برخی د ښځو درملنه By Unipath On Oct 21, 2020 Share Facebook Twitter د کویټ انتیسار بنسټ د جګړې له امله د بې ځایه شویو عر میرمنو لپاره د ډرامې له لارې رواني درملنه وړاندې کوي یونیپث کارکونکی | انځورونونه د انتسار بنسټ لخوا د مینځني ختیځ او شمالي افریقا سیمه د جنګ او وسلوالو جګړو شاهده ده چې پر هیوادونو او د پکې میشت خلکو یې ډیرې ناخوالې راوستي دي. پداسې حال کې چې نړۍ تر ډیره حده په فزیکي ویجاړتیا او د جنګ له کبله رامینځته شوي جسمي زیان باندې تمرکز کوي، خو ډیری وختونه رواني صدمې یا ټروما ته چې په سیمه کې د خلکو د ځورېدو په کچه کې شدت راولي، په پام کې نه نیسي. یونیپث مجلې د انتسار بنسټ له رییسې، له عالي القدرې شیخه انتسار سالم العلي آلصباح سره مرکه کړې. دغه خیریه موسسه چې په بریټانیا کې راجستر شوي ده او په عربي هیوادونو کې فعالیت کوي د سلګونو ښځینه مهاجرو سره کار کوي ترڅو رواني اختلالات او صدمات په ګوته کړي، او د جګړې د زخمونو په درملنه کې مرسته وکړي. د هغې نوښت په نړۍ کې لومړی و، په ځانګړي توګه د هغو ښځو لپاره چې د جګړې له امله رواني ټپونه لري. سره له دې چې ګڼ شمیر بشرپاله سازمانونه د وسلوالې شخړې وژونکي میراث سره مبارزه کوي، خو د هغو پروګرامونو کمښت احساسیده چې په میرمنو یې تمرکز کړی وای چې ډیر رواني بوج یې زغملی وي. د ډرامې درملنه د ډراما په درملنه کې د تیاتر تخنیکونه کارول کیږي لکه کیسې ویل، رول لوبول او بې له تیارۍ خبرې کول چې په احساساتي درملنه او روانې بیارغونه کې مرسته کوي. کله چې تاسو له مېرمن شیخه انتسار سره وینئ نو تاسو ته به ژر د”مناسب نوم” عبارت په یاد راځي، چې عربان یې هغه نوم ته راجع کوي چې د هغې مالک خوښ وي (انتیسار په عربي کې د “فاتح” په مانا دی). هغه د جګړې پر وحشتونو باندې غالبه شوې ده او د بدمرغیو او غمونو سره مخ شوي مخونه یې نرم او آرام کړي دي. له جنګ ځپلو میرمنو څخه ملاتړ د شیخه انتسار هڅې له کدوالو سره د کویټ له مرسته کوونکي دود سره برابرې دي هغې یادونه وکړه چې کویټ د کډوالو ملاتړ لپاره د درې کنفرانسونو کوربتوب کړی دی او د سوري کډوالو د ملاتړ لپاره په نورو نړیوالو کنفرانسونو کې یې هم برخه اخیستې ده. هغې وویل: “په عربي نړۍ کې د مهاجرینو د کړاو له مخې ما په کال 2018 کې د انتسار بنسټ تاسیس کړ، ترڅو د عربي ښځینه مهاجرینو څخه ملاتړ وکړم او د ډراما رواني درملنې له لارې دوی بیرته عادي ژوند ته راولم.” “هدف دا دی چې یو ملیون عربي ښځې بیرته عادي ژوند ته راستنې شي. موږ د لبنان په طرابلس او شټیلا کې د کډوالو په کمپونو کار پیل کړ چې په دوامداره توګه اردن او نورو هیوادونو ته غزول شوي دي.” د ډراما په درملنه کې د تیاتر تخنیکونه کارول کیږي لکه کیسې ویل، رول لوبول او له چمتووالي پرته یا په فی البدیهه ډول خبرې کول چې په احساسي درملنه او روانې بیارغونه کې مرسته کوي. د مېرمن شیخې د کار او بنسټ تر پیله پورې، د ډراما درملنې څخه هیڅکله په عربي نړۍ کې په پراخه کچه کار نه وو اخیستل شوی. دغه بنسټ د خپلو لګښتونو د پوښښ لپاره بسپنه ترلاسه کوي، خو د هغې نیمایي بودیجه د جواهراتو د پلور څخه راځي، په ځانګړې توګه د شيخې