د لسګونه زره افغانانو ژغورلو لپاره د قطر په مشرۍ ائتلاف هڅې
د متحده آیالاتو د مرکزي قوماندې یونیپث مجلې د قطر د وسله والو ځواکونو نړیوالې نظامي همکارۍ ادارې مشر ډګر جنرال عبدالعزیز صالح السلیطي سره مرکه کړې، څوک چې د قطر امیر عالیجناب شیخ تمیم بن حماد الثاني په لارښوونه، د افغانانو د را ایستلو عملیاتو او د قطر د مشرانو بشردوستانه اتلولۍ رول شاهد دی. قطر د 2021 اګست میاشت کې په خورا پیچلي امنیتي وضعیت کې د افغانستان پریښودلو ته اړ شوي لسګونه زره افغانانو او د نورو هیوادونو اتباع ایستلو او هغوی ته پناه ورکولو لپاره چټک عمل ترسره کړی دی.
یونیپث: د افغانانو را ایستلو عملیاتو کې د یوه مخکښ چارواکي په حیث، چې پدې وروستیو کې یو له تر ټولو ستر لوژستیکي عملیات و، کولی شئ موږ ته تاسې ووایی چې دا هرڅه څنګه پیل شو او د عملیاتو شرایط او ترتیبات؟
ډګر جنرال السلیطي: وروسته له دې چې ائتلافي ځواکونو ته د افغانستان څخه د وتلو امر وشو، د بې ثباتۍ حالت و. د تخلیه یا د را ایستلو عملیات د بشري اندیښنو له مخې او همدارنګه د قطر د سیاسي او نظامي مشرانو د ملي، سیمه ییز او نړیوال رول له مخې چې د نړیوالې ټولنې برخه دي. دا زموږ د ستراتیژیک ملګري متحده آیالاتو سره هم همغږي شوي و. د محتاط مشرتابه، د قطر امیر عالیجناب شیخ تمیم بن حماد الثاني په مشرۍ د قطر چارواکو غبرګون وښود ځکه چې امیر د هر ډول ملاتړ او مرستې هدایت وکړ. دې په معاصر تاریخ کې د تر ټولو ستر او چټک تخلیه عملیاتو پرمخ وړلو باندې مثبت او چټک اغیزه درلود.
یونیپث: د عملیاتو پيل کولو لپاره تاسې څنګه لارښوونې
ترلاسه کړې؟
ډګر جنرال السلیطي: موږ د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې لخوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت له لارې یوه غوښتنه ترلاسه کړه چې له افغانستان څخه یوه ډله خلک راځي. موږ د وزارت سره په همغږۍ اقدام وکړ. په پیل کې غوښتنه د افغانستان څخه د یوه کال په لړ کې د قطري اتباع را ایستل و، چې شمیر یې شاوخوا 8,000 نفر و. په ورته توګه، العدید او السیلیه کمپونه چمتو شوي و، او په کاري او ترانسپورتي میکانیزمونو باندې موافق شوي و چې د افغانستان څخه راتلونکي ټول افراد به یو بارکوډ او سفري جواز لري. موږ د الوتنې دمخه د کوویډ- 19 احتیاطي تدابیر ونیول. عملیات په لوړه کچه تنظیم شوي و، مګر اوامر هغه مهال بدل شو چې د افغانستان څخه د الوتکې د پاڅيدو دمخه امریکایی نظامي الوتکې ته خلک پخپل سر وروختل.
یونیپث: تاسې د مرکزي قوماندې سره څنګه همکاري وکړله او د هغوی غوښتنو ته مو ځواب ورکړ؟
ډګر جنرال السلیطي: موږ د دفاع وزارت لخوا مستقیمي لارښوونې ترلاسه کړې چې د متحده آیالاتو بشپړ ملاتړ وکړو. دا عملیات وسله وال ځواکونو پورې محدود نه و. دا د قطر د بهرنیو چارو وزارت، د متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزارت، د قطر وسله وال ځواکونو، د قطر پراختیایی فنډ او د قطر د روغتیا وزارت لخوا متحده هڅه وه. الوکره روغتون، چې په قطر کې یو له تر ټولو غوره او ستر روغتونونو څخه دی، د کډوال ناروغانو ترلاسه کولو او درملنې لپاره تجهیز شوی و.
