د لوړپوړي مشر پیغام
غواړم د امریکا له مرکزي قوماندې مننه وکړم چې د یونیپث مجلې د دغې ګڼې، چې سولې او بیا تنظیمولو ته ځانګړې شوې، د سرمقالې د لیکلو فرصت یې راکړ. د دواړو سپېځلو مسجدونو ساتونکي، اعلیحضرت شاه سلمان بن عبدالعزیز او شهزاده محمد بن سلمان تر رهبرۍ لاندې د سعودي عربستان شاهي سلطنت یو له مخکښو هېوادونو څخه دی چې د سولې راوستو او ترهګرۍ د ختمولو په برخه کې له نړیوالو هڅو سره همکاري کوي
د سعودي د مسلمانانو په توګه، موږ نه یوازې دا چې د سپېڅلو اسلامي ځایونو د ساتلو مسؤل یو، بلکې دا مسؤلیت هم لرو چې اسلام له هغو ایډیالوژیکو سرطاني دانو پاک کړو چې د ترهګرو رهبرانو د سپېڅلو متونو په تحریفولو سره له اسلام سره تړلې څو خپلو نامشروع غوښتنو ته پرې ورسېږي. پرته له شکه، هغه کسان چې الله تعالی هغو ته د دوی له منځه د مهربانۍ د پیغمبر په ټاکلو عزت ورکړ، د دې وړتیا لري چې الهي پیغام وساتي او د هر هغه چا مخه ونیسي چې د دغه پیغام د تحریف هڅه وکړي او د افراطیت، تاوتریخوالي او ترهګرۍ لپاره ناوړه ګټه ترې واخلي.
په سعودي عربستان کې، موږ دا درک کړې چې له ترهګرۍ سره مبارزه ښايي د سولې او ثبات مطلوبه موخه پوره نه کړي؛ تر هغه چې دغه مبارزه د دې سبب شې چې ایډیالوژيک منحرف شوي افراطیان سمې لارې ته راوستل شي. موږ باوري یو چې ډېری ترهګر غلط رهبري شوي او د اسلام او اسلامي انسان دوستانه اصولو په اړه یې پوهه کمه ده. ځکه خو موږ دا خپله انسان دوستانه او وطن دوستانه دنده بولو چې څوک د اصلاح کېدو وړ وي، اصلاح یې کړو.
د دې لپاره د سعودي عربستان هوښیارې او حکیمې رهبرۍ یوازې په یوه لسیزه کې له اسلامي افراطي ایډیالوژۍ سره د مبارزې څلور مرکزونه جوړ کړي. لومړی یې په 2007 کې جوړ شو؛ چې موخه یې د هغو “جهادیانو” اصلاح او مجدد استقرار و چې د سعودي له پولو بهر جګړو څخه را ستانه شوي وو؛ د دغه مرکز نوم د شهزاده محمد بن نایف د سلا او پاملرنې مرکز و. وروستی یې د ایډیالوژيکې جګړې مرکز و چې د شاهي سلطنت د دفاع وزارت له لوري په 2017 کې جوړ شو. د ایډیالوژیکې جګړې مرکز یو نړیوال فکري مرکز دی چې موخه یې د افراطي افکارو ردول او د اسلام د خالصو انسان دوستانه مفاهیمو خپرول دي.
نورو هېوادونو هم په دې وروستیو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ایډیالوژیکې جګړې لپاره د سعودي عرب پالیسي اخیستې. د نورو هېوادونو تر څنګ د ازبکستان، قزاقستان، قرغستان او تاجکستان د هغو خلکو او کورنیو د بیا روزنې کار پیل کړی چې د نورو هېوادونو په کمپونو کې ساتل شوي وو. دا کسان پخوا د داعش پشان نړیوالو ترهګریزو سازمانونو پلویان وو. د سعودي د ماډل په تعقیب، دغه بېرته ستانه شوي کسان اوس د دولت په ملاتړ د ایډیالوژیکي او رواني اصلاح په مرکزونو کې دخیل دي.
د سعودي د شاهي هوایي ځواک د یوه قمندان په توګه، زه پوهېدم چې کوم امنیت چې د سعودي خلک خوند ترې اخلي او پکې خوشاله دي، د سعودي د ادارو د تمرکز او نړیوالو همکارانو سره له همکارۍ پرته ممکن نه و. دغه همکاري او هڅې د ترهګرو د استدلال په رد کولو، د دوی د مالي سرچینو په وچولو او د دوی د تکتیکونو په شنډولو او ماتولو کې وې.
