له سایبري جرمونو د ملکي وګړو ساتنه
د عراق د کورنیو چارو وزارت هغه ترهګر، د مخدره توکو قاچاقبران او زورواکي په نښه کوي چې په آنلاین ډول فعالیت کوي
جنایتکارانو تل له نوو ټیکنالوژیو څخه د ناوړه کار اخیستنې لارې موندلې، او انټرنیټ هم ورڅخه مستثنا نه ده. اوسمهال، د کمپیوټر ګڼ شمېر کاروونکي د فشنګ (د ایمیل یا انټرنټ له لارې په چل او فریب سره د نورو له بانکي حسابونو پیسې اخیستل)، سپوفینګ (خلکو ته دروغ ویل یا هغه څه چې حقیقت نلري) او سپمینګ (خلکو ته د داسې اعلاناتو لېږل چې ترلاسه کول یې نه غواړي) په شان نوو اصطلاحګانو سره اشنا دي. پداسې حال کې چې نوموړي اصطلاحات ممکن نوي وي، خو د سایبري جرم وروستۍ موخې لرغونې دي چې پکې غلا، زور کارونه او شکونې پکې شاملې دي. حکومتونه او د سایبري امنیت خصوصي شرکتونه د سایبري فضار له رامنځته کېدو راهیسې ثابت خو سوکه پرمختګ کړی، چې د جنایي فعالیتونو په برخه کې له وروستي دود سره مبارزه کوي. د نن ورځې شیرلاک هولمز په څیر د سایبري امنیت متخصصین د سایبري مجرمینو د څارنې لپاره یو لړ وسایل او د جاسوسۍ تخنیکونه کاروي. یونیپث د عراق د کورنیو چارو وزارت لپاره د عامه اړیکو رییس تورن جنرال سعد معان سره مرکه کړې، چې د سایبري جرمونو د څارنې په برخه کې یې د امنیتي خدماتو په وړاندې د لویو لاسته راوړنو او ننګونو په اړه خبرې کړي.
یونیپث: هغه څه دي چې عراق د سایبري جرمونو پر وړاندې زیانمنونکی ښیي؟
تورن جنرال سعد معان: معمولا مجرمین د خپلو جرمونو د ترسره کولو لپاره هغه عصري ټیکنالوژي او نوښتونه کاروي چې انسانان یې انسانیت ته د خدمت کولو لپاره رامنځته کوي. که تاریخ ته وګورو نو موږ پوهیږو چې د هرې وسیلې یا ماشین لپاره، چې د زمانې له پیل راهیسې د انسان لخوا رامنځته شوي دوه ډوله کاراخیستنه لري: ښه کار اخیستنه او ناوړه کار اخیستنه. په دغو وسایلو کې ټکنالوژي ګډون لري، لکه تبر، چاړه، ټوپک، ماشینونه او اټومي انرژي. هغه پرمختګونه چې د ډیجیټل دوره کې رامنځته شوي له دې اصل څخه مستثنا ندي. د ټیکنالوژیک پرمختګ له کبله رامنځته شوي زیانونه د کارېدونکې ټیکنالوژۍ له کچې سره ورته والی لري. بدبختانه د 2003 زېږدیز کال څخه وړاندې عراق د نورو ستونزو سربیره، پر پخواني رژیم باندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا لګول شوو نړیوالو بندیزونو او له هغې وروسته د تروریزم پر وړاندې د بوختیا او نورو ستونزو له امله له نورې نړۍ څخه شاته پاتې شو. دا ټول هغه دلایل دي چې له انرژۍ، تولیداتو، کرهڼې، سوداګرۍ او حتی په امنیتي برخه کې له ډیجیټل ټیکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې څخه یې زمونږ مخنیوی وکړ. له همدې کبله، سایبري مجرمین د خپلو چالونو، شکونو، ګواښلو او نورو مجازی جرمونو لپاره چې د ټولنیزو رسنیو چینلونو څخه ناوړه کار اخیستنې څخه سرچینه اخلي، زیانمنونکی چاپیریال وموند.
