په پاکستان کې نرم ځواک
د پاکستان په شمالي ولایتونو کې د تاوتریخجنې سخت دریځۍ د راکمولو لپاره پوځ د ټولنیزې پراختیا کمپاین په لاره اچولی
په خپلو سرحدونو کې د خلکو پر وړاندې د پوځي ځواک کارول د نړۍ د هر پوځ لپاره خورا وحشتناکه او کرکه رامنځته کوونکې صحنه کیدی شي. په پاکستان کې د ټولنې ګمراه او فرصت طلبې طبقې وسله پورته کړه او د دولت واک یې وننګاوه. د حاکمیت د بیاغزولو لپاره د خوځنده عملیاتو پرته چې د ملکي وګړو زیانمنیدل او د هغوی جایدادونو ته پکې زیان رسېدل هم شامل وو، بله لاره نه وه. دا زیانونه خورا ناوړه وو، مګر سولې ته د رسیدو لپاره اړین وو.
خو له هغې وروسته چې پوځ د وسلوالو تر واک لاندې سیمې پاکې او بېرته ونیولې، نو دا هغه وخت وو چې د خلکو زړونه او ذهنونه باید ګټل شوي وای. د دولت واک ساتلو لپاره په دغو سیمو کې چې کله ناکله له پامه غورځول کیږي د خلکو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو ته اړتیا لیدل کیږي. د پوځ ګټونکو زړونو او ذهنونو کمپاین د ورته کار د ترسره کولو لپاره میکانیزم دی.
د پوځ ګټونکو زړونو او ذهنونو پروژو کې له عادي کارونو څخه نیولې، لکه (د لاسي اوبو پمپونو نصب او د سپورتي وسایلو ویش) بیا تر غټو پروژو پورې لکه د سړکونو، پلونو، بندونو، روغتونونو، ښونځیو، بازارونو، لوبغالو، لیلیې او د سخت دریځۍ یا افراطیت د له منځه وړلو د مرکزونو جوړولو اړونده چارې شاملې وي. که څه هم د پاکستان فدرالي او ولایتي حکومتونو ګڼ شمېر پروژې تمویل کړي، خو ملګرو هیوادونو هم ورته سرچینې برابرې کړې. د پوځ تر نظارت لاندې د پروژو پلي کول د شته سرچینو د بشپړ استعمال ډاډ ورکړ. پوځ د نظامي عملیاتو پر مهال زیانمن شوو زیربناوو ته ځانګړې پاملرنه وکړه.
د پوځ ګټونکو زړونو او ذهنونو عملیاتو سرچینې
د ترهګرۍ اړونده خطر سره د مبارزې لپاره د پاکستان وسلوالو ځواکونو د ولس د بشپړ ملاتړ پر مټ په ټول هیواد کې عملیات پیل کړل. د ضرب عضب عملیات، ردالفساد، خیبر 1 او 2 او د استخباراتو پر بنسټ ولاړو عملیاتو کې هغه وسلوال ښکار شول، چې ځانونو ته یې د مذهب، توکم یا دودیزو سیمو په جامه کې رنګ ورکړی وو. د پاکستان په شمالي سیمو یعنې د فدرال حکومت تر واک لاندې قبایلي سیمو (فاټا) کې د عملیاتو سربیره، په بلوچستان، کراچۍ او د هیواد په نورو سیمو کې د افراطي وسلوالو پرضد عملیات ترسره شوي. دا کار خورا لوی و خو پاکستاني ځواکونو ورته هوډ درلود.
