د فضا په اړه د قطر ژمنتیا
د قطر وسله وال ځواکونو د متحده ایالاتو فضا قوماندې سره په مدار کې د سپوږمکیو خوندیتوب لپاره یو تړون لاسلیکوي
یونیپث کارکونکی
قطر لپاره، چې د کورنئ فضا پروګرام سپانسر کونکي وروستیو هیوادونو له ډلې څخه دی، د ځمکې دبره اتموسفیر د معتبر څار اړتیا خورا مهمه ده. د فضا پاتې شوني، ناپیژندل شوي توکي، او الیکترومقناطیسي ناکرارۍ تعقیب کولو ته اړتیا لري ترڅو د قطر د مخابراتو سپوږمکۍ اغیزناک عملیات ډاډمن شي.
د 2023 اکتوبر په 23 نیټه، د قطر وسله والو ځواکونو د متحده ایالاتو د فضا قوماندې (USSPACECOM) سره د فضا وضعیتي پوهاوي ډیټا شریکولو تړون لاسلیک کړ چې د ځمکې دبره مخ پرودې بې نظمه فضا پرمختللي څار وړاندې کولو لپاره طرحه شوی.
د قطر د مرستیال لومړي وزیر مشاور او د دفاع چارو، د فضا او مخابراتو لپاره د دولت وزیر قطري تورن جنرال عبدالعزیز الدوسري د متحده ایالاتو د اردو تورن جنرال میکایل موریسي، د متحده ایالاتو د فضا قوماندې د ستراتیژۍ، پلانونو او پالیسۍ ریاست رییس سره تړون لاسلیک کړ.
دا تړون د معلوماتو د تبادله کولو اجازه ورکوي او د هر چا لپاره د فضا خوندیتوب، ثبات، امنیت او پایښت ډیروي.
”دا ستراتیژیکه همکاري زموږ د فضا وضعیتي پوهاوي ته په وده ورکولو کې د پام وړ پړاو استازولي کوي، او نړیوال امنیت او همکارۍ تقویه کولو ته زموږ ژمنتیا په ګوته کوي. دا تړون د متحده ایالاتو په فضایي ځواک کې زموږ د قدر وړ سیالانو سره د ډیټا شریکولو لپاره دوه اړخیزه ژمنتیا به ګوته کوي چې په فضا کې د فعالیتونو نظارت کولو او ورباندې پوهیدلو په برخه کې د دواړه هیوادونو ظرفیتونه لوړوي، ” تورن جنرال الدوسري وویل.
”د دې همکارۍ موخې د ملي پولو ورهاخوا غزیږي، چې غواړي د نړیوال فضایي امنیت تقویه کړي، د احتمالي ګواښونو مخه ونیسي او د فضا سپړنې او کارولو تل بدلیدونکي په برخو کې نړیواله همکاري تقویه کړي. ګډې هڅې د دواړه قطر او د متحده ایالاتو ګټو لپاره د فضا په سوله ییز او خوندي استعمال کې ونډې درلودلو لپاره دي پداسې حال کې چې د دواړه هیوادونو او پراخه نړیوالې ټولنې ګټو لپاره د دې حیاتي برخې سوله ییز او خوندي کارول ډاډمن کړي.”
قطر اعلان وکړ چې په 2013 کې د فرانسوي ګینا څخه د مخابراتو سهیل سپوږمکۍ په لاره اچولو سره د فضا پیر ته ورننوت. د دې دوهمه سپوږمکۍ، سهیل 2، په 2018 کې د فلوریډا څخه وتوغول شوه ترڅو د ځمکې 36,000 کیلومتر دبره جیوسټیشنري ثابت مدار ته ورسیږي.
په هیواد کې د هوایي چلند او د هوایي فضا پراختیا ملاتړ کولو لپاره، دې هیواد د قطر د هوایي چلند او د فضا اداره جوړه کړه. قطر او د متحده ایالاتو د هوایي چلند او د فضا اداره (ناسا) د یوې تخصصي ساینسي سپوږمکۍ توغولو لپاره په یوه بله پروژه ګډ کار کوي ترڅو په صحرا کې نا موندل شوي د ځمکې لاندې اوبو زیرمې په ګوته کړي، کوم چې په مینځني ختیځ کې د وچو او شاړو هیوادونو لپاره یوه ځانګړې اندیښنه ده.
کله چې قطري پلاوی د متحده ایالاتو د فضا قوماندې سره د تړون لاسلیک کولو لپاره د متحده ایالاتو په کولراډو ایالت کې و، USSPACECOM د قطر وسله والو ځواکونو ته بلنه ورکړه چې د کالیفورنیا په ایالت کې د وانډینبرګ د فضایي ځواک په بیس کې د 2024 ګلوبل سینټینل (د نړۍ ساتنه) کې ګډون وکړي.
ګلوبل سینټینل، د USSPACECOM د امنیتي همکارۍ مخکښ غونډه، د نړیوالو مشارکتونو پیاوړي کولو، د عملیاتي همکارۍ ښه کولو او په فضا کې د مسؤل چلند هڅولو لپاره ډیزاین شوې ده.
د USSPACECOM سره د تړون له لارې قطر ته په لاډیره پراخه کچه موجودو معلوماتو په مینځ کې د سپوږمکیو د تخریب مخنیوي لپاره د ټکر خبرداري، په فضا کې د فعالیتونو څخه د نوي پاتې شونو تعقیب لپاره د ټکړو تحلیل او ارزونه، او د ځمکې په لوري شدید سقوط کونکي د فضا خځلو څخه په ځمکه کې خلکو ته د ګواښ ارزولو لپاره د بیرته ننوتلو ډیټا دي.
USSPACECOM په فضا کې د مسؤلانه چلند ډاډمن کولو ته لیواله سوداګریز سیکتور، اکاډمیا او د بهرني او بین الحکومتي ادارو څخه شریکانو او ملګرو سره د فضا وضعیتي پوهاوي ډیټا شریکولو له 170 ډیر تړونونه لاسلیک کړي دی.
تورن جنرال موریسي وویل، “د قوي نړیوال ائتلافونو په تقویه کولو سره، موږ نه یوازې د خپل ژوند لاره خوندي کوو بلکه د ټولو لپاره د فضا سوله ییز استعمال مثالي کوو.” “موږ خوشحاله یو چې د قطر سره زموږ واردمخه موجوده عالي اړیکه پیاوړې کوو.”
سرچینې: USSPACECOM، دوحه نیوز، ناسا، ملګري ملتونه
Comments are closed.