څانګې د لوړپوړو مشرانو پیغام By Unipath On Apr 21, 2020 Share Facebook Twitter دمتحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ نه په مننې او قدرداني سره چې د یونیپت مجلې یوه ځانګړې موضوع یې یمن ته او د یمني وسلوالو ځواکونو د اتلانو کوښښونو ته ځانګړې کړې ترڅو د قانون حاکمیت بیاځلې اعاده او د حوثیانو تعرضي ګواښ د عربي ایتلافي ځواکونو په مرسته دفع شي. وسلوال ځواکونه د یمن له خلکو سره په مېړانه ولاړ دي ترڅو زمونږ ګډه موخه چې د ایران له ملاتړه برخمن حوثي یاغیانو په شا تمبول دي، پر ځای شي، چې ناوړه کړنې د یمن له پولو او جغرافیا څخه هاخوا تېریږي. د یمن مشرتابه په دوو هم مهاله جګړو کښې ښکېل دی: یوه جګړه په مختلفو جبهو کې د حوثیانو د کودتا په مقابل کې او بله جګړه په ملي او علمي توګه د سمتي او قومي خپلولۍ او وفادارۍ په پام کې نه نیولو سره د دفاعي تشکیلاتو بیا رغول دي. مونږ غواړو وسلوال ځواکونه له استثنایي شرایطو سره سم او په چټکه توګه بیاځلې ورغوو. دا له هغې وروسته ترسره کیږي چې کودتاچیانو، د وسلوالو ځواکونو په ګډون، د هېواد د وړتیاوو کنټرول په خپل لاس کې واخیست. نظامي تشکیلات له حوثیانو سره د مقابلې؛ د انقلاب او جمهوریت د لاسته راوړنو ساتنې؛ او له تاوتریخوالي، افراطیت، تروریزم او ټولو هغو مخربو پلانونو تر کنټرول لاندې راوستلو لپاره د یمن د وړتیا ضامن دی چې موخه یې د هېواد یووالي، هوویت، حاکمیت، خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا ګواښل دي. مونږ د وسلوالو ځواکونو د بیاځلې رغولو په موخه د خپلو پلانونو پر بشپړاوي باندې کار کوو ترڅو د هېواد امنیت تضمین شي، حیثیت یې بیرته ځای پرځای شي او د بغاوت او تروریزم مصیبت له مینځه لاړ شي او د یمن اردو پیاوړې او یو موټی شي. مونږ د ځواکونو تر څومره والي د هغوی پر څرنګوالي باندې ډېر پام کوو، په دې توګه هغوی زمونږ د ګاونډیانو لپاره چې شریکه پوله ورسره لرو، پر یو ګواښ وا نه وړي، او د یمن او د سیمې له ثبات سره مرسته وکړي. د یمن وسلوال ځواکونه په سیمه کې د امنیت او ثبات د تامین او خوندي کولو لپاره د بنسټ ډبرې په شان حیثیت لري، چې د عرب ضد توطیې دفع کوي، د ټولنې د بی ثباتۍ، د سیمه اییز ثبات خرابولو، او د بیړۍ چلونې لارو او د نړېوالو ګټو ګواښلو هڅې شنډوي. د دفاع وزیر او لوی درستیز زمونږ د وسلوالو ځواکونو د بیارغولو لپاره یو روزنیز پروګرام پرانیست. په دغه پروګرام کې د یمن له فدرالي حکومت سره سم د پوځي بنسټونو او کالجونو جوړول شامل دي. دا پروګرام په موقت ډول ټاکل شوې پلازمینه، عدن کې د یو نوي پوځي کالج په جوړولو سره پیل شو. مونږ د ایران له ملاتړ برخمن حوثي یاغیانو سره په جګړه اخته یو، خپل فتوحات مو پراخوو، د پرمختګ په حال کې یو او په چټکۍ سره مو په مختلفو ادارو، قوماندانیو، فرقو او قطعاتو کې خپل اجرات سم کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې زمونږ پوځ په هم مهاله توګه هم جنګ کوي او هم روزنې ترلاسه کوي. لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ، یمن صعب العبور او پراخه سیمه ده. دښمن په داسې یوه سیمه کې چې یوازې یو پوخ سرک پکې شته، د پرسنل ضد او د وسایطو ضد په لسګونه زره ماینونه ښخ کړي دي. د جګړې د پیل راهیسې، یوه ورځ هم په جبهه کښې آرامي نده راغلې. د جګړې هره ورځ د دښمن له کمزوري کېدو سره سم پای ته رسیږي. هېر مو باید نشي چې هغوی په منظم ډول د یمن د ځواکونو ټولې هغه سرچینې چې جمهوري نظام له تېرو 58 کلونو راهیسې په خپلو کمپونو کې ذخیره کړي وو، لوټ او تالان کړې. ډېر شمېر دغه ډیپوګانې په پلازمینه صنعا کې وې. سربېره پردې، حوثیان د هغو لویو قاچاقبرانو پر مټ تروریستی ډلو ته مالي، پوځي او لوژیستیکي ملاتړ برابروي، چې ایران غوندې بدنامو حکومتونو څخه یمن ته وسلې او مهمات راننباسي. د ایران تر ملاتړ لاندې حوثي ګواښ د هرچا لپاره د اندېښنې وړ خبره ده. د حوثي یاغیانو جرایم د یمن له پولو او جغرافیا څخه هاخوا اووښتي. مونږ باید خپلې هڅې همغږې او یو موټی کړو، خو دا هڅې او کوښښونه نباید پر پوځي اقداماتو پورې محدود وي. د بریا لپاره د رسنیزو هڅو دوه برابره کول، د خبرو اترو لپاره منطقي دلایل وړاندې کول او کودتا ته د پای ټکي پر کېښودلو باندې تمرکز کول او د هېواد واګې بېرته ترلاسه کول، اړین ګڼل کیږي. مونږ باید هغه دسیسې، آوازې، د ناوړه تورونو او ناسمو لارښوونو کمپینونه له پامه وغورځوو چې د دښمن په ګټه تمامیږي. رسنۍ د ایران له ملاتړ برخمن حوثي یاغیانو د جرمونو او تېریو په افشا کولو کې غټ رول لري. خبري راپورونه باید د محدود وړتیاوو او د ملېشو د ورانکارې جګړې او پر آزادو رسنیو او د خپلو جرمونو د شواهدو او ثبوتونو پر وړاندې د دوی د رهبرانو لخوا د سیستماتیکو شراچوونکو کړنو سربېره، په بېلابېلو جبهو کې پر شخړو، قربانیو او پوځي فتوحاتو باندې تمرکز وکړي. مونږ باید پوځ او رسنۍ متحد کړو. سوله د ټولو یمنیانو یوه لویه غوښتنه ده، او دا هغه څه دي چې یمنیان یې د پخواني فیلد مارشال، ولسمشر او د وسلوالو ځواکونو اعلی سر قوماندان، عبد ربه منصور هادي تر واکمنۍ لاندې غواړي. مونږ د سیاسي مشرتابه د اوامرو تابع یو. مونږ د سولې او د پخوانيو او اوسنيو نړېوالو تړونونو څخه د پیروي لپاره هڅه کوو. په پای کې زه غواړم پر خپل ځواک سره د یمن د ټولې خاورې د آزادولو پر عزم او اراده باندې ټینګار وکړم او د حوثیانو او تروریستی عناصرو پر وړاندې بریا ترلاسه کړم. مونږ په هره بیه چې وي، د یادو موخو د لاسته راړلو او د خپلو شهیدانو او ټپیانو وینو ته د درناوي پر لور روان یو. مونږ له بریالیتوب پرته بله لار نلرو: یا به په ویاړ او درناوي سره ژوند کوو او یا به د شهادت درجه لاسته راوړو. ډګر جنرال محمد علي المقدشي د یمن د دفاع وزیر Facebook Twitter Share
Comments are closed.