سمندري سوداګرۍ ته ګواښونو سره مبارزه کول
یمني حوثي یاغیان او د هغوی ایراني متحدین د کښتیو او بارونو ګواښلو او د وسلو قاچاق ته دوام ورکوي
د یمن د معلوماتو، کلتور او سیاحت وزیر، معمر الایریاني
د 2022 نومبر په 8، د متحده ایالاتو سمندري کښتۍ او د متحده ایالاتو ساحلي ګارد کښتۍ یمن ته پخپله لاره کې د وسلو تولید لپاره کارول کیدونکي موادو باندې بار ایرانۍ کښتۍ مخه ونیوله. پلټونکو پدې کې 70 ټنه امونیم کلوریټ چې د بالیستیک توغندیو سونګ جوړولو لپاره کارول کیږي او 100 ټنه احتمالي چاودیدونکي توکو په توګه کارول کیدونکې یوریا سره وموندله.
د متحده ایالاتو اردو په یوه بیان کې وویل چې دې کښتۍ سوداګریز تګ راتګ او د سیمې امنیت ته ګواښ پیښ کړی. هغوی د کښتۍ څخه بار ضایع کړ، کښتۍ یې ډوبه کړه او پرسونل یې د یمن ساحلي ګارد ځواکونو ته وسپاره.
د نړیوالې انرژۍ اکمالاتو ته ګواښ
دا لومړی ځل نه و چې د دا ډول کښتیو او بارونو مخه دې نیول شوې وي. د 2015 راهیسې، د متحده ایالاتو سمندري ځواک په وسلو او د بالیستیک توغندیو او ډرونونو د تولید لپاره کارول کیدونکي پرزو بار څو کښتۍ نیولي دي. په 2022 کې دا اعلان هم شوی و چې د سومالیې څخه را روانه یوه ورته کښتۍ په یوریا بار وه، چې د چاودیدونکو توکو د جوړولو لپاره کارول
کیږي، او مقصد یې حوثیان وه.
په ورته توګه، د 2022 اپریل کې، د برتانیې شاهي سمندري ځواک د عمان په خلیج کې په توغندیو بار یوه ایرانۍ کښتۍ ونیوله چې د حوثیانو لپاره وه. د کښتۍ او بار د مینځپانګې په ارزولو سره، د چاودیدونکو توکو متخصصینو وکولی شو هغه بریدونو سره ورته ارتباط ورکړي چې حوثیانو په 2022 جنوري کې د متحده عربي اماراتو پلازمینه ابو ظهبي باندې کړي و.
موږ لیدلي چې په 2016 کې حوثیانو څنګه باب المنداب ته څیرمه پهمتحده ایالاتو سمندري ځواک باندې توغندي وتوغول، د یمن اوبو کې یې له یوه اړخه سمندري ماینونه کرلي، په 2017 کې یې سور سمندرګي کې په موکا بندر برید لپاره د ریموټ کنټرول کښتۍ بمب څخه کار واخیست، او په 2018 کې یې حدیده بندر کې سعودي کښتیو باندې برید وکړ.
پدې وروستیو کې په شبوا کې النشیمه او په حدراماوت ولسوالیو کې الدابه بندرونو باندې بریدونه شوي، او په 2022 اکتوبر کې په شبوا کې د قینا تیلو ترمینل کې د تیلو یوه ټانکر هدف ګرځول شوي.
همدارنګه موږ کشف کړل چې ایران په 2022 نومبر 16 د عمان ساحل څخه دباندې په بمونو بار ډرون په مرسته د پاسفیک زیرکون تیلو ټانکر باندې برید وکړ چې په پایله کې یې د ټانکر بدنې ته کوچنی زیان واوښت. دا د نړۍ لخوا تجربه کیدونکي بحران په رڼا کې د انرژۍ اکمالاتو باندې د اغیزه کولو هڅه وه، ترڅو د هستوي معاملې بیرته راژوندي کولو لپاره مذاکراتو کې خپل شرایط تحمیل کړي او په سیمه کې د خپلې پراختیا غوښتنې پالیسیو غزول وکړي.
