یونیپث کارکونکی
د 2021 کال په مارچ کې عراق ته د پاپ فارنسېس سفر د هر مذهب او ډلې لرونکو عراقیانو ته د ټولېدو یو مشترک ټکی وړاندې کړ یونیپث عراق ته د پاپ د سفر په اړه د دغه هېواد د امنیت د مهموالي په اړه د عراق د رسنیو او امنیت د برخې له مسول، تورن جنرال سعد معان سره خبرې کړې.
یونیپث: له عزاق څخه د پاپ تاریخي لیدنه څومره مهمه وه؟
تورن جنرال سعد معان: عراق ته د ښاغلي پاپ سفر نه یوازې د مسیحي اوسیدونکو، بلکې ټولو دیني او اخلاقي ډلو له تاوده هرکلي سره مخ شو. دا یوه تاریخي پېښه وه؛ ځکه دا له کووېډ- 19 وروسته د پاپ لومړی بهرنی سفر و. دغه راز دا د عراق په جنوب کې، اور ښار ته د پاپ لومړی سفر و. اور یو سپېڅلی ښار دی او انساني تمدن ته لوی ارزښت لري. دا ښار سومریانو د خپل مرکز په توګه په 26مه قبل المیلاد پېړۍ کې جوړ کړی. دا د تمدنونو د زانګو، بین النهرین اساس او د پیغمبر، ابراهیم د پلار د زیږېدو ځای و. د ښاغلي پاپ سفر نړۍ ته وښوده چې دغه سپېڅلې ځمکه د ټولو توحیدي دینونو سرچینه او د سوله ایز ژوند ځمکه ده. دغه سفر ډېر مثبت سیاسي، اقتصادي او ټولنیز اغېز درولود.
یونیپث: د عراق خلکو ته دا څه معنی لري چې پاپ له Our Lady of Salvation Church کلیسا لیدنه وکړه، عبادت یې پکې وکړ؛ په داسې حال کې چې دلته ډېر وحشتناک برید شوی و؟
تورن جنرال سعد معان: د مرکزي بغداد په Our Lady of Salvation Church کلیسا کې عبادت کولو د عراق اصلي تصویر وړاندې کړ؛ پر درواغو د ریښتیا غلبه او پر ترهګرۍ د سولې برلاسي. دا همداراز ترهګرو ډلو ته یو پیغام دی چې عراق زرګونه کاله د سوله ایز ژوند ځای دی او د درواغجنې او فرېب ورکوونکې ایډیالوژۍ په مقابل کې ماتې نه خوري. پر Our Lady of Salvation Church کلیسا باندې د 2010 کال برید زموږ د ټولو په یاد دی، موخه یې په عراق او مصر کې د مسلمانانو او مسیحیانو تر منځ د جګړې د اور بلول وو چې بیا په ټوله سیمه کې پراخېدای شوی؛ لکه څنګه چې سټلایټ له لارې د ترهګرو په ټلیفوني اړیکه کې په مصرۍ لهجه خبرې کوي او له Coptic Church څخه د یوې مصرۍ د خلاصول غواړي. په دې کې هیڅ شک نشته چې دا د ترهګرو یوه جوړه کړې کیسه وه چې فرقهاي او مذهبي شخړو ته لمن ووهي. د عراق اسلامي دولت پینځه ځانمرګي برید کوونکي د عبادت په وخت کې پر کلیسا برید کوي او غواړي خلک د عبادت پر مهال ووژني او په وینو ککړ انځورونه يې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي؛ په داسې حال کې چې عراق د عربي هېوادونو د غونډې د کوربتوب لپاره تیاری نیولی و. خو د امنیتي ځواکونو مېړانې د ترهګرو پلانونه خنثی کړل او ویې کولی شو چې د 50 وطنوالو له شهیدېدو وروسته ډېری ګروګان کسان راخوشي کړي.