یونیپث: د تخلیه عملیاتو کې تر ټولو ویرونکې ننګونې څه وې؟
ډګر جنرال السلیطي: نورو روغتونونو ته د ناروغانو وړل مشکل و؛ ځینې ناروغانو اسناد نه درلودل یا د پیژند پرته و، یا هم هوساینو ته یې اړتیا درلودله. د پیښو سرعت ننګونې پیدا کړې، مګر د قطر امیر عالیجناب شیخ تمیم بن حماد الثاني پخپله امر وکړ چې د الوکره روغتون باید په بشپړ ډول د کډوال ناروغانو خدمت ته ځانګړی شي.
یونیپث: د تخلیه عملیاتو لپاره مختلفي لارې وې. آیا کولی شئ تشریح یې کړئ؟
ډګر جنرال السلیطي: موږ د تخلیه عملیاتو لپاره څلور لارې جوړې کړې. لومړۍ د دیپلوماتانو لپاره وه، چې په اسانۍ سره بشپړ شوه ځکه چې دیپلوماتان به د خپلو کورنیو د غړو سره راتلل؛ ځینې په هیواد کې پاتې شو ځینې نورو یې لا لیرې سفر وکړ. دوهمه لاره د ژورنالستانو، زده کونکو او د نورو هیوادونو هغه افرادو لپاره وه چا چې د بهرنیو چارو وزارت څخه د ځینې افرادو د ایستلو غوښتنه کړې وه. دا ډله کډوال د هغوی لپاره چمتو کړی شوي کمپونو کې میشت کړی شو. دریمه لاره د هند او بنګله دیش په څیر هیوادونو لپاره وه، چې هغوی د قطر د هوایی ډګرونو له لارې د دغو هیوادونو په خپلو الوتکو کې د هغوی د اتباع ایستلو لپاره غوښتنه کړې وه.
څلورمه لاره د مرکزي قوماندې د سي – 17 نظامي الوتکو لخوا پرمخ وړل کیده. دا لاره د خلکو د شمیر ډیروالي او د کابل هوایی ډګر شاوخوا د ګواښ ډیریدو له امله ستونزمنه وه. هغه څه چې دا یې ډیره ستونزمن کول هغه دا وو چې د هوایی ډګر شاوخوا پاتې خلک د بیلابیل او سختیدونکي روغتیایی ستونزو سره مخ و. موږ ولیدل چې د متحده آیالاتو سرتیري یو شمیر ماشومان لیږدوي، د هغوی سره مرسته کوي او د کټارو څخه یې راښکته کوي. د ګڼې ګوڼې له امله د دغه ماشومانو لپاره دا د ژوند یا مرګ مسله وه. کله چې هغوی راورسیدل موږ بیساری کار وکړ، د عمر پربنسټ د هغوی د ترتیب کولو وروسته مو د قطر د یتیمانو د پاملرنې مرکز کې د هغوی کوربه توب وکړ. موږ د پاسپورټونو پروسس کولو کې لاډیرو ننګونو سره مخ شو. دا خلک قطر ته د یوه دمه ځای په توګه راتلل مخکې لدې چې خپل اخرني منزل ته ورسیږي، او هیواد ته د هغوی ننوتل ستونزمن و. موږ د نړیوال جام پیلیز برخې، د عرب جام کوربه توب کولو په درشل کې و. په ورته وخت کې، موږ د پیښو پراختیا او سرعت ته حیران و، په ځانګړي توګه کله چې ځینې هیوادونو د دغه خلکو کوربه توب کول رد کړل یا وځنډول. د ګڼې ګوڼې او جمعیت ډیروالي د راکمولو هڅه کې، د قطر امارت هوای ځواک د ټرانسپورټ برخې د متحده آیالاتو او د هغې د متحدینو لخوا چلیدونکي نظامي بیسونو ته د العدید کمپ څخه د سي – 17 څو الوتنې وکړې.