دې ته په پام سره چې د ترهګرۍ او افراطیت په ماتولو کې د سخت او نرم ځواک کارول شامل دي، نو پاکستان لنډمهاله او اوږدمهاله اقدامات ترسره کړل. حتی د پوځي عملیاتو پر مهال، د عملیاتو له سیمې څخه د بې ګناه خلکو ایستل، د لنډمهاله کمپونو جوړول او د خلکو بیرته راستنول خورا ګران کار و چې د پاکستان د پوځ لخوا په بې سارې ډول ترسره شو. تر نن ورځې د بې ځایه شوو خلکو لویه برخه بیرته خپلو سیمو ته ستانه شوي. دوی بېرته د کور پر لور له جنګ ځپلو زیربناو او ښارګوټو سره نه، بلکې دوی له نوو سړکونو، پلونو، روغتونونو، ښوونځيو او پوځي کالجونو سره مخ کیږي.
د پاکستان پوځ نه یوازې دا چې د ګټونکو زړونو او ذهنونو عملیات د پوځي ستراتیژۍ د یوې وسیلې په توګه کاروي، بلکې د پاکستان د خلکو لپاره ترې د ژورې ریښې لرونکې مینې د څرګندولو د یوې وسیلې په توګه ګټه اخلي. د پاکستان وسلوال ځواکونه د ولس پر باور، مینې او ملاتړ ویاړي، او په ټولو شرایطو کې د هغوی د خوندیتوب د ډاډمنولو لپاره ژمن دي.
د یاغیانو له ماتولو وروسته، پوځ له ځایي خلکو سره د خپلو کورونو په بېرته جوړولو کې مرسته وکړه او په اغیزمنو سیمو کې د چټک اغیز لرونکو پروژو مالي ملاتړ یې وکړ. دا پروژې د بهرنیو مرستندویانو، لکه د متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیا ادارې او د پاکستان لپاره د متحده عرب اماراتو د مرستې پروګرام له خوا پلې شوې. د 1.1 ملیارد ډالرو په ارزښت څو اړخیزو پروژو پر مخابراتو، پوهنې، روغتیا، برېښنا او د کرنې پر سکتور باندې تمرکز درلود.
په 2015 کې د پاکستان حکومت په قبایلي سیمو کې د بیارغونې ستراتیژي اعلان کړه ترڅو ویجاړ شوي ځایونه ورغوي، ښوونیز او روغتیایي مرکزونه بیا ورغوي، او بندیان بیرته له ټولنې سره یوځای کړي. د ستراتیژۍ پنځه اصلي موخې درلودې، لکه د زیربناوو بیا رغونه، د قانون او نظم پیاوړي کول، حکومتي خدماتو ته پراختیا ورکول، د اقتصاد بیرته پرانستل، او د ټولنیز پیوستون او سولې راوستل. نوموړې پروژې به دوه کاله وخت ونیسي. د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره ملکي چارواکو، د فاټا ادارې، فدرالي حکومت او وسلوالو ځواکونو خپلې همغږۍ ته پراختیا ورکړه.
دغه پلانونه پوځي انجینرانو او نورو مسلکي کسانو ته وسپارل شول او پکې 213 د ټولنیزې هوساینې او پرمختیايي پروژې شاملې وې. د بېلګې په توګه، د پاکستان لپاره د متحده عرب اماراتو د مرستې پروګرام د واڼې پوځي کالج، د شیخ خلیفه بن زاید روغتون، د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د یونس خان سپورټس کمپلیکس، او په خیبر ایجنسۍ کښي د شاهد آفریدی سپورټس کمپلیکس باړا مالي ملاتړ وکړ. په نورو 257 لویو او کوچنیو پروژو کې د میرانشاه او میرعلي ښارګوټو بیارغونه او په رزمک، دوسالي، دامدیل، غریم، جلار او بیچي کې د مارکیټونو جوړول شامل دي.
