برخی په دواړو لارو کې ستونزه By Unipath On Oct 21, 2020 Share Facebook Twitter عراق نظامي ځواکونو له بلدوزرونو کار اخلي تر څو د موصل په کوڅو کې ترهګر وځپي یونیپث کارکونکی داعش څخه د عراقي ښارونو د آزادولو لپاره د جګړو په بهیر کې، یو ځانګړی اتل له سیوري څخه کار کول غوره وګاڼه، او د یو نامعلوم سرتیري رول ترسره کول یې پیل کړ. بیا هم دغه اتل د مخکې تګ قول اردو او قطعاتو مشري کوله، د دښمن موټربمونه یې دفع کړل او د هغو پر خنډونو باندې ورپورېوتل. د هغه موجودیت د دښمنانو په زړونو کې وحشت راپارولو، او هغوی دفاعي موضع ګانو په ماتولو سره یې د هغوی مورال لړزوو. دا اتل د عراق د ترهګرۍ ضد خدمتونو لوی وارنټ افسر محمد علي عبدالله دی، او د هغه د خوښې وسله د 29 ټنه اوسپنیزه ډي7آر-دوه بلډوزرده. په متحده ایالاتو کې د کیټرپلر کمپنۍ لخوا جوړ دا بلډوزر، چې په درنو زغروالو او په مرمیو ضد ښیښو باندې سنبال دی، چې وزن یې د برادلي جنګی موټرو وزن ته رسیږي. د بیلدوزر ځواکمن ماشین وکولای شو د داعش ډیر خنډونه له مینځه ویسي. د بلډوزرونو کارول د عراقي پوځي وړتیاوو څرګندویي کوله، او په سرچینو سنبالو سرتېرو له هر ډول وسیلې کار اخیست تر څو یو ټاکل شوي دښمن ته ماتې ورکړي. وارنټ افسر محمد وویل چې د ټانکونو او پلي سرتېرو له مخې د تېرېدو لپاره د بلدوزرونو کارول په عراقي ځواکونو د متضاد جنګ د اړتیا له مخې تحمیل شوي وو، په ځانګړي توګه د ښاري سړکونو ګډوډيو کې. داعش ترهګرو په عراقي سرتېرو د برید لپاره د ځان وژونکو موټر بمونو کارول مشهوره کړل. د بلدوزر یو له تر ټولو مهمه دنده د دا ډول موټرو مخه بندل وو، مخکې له دې چې عراقي کاروانونو ته نږدې شي. لوړ پوړي وارنټ افسر محمد وویل، “تروریستانو ډیر سړکونه پر بېکاره موټرو سره بند کړي وو او یوازې هغه سړکونه یې خلاص پریښودلي وو، چې دوی موټرو بمونه په کې ځای پرځای کول ترڅو د کاروانونو تګ راتګ مخنیوی وکړي او بیا د ګاونډیو کورونو څخه د ځواکونو د له مینځه وړو لپاره کار واخلي.” دا ناممکن وه چې په لومړي سر کې د بولډوزر پرته کوم نظامي کاروان حرکت وکړي د بلدوزرز رول د موصل د جنګونو پرمهال څرګند و، دا د دښمن د دفاعي خوندیتوبونو د له منځه وړلو، د موټر بمونو د له منځه وړلو او له سړک څخه د خنډونو لرې کولو لپاره زموږ د خوښې وسله وه. ایتلافي ځواکونو په 2016 کې د ترهګرۍ ضد خدمتونو ادهره پر تاکتیکي بلدوزرونو سره سمبال که او ماهرین یې مونږ ته د ماشینونو چلولو او خوندي ساتلو د زده کړې لپاره راولېږل. تر دې مهاله، عراقي ځواکونو د لږ وزن سوداګریز بلډوزرونه چلولي وو چې د دښمن له کمینونو څخه ورته ډېر درانده زیانونه لیدلي وو. لوړپوړی وارنټ افسر محمد وویل، “موږ د ایتلافي ځواکونو متخصصینو