یونیپث: د داسې مجرمینو په تعقیب کې امنیتي پرسونل له کومو ننګونو سره مخ دي؟
تورن جنرال سعد معان: ترټولو لویه ننګونه دا ده چې موږ د سایبري جرمونو د په نښه کولو لپاره ځانګړی قانون نلرو، نو موږ اړ یو چې د جزا پخواني قانون ته غاړه کیږدو چې په ځینو مواردو کې دا کار د سایبري جرم د مخنیوي لپاره د داسې یو قانون نه شتون د ناوړه کار اخیستنې لامل ګرځي.
په ټوله نړۍ کې د داسې جرمونو د پراخېدو او د هغوی د مخنیوي لپاره د ځانګړو قوانینو له وضع کولو سربېره، په عراق کې د سایبري جرمونو د مخنیوي یا کمولو لپاره داسې هیڅ قانون نه دی وضع شوی. دا کار د امنیتي پرسونل لپاره پر یوې لویې ننګونې اووښتی، او موږ د داسې یو قانون تصویبیدو ته سترګې په لار یو چې قضایه قوې ته واک ورکړې ترڅو د دا ډول جرمونو مرتکبینو ته سزا وټاکي او د امنیت کارکوونکو ته قانوني واک ورکړي چې سایبري مجرمین تعقیب کړي او ویې نیسي.
د یو بدیل په توګه او د مخنیوي قانون په نه شتون کې، موږ اوس مهال د 1969 د جزا قانون د مادو له مخې د داسې جرمونو مرتکبین محاکمه کوو. خو بیا هم، لکه څنګه چې یې له نوم نه ښکاري، دا قوانین په 1969 کې نافذ شوي، او که څه هم له هغې وروسته تعدیل شوي، خو ډیری برخه یې د ډیجیټل دورې سره اړخ نه لګوي او د سایبري جرمونو لپاره هیڅ جرمي جزا نلري. دې کار د عصري جرمونو د قابو کولو لپاره د وکیلانو او قاضیانو ځواک محدود کړی. د دې ډول جرم لپاره په محاکمو کې د زاړه قانوني توکو بیا تعریفول معمولاً د کمې جزا یا حتی د برایت لامل ګرځي ځکه چې قانوني سرچینې د بریښنایی شکونې پرځای مستقیم ګواښونه په ګوته کوي. که چیرې د جرم ټول عدلي شواهد تایید شي، تورن ښایي له اوو کلونو څخه ډېر په بند محکوم نه شي.
یونیپث: د دې جرمونو ماهیت بیان کړئ.
تورن جنرال سعد معان: د دې جرمونو کمه برخه د ناکامې اړیکې یا ناکامې سوداګریزې ملګرتیا پر وړاندې، چې د یو ډول ستونزې له کبله پای ته رسیدلي وي، د غچ اخیستنې لپاره ترسره کیږي. په دې قضیو کې د جرم مرتکب خپل قرباني پیژني، د هغه پته، د تلیفون شمیره او نور معلومات له ځانه سره لري او ورڅخه د شکونې/شوکې لپاره کار اخلي. دا قضیې محدودې او اسانې وي. خو د دغو جرمونو لویه برخه د تجربه لرونکو مجرمینو یا منظمو جرمي ډلو لخوا ترسره کیږي. دا یې خورا جدي او عام ډول دی. د بېلګې په توګه موږ له یوې نجلۍ څخه چې د بدنامولو د پېښې قرباني وه شکایت ترلاسه کړ. موږ د بغداد پولیسو د قوماندانۍ او د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو په همکارۍ شکمن کس تعقیب کړ او هغه مو ونیولو، او وروسته له دې چې د هغه ګرځنده تیلیفون په عدلي طب د شواهدو ریاست کې د تخنیکي کارکوونکو لخوا معاینه شو، موږ د بدنامولو د جرم 60 پېښې او د کوچنیو نجونو انځورونه مو پکې پیدا کړل.