یونیپث: تاسې د مرکزي قوماندې سره مامورت څنګه همغږی کړ؟
ډګر جنرال السلیطي: د مرکزي قوماندې سره پیلي تړون په 12 میاشتو موده کې د 8,000 کډوالو لپاره و. موږ حیران شو کله چې په لومړۍ اونۍ کې 16,000 کډوال راورسیدل. موږ ته د دفتر رئیس او د دفاع وزیر لخوا امر شوی و چې ایرکنډیشن لرونکي، بشپړ مجهز لنډمهالي کمپونه جوړ کړو. موږ د دې کمپونو د بشپړولو لپاره تادي وکړله، چې د دې لپاره درې ورځې وخت راکړل شوی و. پدغه درې ورځو کې د کډوالو شمیر 30,000 ته، بیا 40,000 ته، او ورپسې 50,000 ته پورته شو. زموږ اصلي ستونزه دا وه چې هغوی د اګست میاشت کې راتلل، کله چې تودوخه ډیریږي، او موږ لیواله و چې هغوی ته ساړه ځایونه چمتو کړو. له بل پلوه، ټولې ډلې اړ وې چې یوه ځای ته راټول شي ترڅو لازم سفري شرایط په سم او سیستماتیک ډول بشپړ شي. موږ حتی منظم ورځني مسایلو کې هم د ننګونو سره مخ شوي یو. د مثال په توګه، ګڼه ګوڼه د دې لامل شوه چې د نظافت او نور موارد ستونزمن شي، چې د ښاروالۍ وزارت د مداخلت لامل شو. موږ ټول لازم اقدامات ترسره کړل او خپلې هڅې مو سختې کړې. د خوړو لپاره، موږ کډوالو ته د خوړلو لپاره چمتو خواړه ورکول او د العدید هوای ډګر ترمینل کې مو د عملیاتو خونه جوړه کړله. د دغه خونې مشري د متحده ایالاتو پخواني شارژ دافیر سفیر ګریټا سي. هولټز کوله څوک چې په ځانګړي توګه د تخلیه او پناه ماموریت مشرۍ لپاره راغلی و. د قطر لخوا دلته د بهرنیو چارو وزارت؛ د وسله وال ځواکونو د نړیوالې نظامي همکارۍ ادارې، لوژستیک او طبي خدمتونو؛ او د کورنیو چارو او ګمرکونو وزارت، د روغتیا وزارت، امبولانس خدمتونو او د قطر خیریه ادارې غړي و. موږ همدارنګه په شاتنۍ برخه کې په اختصاصي ډول د وسله وال ځواکونو لپاره ځانګړی شوې خونه جوړه کړه. د دې خونې مشري د عملیاتو مشر محمد حماد النیومي کوله. د دې خونې ملاتړ لپاره د روغتیا وزارت څخه یوه ټیم کار پیل کړ. دا چې د تخلیه تقاضا لوړه وه او وخت محدود و، موږ حیران و چې الوتکو یوازې کډوال راوړل او هیڅ څوک هغسې تخلیه نشو څنګه چې موافقت شوی و. الوتکو د کابل څخه قطر ته د کډوالو رالیږدولو ته دوام ورکړ، چې شمیر یې ډیریده. موږ داسې یوې مرحلې ته ورسیدو چې تر نیمې ورځې پورې مو په هرو 90 دقیقو کې 900 کډوال ترلاسه کول. دا شمیر په ورځ کې 4,000 ته ورسید او موږ اړ و چې د ټرانسپورټ وسایل ورته چمتو کړو. هوای ډګر په پنځه یا شپږ ساعتونو کې د 10,000 څخه ډیرو کډوالو ترلاسه کولو لپاره مجهز نه و، او د دې دومره ډیرو خلکو لیږدول مشکل و. د الوتکو ځغاست لیکې ډکې وي، چې په یوه کې به پکې تر 40 پورې سي – 17 الوتکې د نورو هیوادونو د الوتکو سربیره وې. دې هرڅه قوي ټیمي روحیې او د لوړې سطحې همغږۍ ته اړتیا درلوده. خوشبختانه، ما شخصآ خپله د متحده ایالاتو د هوايی ځواک مرکزي قوماندې قوماندان تورن جنرال ګریګوري ګایلوټ، او د 