مخابرات
په قبایلي سیمو کې له سړکونو او پلونو څخه تل په ناوړه، ناپرمختللې او په ناسمه توګه ساتنه کیږي. پاکستان د متحده ایالاتو، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په مرسته د زیربناوو لویې پروژې په کار اچولي دي. نوموړو پروژو څخه موخه لاسرسي، ترانسپورت او سوداګرۍ کې پرمختګ راوستل دي. د ټولنو او خلکو د نښلون لپاره د ویجاړو شوو سړکونو او پلونو بیارغونه اړینه وه. دا ښکاره او څرګنده خبر ده، چې پراخې او پیاوړې اړیکې به د قبایلو تر منځ د اړیکو په رامنځته کولو سره داخلي رقابتونه کم کړي. همدارنګه د قانون پلي کوونکو ادارو ته د لاسرسي او لوژستیکي ملاتړ له لارې به د قانون او نظم په پلي کولو کې ښه والی راولي.
تر دې دمه د پاکستان د مخکښو چارو سازمان (FWO) لخوا په بشپړو شوو پروژو کې د 1205 کیلومتر په اوږدو 18 لوی سړکونه، دوه لوی پلونه او یو تونل شامل دي. د پیښور- تورخم نوی جوړ شوی سړک قبایلي سیمو ته د لاسرسي لپاره ډیر مهم دی چې په وچه کې ایسار افغانستان او د مرکزي آسیا هیوادونه له قبایلي سیمو سره نښلوي. د پاکستان د مخکښو چارو سازمان (FWO) همدارنګه په افغانستان کې د تورخم – جلال آباد سړک جوړ کړی ترڅو د ګاونډیو تر منځ دوه اړخیز تګ راتګ اسانه کړي.
افغانستان او پاکستان د دېره اسماعیل خان – واڼه – انګور اډې سړک له لارې یوه نوې ځمکنۍ اړیکه پیدا کړې، چې یوه پیړۍ وړاندې تړل شوې وه. د بنو – میرانشاه – غلام خان 80 کیلومتره سړک د مرکزي سوداګریز دهلیز شمالي برخه ده چې د شمالي وزیرستان او توچي کوتل له مهمو ښارونو څخه تیریږي. د واڼې – شاکي – مکین 75 کیلومتره سړک چې د مخکښو چارو سازمان (FWO) لخوا بشپړ شوی، د سهیلي وزیرستان پلازمینه واڼه، له شمالي وزیرستان سره نښلوي چې له هغه ځایه د 73 کیلو متره مکین – رزمک – میرانشاه سړک د افغانستان پولې ته غځیدلی.
روغتیا
طالبانو په قبایلي ادارو کې د خپل شتون د رامنځته کولو لپاره دولتي تاسیسات په نښه کړل. دا چې ترهګرو ګڼ شمیر کلینیکونه او درملتونونه ویجاړ کړل، د روغتیا سکتور له ستونزو سره مخ شو. روغتیایي کارکوونکو د مرګ تر ګواښ لاندې خپلې دندې پریښودلې.
د روغتیایي خدمتونو نه شتون د قبایلي سیمو د خلکو تر منځ د محرومیت احساس رامنځته کړ او د پرمختګ لپاره خنډ وګرځید. پوځ له فدرالي او سیمهییزو حکومتونو سره د روغتیا اړوند پراختیایی او بیارغونې پروژې پیل کړې.
له 2009 راهیسې په قبایلي سیمو او ملاکنډ ډیویژن کې 1013 روغتیايي مرکزونه، کلینیکونه او درملتونونه جوړ شوې دي. نږدې 5400 دندې رامنځته شوې، چې 6.4 ملیونه خلک ترې ګټه پورته کوي. د بسترو د شتون ظرفیت 680 بسترو ته لوړ شوی. نوي تاسیس شوي او ګرځنده روغتونونه لکه د شیخ خلیفه بن زاید او د شیخه فاطمه لومړۍ کټګورۍ اجنسي روغتون د قبایلي سیمو، سوات او مالاکنډ ډویژن خلکو ته مرستې برابروي. ګرځنده کلینیکونه د زېړي معاینې، د وینې او ادرار معاینې، د ښځینه ناروغیو معاینې، او د زېږونونو تر منځ د واټن په اړه مشورې وړاندې کوي. سربیره پردې پوځ د ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو ځانګړې ډلې لري. حکومت د کلیوالي روغتیایي پاملرنو لپاره 1050 ډاکټران، 200 ښځینه طبي افسرانې او 150 نرسان ګمارلي دي.