یونیپث: د سایبري جرم ستونزه څومره پراخه ده؟
تورن جنرال سعد معان: برېښنایی شوکې د ټولو امنیتی کارکوونکو لپاره د اندیښنې وړ مهمه موضوع ده. ځینې ممکن فکر وکړي چې د کورنیو چارو وزارت دنده له جرم پیښیدو وروسته د مجرمینو تعقیب او نیولو پورې محدوده ده، مګر دوی غلط فکر کوي. وزارت د ټولنې په سمون کې مهم رول لوبوي. دا کار نه یوازې دا چې مجرمین د جرم د ترسره کولو وروسته تعقیب شي، بلکې د جرمونو مخنیوي ته اړتیا لري. زموږ د سیمهییزې تجربې له لارې په ټولنه کې زموږ شتون او د وزارت د پرسونل فعالیتونه، او د هغو راپورونو سربیره چې موږ یې ترلاسه کوو، موږ وینو چې سایبري جرمونه هغه وسیله ده چې په کې دننه نور جرمونه هم ترسره کیږي. که موږ د وژنې، ګواښونو، د مخدره توکو قاچاق او نورو جرمونو په اړه وغږیږو، نو موږ وینو چې سایبري جرمونه په دې ټولو کې لوی رول لوبوي ځکه چې انټرنیټ د مجرمینو لپاره له لرې واټن څخه همغږي اسانه کوي او دوی ته دا وړتیا ورکوي چې د بېلابېلو وسیلو او سایټونو په کارولو سره جعلي نومونه وکاروي او خپل هویت پټ وساتي.
د شمېرو څخه ورهاخو د کورنیو چارو وزارت ځانګړي ریاستونه پر دې توانیدلي چې د سایبري غلاوو ګڼې قضیې حل کړي، مجرمین ونیسي او د سایبري جرمونو د ریاستونو، د معلوماتي ټیکنالوژۍ د څانګو او د ښاریانو پایله لرونکو همکاریو له لارې یې عدالت ته وسپاري.
یونیپث: د دا ډول جرمونو مرتکبینو او تروریستي ډلو ترمنځ
څه تړاو دی؟
تورن جنرال سعد معان: کله چې د سایبري جرم خبره کیږي، نو داسې هیوادونه او سازمانونه شتون لري چې له تخریبي فعالیتونو او جاسوسيو څخه ملاتړ کوي ترڅو خپلو ګټو ته پراختیا ورکړي یا خپلو دښمنانو ته زیان ورواړوي. د ګمارنې، تمویل او شوکو لپاره په سایبري فضا کې په ریښتونې توګه ترهګریز فعالیتونه شتون لري. سایبري جرمونه یو له نوو عصري جرمونو څخه دي او ویلی شو چې. په دې جرمونو کې د انټرنیټي خدماتو په پراخه فضا کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ او ډیجیټل پرمختګونه کارول کیږي. ترهګر د نورو جنایتکارو په څیر په بېلابېلو لارو سره د ناپوهو او کمو مالوماتو لرونکو قربانیانو د په نښه کولو لپاره له ټولنیزو رسنیو څخه کار اخلي. دوی په عمومي توګه له سایبري جرمونو او په ځانګړي ډول د پیسو شوکو څخه کار اخلي ترڅو د ښې راتلونکي په ژمنتیا ورکولو سره خلک په خپل دام کې واچوي. دا هغه ژمنې وي چې وروسته ناسمې ثابتیږي.
د دغو دوه ډوله جرمونو، چې یو یې تروریستي جرمونه او بل یې د پیسو شکونې جرمونه دي، موخې له یو بل سره توپیر لري. مګر د قانون له مخې، مجرم هر هغه څوک دی چې د لویې ټولنې په قیمت د فردي یا ډلهییزو ګټو لپاره، هغه که رواني، اقتصادي یا ایډیالوژیکي انګېزو لپاره وي او که د انسان له جوړو شوو، دودیزو یا الهي قوانینو څخه سرغړنه وي، جرم ترسره کوي. دې کار د بېلابېلو امنیتي ځواکونو لیکې سره متحدې کړي ترڅو د هر ډول، بڼې او انګیرنې لرونکي جرم سره مقابله وکړي.
یونیپث: که قرباني د جرم په اړه راپور ورکړي، نو د دغه کس محرمیت ته څنګه درناوی کیږي او د قرباني هویت څنګه ساتل کیږي؟
تورن جنرال سعد معان: البته چې د قربانیانو هویت محرم ساتل کیږي. د کورنیو چارو په وزارت کې موږ له قرباني څخه غواړو چې په ډاډ سره راشي او له دې ډول جرم سره خپله تجربه بیان کړي. پدې اړه زموږ په رسنیزو پاڼو کې او د بیړنيو اړیکو پر مهال، موږ تل د محرمیت د ساتلو پر اهمیت ټینګار کوو او قربانيانو ته پدې برخه کې ډاډ ورکوو.
