نیول د یو لوړ پور ترهګر
د عراق د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې د داعش د رهبرانو تعقیب لپاره کلونه تير کړل
کیسه او انځورونو د عراق د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې د ادارې لخوا
د تروریستي ډلو پروړاندې د جګړې موثریت خورا ډیر پر استخباراتي کارونو او د یو سازمان د لوړې کچې مشرتابه پر تعقیب پورې اړه لري. دا په طبیعي ډول پیچلي کار او ډیر وخت ته اړتیا لري ترڅو د لوړې کچې مشران وپیژني، د هغوی ځای او د عملیاتو څرنګوالی مشخص کړي، او دا معلومول چې دوی څنګه د عملیاتو د ترسره کولو لپاره د خپلو ټیټ پورې چارواکو سره اړیکه نیسي. په لومړني مرحله کې د استخباراتو افسران باید د خلکو زړونه وګټي ځکه چې دوی هغه څوک دي چې د ترهګرو د پټنځایونو په هکله کلیدي معلومات لري.
پدې ترڅ کې هغه معلومات چې د عادي خلکو لخوا د عراق د ترهګرۍ ضد خدماتو د لومړي کشفي کنډک پرسونل ته ورکړل شول د احمد محسن نجم حسین الکارتاني، چې د ابو نبا په نامه هم پیژندل کیږي، په نیولو کې یې مرسته وکړه. هغه د کال 2020 په اکتوبر کې په داسې حال کې ونیول شو چې غوښتل یې په بغداد کې د داعش ترهګریز برید له سره تنظیم کړي.
ابو نبا د داعش لپاره د “ولایت عراق” اداري همغږي کوونکی و. د استخباراتي راپورونو پر اساس هغه په کال 2003 کې د “جهادي” ډلو په لیکو کې شامل شو او په کال 2006 کې د عراق د اسلامي دولت (ISI) تر تشکیل وروسته د ابو مصعب الزرقاوي له القاعدې شبکې سره بیعت وکړ. ابو نبا په بغداد کې د آی ایس آی مشر شو، د بغداد په سویلي کرخ ولسوالۍ کې شرعي مشر په توګه، مخکې له دې چې په همدې ولسوالۍ کې اداري موقعیت ته ورسیږي. هغه د مناف الراوي سره نږدې اړیکې درلودې، هغه څوک چې “د بغداد والي” په توګه اعلان شوي و او په کال 2010 کې ونیول شو.
ابو نبا په کال 1970 په بغداد کې په یوه لویه کورنۍ کې زیږیدلی و. هغه د بغداد پوهنتون د ادارې او اقتصاد له پوهنځۍ څخه فارغ شو. هغه په 1990 مو کلونو کې د دیني متنونو یو لېوال لوستونکی شو، کله چې په عراق کې پخواني رژیم د خلیج له لومړۍ جګړې وروسته د ژوند شرایطو د خرابوالی له امله د خلکو د کرکې د کمولو لپاره د عقیدې کمپاین پیل کړ.
په نتیجه کې، هغه د شرعي فقه په اړه خورا ډیر څه زده کړل، یو باوري لوستونکی و چې هر سیکولر او اسلامي افراطي کتاب یې چې لاس ته ورغی په ډیر علاقه مندي سره یې لوستله. هغه نه یوازې دا چې د اسلامي فقهې ژوره پوهه درلوده، بلکه هغه د الهیاتو ټولې لارې هم زده کړې و. په افراطي سازمانونو کې د شاملیدو دمخه، هغه د فوټبال لوبې کوله او په کلبونو کې ښه پیژندل شوی و، د الطلبا او القوا الجوویه لپاره لوبې کوله.
په کال 2007 په بغداد کې د فرقه یي تاوتریخوالي پرمهال هغه د ایتلافي ځواکونو لخوا ونیول شو او په کمپ بوکا کې چې د بصرې په سویل کې د ایتلافي ځواکونو زندان و بندي شو. هغه د دوه کالو لپاره په بند کې پاتې شو او په کال 2009 کې د نورو بندیانو سره په داسې وخت کې خوشې شو کله چې په عراق کې امنیتی وضعیت ارامه و او عراقي حکومت د ملي پخلاینې پروګرام پیل کړي و. د دې پروګرام پر اساس بندیانو په لیکلي ډول ژمنه وکړه چې په ټولنه کې به ادغام شي او تروریستي فعالیتونو ته به نه راستنیږي. په هرصورت، ابو نبا د خپلې ژمنې سره سم عمل ونه کړ او د خوشې کیدو یوازې څو اونۍ وروسته بیرته ترهګرۍ ته راستون شو، دا ځل د بغداد په ولایت کې د وسلو او چاودیدونکو توکو په جوړولو او پراختیا کې لوړ مقام درلود. هغه د وژل شوي موتز نعمان عبد النایف الجبوري د اصلي مرستیال په توګه کار کاوه، چې د حاجي تیسر په نامه هم پیژندل کیده، او د داعش د پرمختګ او چمتووالي امیر و. ابو نبا ته دنده ورکړل شوي وه ترڅو انجینران او تخنیکران په مادي او اخلاقي هڅونې او وړاندیز سره استخدام کړي او که دوی دهغه وړاندیز ردوي نو د ګواښ او ارعاب څخه کار واخلي.