د پاپ راتګ نړۍ پر دې باوري کړه چې عراق خوندې دی، Our Lady of Salvation پر ترهګرو برلاسي شوه او اوس د عبادت کوونکو پر مخ خلاصه ده. د امنیتي ځواکونو او خلکو هڅې د ستایلو دي چې د کلیسا امنیت یې خوندې کړ تر څو عبادت په ارامۍ سره ترسره شي چېرته چې د شهیدانو روح د پاپ په راتګ ځلېده. ډېر مسلمانان هلته حاضر وو چې له خپلو مسیحي وروڼو ملاتړ وښیي او د عراق تر ټولو لوی مېلمه او د سولې ملګري ته ښه راغلاست ووایي. دغه تاریخي کلیسا د عراق خلکو ته لوی سېمبول دی؛ د هر مذهب او ډلې خلک ورته راځي، شمعې بلوي او د دغه ځای له ارامې او خوندې فضا خوند اخلي.
یونیپث: موصل ته د پاپ سفر څنګه و، په دې فکر سره چې دا ښار یو وخت داعش خپل مرکز اعلان کړی و؟
تورن جنرال سعد معان: نړیوال له دغه سفره ډېر خوشاله وو؛ د عراق او سیمې د یوه ښه راتلونکی هیله ورته پیدا شوه. په هوش البیع ولسوالۍ کې، چې داعش ډېره ویجاړه کړه، د موصل خلکو په دعاګانو او خوشالیو د پاپ هرکلی وکړ. عراق ډېر وخت د نړیوالو او عربي خبرو په سر کې د تاوتریخوالي او چاودنو له خبرونو سره یادېده، خو له کلونو وروسته عراق خوشاله دی، جګړه او ترهګري پکې نشته. د لومړي ځل لپاره ټولې نړۍ د عراق په اړه ښه خبرونه وویل. دا خبرونه د هېواد دننه او بهر عراقیانو لپاره ویاړ و، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د موصل ښایسته ښار دوه کاله د ډېرو افراطي او خونړیو ترهګرو ډلو په ولکه کې و؛ دغو ترهګرو د موصل تاریخي بناوې ویجاړې کړې، کورونه یې وسوځول او لږکي یې په زور وایستل. داعش په دغه ښار کې 14 کلیساوې ویجاړې کړې، له دغې ډلې 7 کلیساوې د 5مې، 6مې او 7مې پېړۍ وې.
د داعش د وحشت او ظلم له حاکمیت مخکې موصل “د دوو پسرلیو مور” و، د سوله ایز ژوند ځمکه وه چې سهار به یې د کلیسا په زنګ او د مسلمانانو په اذان پیلېده. کله چې داعش ښار ونیو، هغه خواږه خوبونه ولاړل. دوی ماشومان ووژل او زموږ د یزیدي وروڼو پر حرمت یې تېری وکړ، د دوی ښځې یې له ځان سره اسیرې کړې. دغه ترهګر د نازیانو غوندې د خلکو په کورونو ورننوتل، د غیر مسلمانانو د کورونو په دېوالونو یې کوږ “ن” لیکه [چې د مسیحي اصطلاح، نصارا لومړی توری دی]، د خلکو په زړونو کې یې نفرت او وحشت خوراوه او اړ ایستل یې چې خپل کورونه پرېږدي او له موصل نه وتښتي. مسلمانانو هم دا نه شوی برداشت کولی چې د هغه وحشت په منځ کې ژوند وکړي چ د دوی وروڼه او ګاونډیان یې ځورول، ځکه خو دوی هم د تښتې پریکړه وکړه. ترهګرۍ دغه ښایسته ښار په کنډواله بدل کړ؛ سوری سوری یې کړ او ټول ساختمانونه یې ونړول. ان د النوري مشهور جومات، چې په خپله مناره مشهور و، د دوی له وحشت څخه خلاص نه شو. دغو پېښو د پاپ سفر نور هم مهم کړ، تښتېدلي خلک یې باوري کړل او نړۍ ته یې دا پیغام ورکړ چې د دوو سپرلیو په مور ښار کې ترهګرۍ ماته وخوړه. ټوله نړۍ د موصل په منځ کې په هغه کلیسا کې د عبادت شاهده وه چې داعش ویجاړه کړې وه. زما په اند موصل ته د پاپ سفر د ده دغې تاریخي خبرې نور هم خاص کړ چې پر عسویانو یې غږ وکړ چې بېرته ښار ته راشي. نړۍ ته په خطاب کې یې وویل: “موږ خپل دغه ټینګ باور ثابت کړ چې اخوت او ورورولي د نفرت او تاوتریخوالي تر غږ پیاوړې ده”. او دا چې “دیني باورونه باید د دې سبب شي چې په سوله او یو د بل په منلو کې ژوند وکړو. دا ډېره د خواشینۍ خبره ده چې د تمدنونو هېواد د دغه ترهګریز برید هدف شو”.