د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو او رسنیو ریاست د عمومي سایبري جرمونو او د شکونې د جرمونو مهارولو کې د bintunatuhimuna# (مونږ ته زمونږ لوڼې اهمیت لري) کمپاین د په لار اچولو وروسته مهم رول لوبوي. دې هشټګ د ټولنې ټولو برخو ته د مالوماتو رسولو لپاره، په ځانګړې توګه زمونږ د پېغلوټو نجونو لپاره چې د خپل ژوند له سخت پړاو څخه تېریږي، په رسنیو کې مهم رول ولوباوو. دوی باید خبر واوسي چې د قاچاق کیدو قرباني ونه ګرځي، او موږ باید پدې برخه کې د درغلیو ټول ډولونه افشا کړو او قربانیان وهڅوو چې ژر تر ژره د کورنیو چارو وزارت اړونده څانګو ته د عاملینو په اړه راپور ورکړي.
یونیپث: د تنکيو ځوانانو د ساتنې لپاره تاسو کوم پروګرامونه لرئ؟
تورن جنرال سعد معان: درې کاله مخکې موږ د بریښنایی بدنامولو پر وړاندې د ټولنې د خوندیتابه لپاره ټولنې ته د رسېدنې کمپاین پیل کړ. موږ د (مونږ ته د زمونږ لوڼې اهمیت لري)هشټګ ټویټ کړ او عالي قضایي شورا د دې مسلې په وړاندې جدي دریځ غوره کړی. هغه ننګونه چې موږ له ګواښونو پر وړاندې ورسره مخ یو، دا ده چې قانون یوازې هغه وخت پلی کیږي چې د قرباني لخوا شکایت شوی وي. که نه نو قضیه تړل کیږي. خو بیا هم د عالي قضایی شورا مشر له ژورو څیړنو څخه ملاتړ وکړ او د عامه حقونو له مخې مجرم، د قرباني لخوا د هغه پروړاندې د شکايت د نشتون په صورت کې هم، مسؤل ګڼل کیدی شي. دې کار د سایبري جرمونو د تعقیب په برخه کې یو مهم بدلون رامنځته کړ، چې په پایله کې یې د سایبري شکونې په جرمونو کې د پام وړ کمښت راغلی دی. د جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست کارکوونکو د 533 بېړنۍ اړیکو شمیره رامنځته کړه او د ریاست د مسلکي افسرانو د هڅو په پایله کې د شکونې لسګونه ګروپونه او د منظمو سایبري جرمونو ډلې نیول ونیول شوې.
یونیپث: د سایبري جرمونو کومې پېښې د امنیتي خدماتو لپاره خورا ستونزمنې دي؟
تورن جنرال سعد معان: دا روښانه ده چې د سایبري جنایتکارانو او سایبري شکوونکو د نیولو هڅې عموماً د پام وړ دي ځکه چې د جرم عاملین نه لیدل کیږي، ډېر شمېر یې بیلابیل میتودونه کاروي او په دوامداره توګه خپلو مهارتونو ته پراختیا ورکوي ترڅو د امنیتي ځواکونو لخوا و نه موندل شي. په مقابل کې زموږ امنیتي ځواکونه هم مهارتونو او تاکتیکونو ته پراختیا ورکوي ترڅو خپل تخنیکي کارکوونکي هغه پړاو ته ورسوي چې پر مټ یې دوی وکولی شي په اغیزمنه توګه د سایبري مجرمینو پر وړاندې مبارزه وکړي او خپل مهارتونه او تخنیکونه له هغوی سره په انډول بڼه وساتي او یا له هغو څخه په لوړه کچه مهارتونه ترلاسه کړي. تاسو کولی شئ هغه هڅې انځور کړئ چې په دې برخه کې د امنیتي او استخباراتي چارواکو د ظرفیتونو د چمتووالي، لارښوونې او لوړولو لپاره ترسره شوي دي. بې له شکه زموږ د امنیتي ارګانونو ترمنځ ګډې همکارۍ شتون لري ترڅو خپل مهارتونه تبادله او معلومات پرتله کړي. دا کار د قانون د حاکمیت او له مجرمینو سره په مبارزه کې ګټور تمامیږي.
