برخی ملګري د چمتووالي پر مهال By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter د متحده عربي اماراتو وسله وال ځواکونه، د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو سره د هېوادنۍ شخړې پوځي تمرین کې ملګرتیا کوي یونیپث کارکونکی د چاودنو غږ د سهار آرامتیا هغه مهال له منځه یوړه چې کله د اپاچي چورلکو د ښار په څنډو کې د دښمن پوستې بمبار کړې. د دښمن د الوتکو ضد وسلو د دفاع هڅه وکړه، خو د شیخ خلیفه بن زاید میکانیزه شوې لوا د 83ام کنډک زغرهوالو موټرو د ډزو له امله په چټکۍ سره له منځه یوړل شوې. دغې لوا چې د متحده عربي اماراتو تر ټولو غوره یوه ده، د تیلو تولیدوونکي ښار، الحمرا نیولو لپاره د دښمن دفاع ماته کړه. برید – د هېوادنۍ شخړې پوځي تمرین او الحمرا چې د سرتیرو د روزنې لپاره یوه مصنوعي ښارګوټی ده – یوه ژوندۍ صحنه رامنځته کړه چې د متحده عربي اماراتو د وسلوالو ځواکونو او د متحده ایالاتو سمندري قول اردو ترمنځ یوه میاشت اوږد پوځي تمرینات تر پوښښ لاندې ونیول. په دې پوځي تمرین کې د 2020 مارچ له 8 څخه تر اپریل 5مې پورې د روزنې ګڼ شمېر پروګرامونه جوړ شول، چې د اماراتي او متحده ایالاتو د ځواکونو ترمنځ د همکارۍ د ښه والي لپاره جوړ شوي وو. په دې تمرینونو کې د اور وژنې تمرین، د کیمیاوي وسلو برید پر وړاندې همغږی غبرګون، د مرګ ژوبلو کسانو ایستنه او د چاودیدونکو توکو لرې کول شامل وو. د کووید- 19 ویروس له ګواښ سربېره، ملګرو پوځونو خپلو تمرینونو ته دوام ورکړ او خپل روزنیز ماموریت یې بشپړ کړ. د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه د هېوادنۍ شخړې په عملیاتو کې د ښاري برید روزنې ترسره کړې. د بلوک بریدمل الیسن بک/د متحده ایالاتو سمندري قولي اردو د متحده عرب اماراتو د تمرین مشر برید جنرال طارق الزبي وویل، “موږ په متحده عربي اماراتو کې په سیمه کې د هراړخیز ثبات لپاره په نړیوال مشارکت باور لرو”. “د سیمې امنیت او ثبات د دولت لارښوونکی اصل دی، او موږ به دې اصل ته د رسیدو لپاره هڅه کوو. په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د کوروناویرس له خپریدو سره مخ ده، زموږ دا تمرین په یو څه ستونزمنو شرایطو کې تیر شو. خو له ناروغۍ سربېره، موږ تمرین په خورا ښه ډول بشپړ کړ ځکه چې موږ باور درلود چې دا تمرین نه یوازې د سیمې لپاره بلکې د نړیوال امنیت لپاره هم مهم دی. “ د تمرین ځانګړتیا د الحمرا د آزادولو لپاره یو څو ملیتي ماموریت ترسره کول وو. د پوځي تمرین د سناریو د موخو لپاره، دا ښار د متحده عربي اماراتو په لویدیځ کې د 50،000 کسانو ښار په توګه چې له پلازمېنې ابوظبي څخه 200 کیلومتره لرې پروت دی، طبقه بندی شو. د الحمرا پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار شوی و: دا ښار د سمندر پر غاړه پروت دی او د تیلو لویه تصفیه خانه، روغتون، یو هوایی ډګر او دولتي ودانۍ یې درلودل. د ښار اهمیت په پیژندلو سره دښمن هڅه وکړه چې دا سیمه په میخانیکي کنډک سره اشغال کړي. د متحده عرب اماراتو او متحده ایالاتو ځواکونو د یرغلګرو د په شاتګ لپاره یو ځوابي برید ترسره کړ. د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو د حمیرا ختیځ ته 10 کیلومتره لرې یو ځمکنۍ – سمندرۍ ناسته وکړه او