چابک مشرتابه
تورن جنرال قیس خلاف رحیمه د دودیز او عصري دواړه ډوله ګواښونو سره لاس او ګریوان دی
یونیپث کارکونکی | د عراق دفاع وزارت عکس
د هغه د څیرې رنګ او توپیري ځانګړنې د هغې د سومري ریښو څرګندونه کوي. زړه سواند، زړه ور او مؤدب، هغه چې کله خپل میلمه مخاطب کوي نو خپلې خبرې سموي، چې سهیلي میلمه پالنه پکې رانغښتې وي. د هغه تواضع او ادب په نظامي علم د لیدلوري ورکولو څخه هغه نه منع کوي. د هغه لیدلوری چې ډیری هغه محاربو کې یې ترلاسه کړی کومو کې چې هغه د یوه سرتیري په توګه برخه اخیستې او هغه یو سرسخت فداکار دی چې د بریا پرته بل هیڅ څه په ذهن کې نلري.
هغه تورن جنرال قیس خلاف رحیمه، د عراقي وسله وال ځواکونو د درستیز د عملیاتو معاون او د عراق د ګډو عملیاتو قوماندانی قومندان دی. دا یو نوم او تاریخ دی چې سیاسي او امنیتي مشرانو لپاره ډیر ستر مفهوم لري. د مسلکي توب او روڼتیا سره، هغه ثابت کړې چې د هیواد د دفاع سختې دندې ارزښت لري.
په 1962 کال کې په میسان کې زیږیدلی، هغه د خورا ماشومتوب څخه د ښاغلیو ترمینځ غږیدو خوی باندې پوهیدو سره رالوی شوی. هغه په کال 1984 کې د اردو لومړي کالج څخه فارغ شوی او د خلیج لومړۍ جګړې وروسته یې د ماسټري سند او د موصل د آزادۍ وروسته یې د ډاکټرۍ یا پي.ایچ.ډي سند ترلاسه کړی چې خپلې زده کړې یې د محاربې تجربې سره تقویت کړي.
جنرال وایی، “کله چې زه په 1984 کې د اردو کالج کې داخل شوم، د عراق او ایران ترمینځ جګړه خورا شدید وه.” “زموږ کالج د جګړې جبهه وه، چیرې چې زده کونکو د خپلو ښوونکو څخه مهارت تخصص زده کاوه څوک چې د جګړې لومړۍ کرښې څخه راستنیدل ترڅو د محاربوي ډګر څخه تجارب او زده کړي درسونه شریک کړي. موږ د ساحوي قوماندانانو څخه چې د لیکچر ورکولو لپاره راتلل، ډیر څه زده کړل. کله چې موږ فارغ شو، موږ ساحوي او اکاډمیک تجربه لرله داسې چې ګویا موږ په واقعیت کې په جګړه کې برخه اخیستې وي.”
په عملیاتي برخو کې د کار کولو سربیره، تورن جنرال قیس هیله مند و چې ستراتیژیک زده کړې وکړي او په 2010 کال کې د ملي دفاع کالج ته لاړ.
”زه خورا ډیر خوشحال وم چې د دفاع وزارت لخوا زده کړو /[د ملي امنیت ستراتیژي] ته نومول شوی وم او ماسټري واخلم. ښوونه ځانګړې وه او د داسې استادانو لخوا تدریس کیده چې د سیاسي او نظامي علومو متخصصین و. دا د هغه تخصص له امله یوه ځانګړې تجربه وه چې ما په تلعفر کې د ساحې څخه ترلاسه کړې وه، او ما د نصاب ترڅنګ د هغه پلانونو تحلیل کول پیل کړل چې ما په دغه ښار کې د امنیت له سره تاسیس لپاره پرځای کړي و. دې کار زه وهڅولم چې په 2019 کې د “نوې جګړې او د ځواک په طرحو کې اوښتون” موضوع په اړه د پي.ایچ.ډي زده کړې وکړم. د فرات مینځ عملیاتو د قوماندان په حیث کار کولو په تړاو زما د اندیښنو، په هیواد کې د امنیتي وضعیت او څو ځله زما د تیزس د ځنډیدو سربیره، ما پریکړه کړې وه چې خپلې زده کړې پای ته ورسوم. په ځانګړي توګه لدې چې تخصص د ټولو هغه ننګونو سره چې عراق ورسره مخ دی، او د پنځم او شپږم نسل جګړې سره تړاو لري.”
تورن جنرال قیس دودیز جنګ ته ندی تم شوی. هغه د ستراتیژیک څیړنې، د مجازي جګړې د اهمیت، او په ټولنیزو رسنیو چینلونو کې مخکښ تروریستي او افراطي ډلو د خطر په اړه د هغه د پوهاوي له لارې د معاصر نظامي علومو نړۍ ته ورننوتلو سره د لارې مشري کړې.