د حاجی تیسر او ابو نبا پلان پدې باندې تمرکز درلود چې لوی انفجاري چاودیدونکي توکې رامینځته کړي چې د ویجاړتیا ظرفیت یې د توغندیو بریدونو څخه ډیر وي ترڅو انساني او مادي زیانونه ډیر کړي او په بغداد کې نسبي امنیت او ثبات تر پوښتنې لاندې راولي. درنې لاریو چې له یو ټن څخه د زیاتو چاودیدونکو توکو څخه ډک وو په پلازمینه کې حساسې سیمې په نښه کوله. لومړی د “خونړۍ چهارشنبه” برید و چې په کال 2010 کې د بغداد په الصالحه سیمه کې د بهرنیو چارو وزارت په نښه کړ. دا پسې ورته چاودنې هره اوونۍ په بغداد کې د ولایتي حکومت پر ودانیو، عدلیې وزارت او مالیې وزارت باندې کیدله. په چاودنو کې بې ګناه خلک وژل کیدله چې د وزارت مراجعین او کارکوونکي وو.
په 2010 کې پر داعش د یوې ویجاړونکې ضربې وروسته، کله چې مناف الراوي ونیول شو، او دواړه ابو عمر البغدادي چې د ترهګرې ډلې امیر او دهغه پوځي قومندان ابو ایوب المصري په یو امنیتي عملیاتو کې د انبار ولایت په ثارثار سیمه کې ووژل شول. دغه ډله ویجاړه شوه او ډیری مشران یې ونیول شول. نور کسان د ابو نبا په ګډون له عراق څخه وتښتیدل یا په صحرا کې پټ شول. له هغې وروسته، په عراق کې د 2011 او 2012 کلونو ترمینځ د پام وړ ثبات راغی.
خو، هغومره ژر چې دغه ترهګریز سازمان ورک شو، د کال 2012 په پای کې بیرته څرګند شو او په حدیثه ولسوالۍ کې یې یو برید ترسره کړ. برید اغيزناک نه و مګر د استخدام او تبلیغاتي وسیلې په توګه وکارول شو ترڅو خپلو غړو ته ډاډ ورکړي چې سازمان لاهم په سیمه کې فعال دی.
په 2013 کې، په سوریه کې د تاوتریخوالي په شدت کې د مشکوکو عناصرو او افراطي عالمانو لخوا د مالي مرستې او تحرک سره د سوریې ډګر د افراطي سازمانونو لپاره پناه ځای وګرځید، او صحرايي تښتیدونکي د افراطي ډلو تر کنټرول لاندې سیمو ته ورسیدل. ترهګر ابراهیم عواد، چې په عام ډول د عراق د اسلامي دولت د ډلې مشر په توګه پیژندل کیږي، ابوبکر البغدادي، سوریه یې د خپل تش په نوم دولت د یوې برخې په توګه اعلان کړه. دهغه نوی نوم د عراق او الشام اسلامي دولت (داعش) شو. وینې تویونه د سر غوڅونې، بمي چاودنې او د بې غږ تومانچو سره وژنې په ډول په څو ښارونو کې عام شول، او ابو نبا په څیر فراریان د داعش مشران شول.
په کال 2013 په فلوجه کې د داعش مشرانو د غونډې وروسته چې خپل د اشغال عملیات وروستنی او د داعش راتلونکي پالیسۍ تشکیل کړي، ابو نبا د بغداد ولایت قاضي وټاکل شو او د بغداد والي ابو جعفر ملګری شو.
وروسته له دې چې یو شمیر ولایتونه د داعش لخوا ونیول شول، هغه ته چې د اربیل په غیر اشغال شوي ولایت کې پټ و دنده ورکړل شو چې د داعش اداري چارې سمبال کړي. په اربیل کې د خپل استوګنې پرمهال هغه د “عراق والي” حاجی تیسر لخوا تایید شوي لیکونه ترلاسه کړل چې پکې پوښتنې، د فتوا غوښتنې، او د سازمان د پالیسۍ په اړه مشورتي مسلې وې.