د چاپیریالي ناورین راپورته کیدل
علاوه لدې، موږ د یمن ساحل کې په سور سمندر کې د تیلو ولاړ سیفر ټانکر څخه د چاپیریالي ناورین وړاندوینه کوو. که چیرې د ټانکر تخریب دوام ولري، نو د توی شوي تیلو پاکول به نږدې 80 میلیونه ډالره لګښت ولري. د 2015 راهیسې، حوثیانو تل سیفر ته د اوښتي زیان ارزولو او د عمل پلان د پیل کولو
لپاره د ملګرو ملتونو تخنیکي ټیمونو ته د لاسرسي ورکولو څخه ډډه کړې ده.
دا روښانه ده چې د ایران په ملاتړ د یمن په ځینې برخو د حوثیانو کنټرول نه یوازې یمن ته ګواښ دی، بلکه د سوداګریزو کښتیو خوندیتوب او د کښتیو نړیوالو لیکو امنیت ته هم ګواښ دی. حوثیانو او د هغوی ایراني ملاتړو د ټولو تړونونو څخه سرغړونه کړې – پشمول د سټاکلم تړون او د ملګرو ملتونو په مینځګړیتوب اوربند، ټول نړیوال قوانین، منشورونه او د امنیت شورا پریکړه لیکونه – پداسې حال کې چې د جګړې د مخنیوي او د سولې هڅې ټکنۍ کوي.
په پایله کې، د متحده ایالاتو او برتانیې سمندري ځواکونو او نورو متحد هیوادونو په 2022 اپریل کې د ګډ کاري ځواک 153 په نوم یوه نوې قطعه د سور سمندر نظارت کولو، د تګ راتګ باثبات کولو او د باب المنداب، سور سمندر او عدن خلیج له لارې د نړیوالې سوداګرۍ مهمو دهلیزونو او لارو خوندي کولو لپاره جوړه کړه.
دې چارې د عرب ایتلاف مشري کونکي سعودي عرب لخوا واردمخه پرمخ وړل کیدونکي فعال رول تکمیل کړی، چې به سور سمندر او باب المنداب کې د کښتیو نړیوالې لیکې خوندي کوي، او په تیرو اته کلونو کې د حوثیانو لخوا پلان شوي لسګونه تروریستي بریدونو مخه یې نیولې چې د ریموټ کنټرول چاودیدونکي بمونو باندې بار کښتیو او سمندري ماینونو په واسطه یې ترسره کول، او دا ټول نظامي تکنیکونه یې د ایران څخه وارد کړي دي.
د هرموز تنګي اهمیت
د 2022 مئ راهیسې، د فرانسې په مشرۍ ډیری اروپایی هیوادونه د هرموز تنګي کې د اروپا د نظارتي ماموریت د ځواکونو لپاره غږ کوي – چې د 2020 په پیل کې د اته اروپایی هیوادونو په واسطه جوړ شوی و – ترڅو د باب المنداب له لارې سور سمندر او د هند سمندر ته د هغوی لاسرسی پراخه کړي. د دې لارې اهمیت دا دی چې د نړیوالې سوداګرۍ 10% له همدې تنګي تیریږي، او په اوکراین د روسیی د یرغل له امله پدې کې د ډیروالي تمه کیږي
د روسیې – اوکراین د جګړې له پیل او په روسي تیلو بندیز راهیسې، اروپایی هیوادونه د عرب خلیج سیمې څخه د بدیل سرچینو په لټه کې دي، د پریمانۍ او زیربنا له پلوه غوره بدیل. علاوه لدې، ایټالیه او آلمان د قطر سره نوي تړونونه کړي دي، او فرانسې ورته کار د متحده عربي اماراتو سره کړی دی.
مسله یوازې تیلو پورې محدوده نده: د اروپا اتحادیی، سعودي عرب او متحده عربي اماراتو ترمینځ د هایډروجن سونګ توکو کارولو په اړه مخکیني تړونونو د غزولو په لړ کې د پاکې انرژۍ په تړاو د اروپا او خلیج هیوادونو ترمینځ همکاري شتون لري.