”د داعش د ټروما او د هیواد په سترو ټړانګو د هغوی د کنټرول وروسته، هغوی د امنیتي وضعیت لاډیر اخلال لپاره په ټولنیزو رسنیو کې د افواه خپرولو له لارې رواني جګړه باندې تکیه وکړه.
”په دې وخت کې، د دولت، رسمي او غیر رسمي رسنیو بنسټونو غبرګون د ننګونې سره سم نه و. جنرال وویل، تروریستي ډلو د عملیاتو پراخه تیاتر کې کار کاوه چې د خلکو نه د سرونو پرې کولو، بازارونو په بمونو الوځولو، د ښځو نیولو صحنو په تولیدولو او نورو ته د پیغام رسولو په توګه کارولو لپاره په تولنیزو رسنیو کې د دغهو صحنو اپلوډ کولو له لارې یې د خلکو زړونو کې ویرې خپرولو باندې تکیه کوله”.
”د هغوی موخه د مخالفینو مورال ماتول او د خلکو اړ کول و چې مصالحت وکړي او هغوی ومني، او امنیتي ځواکونه تسلیم شي. موږ د هغوی د مجازي شبکو له مینځه وړلو باندې پیل وکړ چې د عراق څخه دباندې او د هغوی د کنټرول لاندې ساحو کې فعالیت کاوه.”
جنرال او د هغې همکارانو د داعش د مجازي جګړې د شبکو تعقیب کولو او بندولو لپاره د نړیوال ائتلاف ځواکونو سره یوځای کار وکړ. د عراق بریښنایی جګړې ټیمونو هم د داعش په ملاتړ ټویټ کونکي او بلاګ لیکونکو خلکو تعقیب کولو او د هغوی د حسابونو تړلو لپاره د ائتلاف ټیمونو سره همکاري وکړله.
جنرال وویل، “موږ بیا د ځواکونو اعتماد او مورال جوړولو باندې تمرکز وکړ، او موږ زموږ واحدونو کې د پرسونل رواني محاربوي چمتو والي پرځای کولو کې بریالي شو.” “په تعقیب یې، زموږ اتلان د محاربې ډګر کې راپورته شو، هیڅکله د خپل مسؤلیت څخه په شا نشو، حتی په خورا شدید جګړو کې. هغوی ته د دې خبرې ښکاره کیدل پیل شو چې د داعش پروپاګند په واسطه آنلاین رامینځته شوی غلط انځور – چې ګویا تروریستان د بلې سیارې څخه راغلي جنګیالي دي چې ماته ورکول ناشوني دي یا په مرمیو نشي وژل کیدی – ستر دروغ و.”
هغه د داعش ماتې کې د ټولنیزو رسنیو چینلونو او ځوانانو ستاینه کوي. هغوی د داعش دروغ بربنډ کړل، او پدې توګه د داعش لپاره د هرډول دروغو خپرول مشکل شو. په همدې توګه د داعش بریښنایی اردو او رسنیز مشین ته د ملکي فعالینو، استخباراتو اجنټانو او د ائتلاف ځواکونو لخوا ماتې ورکړل شوه، چې دې کار په ډګر کې د داعش ماتې ته لاره اواره کړه.
پدې حقیقت د پوهیدلو سره چې د څلورم، پنځم او شپږم نسل جګړه په عصري ټیکنالوژۍ ولاړه ده، تورن جنرال قیس اردو ته مشوره ورکوي چې د ټیکنالوژۍ پراختیا ته دوام ورکړي ترڅو وکولی شي اوسني او د راتلونکي ګواښونو سره مقابله وکړی شي چې عموما نا متناسب جګړه وي.
اردو باید خپل آنلاین دفاع پیاوړې کړي او د مخالف فعالیت د نظارت وړتیا لرونکي د مجازي استخباراتو ادارې جوړې کړي ترڅو د هرډول ملي امنیت سرغړونو مخنیوی وکړي او د مجازي بریدونو په لاره اچولو څخه د مخرب ګروپونو مخه ونیسي. هغه وویل، عصري ټیکنالوژي، انټرنیټ او ډرونونه امنیتي ادارې اړ کوي چې ډیر پیچلی کار وکړي.
تورن جنرال قیس په 2004-2008 کلونو کې په تلعفر ولسوالۍ کې د 10مې لیوا قوماندان و، کوم چې د القاعده ځاله وه، او عراق یې خطرناکه لارې ته مخ کړی و. په ښارونو کې فرقه ای جګړې او تروریستي ډلې واکمنې وې.
