برخی د کوروناویروس له دورې نه وروسته د نړیوالو اړیکو پراخول By Unipath Last updated Feb 1, 2021 Share Facebook Twitter تورن جنرال ریت اوده ارشید شیدافات، د اردن وسلوال ځواکونه د دولتونو ترمنځ نړیوالې اړیکې له هغه څه نه اغیزمنې کیږي چې په نړۍ کې پیښیږي. جنګونه او اغېزې، پایلې او نتایج یې ښایي په نړیوالو اړیکو کې تر ټولو اغیزمن فاکتورونه وي. د نړۍ بې شمیره پیښو د نړیوالو اتحادونو، فدراسیونونو، د همکارۍ شوراګانو او نورو نړیوالو سازمانونو په رامنځته کولو کې مرسته کړې چې د دولتونو ګټو ته کار کوي. موږ اوس د نړۍ تر ټولو ناوړه بحرانونو کې ژوند کوو، چې ورته له نړیوالې جګړې سره د برابرتیا نوم ورکړل شوی. کوید- 19 وبا د هرې وچې له سرحدونو څخه تېره شوه. دا یو پټ دښمن دی، چې د هغه په څیر چې په تاریخ کې د خپل ګړندي او چټک خپراوي او اغېزې او د ژوند په ټولو برخو کې په ټوله نړۍ کې د مرګ او ویجاړي له اړخه یې په تاریخ کې ساری ډېر کم لیدل شوی. دا ناروغي د هیوادونو زیربناوې او بنسټونه اغیزمن کړي، او د دې لامل شوی چې نړۍ ډېره محتاطه اوسي. د هیوادونو ترمنځ د خبرو ژبې بدلون کړی. د دوی لومړیتوبونه او ګټو بدلون موندلی، او د یو بل د چلند په اړه شکونه ډیر شوي دي. نوي مفاهیم رامنځته شوي چې کولی شي نړیوالې اړیکې له سره تنظیم کړي. دولتونه ښایي خپل لیدلوري بدل کړي، او په ځان اتکا، انفرادیت او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکولو باندې ډیر تمرکز وکړي. هغه مهال چې اقتصاد، پوځي پیاوړتیا، ټکنالوژي او نور لومړیتوبونه له انساني ژوند او روغتیا څخه د نړیوالو پېښو ترشا د هڅوونکي ځواک په توګه مخکې ګڼل کیدل، پورته ذکر شوو هر څه په ډیری هیوادونو کې لږ اهمیت درلود. دا ډول پیښې د کروناویروس سره د جګړې په ګډون، د دلیل غږ، یو غوره پوهاي، انسانیت ته درناوي او د لومړیتوبونو بیاارزونې ته اړتیا لري. دوی د نړیوال اخلاقي او د چلند سیستم رامنځته کولو ته اړتیا لري چې د مسؤلیت، سخت کار او زغم له مانا او ارزښتونو سره سمون ولري. دا دې ته هم اړتیا لري چې له هغه څه نه درسونه زده کړو چې زموږ په شاوخوا کې پیښیږي او رامنځته کیږي. موږ د دلیل او زړورتیا غږ ته اړتیا لرو تر څو له واقعیتونو څخه استازیتوب وکړي؛ موږ عقل او درک ته اړتیا لرو، ځکه چې د نړۍ قومونه له همکارۍ، باور او د پوهې او اندونو له تبادلې پرته ژوند نه شي کولی. او نه هم دوی د نسل، رنګ یا مذهب پر بنسټ د انسانانو تر منځ د هر ډول ویش، ځان غوښتنې او تبعیض له ردولو پرته ژوند کولی شي، ځکه چې قراني ایت دی چې وایي، کلکم من ادم و آدم من تراب (تاسو ټول د آدم اولاد یاست، او ادم له خاورې نه پیدا دی). خلک د دې پرځای چې خپلې غوښتنې تعقیب کړي، باید د ښېګڼې، همکارۍ، زغم، مسؤلیت او ژمنې پر لور هڅه وکړي. د هغو سیالیو او رقابتونو د پاللو پر ځای چې د دا ډول نړیوال جنګ د د ناڅاپي رابرسېره کېدنې څخه مخکې پر نړیوالو اجنډاوو باندې مسلط وو، موږ کولی شو دا خپرېدونکې ناروغي په یو داسې فرصت بدل کړو چې په نړیواله او بین المللي اړیکو کې خپل لومړیتوبونه بیاځلې تنظیم او د نړۍ د خلکو ګټو او انساني روغتیا لپاره کار وکړو. اردنی موډل چې د جلالتمآب پاچا عبدالله ابن الحسین له خوا یې مشري کېده، د اړیکو د چینلونو پرانستلو لپاره ښه بیلګه وه. دا د مشورې، دوه اړخیزه اتکا، او د پوهې او نظریاتو تبادله وه ترڅو باور رامینځته کړي، د همکارۍ پلونه جوړ کړي، او د اردن او د نړۍ د خلکو ترمنځ هیله راپیدا کړي. دا د نیکمرغۍ یوه نمونه ده، د جنت برکتي ونې په شان چې کلکې ریښې لري او شاخونه یې تر اسمانه رسي. Facebook Twitter Share
Comments are closed.