برخی ورونه له وسلو سره By Unipath Last updated Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter د اردن ځواکونه په متحده عربي اماراتو کې د ساحلي دفاع په ګډ تمرین کې ګډون کوي د اردن وسلوال ځواکونه، د اخلاقي لارښوونو ریاست انځورونه د اردن د وسله والو ځواکونو لخوا د اردن او اماراتو ګډ تمرین، چې پیاوړی دریځ 1 نومیږي، د ترسره کولو اهمیت په دې کې ده چې د نږدې متحدو هیوادونو ترمنځ د هر ډول بهرني ګواښ سره د مقابلې لپاره ګډ کار شتون لري. دغه د 2019 تمرین د دواړو هیوادونو ترمنځ چې سره ورونه دي د دوستانه اړیکو ژورتیا منعکس کوي. د اردن هاشمیه بادشاهي او متحده عربي امارات، او د دوی تر مینځ د یووالي او پوځي او امنیتي همکارو حد څرګندوي. د دې تمرین اهمیت په دې کې نغښتې دی چې پوځي اړیکې پیاوړي شي او د ګډ عمل مفکوره عملي جامه واغوندي. سربیره پردې د ګډو عملیاتو پلان، اداره او اجراآت او د جنګي اغیزمنتیا او عملیاتي او لوژستیکي وړتیاو لوړول هم پکې شامل دي. ګډ تمرینات دښمن ته د دې پیغام د لیږلو وړتیا هم لري چې ښکېل هیوادونه قوي، خورا جنګي او اغیزمن وسله وال ځواکونه او ځواکمن متحدین لري چې د ټولو خطرونو او حالاتو سره د معاملې توان لري. تمرین په ټولو برخو کې د مسلکي توب، همکارۍ او جديتوب ځانګړتیاوې درلودې. دا په بیلابیلو پړاونو کې بشپړ شو چي د ریکارډ په ساتنې سره خپلې موخې ته ورسېد او د ګډونوالو د مسلکیتوب څرګندوی دی. د پیل څخه د تمرین او د عسکرو راتګ پړاونه په ستراتیژیک ټرانسپورټ کې بریا ترلاسه کړه، چې پدې برخه کې د متحده عربي اماراتو ظرفیتونه او وړتیاوې په ګوته کوي. دغه تمرین په ښاري سیمو کې پر جنګ تمرکز کاوه، چې د یو پیچلي چاپیریال په توګه د راتلونکي خطر کیدای شي. د عملیاتي چاپیریال سره په مطابقت کې چې تمرین پکې ترسره شوی و، ساحلي دفاع یوه ځانګړتیا وه چې د ګډونوالو مسلکي توب او وړتیا یې په ګوته کاوه، چې د ساحلي دفاع خورا مهم درسونه د دفاعي چمتووالی، د خنډونو په کارولو او د انداخت د همغږۍ له لارې پلي کړي. د دې عملیاتو په جریان کې ګډونوالو د چمتووالي، سرعت او اجراتو لوړه کچه څرګنده کړه. د اردن جلالتماب شاه عبدالله دوهم بن الحسین، په وسط کې کیڼ خواته، او د ابوظبي ولیعهد جلالتماب شیخ محمد بن زاید، په وسط کې ښي خواته، د تمرین کتنه کوي. د اردن پاچا جلالتماب عبدالله دوهم بن الحسین او د متحده عربي اماراتو جلالتماب شهزاده شیخ محمد بن زاید د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو همکاریو او د ورورګلوي قوي اړیکې د تصدیق لپاره د روزنې ځای څخه لیدنه وکړه. د پاچا او د هغه د زوی، د اردن ولیعهد، د شیخ محمد له خوا هرکلی وشو، چې د متحده عربي اماراتو د وسله والو ځواکونو د ستر قوماندان مرستیال هم دی. پاچا عبدالله او شیخ محمد د تمرین پیښو په اړه لنډ معلومات واوریدل، کوم کې چې د متوسط او درنو وسلو د کارولو بیلابیل ګډې روزنې شاملې وې. دې فعالیتونو د ګډو پوځي عملیاتو په پلي کولو کې د لوړې کچې تفاهم او مطابقت سربیره د برخه اخیستونکو ځواکونو جنګي مهارتونو، د روزنې کیفیت او وړتیاوو ښودنه وکړه. دواړو مشرانو له هغو آبادو سیمو څخه هم لیدنه وکړه چې په روزنه کې کارول شوې وې. دوی بیا ګډونوالو ته ویناوې وکړې او پاچا عبدالله د دواړو هیوادونو تر منځ د همکارۍ او اړیکو کچه تایید کړه. په خپلو څرګندونو کې پاچا د تمرین په ترسره کولو کې د دوی د غوره والی په خاطر چې په تمرین کې ښودلی و، د دواړو هیوادونو د وسله والو ځواکونو څخه ژوره مننه او قدرداني وکړه. هغه، د دواړو پوځونو د یووالي لپاره د ملاتړ په پار له شیخ محمد څخه مننه او ستاینه وکړه. شاه عبدالله وویل، “زما او زما د ورور محمد بن زاید له لوري د نن ورځې تمرین د لیدو په پار مننه کوو. دا له کلونو راهیسې زمونږ هیله ده چې اماراتي سرتیري او د اردن سرتیري اوږه په اوږه واوسي. “د خدای څخه مننه چې دا په رښتیا وشو او مونږ یې نن ولیدل. او دا نه یوازې زمونږ د دواړو هیوادونو خلکو ته، بلکې سیمې او نړۍ ته هم پیغام دی چې مونز د هغه ننګونو په مقابل کې چې په ګډه ورسره مخ یو، په یوه خندق کې سره ودریږو. ”انشا الله، مونږ به هرکال په متحده عربي اماراتو یا اردن کې سره وګورو. زه د جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان څخه مننه کوم چې د اماراتو اردو د اردن اردو ته نږدې کړې ده.” شيخ محمد پخپل وار سره د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ پر اهميت او د اړيکو پر ژورتيا ټينګار وکړ. شيخ محمد ټينګار وکړ، “زمونږ اړيکې ژورې ريښې لري، زمونږ همکاري قوي او غښتلې ده، او زمونږ ځواکونه چمتو، مؤثره، او د سیمې د ثبات او له بیلابیلو ګواښونو سره د مبارزې لپاره په ګډه د کار کولو توان لري.” قوي دریځ 1 تمرین په عمومي توګه د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاریخي او استراتیژیکو اړیکې پایله ده، او په ځانګړي ډول د اردن وسله والو ځواکونو او د متحده عربي اماراتو وسله والو ځواکونو ترمینځ. د تمرین شعارونه، څنګ تر څنګ کار کول، ګدې هڅې، بشپړ چمتووالی او د لوړې کچې همغږي وه. دا وړتیاوې له کوم ځای څخه ناڅاپي او یا یوه شېبه کې نه دي رامنځته شوي. بلکې دا د دواړو هېوادونو د پیاوړي مشرتابه له برکته، چې اغېزه ښندي او د روزنې په ډګر کې ګټور ثابتیږي، رامنځته شوي. Facebook Twitter Share
Comments are closed.