379مې هوايی اعزامي څانګې قوماندان برید جنرال جرالډ دونوهی سره یوځای دې کار څخه خوند واخیست. موږ په هوایی ډګر کې سره ولیدل، چیرې چې موږ د ننګونو سره مقابلې او په خنډونو د برلاسي کیدو لپاره یوځای کار وکړ. په العدید کې میشت د متحده آیالاتو سرتیرو هیڅ هڅې ونه سپمولې. د هرو 3,000 نفرو لپاره د متحده آیالاتو اردو یو ډګروال د هغه د ټولو افسرانو سره ګومارل شوی و، چې د تم کیدو پرته یې شپه ورځ د قطر هوايی ځواکونو او د بهرنیو چارو وزارت غړو سره یوځای کار کاوه. دا ټولې هڅې بریالیتوب ته ورسیدې. زما په یاد دي یوه ورځ سفیر هولټز وویل چې بهرنۍ الوتنې به ودرول شي او الوتنې به د کابل څخه راتلونکي هغو ته محدود شي. هغې وویل چې څو ساعتونه وروسته به، شمیر څو چنده ډیر شي او چمتو والی به کافي نه وي. هغه وویل چې موږ به د ډیری ننګونو سره مخ شو او دا انتخاب به ولرو چې د کابل څخه راتلونکې الوتنې به ومنو یا به یې رد کړو. دا پریکړه باید د عالي قوماندې لخوا راشي نو د همدې لپاره موږ د دفتر رئیس خبر کړ. هغه د وزیر سره اړیکه ونیوله او بیا یې د دولت عالي قوماندې سره، هغوی پریکړه وکړه چې په شا نشو او موږ باید د کډوالو هرکلي او هغوی ته د پناه چمتو کولو برخه کې د خپل ستراتیژیک متحد، د متحده ایالاتو ملاتړ وکړو. د تصویب وروسته، تمه کیدله چې 30,000 خلک به راشي؛ پدې کې واردمخه 16,000 کډوال دلته و نو ټولټال شمیر 46,000 کیده. دا شمیر د کمپونو د ظرفیت څخه ډیر و، نو ما د سفیر عیسی المنایی، د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د چارو څانګې رئیس سره اړیکه ونیوله. موږ پریکړه وکړه چې د کډوالو د لیږد لپاره اضافي قطرې الوتکې چمتو کړو.
ما له سفیر عیسی وغوښتل چې د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتنه وسپاري. ما همدارنګه د قطر وسله وال ځواکونو د دفتر رئیس تورن جنرال غانم بن شاهین الغانم سره اړیکه ونیوله او هغه ته مې تفصیلات ورکړل، په ځانګړي توګه هغه څه چې د پنځه څخه تر اوه ورځو پورې کډوالو ګاللي. هغوی د راتګ څخه مخکې پناه او خواړه نه درلودل، او اکثریت یې د لوړې تودوخې پرمهال ستومانه شوي و چې ستړیا ورسره مل وه. ما د یوې سي – 17 الوتکې د کارولو غوښتنه وسپارله، که څه هم موږ محدود شمیر درلودلې او ځینې په نورو ماموریتونو کې وې. د دفتر رئیس د دفاع وزیر ډاکټر خالد بن محمد العتیه ته غوښتنه ولیږله، چې هغه بیا دا غوښتنه عالیجناب امیر ته وسپارله. د امیر مرستې د کډوالو لیږدولو لپاره 10 قطري ملکي الوتکې وټاکلې چې دا د ګڼې ګوڼې راکمولو په لړ کې یو ستر ګام و. په لومړیو 10 الوتکو کې د کډوالو لیږدولو وروسته، موږ غوښتنه وکړله او 10 نورې الوتکې مو د کډوالو لیږدولو لپاره ترلاسه کړې. علاوه لدې، الوکره روغتون ټول پرسونل او د هغوی تجهیزات تخصیص شوي و، چې وسله وال ځواکونو ته دې د 35 ډالرو څخه ډیر لګښت پورې کړ.