دې هیواد د روغتیایي کارکوونکو لپاره روزنیز انستیتیوتونه جوړ کړل. د مثال په توګه په سوات کې نیمه روغتیایي انستیتیوت چې د نارینه او ښځینه روغتیایي کارکوونکو د روزنې لپاره په مالاکنډ ډیویژن کې یو له غوره انستیتیوتونو څخه ګڼل کیږي. نوموړی انستیتیوت د 450 زده کونکو لپاره کلنی ظرفیت لري او په مستقیم او غیر مستقیم ډول شاوخوا یو ملیون خلکو ته ګټه رسوي. په 2014 کې په پاکستان کې د ګوزڼ پیښو ناڅاپي زیاتوالی د دې لامل شو چې پوځ د ګوزڼ ضد ملي کمپاین تنظیم کړي. د نوموړې ناروغۍ پیښې په 2014 کې له 306 څخه په 2017 کې اتو ته راټیټې شوې.
ښوونه او روزنه
پاکستان له 2002 راهیسې په قبایلي سیمو کې خپل سرتیري ځای پرځای کړي نو له دې امله ترهګرو نشو کولی په قبایلي سیمه کې پټنځایونه جوړ کړي. د سخت دریځۍ پر وړاندې د عمومي مبارزې ترټولو مهم اړخ پوهنه ده. په سیمه کې ترهګر د کرکجنو مذهبي اساساتو له مخې د پوهنې، په ځانګړي ډول د میرمنو د تعلیم ښکاره منتقدین وو. له 458 ویجاړو شوو تعلیمي ادارو څخه (لومړني ښوونځي، ثانوي ښوونځي او کالجونه) 317 یې د هلکانو او 141 یې د انجونو وې.
د ښوونځیو جوړول د حکومت او اردو لپاره یوه بله ننګونه وه. لومړنۍ ارزونه ترسره شوه ترڅو د کرکجنو او متعصبو کسانو لخوا رامنځته شوي زیانونه په ګوته کړي. په هغو سیمو کې چې ښوونځي ویجاړ شوي، پاکستان خلکو ته خیمې او کرایې ځایونه چمتو کړل ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د زده کړې بهیر د بیارغونې مرحلې پر مهال هم دوام ولري.
د عامه پوهاوي کمپاینونه جوړ شوي وو ترڅو خلک نوم لیکنې ته وهڅوي او په ځانګړې توګه د انجونو زده کوونکو تر منځ د ښوونځي د پریښودلو کچه راکمه کړي. د زده کونکو د شمولیت کچه کې % 300 ډیروالی راغلی، او 16140 کارکوونکي په ورته ځایونو، لکه د واڼه پوځي کالج، لدها د انجونو تحصیلي کالج، او په خار کې د ټیکنالوژۍ دولتي کالج کې ګمارل شوي.
ځوانان
پاکستان له خوځنده او تکړه ځوانانو څخه برخمن دی چې
متشبثینو او پنځوونکو په توګه د دوی چمتو کول لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري. دوی ته د دندې او کاري مهارتونو ترلاسه کولو لپاره روزنې اړینې دي. د ګټونکو زړونو او ذهنونو د پروګرام له لارې پوځ، د سوداګرۍ او په کار د بوختیا ترویجولو لپاره ځوانه طبقه هڅوي. دوی ته د کارمخینې یا سي وي د جوړلو او د دندې د مرکې اړونده مهارتونو ترلاسه کولو لپاره روزنې وړاندې شوې.