ځمکې ته د راکښته کیدونکو الوتکو څخه تر ساحل پورې یې یو کیلو متر اوږد پل جوړ کړ. د اوبو پر سر پل په سمندر کې سره یوځای کړای شو، او په پیاوړو کښوونکو بېړیو سره د الوتکو د کښته کېدو ډګر لور ته راکش شو. په څو ساعتونو کې لومړۍ سمندري لوا او د هغې ټول تجهیزات ځای پر ځای شول او په حمرا کې د برید لپاره چمتو شوه. د 24 ساعتونو په ترڅ کې، د متحده عرب اماراتو د وسلوالو ځواکونو قوماندانۍ ګډ کاري ځواک جوړ کړ چې د شیخ خلیفه بن زاید زغرهوالې لوا د 83مې میخانیکي پلي کنډک، د ولسمشرۍ ګارد الفورسان لوا څخه د یوې کومانډو کنډک او د متحده عربي اماراتو د ګډې هوایي قوماندې څو د لېږد رالېږد او جنګي الوتکو پکې شتون درلود. مرستندویه سرتیري چې ډرون قطعې، د چاودیدونکو توکو د شنډولو ډله، پوځي انجنیران، د دافع هوا قطعات او د هوایی کنټرول ټیم پکې شتون درلود، راورسېدل. د متحده ایالاتو او متحده عربي اماراتو سرتیرو په الحمرا کې د دښمن پر پوستو بریدونه وکړل. بریدمل کایل مکناند متحده ایالاتو سمندري قولي اردو د متحده عربي اماراتو ګډ کاري ځواک د برید جنرال احمد بیشو تر قوماندې لاندې وو . ډګروال کیون کلارک د لومړۍ سمندري قطعې قوماندان و. دواړو قومندانانو خپلې هڅې د ښار او د تیلو د تصفیه خانو د خوندي کولو لپاره په ګډ پلان باندې متمرکز کړل، چې د عملیاتو نوم سلم و. دښمن خپلې ملیشې په ملکي جامو کې ځای په ځای کړې ترڅو د خلکو په منځ کې نفوذ وکړي، ویې ډار کړي او د انساني ډال په توګه یې وکاروي. ملیشې د ښار په مرکز کې جګړې ته د دوام ورکولو لپاره له پلي ځواکونو سره یوځای شول. د الحمرا په څنډه کې د دښمن میخانیکي کنډک د دښمن لومړۍ دفاعي کرښه وه. له ځمکې د هوا پر لور ویشتونکو وسلو ځای پرځای کول د متحده ایالاتو او متحده عربي اماراتو د هوایی ځواک د مخنیوی په مانا وو. د ګډ کاري ځواک د پلان په لومړي پړاو کې د ردبان ځمکنۍ – سمندري پلې قطعه چې 83م میخانیکي کنډک پورې تړاو لري، په جنګي ګاډو سره پر حمرا باندې د جنوب لویدیز له لوري برید وکړ. د وسایطو د پرمختللو وسلو له خوا درنو ډزو دښمن وارخطا کړ او د هغوی دفاعي کرښې یې ورماتې کړې. د اوبو خنډ چې دښمن فکر کاوو د متحده عربي اماراتو سرتیرو مخنیوی به وکړي، غلط ثابت شو. ځمکنۍ – سمندري رادبنز په چټک سرعت سره سیند ته ښکته شول، د اوبو په منځ کې تېرېدلې او پورې غاړې ته یې سرتیري ولیږدول. د اپاچي چورلکو هوایي ډګر ته نږدې د ښار ختیځې خوا ته په متمرکز اور سره دښمن هېښ کړ، او د الفرسان ځواکونو ته چې د جګړې ډګر ته الوتنه کې د تلو په حال کې وو، یې لاره پاکه کړه وو. د بلک هاک هلیکوپټرې هوایی ډګر ته ورسیدې او د الفرسان سرتیري یې په رسیو سره کوز کړل. دا دوهم پړاو وو. جګړه د هوایی ډګر په شاوخوا او د ښار په څنډو کې چې د دښمن ملیشه ځواکونه پکې ځای پر ځای شوي وو، پیل شوه. د الفرسان قوماندانانو د دښمن د لیکو شاته د ژور پوهاوي لپاره روبوټونه ځای په ځای کړل او د جګړې په ډګر کې یې استخباراتي معلومات په ځمکه کې سرتیرو سره شریک کړل. کله چې ګډې قوماندې د الفرسان د بریالیتوب خبر ترلاسه کړ، د چینوک چورلکې د برید درېیم پړاو ترسره کولو لپاره افق کې راښکاره شوې. د څو دقیقو په ترڅ کې، یو چینکوک چورلک کښېناسته او