هغه وویل، “ما ته د بیلابیل دلایلو لپاره پيچلي ماموریتونه او مسؤلیتونه راکړل شوي و، خورا مهم یې په ښار او شاوخوا سیمو باندې د القاعده کنټرول و، او همدارنګه د هلته میشت نفوس دیموګرافي چې د څو فرقو او عقایدو څخه جوړ و.” “ما په داسې یوه وخت کې د 10مې لیوا قومانده په غاړه واخیستله کله چې ویره او ناهیلې توب د هر عراقي په مخ لیکل شوي و، او د مرګ ګواښ د هغوی په سرونو کې له ورایه ښکاریده. د پولیسو تشکیل لاهم جوړ نه و چې دې کار د امنیت برابرولو لپاره په اردو باندې غټ بوج اچولی و. د خلکو او د امنیتي ځواکونو ترمینځ د باور او اعتماد خورا ستره تشه موجود وه چې هغوی نشو کولی ښار د تروریستي اعمالو څخه خوندي کړي.”
”د ټیم په توګه د ائتلافي ځواکونو سره په کار کولو، وضعیت ورو ثبات پیدا کړ. هغوی امنیت او استخباراتو باندې تمرکز وکړ، د ښار باثبات کولو لپاره یې ملکي او ملي سرچینو باندې تکیه وکړه. هغوی په تلعفر کې سني وګړي هم وهڅول چې د اردو او پولیس لیکو سره یوځای شي، او دا یو له هغه مهمو اهدافو څخه و چې موږ وروسته وکولی شو ترلاسه یې کړو. هغوی د قضا قومي او مذهبي اړخونو ترمینځ تشې راکمولو لپاره کار وکړ، ترڅو ډاډ او باور پرځای کړي، فرقه پرستي رد کړي او د خلکو سره ارتباط ولري.”
بغداد د 2019 په پیل کې خونړی حالت تجربه کړ، کله چې لاریون کونکو د پرمختللي اقتصاد او د حکومتي فساد د پای غوښتنه وکړه، چې د هغوی په مقابل کې ځینې ناسم ډسپلین لرونکي ډلو د پراخه زور او ځواک څخه کار واخیست او د هغوی دې کار کولی شو عراق خورا خطرناک ګړنګ ته ورټیل وهي. سیاسي او نظامي مشرتابه کم چانس درلود مګر دا چې پدغه ساحو کې امنیتي مشران بدل کړي او داسې یو قوماندان یې پرځای وګوماري څوک چې په ځان کنټرول، هیواد پالنه او جرآت لري. همدا و چې د تورن جنرال قیس نوم راپورته شو چې دې مشکل دندې ته وګومارل شي.
”ملکي مرګ ژوبلې د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمینځ د باور ژوره تشه رامینځته کړې وه، او وارخطا امنیتي انځور حالت لاپسې خراب کړی و. د تخصصي ځواکونو نه شتون چې دا ډول خدمت لپاره روزل شوي او تجهیز شوي وي، یوه ستره ستونزه وه. البته دا ډول ځانګړي ماموریتونه او دندې د نظامي تجربې او د مشرتابه هنر دمخه ځیرکتیا، هیوادپالنې، چپتیا او زړه سوي ته اړتیا لري. دا د سوله ییز لاریون والو د باور ترلاسه کولو سربیره دي پدې توګه چې د هغوی محافظت وشي او د هغوی د راپارولو څخه د امنیتي ځواکونو مخنیوی کول.”
دا هم لازمي و چې د اساسي قانون او نورو نافذ قوانینو په چوکاټ کې دننه باید د بلوا سره د مبارزې او د هغه غیر سوله ییز لاریون والو د سمبالولو لپاره چې په زیربنا او امنیتي برخو یې برید کړی د سوله ییز لاریون والو پرتله چې د اساسي قانون مطابق یې لاریونونه په لاره اچولي، توپیري عمل وشي.
جنرال وویل، “زما د دندې پیل سره ژر تر ژره، ما د مسؤلیت واحدونو تاسیس باندې کار وکړ، او د هر افسر واک او ساحه مې وټاکله، واضح ممانعتونه مو پرځآی کړل چې د بشري حقونو نړیوال تړونونه یې څاري، ترڅو لاریون کونکي او امنیتي ځواکونه سره جلا کړي.”
”په موانع او امنیتي پوستو کې کیمرې نصب شوې ترڅو د انضباط او ډسپلین څخه سرغړونه نظارت شي. ما سخت احکام صادر کړل او د هر افسر څخه مې لیکلې ژمنه واخیسته چې د هیڅ کوم دلیل لپاره د لاریون کونکو پر وړاندې وژونکې مرمۍ ونه کاروي، او ما د ربړ مرمیو او د اوښکو ګاز ځینې کنیستر د کارولو مخنیوی وکړ.”
هغه هره ورځ د سوله ییز فعالینو او لاریون والو سره ارتباط او غږیدو باندې کار وکړ. وضعیت خورا په چټکۍ سره خنثی شو.
جنرال وویل، “موږ د اردو او امنیتي ځواکونو لپاره درناوی پرځای کړ.” “ځکه چې هغوی د خلکو لپاره شتون لري، او خپل ټیکاو او ثبات د هغوی څخه اخلي.”
Comments are closed.