یونیپث: د پاپ د سفر امنیت د عراق د کوم امنیتي واحد دنده وه؟
تورن جنرال سعد معان: د ګډو عملیاتو قوماندې (JOC) د دغه سفر د امنیت خوندي کولو پلان ونیو او ګڼو امنیتي ارګانونو ته یې دنده ورکړه. JOC پرمختللې عملیاتي خونه لري چې له ټولو امنیتي ارګانونو سره اړیکه نیسي او له نورو وزارتونو سره یې همغږې کوي؛ دا شخصاً د لومړي وزیر تر نظر لاندې ده. په دې کې شک نشته چې کورنیو چارو وزارت په دې کې لوی لاس درلود، د دوی دنده له هغه ځایه پیل شوه چې پاپ هوايي ډګر ته راورسېد؛ دوی د پاپ کاروان تر بغداد او ولایتونو امن کړ. خو په دغه تاریخي سفر کې ټولې ملکي او پوځي ادارې دخیلې وې. پلان ډېر بریالی و، زه غواړم له ټولو امنیتي مشرانو مننه وکړم چې دغه تاریخي سفر یې بریالی کړ. ټولو د یوه ټيم په توګه نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې؛ ځکه چې دا سفر ځکه چې دغه سفر د ټول عراق لپاره یو ویاړ و او له هېڅ امنیتي نیمګړتیا پرته د دغه سفر بریا وښوده چې د عراق امنیتي ځواک په هېواد کې د امنیت راوستو او هېواد ساتلو وړتیا لري.
یونیپث: ایت الله علي السستاني د نجف ښار په یوه پخوانۍ سیمه کې، چې اماره ورته وایي، اوسېږي؛ هلته کوڅې د مسافر وړونکو وسیلو لپاره ډېرې تنګې دي. محاصره شوې سیمې څنګه خوندي کوئ؟
تورن جنرال سعد معان: نجف له شکر پرته د نړۍ یو له ډېرو خوندي او امنو ښارونو دی؛ نو موږ ښاغلي ایت الله علي السستاني ته د پاپ په ورتګ کې کومه امنیتي ستونزه نه لرله. که څه هم امنیتي ځواکونو د دغه سفر د خوندو کولو لپاره له جزیاتو سره یو پلان جوړ کړ؛ په ځانګړي ډول هغې نرۍ لارې ته چې ښاغلی پاپ د عالیقدر سید سیستاني د کور خوا ته په پښو تګ کاوه. د ده د خپلو خبرو مطابق، پام ټوله لار ښه راحت لاړ؛ دا د عالیقدر سید سیستاني ریاضت او شکسته نفسي ښيي. موږ په ښار کې د هر قدم لارې له امنیتي وضعیت څخه خبرېدو. د عالیقدر سیستاني کور ته ټولې لارې او ودانۍ، JOC د ځمکې او هوا له لارې څارلې.
یونیپث: ستاسو له نظره، کوم ځای پر پاپ د داعش د برید پلان و چې تاسو یې خنثی کړئ؟
تورن جنرال سعد معان: ولې نه، له ښار نه لرې چې د پاپ پشان مهم کس ځي، د ترهګرو لپاره اسانه هدف کېدای شي چې امنیت یې وګواښي. موږ پوهېږو چې ترهګر غواړي د عراق ناسم تصویر وښيي او له هر فرصت څخه ګټه واخلي چې ترهګریز برید وکړي – هغه که په هر قېمت وي- تر څو دولت کم راولي او نړۍ قانع کړي چې عراق بې ثباته هېواد دی. د دې لپاره، په امنیتي پلان کې باید ډېره دقیقه محاسبه وشي. موږ په عراق کې له ترورېزم سره د مبارزې د ډګر پرېمانه تجربه لرو. امنیتي مسولینو ډېرو جزیاتو ته پام وکړ چې سړکونه او ودانۍ خوندي کړي، استخباراتي هڅې یې کوي، د څار له عصري تکتیکونو یې ګټه واخیسته چې داسې پلان جوړ کړي چې ډېرې برخې کمربندونه راونغاړي. د خوشالۍ ځای دی چې پلان کامیاب و.
