څانګېد سیمې هېوادونه د عراق امنیتي ځواکونه د داعش د مقاومت ریښې له منځه یوړې By Unipath On Jan 4, 2021 Share Facebook Twitter یونیپث کارکونکی ترهګرو چې په شمالي عراق کې یې د پیچلي مثلث شکله درې ولایتونو، صلاح الدین، کرکوک او نینوا کې د پټیدلو هڅه کوله، د 2020 په مارچ میاشت کې د ګډو عملیاتو پر مهال له خپلوځالو څخه وشړل شول. عراقي ځواکونو د داعش پاتې شونې په نښه کړل چې د پخوا په څېر یې د خپلو لیکو د بیا تنظیم او په لویه کچه د ترهګریزو عملیاتو د ترسره کولو لپاره هڅه کوله. په لسګونو ترهګر په عملیاتو کې ووژل شول. په دغو عملیاتو کې عراقي پوځي هلیکوپټرو، د هوایي ځواک جیټ الوتکو او میخانیکي ځمکنيو ځواکونو پکې برخه اخیستې وه. د 2020 د مارچ میاشتې په پیل کې، د عراق د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې (آی سي ټي ایس) په نینوا کې د قره چوخ په غرونو کې د هوایي ځواک او د متحده ایالاتو هوایی ځواک په کارولو سره د داعش 25 وسلوال ووژل. د عراق د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې اداره او د داعش ترمینځ جګړې څو ساعته دوام وکړ او د تروریستي ځواکونو او تونلونو په ویجاړیدو سره چې دوی پکې پټ وو، پای ته ورسیده. دا عملیات د عراقي وګړو له ملاتړ پرته ښایي لږ اغیزمن شوي وای. دوی د وړیا تلیفوني لیکو څخه ګټه په کاراخیستنې سره د داعش د فعالیتونو او پټنځایونو په اړه راپورونه ورکړل. عراقي ځواکونه د قره چوخ، اربیل والایت، د کرکوک سویل لویدیزې ولسوالۍ، د صلاح الین د ولایت ځینې برخې او لویدیځ انبار ولایت ته نږدې د څو ترهګریزو شبکو په شنډولو کې بریالي شول. وسلوال په داسې حال کې د هوایی بریدونو په پایله کې ووژل شول، چې په غارونو او سمڅو کې راټول او پټ شوي وو. د 2017 په دسمبر میاشت کې، د هغه وخت لومړي وزیر حیدر العبادي د داعش پر وړاندې د بري اعلان وکړ. دا اعلان یې هم وکړ چې د عراق نږدې درېیمې برخه کنټرول ترلاسه کولو سره چې د داعش له ولکې لاندې وې، د درې کلونو جګړه پای ته رسوي. خو د پوځي اټکلونو له مخې په زرګونو ترهګر جنګیالي په عراق او سوریه کې په آزاده توګه ګرځي. د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلاف د عملیاتو او استخباراتو پخوانی مرستیال قومندان، امریکایي جنرال، چاډ فرانک وویل، “که څه هم هغه سیمې چې یو وخت د خلافت تر واک لاندې وې، په بشپړ ډول آزاده شوې، د داعش جنګیالیو نیت داسې څرګندوي چې بیا به نفوذ وکړي او بیرته به راستانه شي.” سرچينې: نیو عرب، پوځي خبرونه Facebook Twitter Share
Comments are closed.