لخوا په ښاري جنګي چاپیریال کې د بلډوزر چلولو لپاره روزل شوي وو. په روزنه کې د بلډوزر تخنیکونو او وړتیاو په اړه زده کړې شاملې وې. د څو میاشتو له مخکېموږ په جګړو کې برخه واخیست، موږ په هغه خاورې کې تمرینونه ترسره کړل چې د جګړې د ډګر طبیعت یې درلود. دا بلډوزر په 2016 کې د موصل جګړې په بهیر کې روپېژندل شو.” دا بلډوزر له داعش څخه د ښارونو آزادولو لپاره د پوځي پلان یوه برخه شوه. مخکې لدې چې د دښمن جنګیالي د موصل په خاوره او له موټرو ډکو سړکونو او کوڅو بریدونه پیل کړي وای، د بلدوزر چلونکي باید ژرترژره عکس العمل ښکاره کړی او لارې یې پاکې کړې وای. لوړ پوړی وارنټ افسر محمد هغه وخت راپه یاوي چې د هغه موټر بم مخه یې ونیوله چې هڅه یې کوله د هغه قوماندان زغره وال موټر ته ځان ورسوي. دا ځای په غربی موصل کې و. د 2017 زيږدیز کال د مې میاشتې 27مه وه. د محمد قطعي د موتنه د تروریزم ضد کنډک د مخکې تګ د ساتنې لپاره ګمارل شوی و، چی قومانده یې د ډګرمن طاهر سعدون منشد په لاس کې وه. محمد وویل، “دا بلدوزر د څو سنایپرو او د سړک غاړې ځای پر ځای شوو ماینونو له بریدونو لاندې راغلی، او ما په کاروان کې د خپلو ملګرو سرتېرو د پوښوونکو ډزو باندې تکیه کوله. د داعش مرمۍ په شیشې باندې ولګیدې، چې ويرونکی غږ او د شیشې یوه برخه یی ماته کړه، مګر له داسې غږ اوریدو سره عادت اخیستی وو.” د خپلو ملګرو لپاره د مهمو سړکونو پاکولو کې د بوختیا پر مهال، محمد د خپل یوه لوړ رتبه افسر په مخابره کې زنګ راغی. یو موټر بم له ښي اړخه چې مخرب او ویجاړوونکې خوا وه، د هغوی قطعې په لور راروان وو. محمد باید ژر غبرګون ښودلی وای. هغه موټر بم 100 متره لرې واټن څخه ولید. هغه د بلډوزر کنټرول ته جټكه ورکړه. دا اوسپنیز حیوان 90 درجې کاټ وخوړ او مخکې لور ته یې د موټر بمب د لارې مخې نیولو لور ته خېز وواهه. کله چې هغه د بلډوزر زاویه د موټر بمب او د خپل قومندان هاموی موټر تر مینځ برابره کړه، بم وچاودید. هغه وویل، “ما د چاودنې ګرمي احساس کړه، او ډېر لوړ اواز زما د ناستې ځای ولړزاوه. هیڅ شی د موټر بم او زما تر مینځ نه و. زمونږ منځ کې یوازې یو څو متره واټن، ډبله شیشه او د بلدوزر پولادي پلیټونه وو. چاودنه دومره شدیده وه چې د مخې شیشه په بشپړه توګه ټوټه ټوټه شوه. بیا یې هم د چاودنې ټکان جذب کړ او زه يي له زیان څخه وژغورلم.” له دې چاودنې سربېره، بلدوزر ته کم زیان ورسېد. د ترمیم عملې یوازې دومره اړتیا درلوده چې د بلدوزر ځینې هایدرولیک پایپونه چې بلدوزر ته د بیاتلو توان ورکوي، ټینګ او پیچ کړي. په لنډ وخت کې، لوی وارنټ افسر محمد او د ترهګرۍ ضد سرتیري بیاځلې د بریا پر لور روان وو، او بریا پر لور خوځېدل. Facebook Twitter Share
Comments are closed.