په 2014 کې د پوځ لوی درستیز د قبایلي سیمو د ځوانانو لپاره د یو پروګرام د پیل اعلان وکړ. د ژوند کاري تګلارې په ګډون، د کار زدکړې شپږ میاشتني پروګرامونه هم رامنځته شول. د قبایلي سیمو ځوانانو لپاره د بورسونو په یو پروګرام کې د 27.4 ملیون روپیو په لګښت 456 زده کونکي شامل شول، او په پوځ کې د ځوانانو د شمولیت پروګرام 2637 زده کونکي جذب کړل.
ډیری زده کونکي بېلابېلو پوځي کالجونو کې داخل شول. سربیره پردې د قبایلي سیمو 50 زده کونکي بهر ته د زده کړې لپاره استول شوي او د قبایلي سیمو 1188 ځوانان په پوځ کې جذب شوي دي. د قبایلي سیمو 50 ځوانان د ساختماني ټیکنالوژۍ د روزنې په انسټیټیوټ کې شامل شوي ترڅو د لوړ معاش لرونکو دندو ترلاسه کولو لپاره مهارتونه زده کړي.
اوبه، برېښنا او اوبه لګونه
په قبایلي سیمو او مالاکنډ ډیویژن کې% 40 اټکل شوې ځمکه خړوبولو ته اړتیا لري ځکه چې سیمه یې وچه او نیمه وچه ده. په سوات کې خلکو د څښاک اوبو لپاره پر لرې پرتو څاه ګانو باندې تکیه کوله. تر دې ناوړه لا دا چې په 2010 کې سیلابونو اوبه ککړې کړې او ناروغي یې خپره کړه. د دې مسلې لپاره متحده اماراتو سیمې ته د څښاک پاکو اوبو چمتو کولو لپاره د اوبو رسولو 76 پروژې تمویل کړي. د ملاکنډ ډیویژن او قبایلي سیمو خلک اوس داسې سیسټمونه لري چې بریښنایی پمپونه پکې کارول کیږي او د جنراتورونو پر مټ ورته برېښنا ورکول کیږي ترڅو هرې کورنۍ ته پاکې اوبه ورسوي. دغه سیسټمونه نه یوازې دا چې اوبه رسوي بلکه پدې سیمو کې د اوبو څخه رامنځته کېدونکې ناروغي هم کموي. له یو ملیون څخه زیاتو خلکو په 80 ښارګوټو او کلیو کې ګټه ورڅخه پورته کړه. او 1.3 ملیونه نور اوسیدونکي د 736 اوبو لګولو سیسټمونو له بیا جوړولو څخه ګټه ترلاسه کړه.
د دانا اوبو لګولو او اوبو رسولو پروژې له مخې، چې یو له لویو پروژو څخه ګڼل کیږي، کانالونه جوړیږي. د دغو کانالونو پر مټ واڼې ته نږدې د 13000 جریبه کرنیزې ځمکې لپاره د بارانونو او سیلابونو اوبه وررسوي. دا د ځمکې د اوبو په ذخیره کولو او بیاکارولو کې هم مرسته کوي.
تر هغه ځایه چې د بریښنا سکتور پورې اړه لري، نوي او بیارغول شوي د اوبو بریښنا بندونه او د بریښنا سټیشنونه د سیمهییز ژوند معیار لوړوي. د بېلګې په توګه د ګومل زام بند بشپړول د سویلي وزیرستان د سولې او هوساینې لپاره لوی ګام دی. د اوبو د لویې ذخیرې او د 260 کیلومتره مستقیم کانال په درلودلو سره به دا بند په ټانک او د دیره اسمعیل خان په ولسوالیو کې 63086 جریبه ځمکه خړوبه کړي. له بهېدونکو اوبو څخه تولیدي بریښنا د سویلي وزیرستان 2500 کورنیو ته بریښنا ورکولی شي.
