سعودي عرب د یمن ماشومان سرتېري بیا پر پښو دروي
د سټراټېژیکو اړیکو عمومي ریاست، د سعودي د دفاع وزارت
اسلامي اصولو او د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون ته په ژمنتیا، په یمن کې د مشروعیت د ملاتړ ایتلاف (CSLY) هغه یمني ماشومان بیا پر پښو دروي چې د حوثي باغیانو لخوا ګومارل شوي وو.
کله چې دغه ماشومان سرتېري په سعودي عرب کې له رواني او فزیکي اړخه بېرته په بشپړه توګه پر خپلو پښو ودرول شي او لومړني حالت ته راشي؛ CSLY د خپل ماشومانو د خوندیتوب واحد له لارې له نړیوالو سازمانونو سره همغږي کوي چې دوی بېرته په یمن کې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي. ماشومان په هغه مرکز کې چې د همدغې موخې لپاره جوړ شوی، د بیا پر پښو درولو پروګرام له لارې رواني او فزیکي پاملرنه ترلاسه کوي.
دغه جدول (ښي لوري ته) هغه 147 ماشوم سرتېري ښيي چې حوثیانو ګومارلي وو خو په سعودي عرب کې بیا روزل شوي او د پینځو کلونو په موده کې بېرته یمن ته استول شوي.
CSLY په 2020 کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره یو ځانګړی واحد جوړ کړ او د ماشومانو او وسلهوالې شخړې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره یې د پوهاوي یو یادښت لاسلیک کړ.
د 2022 په اګسټ کې، د CSLY د ماشومانو د خوندیتوب واحد د سعودي د سرې میاشتې له ادارې سره په همکارۍ د شخړو پر مهال د ماشومانو خوندیتوب په اړه په ریاض کې یو درې ورځنی سمپوزیم جوړ کړ.
په یاد سمپوزیم کې پر دغو موضوعاتو بحث وشو: په اسلام او نړیوالو بشردوستانه قوانینو او بشري حقونو قوانینو کې د ماشومانو حقونه؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو منشور عمومي اصول؛ د پوځي عملیاتو پر مهال د ماشومانو د ټپي کېدو د مخنیوي لارې چارې؛ د نیولو او څېړنو پر مهال د ماشومانو د حقونو خوندیتوب؛ په وسلهوالو شخړو کې د زیانمنو ماشومانو د بیا ادغام لپاره هڅې؛ د توقیف پر مهال د ماشومانو حقونه؛ د وسلهوالو شخړو پر مهال د ماشومانو لپاره د کورنۍ اړیکو بیا جوړولو سټراټيژي؛ د ماشومانو د حقونو د ارزښت په اړه پوهاوی او په یوه له ملاتړ ډک چاپېریال کې د ماشومانو د لویولو او روزلو اړتیا.
سره له دې، په یمن کې د روانې جګړې له اغېز څخه د یمني ماشومانو د خوندیتوب لپاره د سعودي یو اړخیزه هڅې، د حوثیانو له همکارۍ پرته بسنه نه کوي.
تر دې وروستیو، حوثیانو هغه تړون ته درناوی نه دی کړی چې د 2022 کال په اپرېل کې یې په جګړه کې د ماشومانو د ګومارلو د ناوړه استفادې د درولو په اړه له ملګرو ملتونو سره کړی و.
حوثیانو له ښوونځيو او نورو ښوونیزو مرکزونو څخه د خپلې روزنې لپاره ګټه اخیستې او هلته د تاوتریخوالي او خپلې افراطي ایډیالوژۍ د ترویج لپاره ویناوې کوي. حوثیانو د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د اوربند پر مهال خپل سرتېري ګومارل او د خپلو ځواکونو زیاتولو د یوې برخې په توګه یې د جګړې لومړۍ کرښې ته ماشومان استول. سرچینې: الایام جریده، الجزیره
Comments are closed.