د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه ورڅخه د شا له خوا راښکته شول، په دوو ډلو وویشل شول ترڅو د الفرسان ښی اړخ تر پوښښ لاندې راولي. سمندري ځواکونو پوځي سپي د چاودیدونکو توکو او د دښمن پټنځایونو د معلومولو لپاره راوړل. چتونه، تالارونه او کورونه د سمندري ځواکونو او الفرسان لخوا په ګډه پاک شول. د الفرسان لخوا د الحمرا جومات نیول د دوی د تاکتیکي موخو د بشپړاوي نښه وه. د متحده عربي اماراتو سرتیري د هېوادنۍ شخړې عملیاتو پرمهال د یوې ودانۍ د پاکولو تمرین کوي بریدمل الکسیس فلوریس/د متحده ایالاتو سمندري قولې اردو څلورم پړاو د سمندري ځواکونو سره پیل شو چې لویدیز لور ته یې د ښار مرکز پر لور پرمختګ کاوه او د چټک زغرهوالو موټرو لخوا ملاتړ کیدو چې د هوایی ډګر له ختیځ لور څخه سیمې ته ننوتلی وو. درنې جګړې د 30 دقیقو لپاره دوام وکړ. د سیمې له محاصرې وروسته، برید کونکي ځواک د لوډ سپیکرونو له لارې دښمن جنګیالیو ته خبرداری ورکړ: “موږ د متحده ایالاتو سمندري ځواک یو. خپلې وسلې وغورځوئ او سمدلاسه تسلیم شئ. سیمه په بشپړ ډول محاصره ده.” څو دقیقې وروسته له هغې چې د استوګنې سیمه د دښمن له پاتې شونو پاکه شوه، سمندري ځواکونو یو کوچنی حرکت ترسره کړ ترڅو اعلان وکړي چې د متحده اماراتو او متحده ایالاتو ځواکونه په ښار بشپړ کنټرول لري. د تمرین ټولې برخې په پوره مسلکيتوب او دقت سره ترسره شول، چې د ګډو ځواکونو د سیمهییزې تجربې ښودنه یې کوله. کتونکو یادونه وکړه چې د متحده ایالاتو سمندري ځواکونه او اماراتي سرتیري د 10 ورځو پرځای د میاشتو لپاره د دې عملي انداخت لپاره تمرینونه کول. د آبادۍ په سیمو کې د الفرسان لخوا د عصري ټیکنالوژۍ کارول د پام وړ و، ځکه چې روباټونه له سرتیرو مخکې حرکت کاوه، د خنډونو په اړه یې معلومات ورکول او د دښمن مورچلونه یې په ګوته کول. د ګډو ځواکونو خوځښتونه دومره همغږي شوي چې د جګړې له ډګر او د چورلکو د کوزیدو له ډګر څخه 200 متره لرې څارونکو نشوای کولی چې د متحده ایالاتو او اماراتي ځواکونو ترمنځ توپیر وکړي. په متحده عربي اماراتو کې د متحده ایالاتو سفیر جان ریکولټا جونیر یادونه وکړه چې په الحمرا کې د دغه ډول ماموریتونو ښودنه د نړیوال امنیت یوه اړتیا ګرځیدلې. هغه وویل، “موږ متحده عربي امارات د متحده ایالاتو ستراتیژیک متحد ګڼو.” “د ولسمشر په استازیتوب زه غواړم د هغه څه لپاره مننه وکړم چې تاسو یې نه یوازې ستاسو د هیواد یا متحده ایالاتو لپاره، بلکې د انسانیت او په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره کوئ.” د ښاري جګړې لپاره ښاري ترتیبات یونیپث کارکونکی کله چې له یو ساحوي افسر څخه د قوماندان په توګه د هغه د اړتیاو په اړه پوښتل کیږي – مخکې لدې چې ټیکنالوژي او وسله ذکر کړي – هغه د جګړې لپاره روزونکي او د مادونو سرتېرو د روزنې پر اړتیا باندې ټینګار کوي. د دغې موخې په پام کې نیولو سره متحده عربي اماراتو (متحده اماراتو) په 2017 کې د الحمرا په نوم د یوه ښار نقشه جوړه کړه. په لومړي نظر کې، یو کتونکي به هیڅ نه پوهېدو چې د الحمرا ښار چې د هیواد په لویدیځه ولسوالۍ کې موقعیت لري، د سرتیرو روزلو لپاره رامینځته شوی. دا ځکه چې د دې ودانۍ، سړکونه، او اسانتیاوې د نړۍ د نورو ښارونو سره ورته دي. د