیز کې زموږ د ملګرو سره د اړیکو ښه توازن لرو ځکه چې موږ د ډیرو نظامي اکاډمیو سره اړیکې لرو. د اړیکو دا شبکه زموږ د پراختیا ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده. په ورته وخت کې، د دې نهادونو ترمینځ د عامه پوهاوي جوړول د هر چا په ګټه دي.
یونیپث: کوم هیوادونه په کالج کې زده کونکي او پوهاندویان لري؟
برید جنرال اعظم: موږ د متحده ایالاتو، پاکستان، تایوان، آلمان، سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو، مصر، کویټ، سوډان او لبنان څخه زده کونکي لرو. د استادانو په اړه به ووایم چې زموږ په فاکولته کې هیڅ بهرني استادان نشته، مګر موږ د میلمنو په حیث زموږ سره د ګډون کولو لپاره استادانو او څيړونکو ته د متحده ایالاتو یا اروپایی اړخ، یا هم ناټو یا عربي هیوادونو څخه بلنه ورکوو. زموږ څخه په اردن کې موجود د ملګري او ورور هیوادونو سفیران تل لیدنې کوي. موږ همدارنګه د معتبرو پوهنتونونو لکه هارورډ پوهنتون او جنیوا مرکز سره اړیکې لرو، د ستراتیژیکو مطالعاتو لپاره د هغوی مهارت باندې تکیه کوو، چیرې چې موږ په ستراتیژیک مشرتابه موضوع کې ګډ کلني کورسونه وړاندې کوو. نو روزنه او پراختیا یوازې د اردن مهارت پورې محدوده نده؛ موږ د خپلو ملګرو او وروڼو د تجربو څخه هم د ګټه پورته کولو په لټه کې یو. همدارنګه موږ ځینې متقاعد استادان او افسران لرو چې په خلیج هیوادونو کې په نظامي اکاډمیو کې کار کوي. پدغه سیمه کې ډیری نظامي اکاډمۍ د اردن مهارت سره جوړې شوي، او زموږ د ګوتو نښې لاهم د هغوی لاسته راوړنو کې موجود دي.
یونیپث: د RJNDC سره تړاو د ملي دفاع نورو کالجونو ته څنګه ګټه رسوي؟
برید جنرال اعظم: د کالج تاریخچه او لیدلوری، د جلالتمآب سراعلی قوماندان د مستقیمې لیوالتیا سره یوځای ـــ جلالتمآب په منظم ډول د RJNDC څخه لیدنې کوي او د دې پراختیا او نصاب له نږدې څاري ـــ د دې پراختیا کې مرستې ته ټول دولتي نهادونه لیواله کړي او په سیمه ییزه او نړیواله سطحه یې متمایز کوي، چې د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات پورې تړلي حلونو موندلو لپاره دا د فعال او مثبت وړتیا لرونکی شریک ګرځوي. موږ په سیمه کې مقناطیس یو، په ځانګړي توګه کله چې د ستراتیژیک او عملیاتي لیدلوري له اړخه خبره وي. تنوع د مشرتابه روزنې لپاره لازمي ده، او حتی که څه هم موږ د ملي دفاع کالج لرو چې پرمختللي هیوادونو کې د دفاع کالجونو ټولې اجزاوې لري، موږ لاهم د نورو هیوادونو ترڅنګ اروپا، متحده عربي اماراتو او پاکستان ته زده کونکي لیږو. په RJNDC کې موږ داسې استادان هم لرو چې د بیلابیلو نړیوالو اکاډمیو او کالجونو څخه فارغه شوي دي. دا تنوع د تعالي او پیاوړتیا سرچینه ده. علاوه لدې، زموږ د تجربې ټولګه، د اعتبار لوړه درجه، دوامداره پراختیا، او د اردن معتدل اقلیم او جغرافیه ای طبعیت د لیدونکو په هرکلي کې مرسته کوي، په ځانګړي توګه دا چې د اردن ټولنه زغم لرونکې ده او د میلمنو هرکلی کوي. په تیرو کلونو کې زموږ د کالج څخه فارغه شوي مشرانو ترڅنګ زموږ او زموږ د ملګرو ترمینځ دوه اړخیز باور ثابته کړې هغوی چې د اردن د انسټیټیوټونو او دفاع کالج څخه فارغ شوي دي د خپلو مشرتابه دندو پرمخ وړلو لپاره لوړ مهارتونه او وړتیاوې لري. موږ مختلف معیارونه لرو. کله چې مشرانو ته روزنه ورکوو موږ زموږ تاریخي پانګه او تجربه او زموږ لوړ اعتبار باندې بنا کوو. دا زموږ پانګه او شهرت دی، او پدې کې د مصلحت هیڅ ځای نشته.
Comments are closed.