څانګېد لوړپوړو مشرانو پېژندنه د هېواد ساتنه By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter ډګر جنرال هاشم الرفیعي، د کویټ ملي ګارد د پراختیا په برخه کې پېژندل شوې څېره ده یونیپث کارکوونکي | انځورونه د کویټ د ملي ګارد لخوا یونیپث د یو وتلي مشر هرکلی کوي. هغه څوک چې کویټ د ملي ګارد د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي. تورن جنرال هاشم الرفیعي لیوال دی چې د دې ادارې رول پیاوړی کړي ترڅو د هیواد د پوځي او ملکي بنسټونو لپاره د ملاتړ لومړنی ګروپ جوړ کړي. ملي ګارد څو دندې لري او ویاړ لري چې د اردو، پولیسو او نورو ادارو په همکارۍ د ملي امنیت ساتنه کوي. د تورن جنرال رفیعي ستاینه د بل چا لخوا نه بلکې د جلالتماب امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح لخوا وشوه، چې ملي ګارد یې یو له مهمو ستنو څخه وباله چې د ملت امنیت او دفاع ورباندې ولاړ دي. او د هغې ویاړلې وظیفې ستاینه وکړه چې د اردو او پولیسو په همکارۍ د دې ګران هیواد د امنیت او ثبات په ساتلو کې سرته رسیږي، چې د ټولو لخوا یې مننه او قدرداني کیږي. یونیپث: د کویټ ملي ګارډ د قوماندان په توګه مهرباني وکړئ په هیواد کې د دغه ځواک دندې او مسؤلیتونه تشریح کړئ. ډګر جنرال هاشم: د کویټ ملي ګارد جوړولو مفکوره په کال 1967 کې رامینځته شوه، د کویت مرحوم امیر شیخ جابر الاحمد الجابر الصباح د واکمنۍ پرمهال، هغه مهال چې هغه ولیعهد و. دا مفکوره په کال 1967 کې د قانوني مادې نمبر 2 له لارې په حقیقت بدله شوه، چې د 1967 نومبر په 6مه کې صادر شو، چې وروسته د کویټ مرحوم امیرجلالتماب شیخ صباح السلام الصباح د پاچاهي په دوران کې د کویت ملي ګارد تاسیس کړ. له پیل راهیسې، ملي ګارد د شیخ سالم العلي السالم الصباح او د هغه مرستیال، شیخ مشعل الاحمد الصباح لخوا رهبري کیږي. له دې فرمان سره سم، ملي ګارد له اردو او پولیسو څخه خپلواک دی او ورته د ښاریانو نوم لیکنه په داوطلبانه ډول ترسره کیږي. دنده یې دا ده چې د کویټ خاورې په دفاع او د هغې آزادي او خپلواکي په خوندي کولو کې د وسله والو ځواکونو څخه ملاتړ وکړي. دا د کویټ امنیت په ساتلو او د ولسي جبهې په خوندي کولو کې له عامه امنیتي ادارو سره مرسته کوي. د فرمان د تطبیق راهیسې د ملي ګارد ځواکونه د سیاسي مشرتابه بشپړ ملاتړ، پاملرنه او توجه ځان سره لري، نو له همدې امله دوی خپله دنده چې له هیواد څخه دفاع او د امنیت او ثبات ساتنه ده د ټولو هغو خلکو په وړاندې ترسره کوي چې ممکن مقدسه خاوره یې ناپاکه کړي. دا ځواکونه خپل ولس د هرډول ګواښ څخه ساتي، حیاتي تاسیسات او دولتي ادارې خوندي کوي او د اردو، پولیسو، د ملکي دفاع عمومي ریاست او د دفاع عالي شورا سره په ګډه د دوی لخوا ورته سپارل شوي دندې د ترسره کولو لپاره چمتووالی لري. ملي ګارد په ټولنه کې رغنده رول لوبوي. یونیپث: تاسو جلالتماب د خپل پوځي مسلک په موده کې ډیرې لاسته راوړنې لرئ. مهرباني وکړئ د یو څو نومونه واخلئ چې تاسو ته خورا معنی لري. ډګر جنرال هاشم: زه ویاړ لرم چې د لومړي بریدمن په توګه مې په کال 1988 کې د انجینری افسر په حیث د ملي ګارد غړیتوب