په ابوظبي کې د خلکو ژوند ژغورنه
متحده عرب امارات د شیخ شاخبوت په روغتیایي مرکز کې د متحده ایالتونو له همکارانو سره په ګډه د تراما، سوزېدنې او بیارغونې طبي پروګرام رامنځته کوي
د سرتیرو لپاره په جګړه کې د ښکېلتیا پر مهال د ټپونو پرمختللې درملنې چټک لاسرسي ته اړتیا لري. کله چې یو سمبال شوی روغتون د جګړې له ډګره د یو ساعت په واټن کې پروت وي، له احتمالي وژونکو ټپونو څخه د ژوندي پاتې کیدو چانسونه په بېسارې کچه زیاتیږي. ډاکټران دغه ساعت ته “طلایي ساعت” وایی.
د متحده عرب اماراتو او متحده ایالاتو ترمنځ د روغتیایي همکاریو له کبله، په ابوظبي کې د شیخ شاخبوت روغتیایي مرکز د تراما، سوزیدنې او بیارغونې لپاره داسې طبي آسانتیاوې رامنځته کوي چې نه یوازې د جګړې د ډګر مرګ ژوبلو لپاره، بلکې په ټوله سیمه کې به ملکي وګړو ته خدمتونه وړاندې کړي.
په ابوظبي کې د تراما، سوزیدنې او بیارغونې په طبي ماموریت کې د متحده ایالاتو د پوځ او د متحده عرب اماراتو د پوځي صحیه خدماتو له قول اردو څخه ډاکټران، نرسان او اداري کارکوونکي شامل دي. د متحده ایالاتو او متحده عرب اماراتو ټیم په یو ملکي روغتون کې د پراخو وړتیاوو د رامنځته کولو لپاره ګډ کار کوي چې کولی شي د جګړې په وخت کې د جنګ قربانیانو ته هم خدمتونه وړاندې کړي.
د تراما، سوزیدنې او بیارغونې د طبي پروګرام اجراییوي مشر او د متحده ایالتونو د پوځ 24 کلن ډاکټر، ډګروال بریګیلډا تینیزا وویل، “د ټپونو، سوزیدنې او بیارغونې طبي هڅه به د متحده ایالاتو، متحده اماراتو او ټولو ملګرو هیوادونو لپاره چې د منځني ختيځ په سیمه کې عملیات ترسره کوي د ځواک زیاتوونکی وي. سربیره پردې، د تراما مرکز به د دفاع وزارت د تراما، سوزیدنې او بیارغونې د روغتیایي متخصصینو لپاره په نړیواله کچه د روزنې پروګرام چمتو کړي.”
د متحده عرب اماراتو او متحده ایالتونو تر منځ روغتیایی همکاري – چې مالي ملاتړ یې د متحده عرب اماراتو له لوري کیږي – په 2018 کې د امریکا او متحده عرب اماراتو ترمنځ د دفاعي همکاریو د لار نقشې او ګډو پوځي خبرو اترو د یوې برخې په توګه پیل شوه. د شیخ شاخبوت د درملنې نوی پرانستل شوی مرکز د تراما، سوزیدنې او بیارغونې د ماموریت لپاره منطقي ټاکنه وه. د 741 بسترونو، 440 ډاکټرانو او 1800 نرسانو د شتون د پلانونو تر څنګ دا درملیز مرکز د هیواد تر ټولو لوی روغتون دی. دا مرکز د مایو کلینک، چې په متحده ایالاتو کې یو نامتو روغتیایي مرکز بلل کیږي په همکارۍ فعالیت کوي. د خپلې پوځي برخې سربیره، د تراما، سوزیدنې او بیارغونې طبي ماموریت له فعالیتونو سره یوځای د ابوظبي د روغتیا وزارت، د ابوظبي د روغتیایي خدمتونو شرکت او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي هم یوځای فعالیت کوي.
کله چې د تراما، سوزیدنې او بیارغونې طبي ماموریت په بشپړ ډول فعال شي، په دې ماموریت کې به جراحان، د بېهوښۍ متخصصین، د عملیاتخونې نرسان او تخنیکي کارکوونکي هم په نوبتي ډول ګډون وکړي. د تراما، سوزیدنې او بیارغونې طبي پرسونل به خلکو ته روغتیایي سلا مشورې، روزنې، ښوونې او تخنیکي مرستې وړاندې کړي، ترڅو د شیخ شاخبوت روغتیایي مرکز د درملنې د یو باوري مرکز په توګه وپیژندل شي.
د سختو ټپي شوو سرتیرو د درملنې سربیره، د شیخ شاخبوت روغتیایي مرکز اصلي ماموریت په متحده اماراتو کې ملکي وګړو ته د خدمتونو وړاندې کول دي. په ابوظبي کې د شیخ شاخبوت روغتیایي مرکز د تراما د درملنې لپاره مخکښ مرکز دی، چې په 2020 کې پکې 1800 ناروغان بستري شول.
د متحده ایالاتو د هوایی ځواک د تراما برخې جراح، ډګرمن براین ګایوټ په وینا، “د متحده عرب اماراتو روغتیايي سکتور لا له وړاندې د نړۍ یوې بشپړې سیمې لپاره د سرچینې په توګه د خدمتونو وړاندې کول پیل کړي. د تراما، سوزیدو او بیارغونې د ټیم دنده شته تخصص ته پراختیاورکول دي، ترڅو په ابو ظبي کې د نړۍ په کچه د تراما درملنې لپاره یو څواړخیز داسې سیستم رامنځته کړي، چې له ټپي کیدو څخه تر بیا رغیدو پورې منظم کار وکړي. د تراما لوی سیستم دننه په یو وخت د تراما درملنې مرکزونو له پراختیا سره به له ټپي کېدو وروسته ژوندي پاتې کېدو کچه په پام وړ ډول سره راټیټه شي.”
پخوا به ټپي سرتیري ډیری وختونه د آلمان په څیر ځایونو کې پوځي روغتونونو ته لیږدول کیدل. د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ د لومړیتوبونو له ډلې یو هم په منځني ختیځ کې د ملګرو هیوادونو ترمنځ د ژوبلو کسانو په پاملرنه کې د ښه والي او پرمختګ راوستل وو. په شیخ شاخبوت روغتیایي مرکز کې د تراما، سوزیدو او بیارغونې ماموریت د خپل ډول کې لومړی هغه دی.
د پروژې تنظیموونکو اعلان وکړ، چې “د ښکېل ټولیز مشرتابه او د رامنځته شوې رسمي ملګرتیا ترڅنګ، د سیستم د اوږدمهال بریالیتوب لپاره مهم عناصر په لار اچول شوي دي.” په اصل کې د منځني ختیځ په جنګي حالت کې د تراما، سوځېدو او بیارغونې د درملنې تسلسل باید هیڅکله ونه کارول شي، خو د اړتیا په صورت کې ورته چمتو یو.”
Comments are closed.