د ترهګرو تکتیکونه د جګړې په ډګر کې بدلېږي. ترهګرو سازمانونو ډېره هڅه کوله چې د خلکو په منځ کې پټ شي تر څو د امنیتي ځواکونو له لوري کشف نه شي. دوی دغه راز په مجازي فضا کې فعال وو چې خپل عملیات پراخ کړي او ځان ته نوي ترهګر پیدا کړي. خو کله چې داعش د 2014 کال په نیمایي کې د عراق او سوریې ځینې ښارونه ونیول، ترهګر په عمومي فضا کې ډېر ښکاره شول. کله چې د داعش د ماتې لپاره نړیوال ایتلاف جوړ شو او د دغه ترهګر سازمان پر وړاندې یې جګړه اعلان کړه، دوی په ښارونو کې جګړه پراخه کړه او داسې ناوړه تکتیکونه یې وکارول چې هیڅ انساني، اخلاقي او دیني اصول اجازه نه ورکوي.
داعش چې کله له نړیوال ایتلاف څخه ماتې وخوړه، یو ځل بیا یې خپله لار بدله کړه. دوی ټوټې ټوټې شول او په غرونو، دښتو او له ښارونو لرې پټ شول. دوی د چریکي جګړې تکتیکونه پیل کړل. کوچنیو ګروپونو یې پر مختلفو ځایونو بریدونه کول چې امنیتي ځواکونه تیت کړي. د دغه ډول نامتناسبې جګړې د ګټلو لپاره منظم پوځونه باید د یو بل ترڅنګ باثباته کار وکړي. دوی باید له یو بل سره خپلې تجربې شریکې کړي او داسې تکتیکونه رامنځته کړي چې د چریکي جګړې لپاره مناسب وي.
په دغه برخه کې ټېکنالوژي ډېره ګټوره ده. ترهګرو ښودلې چې د اکاډمیک او پوځي شالید په سبب یې مختلفې ټېکنالوژۍ، لکه ډرون او ټولنیزې رسنۍ د خپلو مخربو موخو لپاره کارولی شي. د دغې ساري بدبختۍ د ماتولو یوازینۍ لاره دا ده چې جمعي کار وشي او هغه سازمانونه سره یو ځای شي چې په نړیواله کچه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي. لکه چې وایي: “له یوه لاسه ټک نه خېژي” نړیواله ټولنه هم باید د امکان تر حده د ترهګرۍ پر ملاتړو هېوادونو فشار راوړي چې د سیمې د بې ثباتۍ مخه ونیول شي.
له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د نړیوالې همکارۍ ارزښت ته په کتو، د سعودي شاهي دولت د وحشت او تیارې ځواک ته د ماتې ورکولو له نړیوال ایتلاف سره په یو ځای کېدو کې هيڅ ټنبلي ونه کړه. ځينې دغه ایتلافونه خو یې ان په خپله جوړ کړل. په 2015 کال کې په ریاض کې 41 اسلامي هېوادونو د د تروریزم ضد ایتلاف (IMCTC) د جوړولو لپاره د شهزاده محمد بن سلمان غږ ته لبیک ووایه. د دغه ایتلاف اصلي موخه د عصریتوب، معتدلوالي او د اسلام د اراموالي مفاهیمو ته وده ورکول او او په رسنیو کې د ترهګرۍ له روایتونو سره مبارزه وه.
دغه ایتلاف همداراز هڅه کوي چې د امریکا د مرکزي قوماندې او د امریکا د افریقایي قوماندې په ګډون له هغو نړیوالو سازمانونو سره همکاري وکړي چې د سیمې د امنیت غم ورسره دی. هڅه یې دا ده چې هغه سیمو ته بېرته امنیت راولي چې ترهګرو نا ارامه کړې دي. تمه کېږي چې IMCTC به نړیواله ټولنه بسیج کړي چې د عراق د بیا جوړونې له هڅو ملاتړ وکړي او د هغه افراطي او منحرفې ایډیالوژۍ ریښې وباسي چې له داعش نه پاتې ده.
بلاخیره، زموږ په نظر، سوله له دې سره اړیکه لري چې یو ټولنه له خپلو خلکو سره څومره مناسب چلند کوي. ټولنیزه بې عدالتي د کینې او نفرت سبب کېږي. دا چاره د دې سبب کېږي چې خلک د افراطیت او تاوتریخوالي د مفکورو په ګډون ټولې ویجاړوونکې مفکورې واخلي. ځکه خو هغه هېوادونه چې په ټولنو کې یې تاوتریخوالی او افراطیت دی، باید یوازې د افراطیانو د له منځه وړلو هڅه ونه کړي، بلکې د افراطیت عوامل هم له منځه یوسي. د افراطیت ریښې ښایي، ټولنیزې، اقتصادي، سیاسي او یا رواني وي؛ نو هېوادونه د دې تر څنګ چې د ترهګرۍ او ترهګرو د له منځه وړلو لپاره ایتلاف کوي؛ باید د دې لپاره هم ایتلاف وکړي چې د افراطیت عوامل له منځه یوسي او په دې برخه کې خپلې تجربې سره شریکې کړي.
والا حضرت شهزاده خالد بن سلمان بن عبدالعزیز آل سعود،
د سعودي د دفاع وزارت مرستیال
Comments are closed.