څانګېد سیمې هېوادونه متحده عربي امارات د خوراکي توکو پر خوندیتوب تمرکز کوي By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter یونیپت کارکونکی په متحده عربي اماراتو کې د خوراکي توکو سم تولید، لاسته راوړل او پروسس کول د یوې نوې ملي ستراتیژۍ موضوع ګرځیدلې ده. د متحده عربي اماراتو حکومت د خوراکي توکو د خوندیتوب ملي ستراتیژي د 2019 په سپتمبر کې په لار واچوله چې موخه یې د نهه نیم ملیون نفوس لپاره یو خوندي او اغیزناکه د خوراکي توکو سیستم جوړول وو. په دې ستراتیژۍ کې د خوراکي توکو د ساتلو یا پایښت لپاره یو ملي سیستم وړاندیز کیږي، چې د خوراکي توکو ملي ټوکرۍ/ذخیرې لپاره 18 اساسي خوراکي اقلام په ګوته کوي. د نورو شیانو ترڅنګ، نوموړی سیستم به د خوراکي توکو نړېوالې سوداګرۍ کې اسانتیا رامنځته کړي، د خوراکي توکو د واردولو سرچینې ته بدلون ورکړي او د عمده خوراکي توکو، لکه غنم، وريجې او غوښې لپاره نور بدیلونه رامنځته کړي. تر 2021 پورې حکومت غواړي چې متحده عربي امارات د هغو لسو مخکښو هیوادونو په کتار کې راشي، چې د خوراکي توکو د خوندیتوب نړیوال شاخص له مخې تعریف شوی د خوارکې توکو تعریف شوی خوندیتوب لري. تر 2051 پورې حکومت غواړي چې په دې کټګوری کې په ټوله نړۍ کې مخکښ وي. د دې موخې ترلاسه کول څو پړاوونو ته اړتیا لري. هیواد باید د ځایي خوراکي توکو تولید ته د تکنالوجۍ په واسطه په دوامدار ډول پراختیا ورکړي. دغو پراختیایي برخو کې د کبانو روزنه، او په محلي ډول د تولید شوو توکو مصرفول ګډون لري. متحده عربي امارات باید همداراز هڅه وکړي چې د خوړو د اکمالاتي زنځیر پر مټ د خوراکي توکو ضایع کېدل کم کړي، د خلکو خوراکي رژیم کې سموالی راولي، په ټول هیواد کې د خوراکي توکو بانکونه جوړ کړي او له خوراکي توکو زېږېدونکو ناروغیو کې کموالی راولي. د یو صحرایي هیواد په توګه، چې د کرنې وړ مځکه یې کمه ده، متحده عربي امارات له ډېر پخوانه د کجورې په شان محصولاتو تولیدکونکی پاتې شوي دي. په دې وروستیو کې متحده عربي اماراتو میلیاردونه ډالر د اوبو لګولو او هایدروپونیکس په استعمال سره د مېوو او سبزیجاتو د تولید پر پراختیا باندې مصرف کړل. سرچينه: البیان ورځپاڼه Facebook Twitter Share
Comments are closed.