ترلاسه کړ. زه لومړی انجنیر وم چې په هغه وخت کې د ملي ګارد سره یوځای شوم او د هغو کسانو په مینځ کې وم چې د اداري او لوژیستیکي ملاتړ لپاره یې عصري سیسټمونه معرفي کړل. د کویټ ملي ګارد کې د وسلو د کمیټې د مشر دندې ترسره کولو پر مهال، ما د 2005 څخه تر 2007 پورې د وروستۍ ټیکنالوژۍ پراساس د وسلو سیسټم په پراختیا کې برخه اخیستې. ما د کویټ ملي ګارد په پرمختللي تجهیزاتو او تکتیکي موټرو او تجهیزاتو سمبالولو کې مرسته وکړه، او دا د دې سازمان په تاریخ کې د یو کیفی ګام ښودنه وه. د 2010 د مارچ په 2، ما د پوځي روزنې د قوماندانۍ مسئولیت په غاړه واخیست او هڅه مې وکړه چې د پوځي روزنې نصاب پراخ کړم، د روزنې ښوونیز سیستمونه فعال او د کمپیوټر د سواد زده کړې د تصدیق پروګرام معرفي کړم چې د کمپیوټر چلونې نړیوال لایسنس نومیږي. د معرفي شوو عصري تخنیکونو د برېښنایي زده کړې او عصري مالوماتي سیستمونو د ورپېژندنې په ګډون، له امه روزنیز سیستم د پام وړ پرمختګ لیدلی. ملي ګارد د هوا یو بیړني حالت ته ځواب وایي. زه د 2012 د سپتمبر په 9 نیټه د ملي ګارد د پرسونل قطعې ته لاړم، چیرې چې ما د ملګرو قوماندانانو سره او د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په همغږۍ سره د هیواد لپاره د دفاعي پلان په جوړولو او د ملي ګارد نظامي دوکتورین د مهمو بنسټونو اېښودلو او همداراز د ملي ګارد لپاره د عملیاتي او جنګي چتمووالی او د بشري ځواک د راپورونو په وده او پراختیا کې مهم رول ولوباو. ما د ملي ګارد د امنیتي سیسټم کاري ګروپ مشرتوب وکړ، چې د هغه له لارې مو یوه پراختیایي پروژه پیل کړه، او د دولت له پراختیایي پلان سره سم مو نوي کمپونه پرانیستل، چې ملي ګارد سره مرسته کوي ترڅو په ټولو سیمو کې شتون ولري. د 2015 د جنوري 1، ما د ملي ګارد مشرتابه د باور ویاړ ترلاسه کړ ویاړ ما ته د لوړ پوړو مشرانو لخوا شیخ سالم العلي الصباح د ملي ګارد قوماندان، او شیخ مشعل الاحمد الجابر الصباح د ملي ګارد د قوماندان معاون له خوا راکړل شو، ترڅو د ملي ګارد د مرستیالۍ دنده په غاړه واخلم. زه له یو څو نورو مشرانو سره په پوځي، اداري او تخنیکي چارو د لوی پلانونو په جوړولو کې د ملي ګارد سره مرستې ته دوام ورکوم. د وروستیو لاسته راوړنو څخه یو هم د سرحدي ځواکونو او پولیس ځواکونو په نړیوالې ټولنې کې د کویټ ملي ګارد په پوځي حیثیت سره شاملیدل دي. دا مونږ ته فرصت راکوي چې د امنیت، تروریزم پروړاندې مبارزه او د بحران د مدیریت په برخو کې مخکښو هیوادونو سره تجربې تبادله کړو. یونیپث: د کویټ ملي ګارد له خارجي امنیتي ځواکونو سره له ګډ پوځي تمریناتو څخه څنګه ګټه پورته کړې؟ ډګر جنرال هاشم: بې له شکه، ګډ پوځي تمرینونه د هیوادونو تر منځ شراکت او اړیکې پیاوړي کوي، د تجربو تبادلې ته وده ورکوي او د ظرفیتونو په جوړولو کې مرسته کوي. ګډ تمرینونه جنګي وړتیاوې او چمتووالي ته پرمختګ ورکوي. مونږ د اعظمي ګټې د ترلاسه کولو لپاره د برخه اخیستونکو ځواکونو ترمنځ د ګډ عمل پر ودې باندې تمرکز کوو. د تمرینونو په جریان کې مونږ لیواله یو چې خپل فعالیت وارزوو، ځواک او کمزورتیا وپیژنو، او زده کړل شوي درسونه په ګوته کړو. پدې وخت کې مونږ له دوست او ورور هیوادونو سره چې متحده ایالات هم پکې ګډون لري، د ایګل رییزالف تمرین لپاره چمتووالی نیسو. یونیپث: کویټ د متحده ایالاتو یو له قوي ستراتیژیک متحدینو څخه دی. تاسو به د دواړو هیوادونو ترمینځ موجوده اړیکې او شراکت څنګه تشریح کړئ؟ ډګر جنرال هاشم: متحده ایالات په مختلفو برخو په ځانګړي توګه پوځي او امنیتي کې د کویټ لپاره یو قوي متحد او ستراتیژیک ملګری دی. د دې ملګرتیا یوه غوره بیلګه هغه دریځ و چې متحده ایالاتو په 1990 کې د کویټ د حقونو په دفاع کې خپل کړ، هغه مهال چې زمونږ هیواد د وحشي یرغل لاندې و. هغه څه چې د متحده ایالاتو سره د کویټ د اړیکو ژورتیا تاییدوي د متحده ایالاتو په پوهنتونونو کې د زرګونو کویټي زده کونکو شتون دی. همدارنګه په وروستيو کلونو کې ډیری امریکایی پوهنتونونه په کویټ کې حضور لري. یونیپت: د ملي ګارد لپاره د ستراتیژیک پراختیایي پلان، چې عنوان یې دی د 2020 د استراتیژیکو اهدافو سند، ځانګړتیاوې څه دي؟ ډګر جنرال هاشم: د ملي ګارد ستراتیژیک پلان (2020) د ملي ګارد مرستیال مشر جلالتماب شیخ میشال الاحمد الصباح له لوري د -امنیت لومړی- شعار تر نامه لاندې په لاره اچول شوی، او دا یو ملي موخه تعقیبوي چې د امنیت او ثبات په ساتلو او د ملي دفاع او امنیتي پلانونو او اهدافو په ملاتړ سره د کویټ د دولتي حاکمیت، مشروعیت، خلکو او ارزښتونو څخه ساتنه کوي، ترڅو د کویټ د جلالتماب امير او د وسلوالو ځواکونو د اعلی سر قوماندان لوړ آرمان چې کویټ د یو مالي او سوداګریز مرکز په توګه وده وکړي، په حقیقت بدل شي. ملي ګارد هڅې کوي چې په لوړه کچه پوځي، امنیتي، اداري او تخنیکي چمتووالي ولري. پلان له لیدلوري سره سم، په امنیت، پوځي عملیاتو او بنیادي حکومتدارۍ کې د لوړ کیفیت مشرتابه، وړتیا او بشپړ چمتووالی له لارې د لوړ مسلکي ځواک رامنځته کولو هڅه باید وشي. په سند کې د کلیدي ارزښتونو لیست شامل دی: تړاو، وفاداري او هیواد پالنه، د تخصص او چمتووالي په ډګر کې پوځي برتري، او عدالت. پدې کې یو شمیر برخې هم شاملې دي چې حیاتي ماموریت او چمتووالي په ګوته کوي، لکه د جنګي چمتووالی پیاوړتیا، د میخانیکي او زغره والو موټرو نوي کول، وسلو او مهمات، د تفتیش کچه لوړول، څارنه، د تخنیکي چمتووالي پرمختګ، د زیربناوو پیاوړتیا او د پایګاوو او ګدامونو پراختیا، د روغتیایی کلینیکونو د رامینځته کولو له لارې د روغتیايي خدماتو ښه والی چې د ملي ګارد پرسونل د اړتیاو پر اساس تخصص ولري. نورې برخې د وړتیاوو پراخولو سره سروکار لري، لکه د چورلکو قطعه جوړول او د پېژندل شوو روزنو او وړتیاوو ازموینو د چمتووالي په ګډون د هر ډول ماموریت د ترسراوي لپاره اړین مواد برابرول. په بله برخه کې د یو کیمیاوي او راډیولوژیکي څار مرکز فعالول، همداراز د پوځي او تخنیکي څیړنیز د برخې پراخول او انرژي او نورو چارو پورې اړوند مطالعاتو، او د تروریزم او بلوا ضد د لواګانو روزنې هم په دې سند کې شته. د “امنیت لومړی” ستراتیژیک پلان تفصیل ملي موخه د امنیت او ثبات په تامینولو او د ملي دفاعي او امنیتي پلانونو او اهدافو په ملاتړ سره د کویټ حاکمیت، مشروعیت، اساسي قانون، خلکو او ارزښتونو ساتنه کوکول. لیدلوری د لوړ-کیفیت مشرتابه، وړتیا او د لوړ مسلکي ځواک د بشپړ چمتووالي له لارې د امنیت، پوځي عملیاتو او بنسټیزې حکومتوالۍ لپاره هڅه کول. اساسي ارزښتونه تړاو، وفاداری او هیواد پالنه د تخصص او چمتووالی په ډګر کې پوځي برتری عدالت د استراتیژیک پلان ستنې 1. حیاتي دندې او چمتووالی. جنګي چمتووالي ته پراختیا ورکول. ماشین آلاتو، زغره والو، وسلې او مهماتو جوړول او پراخول. تفتیش، نظارت او د کیفیت کچه لوړول. تکنالوژیکي چمتووالی نوی کول. زیربنا او زیربنایی اړتیاوې تقویه کول او کمپونو او پلورنځیو ته پراختیا ورکول. د روغتیایی خدماتو چمتووالی پراخول او د ملي ګارد لپاره اړین ځانګړي روغتیایی کلینیکونه جوړول. 2. عمومي ملاتړ او نوي ظرفیتونو تقویه کول. د چورلکو یوه قطعه رامینځته کول او وده ورته ورکول، او په مؤثره توګه یې سمبالول. یوه پوځي امنیتي قطعې جوړول او میکانیزمونه رامینځته کول ترڅو دهغه د ملاتړ دنده پلی کړي. د چورلکې قطعې لپاره د ځانګړو روزنو او ستاینلیکونو یو سیسټم جوړول. د کیمیاوي دفاع او د راډیولوژیک څارنې مرکز فعالول. د پوځ او تخنیکي انرژي پورې اړوند څیړنې او مطالعات پراخول. د تروریزم ضد او د بلوا ضد کنډکونو ته روزنه او وده ورکول او پر اړینو وسایلو سره د دغو کنډکونو پیاوړي کول. د حکومت د ملاتړ قطعې وړتیا او ظرفیت لوړول، او خدمات یې پراخول. 3. د عملیاتي مدیریت، پلان جوړونې، روزنې او د کړکیچ مدیریت د دندې فعالول. د کاري ځواک، تجهیزاتو او د روزنیزو اړتیاوو بیاکتنه کول، او روزنېز ښوونځي، نصاب او تمرینونو ته په دوامداره توګه پراختیا ورکول. عملیاتي مرکز پراخول او اړتیاوې یې نهایي کول. پلان جوړونې او عملیاتو ته پراخول او بیاکتنه ورته کول. د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د اور وژنې خدماتو ریاست سره په ګډو روزنو کې ډېروالی راوستل. 4. د اداري او سازماني چمتووالي زیاتوالی. د سمون چاپیریال پیاوړی کول. سیستمونه او کړنلارې جوړول. ټیکنالوژیکي خدمتونو او د معلوماتي ټیکنالوژۍ سیسټمونو ته پراختیا ورکول. په تشکیلاتي او عملي جوړښت او د ځواک د مدیریت په سیسټم کې رتبې او مسؤلیتونه فعالول. د پوځي منښت او روزنې سیستم فعالول. 5. د مشورې رول پیاوړي کول، د سازماني سیالي زیاتول، د ټولنیز او محیطی مسئولیت څخه ملاتړ کول. په ټولنه کې د ملي ګارد مثبت تصویر او موقعیت تهپراختیا ورکول. د ګارد له څانګو سره بنسټیزې او اداري اړیکې پیاوړې کول، ادارې ته په وفادارۍ کې ډېروالی راوستل، او اداري ارزښتونه پیاوړي کول. د ملي ګارد لپاره یوه رسنیزه پالیسي جوړول او د دولتي سازمان سره ګډ کاري چوکاټ رامنځته کول. 6. ګډې پوځي او مسلکي همکارۍ زیاتوالی راوستل. د همکارۍ لاسلیک شوي پروتوکولونه عملی کول او د پوځي همکارۍ د پلي کولو ساحه پراخول. د نړیوالې ژبې پروګرام پلي کول (انګلیسي، فرانسوی او الماني). نړیوال پوځي مهارتونه راجلبول او پوځي مشورې پراخول. د کنفرانسونو، روزنو او لیدنو له لارې د مهارت تبادلې او بهرنۍ ملګرتیا ډېرول. Facebook Twitter Share
Comments are closed.