له اور سره لوبې

حوثي ملیشې د یمن په ساحل کې پر کښتیو په برید کې د ایران د وسیلې په توګه کار کوي.

معمر الاریاني، د یمن د معلوماتو، کلتور او سیاحت وزیر

د یمن د حدیده ولایت په ساحل کې د متحده عربي اماراتو بیرغ لرونکې روابي کښتیۍ باندې د ایران ملاتړې حوثي ملیشې د دریايي غلا دا کار یو ځل بیا د خطر زنګونه ووهل شو.

دغو بریدونو نړۍ له هغه ګواښه خبره کړه چې دغه ملیشه یې د سرې بحیرې د کشتیو نړیوالو کرښو او باب المندب سټراټېژیک بندر، چې هره ورځ 6 میلیونه بیرله نفت ترې تېرېږي، کې کښتیو او سوداګریز ټرافیک ته اړوي.

د 2022 کال د جنورۍ د 2مې له پېښې څو ساعته وروسته د سعودي په مشرۍ د یمن له مشروعیت څخه د ملاتړ ایتلاف اعلان وکړ چې دوی د نفتو له یوه ټانکر څخه د مرستې لپاره غږ ترلاسه کړی چې حدیده بندر ته نیږدې تر وسله‌ وال برید لاندې و. دا له بندره بهر د کښتیو کرښو کې د زیاتېدونکي ګواښ نښې دي چې د ایران په ملاتړ حوثي ملیشو لخوا کنټرولېږي.

دغه پېښې چې په سره بحیره کې د شخړو زیاتېدل وو، په تېرو دوو کلونو کې د هرمز تنګي، عمان خلیج او عرب بحیرې د کښتیو په نړیوالو کرښو کې، د نفتو ټانکرو او سوداګریزو کښتیو زیاتېدونکې هدف نیونه، لار نیونه او غلا یاد ته راوړي. په ټولو دغو پېښو کې د ایران د انقلابي سپاه پاسداران او د په سیمه کې د دوی د فرقه‌ يي ملیشو د ګوتو نښې دي.

د یمن ساحلي کرښه په 2,500 کیلومتره اوږدوالي پر سره بحیره، باب المنب او عدن خلیج پرته ده. حوثي ملیشې په حدیده کې د دغې ساحلې کرښې په شاوخوا 300 کیلو متره برخه کنټرول لري. پر دې سربېره، د دغه ولایت له درېیو بندرنو څخه د بالستیک مزایلو او چاودېدونکو کښتیو جوړولو لپاره ګټه اخلي. دا همداراز د ستاکهلم تړون سره په ښکاره تناقض کې په سره بحیره او باب المنمدب کې د خصمانه فعالیتونو ترسره کولو او تیارولو لپاره مرکزونه لري.

حوثي ملیشو د ایران د سپاه پاسداران او د دوی د همکارانو د متخصصینو په ملاتړ او د دوی د څار او پلان جوړولو په مرسته دا وړتیاوې پیدا کړې چې پر بندرونو، نفتي تاسیساتو، سوداګریزو کښتیو او د نفتو پر ټانکرو بریدونه وکړي. د ځیرکو مزایلو، بحري ماینونو، له لرې لارې کنټرول کېدونکو چاودېدونکو کښتیو او ډرون کارولو په ګډون.

د ایران ساویز کښتۍ چې له 2016 د 2021 تر اپرېله یې د یمن په ساحل کې لنګر اچولی و، د وسلو د ذخیرې، د حوثیانو د قاچاق عملیاتو، د نړیوالو کښتیو د تحرکاتو په اړه معلوماتو او خصمانه عملیاتو د پلان کولو لپاره د جاسوسۍ مرکزه په توګه وکارول شوې. د دې ځای په 2021 کې بهشاد کښتیو ونیو چې هماغه ناوړه چلند ته یې دوام ورکړی.

شمېرې ښليي چې حوثي ملیشو 21 ترهګریز دریايي بریدونه ترسره کړي چې د نهه هېوادونو – یونان، مارشال جزیرې، عمان، سعودي عربستان، سویلي کوریا، ترکیه، متحده عربي امارات، انګلستان او امریکا متحده ایالات – 23 کښتۍ یې اغېزمنې کړې دي. دغې ملیشې په اوو خصمانه عملیاتو کې له هدایت کېدونکو مزایلو کا اخیستی او په 11 عملیاتو کې له چاودېدونکو کښتیو، په یوه عملیاتو کې له ډرون او په بل کې له بحري ماینونو.

د دغو بریدونو یو ډېر د پام وړ یې د 2016 په اکتوبر کې ترسره چې حوثیانو په یوه راکټ سوېفټ 2 کښتۍ ویجاړه کړه. په همدغه میاشت کې، د یمن د سرې بحیرې په ساحل کې د امریکا پر درېیو جنګي کښتیو راکټونه ولګېدل او په 2017 کې درېیو حوثي کښتیو په همدغه ځای کې د سعودي پر یوه کښتۍ برید وکړ. په 2018 کې، حوثیانو د سعودي بیرغ لرونکي د نفتو پر یوه لوی ټانکر برید وکړ او په 2019 کې حوثیانو د سرې بحیرې په سویل کې یوه توګباټ کښتۍ غلا کړه. په 2020 کې، دغې ملیشې یو دریايي ماین خښ کړ چې یوه سوداګریزه باروړونکې کښتۍ یې په نښه کړه.