یونیپث: د بریښنایی څارنې ټیمونه څنګه انتخابیږي او د دوی
وړتیاوې کومې دي؟
تورن جنرال سعد معان: د کورنیو چارو وزارت د فدرالي استخباراتو او تفتیش ادارې د بریښنایي جرمونو ریاست، د نورو اړونده ادارو سره د د امنیتي افسرانو او ملکي خدمتونو کارکوونکو لپاره د ځانګړو کنټرولونو، شرایطو او وړتیاوو په رامنځته کولو کې محتاط دي. ترټولو مهم لا دا چې دوی په کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټیکنالوژۍ کې ساینسي او مسلکي تخصص لري. دوی همداراز د څیړنو په برخه کې د ځانګړو مهارتونو سربیره، د ساینس پر بنسټ استخباراتو او امنیتی چارو ته اړتیا لري. له بلې خوا، موږ د پراخو او اغېزمنو کورسونو جوړولو ته لیواله یو تر څو هغه ظرفیتونه لوړ او نوي کړي چې دوی سره د خپل کار بریالي ترسره کولو کې مرسته کوي. موږ دوی په داخلي او بهرنيو کورسونو کې شاملوو ترڅو د دوی مهارتونه لوړ او دوی له نړیوال انکشافاتو څخه، په ځانګړې توګه د سایبري جرمونو په برخه کې، باخبره وساتي.
یونیپث: په عراق کې د سایبري مجرم ځانګړتیاوې کومې دي؟
تورن جنرال سعد معان: دا شونتیا نلري چې د سایبري مجرمینو دقیق مشخصات دې بیان شي ځکه چې د دوی میتودونه په دوامداره توګه بدلون مومي او د دوی د موخو او مقاصدو له مخې توپیر کوي. زموږ اړونده ادارو دا ډول ګڼ شمېر کسان نیولي چې د دوی عمرونه، تعلیمي وړتیاوې او ټولنیز شرایط توپیر لري؛ او دا باید په پام کې ولرو چې نوي ځوانان د مالي یا جنسي بدنامیو او یا هم د مخدره توکو سرغړاونو په شان لویو جرمونو ترسره کولو لپاره د خپلو قربانیانو اړ کولو له کبله د سایبري جرمونو تر ټولو عام مرتکبین دي.
یونیپث: تاسو هغو خلکو ته چې د برېښنایي شکونې/شوکو تر برید
لاندې وي، څه سلامشوره ورکوئ؟
تورن جنرال سعد معان: زه د دې پرځای چې قربانیان بدناموونکو سره د خپلو همکاریو د دوام او یا کورنیو چارو وزارت ته په راتګ کې د پاتې راتلو پر ځای، د کورنیو چارو په وزارت او نورو اړونده ادارو کې امنیتي چارواکو ته په سمدستي ډول د معلوماتو د ورکولو پر اهمیت باندې ټینګار کوم ترڅو د نور زیان مخه ونیول شي. د شکونې یا شوکو په اړه چپ پاتې کیدل به قرباني کس له خطرناکو ستونزو او بالاخره له یوې ناخوالې سره مخ کړي. له همدې امله قرباني کس باید اړونده امنیتي چارواکو سره اړیکه ونیسي، ځکه هغه کس چې یو ځل تاسو نه پیسې وشکوي، هغه به بیرته راشي او تاسو نه به بیا د پیسو غوښتنه وکړي. تاسو باید له امنیتي ځواکونو سره له نږدې اړیکه ونیسئ او د یو فکتور په توګه د وخت اهمیت په پام کې ونیسئ. مجرمین په دې باور لري چې دوی له امنیتي پرسونل څخه خوندي دي او قانون دوی ته نشي رسېدلی. دلته غواړم ټینګار وکړم چې د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو په ریاست کې خورا لویې تخنیکي هڅې روانې دي، چې موږ ته دا وړتیا راکوي چې د سایبري جنایتکارانو او هر هغه څوک چې د انټرنیټ یا ټولنیزو رسنیو څخه ناوړه ګټه پورته کوي ښکار کړو. زه دا هم واضح کول غواړم چې زموږ د ریاست دروازه تل زموږ ټولو هغو ورونو او خويندو لپاره پرانستې ده چې له دا ډول جرمونو څخه اغېزمن شوې وي.
Comments are closed.