شرکت لخوا چې د انټیسار لوکس جواهرات نومیږي. دغه بنسټ په پام کې لري چې له 600 څخه ډیر د رواني درملنې معالجین وروزي چې د جنګ په سیمو کې میشته او یا تښتیدلو میرمنو سره مرسته وکړي. مېرمن شیخې وویل: “انتیسار بنسټ غواړي د روانې درملنې له لارې له بې ځایه شویو میرمنو سره مرسته وکړي ترڅو له هغه ستونزمن وخت څخه ووځي چې دوی تجربه کړی، او ژوند ته له نوي او امید بخښونکي لید څخه وګوري.” “ښځینه کډوالې د هنر او ډرامې له لارې په نوو میتودونو سره روزل کیږي او بیارغول کیږي، چې په دغه درملنه کې رواني درملنه په انعطاف منونکې طریقې سره ترسره کیږي.” د مینې دایرې کتاب مېرمن شیخه انتسار په دې وروستیو کې د مینې د دایرې په نامه یو کتاب خپور کړ چې پکې د 87 سترې او مهربانې ښځې کیسې شوي دي، لکه د اردن شهزادګۍ دینا مرید، د تونس موډل او لوبغاړی افیف جینیفین؛ انګلیسي ماډل یاسمین لی بون؛ عماني هنرمند رادیکا خیمجي؛ ماریا بوکسیلاټي، د پاریس میشته فیشن هاوس رییس؛ او د کویټ ښځینه شخصیتونه چې د نړۍ نامتو انځور اخیستونکی مکس ودوکول لخوا یې انځورونه اخیستل شوي دي. د دې کتاب عواید په بشپړ ډول د انټسار بنسټ ته ځي. د انتسار بنسټ خپلو ګټه اخیستونکو ته خدمات وړاندې کوي. د کتاب انګیزه د کینیا زېږېدلی بریتانیایی انځور اخیستونکي، ودوکول او شیخې تر مینځ د غونډې پر مهال راولاړه شوه، چې مدر تریسا او د نوبل جایزې د 21 نورو ګټونکو په ګډون د نړۍ په کچه د نفوذ لرونکو میرمنو زړه راښکونکي انځورونه اخیستي دي. د تورو او سپینو انځورونو راټولول او تنظیم کول دوه کاله وخت ونیو، او ډیرو تکړه میرمنو ته اړتیا وه چې په کتاب کې د څرګندیدو په اړه پر لومړني اضطراب غالبه شي. هغې وویل “د کتاب مفکوره د پیاوړو ښځو په رابرسېره کولو باندې ولاړه ده چې د ورکې شوې او موندل شوې مینې کیسې کوي.” “په کتاب کې هغه ښځینه څیرې دي چې په خپلو ټولنو کې ځای لري او د ځواک او محبت په اړه بحث کوي.” پر ښځو تمرکز وکړئ دغه بنسټ په عربي میرمنو تمرکز کوي، خو ملاتړ یې پر قومیت او مذهب پورې محدود نه دی. مېرمن شیخې له دې پوهاوي څخه چې ښځې د کورنۍ اساس ګڼل کیږي، کار اخلي، چې نه یوازې خپل ماشومان بلکې پراخه ټولنه رامنځته کوي. هغې وویل، “په نورمال ډول ښځې د جګړې په بهیر کې او له هغې وروسته شاته ساتل کیږي، “.که موږ ښځې پیاوړې کړو، نو دوی به وکولی شي چې له خپل ځان او کورنۍ څخه ملاتړ وکړي. له دې امله به موږ ټوله ټولنه ځواکمنه کړو.” ډلهییزه درملنه د دې بنسټ اساسي رکن دی. له میرمنو سره مرسته کوي چې پر خپګان، اضطراب، او له جګړې سره تړلو زیانونو او د جنګي سیمو څخه د وتلو پر ستونزو باندې لاسبري شي او په نوي ځای او مکان کې ژوند له سره پیل کړي. دغه بنسټ همداراز د ملاتړ یوه شبکه جوړوي چې میرمنې کولی شي د درملنې بشپړولو وروسته ورته لاسرسی ومومي. هغې وویل: “د پرګرامونو له لارې موږ هڅه کوو چې د صدماتو یا ټراما ټپونو او ډار درملنه وکړو چې له کبله یې اغیزمنې میرمنې په عربي هیوادونو کې د جګړې له امله زیانمنې شوي دي. په دغو هېوادونو کې لبنان او اردن دی چې لوی شمیر ښځینه کډوال پکې ژوند کوي.” Facebook Twitter Share
Comments are closed.