یونیپث: د دغه سفر پر مهال، امنیتي ځواکونه له کومو ګواښونو سره مخ شول؟
تورن جنرال سعد معان: د موصل زاړه ښار ته د ښاغلي پاپ تګ یو لوی چلنج و، ځکه چې د سړکونو او لارو حالت د ښار د ویجاړېدو له کبله ډېر خراب و او د کورونو چتونه لوېدلي وو. د غونډېدو لپاره چې کوم ځای غوره شوی و، شاوخوا ګڼو ودانیو ته واضح د لیدو وړ و. هلته د ضمني او ځایناستي سړک نشتون امنیت پېچلی کړی و. له Our Lady of Salvation Church کلیسا څخه د پاپ لیدنه هم له چلنج او ګواښ ډکه وه، ځکه چې دا ځای د ډير بیروبار په منځ کې دی؛ دغه راز په دهيقار ولایت کې، اور ښار ته د پاپ تګ یو ګواښ و؛ ځکه چې هلته لاریونونه شوي وو او موقتي سیمه ایز حکومت د پاپ له تګ نه څو اونۍ مخکې نیول شوی و. دغې چارې د امنیتي پلان نیول تقریباً ناشوني کړي و. په هر صورت، د امنیتي ځواکونو له مسلکیتوب، بهترینو استخباراتي هڅو، د امنیتي ځواکونو ګډ کار او د ملکي کسانو له مرستې او ملاتړ مننه؛ موږ پر ټولو امنیتي ګواښونو برلاسي شو او د دغه تاریخي سفر امنیت مو په بریالیتوب ونیو.
یونیپث: د امنیتي پلان جوړولو او بشپړولو څومره وخت ونیو؟
تورن جنرال شعد معان: په عراق کې د امنیتي ګواښونو او د موصل په دښته او حمرین غرونو کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو د دوام سربېره، د دغه سفر امنیتي پلان او اولیه تیاریو څو اونۍ ونیولې. موږ همداراز هغه سیمې وکتلې او تمرینونه مو پکې وکړل چې پاپ د ورتګ نیت درلود. د خوشالۍ ځای دی چې هر څه ډېر ښه مخته لاړل او امنیتي ځواکونو پر هر څه کنترول درلود. زما په نظر د امنیتي ځواکونو د مسولینو د کلونو تجربې او درسونو د دې سبب شول چې موږ له هیڅ ډول ګواښ سره مخ نه شو او هر څه ډېر په ارامۍ پر مخ لاړ شي
یونیپث: تاسو د پاپ د سفر د امنیت ساتلو په برخه کې د عراق د پوځ د مختلفو ارګانونو ګډ کار څنګه ارزوئ؟
تورن جنرال سعد معان: امنیتي پلان داسې و چې مختلف ارګانونه ګډ کار وکړي او د دغه تاریخي سفر امنیت وساتي. زموږ امنیتي ځواکونه له نورو دولتي ادارو سره په کار کولو کې انعطاف لري او له هغوی سره له کار کولو خوند اخلي؛ په ځانګړي ډول د 2014 کال د ګډو عملیاتو د فضا له تجربې وروسته. د ازادۍ په جګړو کې له نړیوالو ایتلافونو سره زموږ د امنیتي ځواکونو ګډ کار هم دوی ته پرېمانه تجربه ورکړې. په ډېر ویاړ وایم چې د پاپ د سفر پر مهال د امنیت خوندي کولو په پروسه کې زموږ د امنیتي ځواکونو ګډ کار په ډېره لوړه کچه و؛ دا د دې سبب شوه چې پر موږ د عراق د خلکو او ټولې نړۍ د خلکو، چې زموږ کار یې ولید، باور زیات شي او درناوی مو وکړي.
Comments are closed.