سمندري ثبات
د ختیځ او لویدیز ترمینځ اړیکې ترډیره د اروپا، آسیا او افریقا ترمینځ د وصل ځای په توګه د مرکزي جغرافیه ای موقعیت درلودو له امله د هرموز تنګي او باب المنداب له لارې د سمندري تګ راتګ ثبات پورې تړلي دي. ډیری لویدیز هیوادونه د عرب سیمې سره سوداګریزو اړیکو پورې هم متکي دي، په ځانګړي توګه خلیج هیوادونه.
نړۍ د ممکن اقتصادي رکود سره مخ ده چې ډیری ستر ځواکونه یې اړ کړي د خپل جیو سیاسي لیدلوري په اړه له سره فکر وکړي. که څه هم متحده ایالاتو پریکړه کړې چې د مینځني ختیځ څخه د ځینې ځواکونو په لیرې کولو باندې بیرته تمرکز وکړي، اقتصادي پایلې په سیمه او یمن کې د ثبات لپاره اړتیا ښکاره کولو ته دوام ورکوي. څو اروپایی هیوادونه وار د مخه د نړیوالې سوداګرۍ لیکو خوندي کولو سیالۍ کې ښکیل شوي او د بارونو وړلو دغه حیاتي لارو کې په سمندري تګ راتګ کې خپل مخکښ رول تقویه کوي.
اقتصاد پوهان وړاندوینه کوي چې د سور سمندر سیمې ناخالص ملي تولید به تر 2050 پورې له درې چنده ډیر یعني د $1.8 تریلیون ډالرو څخه $6.1 تریلیون ډالرو ته لوړ شي. د دې احتمال سربیره، د اوسني ډیټا پربنسټ اقتصادي وړاندوینې ښئ چې د عرب خلیج له لارې د نړیوالې سوداګرۍ امنیت کې پانګونه به د سیمې د بې ثباتۍ له امله د راتلونکي لسیزو په جریان کې ډیره نشي. دا په ډراماتیک ډول بدلیدی شي که چیرې د سیمې خوندي کولو لپاره ګډې هڅې موجودې وي، په ځانګړي توګه د سور سمندر او باب المنداب له لارې د نړیوالې سوداګرۍ د حجم له اوسنۍ کچې څخه پنځه چنده ډیرول، یعني تر 2050 پورې د $881 میلیارد ډالرو څخه $4.7 تریلیون ډالرو ته.
بنسټیز لاملونه
د دې نوښتونو سربیره، لویدیزه نړۍ د سیمه ییزو ستونزو علایم سمبالوي، نه بنسټیز لاملونه. ترټولو ساده حل لاره یې دا کیدی شي چې د پورته جریان تیوري په نوم پیژندل کیدونکي ستراتیژي خپله شي، کومه چې علایم بیرته د ستونزې ریښې پورې تعقیبوي.
چین د دې سیمې د اهمیت څخه په بشپړ ډول خبر دی. هغه هڅه کوي چې په جیبوتي کې د پانګوونې په واسطه خپل د کمربند او لارې نوښت له لارې خپل نفوذ پراخه کړي، او هلته سترې زیربنایی پروژې پلي کوي ځکه چې غواړي افریقا ته لاره ولري پداسې حال کې چې په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو اغیزه ټکنۍ کوي.
د نورو نوښتونو په لاره اچولو او د سوداګریزو بارونو لیکو محافظت کولو کې د میلیونونو مصرف او ډیرو هڅو پرځای، اړوند مشران – په ځانګړي توګه اروپای مشران – باید خپلې هڅې د ولسمشرۍ مشرتابه شورا او مشروع حکومت ملاتړ کولو ته مختص کړي کوم چې د ټول یمن سیاسي او ټولنیز منظر استازیتوب کوي، ترڅو وکولی شي کنټرول تحمیل کړي او د یمن ساحل په اوږدو کې امنیت او ثبات رامینځته کړي.
په ورته وخت کې به دا حوثیان او د هغوی نظامي وړتیاوې محدودې کړي، څوک چې پدې وروستیو کې په نړیوالو اوبو کې د انرژۍ زیربنا، تاسیساتو، بندرونو او د تیلو ټانکرو پروړاندې د ایران نا اعلام شوې جګړه کې دخیل دي. F
Comments are closed.