ښار په مرکز کې یو لوی جومات جوړ شوی، چې ګنبد، مینار او پارکینګ ځای لري. ښار د 9000-څوکیو د فوټبال لوبغالی لري چې د اولمپیک د لوبو د ډګر په اندازه لوبغالی دی؛ همدارنګه، د استوګنې اپارتمان بلاکونه او د ګاز سټیشن لري. یو مصنوعي سیند ښار په دوه برخو ویشلی، او یو پل د سیند دواړه غاړې سره تړي. د الحمرا ډیزاین کوونکي هلته و نه درېدل. د ښار په څنډو کې د کنټرولوونکي برج ترڅنګ بشپړ هوایی ډګر شتون لري. لکه د ژوند د نورو رخو په څیر، د جنګ هنر او ساینس په دوامداره توګه پراختیا مومي. هیڅ اردو نشي کولی چې د یو بېړني حالت لپاره چمتو شي، پرته لدې چې خپلو پرمختګونو ته په دوامداره توګه بدلون ورکړي او د روزنې او مانورونو له لارې خپل لوستونه او درسونه یو په بل پسې تعقیب کړي. له تر ټولو بد حالت کې پوځونه ښایي د وحشیانه جګړې له ترلاسه شوو درسونو او تجربو څخه زده کړه وکړي. که چېرته کوم تمرین څخه بریالي هم راووځي، خو له وړاندې د پوځونو د نه چمتووالي په صورت کې به هم دا درسونه په حتمي ډول ډېر ارزښتناک وي. د داعش ترهګرو په لاس کې د موصل او نورو عراقي ښارونو له پرېوتو وروسته، پوځي او امنیتي مشران د ترهګریزو ډلو څخه د ګڼ میشته ملکي سیمو د دفاع او آزادولو له ننګونو سره مخ شول. پر دودیزو تکتیکونو روزل شوي متعارف/دودیز پوځونه د ښاري سیمو په کوڅو کې د شخړو په شان نامتناسبو شخړو لپاره پوره او بشپړ چمتو نه وي. په تنګو سړکونو کې پوځي موټرو، الوتکو او تجهیزاتو نه کار اخیستل ستونزمن وي، او د دښمن جنګیالیو او بې ګناه ملکي وګړو تر منځ توپیر کول د ښاري جګړې یوه ستره ننګونه ده. د سړک پر سر جګړې او د بغاوت ضد تاکتیکونه په پوځي اکاډمیو کې تدریس کیږي، خو تیوري پر ډګر له واقعیت سره هیڅ اړخ نه لګوي. پیچلې او ستونزمنه موضوع دا ده چې ځینې رژیمونه ملیشې روزي او وسلې ورته ورکوي ترڅو د دوی ملي پوځ سره د مرستندویانو په توګه کار وکړي. دې ملیشو ته دنده ورکول کیږي، چې خپل خلک وځپي او د بهرنیو ملېشو د روزنې لپاره بهر ته استول کیږي ترڅو د رژیم لپاره د بهرني سیاست د ګټې په توګه کار وکړي. دا ډول مسئلې په یمن، سوریه او د نړۍ په نورو برخو کې عملي کیږي. هغه ملي پوځونه چې له داسې نادودیزو مخالفینو سره مخامخ وي، د زده کړې هغو مرکزونو جوړولو ته یې مخه کړې چې پکې د ګوریلای او کمین نیولو په شان کلیو څخه تقلید پکې کیږي. خو بیا هم، ډېری دا روزنیز مرکزونه د لویوالي له اړخه کوچني دي او نشي کولی د لوا په کچه ځواک پکې ځای په ځای شي. له همدې امله، متحده عربي اماراتو – چې په وروستیو پوځي تجهیزاتو مجهزه یوه کوچنۍ خو پیاوړی مسلکي اردو لري – اړ شوه چې الحمرا جوړه کړي. د الحمرا ښار کې نږدې هر هغه څه چې اردو ورته اړتیا لري، شته او په طبیعي او ساختګي خنډونو او موانعو سنبال دی تر څو سرتېرو ته د نامتناسب ښاري شخړې د ریښتوني احساس ورکړي. الحمرا د متحده عربي اماراتو او دوست ځواکونو د روزنې لپاره د محاربې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو د برخې په توګه مهم تاسیسات دي او له ټولو ممکنه ننګونو سره د مخامخ کېدو لپاره د اماراتي امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره یو اساسي بنسټ ګڼل کیږي. Facebook Twitter Share
Comments are closed.