د ګومل زام بند د ترهګرۍ مرکز و. چینایي قرارداديانو هغه وخت ودانیز کار پرېښود چې کله وسلوالو په 2004 کې د دوی پر کمپ برید وکړ. د پاکستان مخکښو چارو سازمان (FWO) د دې کار د بیا پیل لپاره ډیرې قربانۍ رکړې. د ټولنیزو اقتصادي فرصتونو سربېره، چې دغه بند یې وړاندې کوي، له چاپیریال او ګرځندوی برخو کې هم مرسته کوي. دا بند په اغیزمنه توګه سیلابونه کنټرول کړي چې مخکې به د ویجاړتیا لامل کیدل.
د بنسټ پالنې له منځه وړل
د بنسټ پالنې له منځه وړل د ګټونکو زړونو او ذهنونو د پروګرام یو له مهمو بنسټونو څخه وو. د پوځ د بنسټ پالنې له منځه وړلو ستراتیژۍ ترشا لومړۍ موخه د ایډیالوژیکي ناوړه ګټې اخیستنې او زور کارونې له امله رامنځته شوی رواني فشار له منځه وړل او ځانته د درناوي د بیا ژوندي کولو لپاره چاپیریال برابرول وو. دې ته “له تیارې نه د نور پر لور سفر” نوم ورکړل شوی و.
په سوات کې د بنسټ پالنې له منځه وړلو پروګرام یو له لومړنيو هڅو څخه وو، چې پوځ په 2009 کې د پاکستاني طالبانو له ماتې وروسته پیل کړ. د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي ګڼ شمېر وسلوال، ځوانان او ماشومان وو چې د ځانمرګو برید کونکو په توګه روزل شوي وو. دا پروګرام څلور برخې لري چې له رواني بیارغونې، دیني مشورې، رسمي زده کړو (تر لسم او تر دولسم ټولګي پورې) او مسلکي روزنو څخه عبارت دي. وروستۍ موخه یې مدني ټولنه کې د پخوانیو ترهګرو او بنسټ پالونکو ورګډول وو.
په پروګرامونو کې د 12 او 18 کلنو ماشومانو لپاره د ســباوون، د 19 او 25 کلونو ترمنځ ځوانانو لپاره راســــتون، او د جنګیالیو کورنیو لپاره مشـــال مرکزونه شامل دي. له 2009 راهیسې سباوون شاوخوا 200 وسلوال او راســــتون 1196 وسلوال بیرته عادي ژوند ته راګرځولي دي. پوځ په سوات کې د ښوونځي څلور لویې ودانۍ د بنسټ پالنې د له منځه وړلو پر مرکزونو اړولې دي. په ټوله کې 4151 کسان له بنسټ پالنې څخه راګرځول شوي دي، او نور 599 کسان به ډیر ژر له ټولنې سره یوځای شي.
د سوات پروګرام د ټول هیواد لپاره یوه بېلګه شوه. نوموړي پروګرام ته د یوې بشپړې کڅوړې په سترگه کتل کیږي چې سخت دریځي کسان پر ګټورو پاکستاني وګړو باندې راآړوي.
بې ځایه شوي خلک
د ضرب عضب عملیاتو پر مهال 337336 کورنۍ د جنګ له سیمو څخه بې ځایه شوې، چې ډیر شمېر یې په شمالي وزیرستان کې وې. په 2014 کې پوځ د بنو سره نږدې په بکاخیل سیمه کې د کډوالو لپاره یو کمپ جوړ کړ چې دوه روغتیایی کلینیکونه، یو ښوونځی، څلور جوماتونه، د جرګې تالار، دوه مارکیټونه او د کرکټ لوبغالي درلودل.