په ناورینونو کې، په ځانګړي توګه بشري ناورینونو کې همکاري کول او ودریدل د متحدینو رول دی. موږ په هغه څه ویاړ کوو څه مو چې ترلاسه کړي دي. موږ د ډیری کلونو راهیسې د متحده آیالاتو متحدین یو. په 1990مه لسیزه کې، امریکایی ځواکونه د قطر پوله کې راټول شو او په کمپونو کې ځای په ځای شو، کوم چې وروسته د العدید هوای بیس وګرځید. دا زموږ د شریک، د متحده آیالاتو ملاتړ لپاره زموږ د تیاریو برخه وه، او لاهم ده. العدید یو غوره مثال دی. دا د قطري او امریکایی ځواکونو ګډ بیس دی. په وروستیو کلونو کې، قطري ځواکونو د مخ پرودې توګه امریکایی وسلې کاروي. د دواړه هیوادونو ترمینځ ملګرتیا زموږ د ځواکونو مهارت لوړ کړی دی، همدارنګه زموږ بیس کې د متحده آیالاتو د ځواکونو حضور، چې په سیمه کې ثبات ته ګټه رسوي. موږ د متحده آیالاتو ځواکونو لخوا شوې هرې هڅې ستاینه کوو.
د العدید هوایي بیس پراختیا او پرمختګ په لومړنیو مرحلو کې دی. موږ د دواړه قطري او د متحده آیالاتو ځواکونو لپاره په څو مرحلو کې د ساحې د هراړخیز پراخوالي لپاره پلان لرو (د العدید هوايي بیس د پراختیا پروژه).
یونیپث: آیا تاسې کوم اخرنی نظر لرئ؟
ډګر جنرال السلیطي: زه غواړم د ټیمي روحیی او د تخلیه عملیاتو د مثبت اتموسفیر ستاینه وکړم. زه باید له هر هغه چا مننه وکړم چې دې ننګونکي بشري ماموریت بشپړولو کې یې مرسته کړې ده. دا هرڅه د قطر د امیر عالیجناب شیخ تمیم بن حماد الثاني د ملاتړ پرته، او همدارنګه د عالیجناب ډاکټر خالد بن محمد العتیه، د لومړي وزیر مرستیال او د دفاعي چارو لپاره د دولت وزیر د تعقیب پرته ممکن نه و. دا عملیات همدارنګه د هغه وخت دفتر رئیس تورن جنرال غانم بن شاهین الغانم د مستقیم لارښوونې لاندې، د قطري وسله وال ځواکونو د اوسني دفتر رئیس، تورن جنرال سالم حماد ال نابت په مشرۍ د امیري هوایي ځواک په ملاتړ او مستقیم مداخلت سره ترسره کیدل. زه غواړم همدارنګه د مرکزي ځواکونو په ځانګړي توګه د نظامي پولیسو، لوژستیک، د عملیاتو ځواک او د العدید هوايی بیس څخه مننه وکړم. د بیس قوماندان ډګر جنرال یوسف شاهین العتیق، همدارنګه د استخباراتو ادارې او د نړیوال نظامي همکارۍ ادارې څخه ځانګړې مننه.
د غیرنظامي ادارو په لړ کې، موږ نشو کولی د بهرنیو چارو وزارت ستر رول هیر کړو. دلته زه غواړم د آغلې لولو الخاطر، د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې؛ عیسی محمد المنایی، د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د چارو څانګې رئیس؛ او د بهرنیو چارو وزارت د ټولو غړو څخه ځانګړې مننه وکړم. همدارنګه د کورنیو چارو وزارت څخه هم ځانګړې مننه، په ځانګړې توګه د عالیجناب برید جنرال عبدالله ال مال او د هغې د ټولو کارمندانو څخه. د ګمرکونو ادارې، د روغتیا وزارت، د ښاروالۍ وزارت او هر هغه چا څخه ځانګړې مننه چې دې بشري ماموریت بریالیتوب کې یې ونډه اخیستې. د الله ج د پیرزوینې او د ټولو دې خلکو او ادارو د ملاتړ پرته به وضعیت یو بشري ناورین وی. خورا ډیره مننه! الله ج دې د قطر مشرتابه، خلکو او حکومت ساتنه وکړي.
Comments are closed.