د 2015 له کودتا راهیسې، حوثي ملیشې تر خپل کنټرول لاندې بندرونو ته څلور سوداګریزې کښتۍ غلا کړې او اووه عملیات یې ترسره کړل چې د سعودي او یمن بندرونه یې په نښه کړل. حوثیانو د سرې بحیرې د اوبو پر اوسو په اوږدو کې په لویدیځه ساحلي کرښه کې د نړیوالو کښتیو کرښو، باب المندب او عدن خلیج ته نیږدې سلګونه دریایي ماینونه خښ کړي؛ 247 یې تخریب کړی. سربېره پر دې، له لرې لارې کنټرولېدونکو 99 کښتیو په استفادې بریدونه پلان کړي وو چې عربي ایتلاف په 2021 کې ونیولې او شنډې یې کړي.

د حوثي ملیشو تاوتریخوالی د ایران د هغې سټراټېژۍ یوه برخه جوړوي چې غواړي پر سره بحیره او باب المندب کنټرول پیدا کړي او دا وړتیا ترلاسه کړي چې هر وخت وتړي، د انرژۍ سرچینې او د سوداګرۍ تحرکات وتړي، نړیوال اقتصاد تر فشار لاندې راولي او له فشار څخه په استفادې یې نړیواله ټولنه بلک مېل کړي.

د روابي له غلا کېدو څو ساعته وروسته، دریاسالار. د ایران د سپاه پاسداران د بحري ځواکونو قومندان، علی رضا تنګسیري ګواښ وکړ چې هرمز تنګی د نړیوالو کښتیو پر مخ تړي. دا نړیوالو ته د ایران د مخامخ پیغام یوازې یوه بېلګه ده.

له بل لوري، د یمن د مشروعیت لپاره د سعودي په مشرۍ ایتلاف له کودتا راهیسې په دوامداره توګه د نړۍ په استزولۍ کار کوي چې په باب المندب او سره بحیره کې د کښتیو کرښې او نړیوال ټرافیک خوندي کړي او هغه خصمانه فعالیتونه خنثی کړي چې حوثیان یې د ایران په امر، پلان او تسلیح ترسره کوي.

د ایران د رژیم د پالیسیو  او د دوی د فرقه‌ يي ملیشو پر وړاندې چې ثبات او امنیت ګواښي او په سیمه کې تاوتریخوالی او هرج او مرج زیاتوي؛ د نړیوالې ټولنې پرلپسې بې پامۍ حوثي ملیشې هڅولې چې خپلو خصمانه فعالیتونو ته دوام ورکړي. دا د یمن، د سیمې او نړۍ دریايي امنیت، د نړیوالې سوداګرۍ تحرک، د انرژۍ امنیت، کب نیوونې او د دریايي چاپېریا ککړتیا او له سرې بحیرې سره ګډې پولې لرونکو هېوادونو ته نوی ګواښ دی.

بل ګواښ د سفېر د نفتو ټانکر دي چې د حدیده بندر په راس عیسی ساحل کې پراته دي. موږ د سفېر د کېناستو، ډوبېدو یا چاودېدو په سبب راتلونکی د بشري، اقتصادي او چاپېریالي ناورین پر ګواښ سترګې نه شو پټولی. دا ټانک له اوو کلونو راهیسې نه دی تامین شوی او له 1 میلیون زیات بیرله خام تېل لري. حوثي ملیشې له دې څخه د فشار راوړلو او باج اخیستو لپاره د ساعتي بم په توګه کار اخلي او د دغه ټانک د ارزونې، بیا رغونې او تامین لپاره هره غوښتنه ردوي.

د دې هر څه پر وړاندې، له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دایمي غړو غوښتل کېږي چې د ایران د رژیم د ژمنو ماتولو او د دوی د نیابتي ډلې حوثیانو ګواښ درک کړي. دوی باید د کښتیو په ځینو ډېرو مهمو نړیوالو کرښو کې د نړیوالې سوداګرۍ د خوندي کولو او خصمانه فعالیتونو سره د مناسب چلند مسولیت پر غاړه واخلي. د حدیدې تړون د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د ماموریت دندې باید د حدیدې بندرونو له مشاهدې څخه بشپړ څار ته واوړي (د ستاکهلم تړون له مخې) او د یمن د ساحلي کرښې د بشپړ کنټرلو لپاره د مشروع دولت له هڅو ملاتړ وکړي او له هغو ناوړه فعالیتونو سره په مبارزه کې خپل رول ولوبوي چې نړیوال او سیمه‌ییز امنیت ګواښي.

Comments are closed.