ابو نبا مسئولیت درلود چې د ترهګرو مشرانو کورني د سوریې او ترکیې څخه د داعش تر ولکې لانې نینوا ولایت ته ولیږدوي. پدې کې د ډاکټر اسماعیل الایثاوي (ابو زید العراقي) کورنۍ شامله وه، چې د دې سازمان د استازې کمیټې غړی و.
په 2016 کې، ابو نبا د استازې کمیټې لخوا په ځانګړې توګه د ابو زید العراقي لخوا وروغوښتل شو (چې وروسته د ملي استخباراتو د ادارې لخوا ونیول شو) او دنده ورته وسپارل شوه چې د داعش د مالي ځان بساینې لپاره د دې سازمان تر کنټرول لاندې سیمو کې د پانګونې فرصتونه رامینځته کړي. ابو نبا له ایربیل څخه ترکیې ته لاړ، چیرې چې هغه د طالب الزوبي سره ولیدل، څوک چې د قاچاقبرانو شبکې یوه برخه وه چې خلک او لیکونه یې داعش ته لیږلی. له ترکیې څخه ابو نبا د سوریې رقه ولایت ته ولیږدول شو، چیرې چې هغه سوداګریزې حوزې لکه د املاکو پانګوونې، کارپوریټ شرکتونه او نور سوداګریزې کاروبار رامینځته کړل چې د سازمان د ښکیلتیا لپاره د ځایی خلکو لخوا اداره کیدله مګر عاید یې داعش ته رسیدله.
د 2020 په پیل کې، ابو نبا د رقعې څخه ترکیه ته د ابوبکر او ابو محمد لخوا را غوښتل شو، څوک چې د استازې کمیټې سره اړیکې وموندل او په مستقیم ډول د یادې خلیفې سره تړاو درلود. هغه د “ولایت عراق” د کار د اداره کولو او همغږي کولو لپاره وټاکل شو، او ورته امر شو چې بیرته بغداد ته راستون شي، چیرې چې هغه په پلازمینې کې د داعش د بیارغونې لپاره چې د عراق د امنیتی ځواکونو لخوا ځپل شوي و امنیتي، پوځي او رسنیز فرقې جوړې کړي. هیڅکله د ابو نبا لپاره د تصور وړ نه و چې د تروریزم ضد خدماتو CTS استخبارات د هغه حرکتونه څاري او هغه به د عدالت په جال کې ونیول شي.
وروسته له هغه چې ابو نبا عراق ته ننوتل د تروریزم ضد خدماتو د استخباراتو ریاست د برید یو ټیم یې ټیم جوړ کړ ترڅو په عراق کې د هغه د حرکتونو او اړیکو څارنه وکړي او د هغه د نیولو قضایي اجازه ترلاسه کړي.
د کشف قطعې د استخباراتي څانګې لخوا د میاشتو نظارت او څار وروسته، د کال 2020 په اکتوبر میاشت کې د ابو نبا تروریستي کړۍ د نیولو لپاره سټینګ عملیات پیل شوي. په پام کې وه چې ابو نبا په بغداد کې د تش په نوم ولایت بغداد د والي او قوماندان سره لیدنه ترسره کړي. د تروریزم ضد خدماتو CTS په بریالیتوب سره دې ترهګرې ډلې ته نفوذ وکړ، له هغه ځایه چې په ترکیه کې ناسته ترسره کړه، تر هغه چې ابو نبا په عراق کې اربیل ولایت ته راورسید تر تعقیب لاندې و.
د لومړي کشف قطعې د کنټرول او څار ټیمونو ته خبرداری ورکړل شو، او د دوو ورځو لپاره ټیمونه د ابو نبا څار کوله، له ایربل څخه د هغه له روانیدو تر هغه چې بغداد ته داخلیږي. پدغه وخت کې، ابو نبا د بغداد په بیلابیلو سیمو کې ځای په ځای شو. په دریمه ورځ، ابو نبا خپل ماموریت بشپړ کړ او پلان یې وکړ چې بیرته اربیل ته لاړ شي. د کشف ټیم غړو چې یو یې د ټیکسي موټر چلوونکی و، ابو نبا د بغداد هوای ډګر سړک ته د تګ په مهال وغولو. د تروریزم ضد خدماتو CTS افسران خپل جال وتړل.
نو پدې سره د زیاتو کلونو تعقیب وروسته د عراق ترټولو خطرناک ترهګر د بیګناه خلکو په وړاندې د خپل د جرمونو له امله عدالت ته راوستل شو.
Comments are closed.