پوځ له بېځایه شویو خلکو سره ژمنه وکړه چې د 2016 تر پایه دوی کولای شي بیرته کور ته ستانه شي. د لومړنیو اسانتیاو برابرول د دوی د بیرته ستنیدلو لپاره یو شرط ګڼل کیده. د 5.35 ملیارده روپیو په ارزښت د بیارغونې 500 پروژو کې د ښوونځیو، جوماتونو او مارکیټونو جوړول شامل وو. ښاریانو ته د وراووښتو تاوانونو یو پروګرام د خلکو ادعاوو ته د رسېدلو چارې پیل کړې. د دې ټولو هڅو له کبله، د شمالي وزیرستان بېځایه شوي 95٪ وګړي بیرته خپلو کورونو ته ستانه شول.
ټولنیز سکتور
د قبایلي سیمو خلکو د باور د بیرته ترلاسه کولو لپاره پوځ د ګټونکو زړونو او ذهنونو د کمپاین د یوې برخې په توګه له ټولنې سره پر بیاځلې یوځای کېدو ټینګار وکړ. سرتیرو په ښوونځیو او انسټیټیوتونو کې د ساتیرۍ لپاره پروګرامونه جوړ کړل او حکومت د سپورټ لپاره یو ځانګړی ریاست جوړ کړ. د یونس خان په نوم د کرکټ یو لوبغالی په میرانشاه کې پرانستل شو. تر دې دمه، د سیمې ځوانانو د ګټې اخیستنې لپاره 17 نوي لوبغالي جوړ شوي دي.
سربیره پردې پوځ د پاکستان د پوځي ټیم او د بریتانیا د ملکي وګړو د ټیم ترمنځ د “سولې کپ” په نامه یوه لوبه تنظیم کړه. په دغه لوبه کې د پاکستان د پوځ د 11مې قول اردو قوماندان ډګر جنرال نظیر بټ په ګډون ګڼو مشرانو برخه اخیستې وه.
د 2017 په اګست کې د قبایلي سیمو سکرتریت د خپلواکۍ ورځ د نمانځلو لپاره د “سولې لوبې” لړۍ پیل کړه. په لوبو کې کریکټ، فوټبال، والیبال او پالوانۍ ګډون درلود. دې کار له ځانه سره یو پیغام لېږداوو او هغه دا چې قبایلي سیمې نور د ترهګرو لپاره چې په پاکستان کې د بغاوت د خپرولو په لټه کې وو، خوندي پټنځای نه دی.
د پاکستان بایسکل چلولو فدراسیون او د مهمند ایجنسۍ سیمهییزې ادارې د پوځ په ملاتړ په جنګ ځپلو سیمو کې د سولې او روغتیا د ترویج لپاره د مهمندو برج/څلي په نامه د بایسکل چلولو سیالۍ تنظیم کړه. په دغه 66 کیلو میترۍ سیالۍ کې له 70 څخه زیاتو بایسکل چلونکو برخه واخیسته. دا سیالي د غورسل له تیرې څخه چې د افغانستان پولې ته نږدې ده تر غالانی پورې پر بایسکل چلولو سره ترسره شوه.
د اقتصاد د بیا راژوندي کولو لپاره، د پوځ د انجینرانو 45مې فرقې د میرانشاه د مارکیټ کمپلیکس جوړ کړ. مارکيټ 42 برخې او 1300 هټۍ لري. نوموړی مارکیټ د سړک یوه شبکه، د لاریو او موټرو لپاره جلا تمځای، د بریښنا رسولو یو سیسټم، څلور تشنابونه، د اوبو رسولو سیسټم او د ماشومانو د ساتیرۍ لپاره یو په زړه پورې زرغون پارک لري.
زه ویاړم چې په یوه نارامه سیمه کې د پوځ د بیارغونې دغو بریالیتوبونو یادونه کووم. پوځ د ګټونکو زړونو او ذهنونو د پراګرام پر مټ په قبایلي سیمو کې د سولې راوستو سره مرسته وکړه. د نورو هڅو تر څنګ، د ګټونکو زړونو او ذهنونو د کمپاین بریا دا ثابتوي چې پاکستان د ستونزو پر وړاندې مقاووم دی. F
Comments are closed.