برخی د سیمهییزو همکاریو پیاوړي کول By Unipath On Jun 25, 2020 Share Facebook Twitter څوملیتي پوځي تمریات د مشارکت پر پیاوړتیا باندې تمرکز کوي یونیپت کارکونکی د سیمه ییز ثبات لپاره د ګواښونو کچه خورا جدي ده. دوی د نړۍ په کچه د پوځونو ائتلاف ته اړتیا لري ترڅو د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي. په ژبني او پوځي کلتور کې د خنډونو سره سره، څوملیتي ځواکونه باید د ماموریتونو او اهدافو سرته رسولو لپاره په ګړندي توګه سره یوځای شي. د تناسب د ښه والي په هدف، د پنځو هیوادونو نږدې 200 پوځي پرسونل د 2019 په اګست کې د تاجکستان په دوشنبه ښار کې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې له خوا د کلني سیمه ایزې همکاري په تمرین کې برخه واخیسته. سیمه ایزې همکارۍ د څو اړخیزې قوماندې تمرین دی چې د مرکزي او سویلي آسیا له شریکانو سره په ګډه ترسره کیږي. له هغه وخته چې د تمرین لړۍ په 2001 کې پیل شوه، د دې کوربتوب هرکال د څو هیوادونو تر مینځ په نوبت ترسره کیږي. د سږکال غونډې د تاجیکستان د دفاع وزارت لخوا کوربه توب کیدله او پکې ازبکستان، منګولیا او متحده ایالاتو برخه اخیستې وه، چې پاکستان یو استازی د ناظر په توګه لیږلی و. د څوملیتي عملیاتو د ثبات پر ښه کولو باندې تمرکز درلود او اضافي ټینګار یې د عملیاتي کړنلارو پر ملکي-پوځي تعاملاتو باندې و. د تاجک وسله والو ځواکونو د لوی درستيز لومړي مرستيال، تورن جنرال ميروور خوشبخت ميرشاکر د تمرين پرمهال د څوملیتي ځواکونو مسلکي توب وستايه. د تاجکستان، متحده ایالاتو او ازبکستان پوځیان د ماموریت په یو پلان کې همکاري کوي. ضابط اشتون کولر/د متحده ایالاتو اردو تورن میرشاکر د مراسمو په پای کې وویل، “مونږ بشپړ ډاډه یو چې دا تمرین، د 2019 سیمه ایزې همکارۍ به د عمومي پوځي همکاري د ودې لپاره د ټوپ تخته وي، او همدارنګه په نورو برخو کې د سیمې د ثبات او زمونږ په هیوادونو کې د ثبات د ودې پیل دی.” پیښې د څو ورځې علمي لارښوونو سره پیل شوې ترڅو وروسته د قوماندې پوسټ تمرینونه په ډاډ سره ترسره شي. د څلور برخه اخیستونکو هیوادونو سرتیري اړتیا لري ترڅو د ګډ څوملیتي قطعې د پرسونل په توګه کار وکړي. ژباړونکو د روسي او انګلیسي ژبو د ګډون کونکو ترمینځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار کاوه. د متحده ایالاتو د سمندرِي قول اردو ډګرمن، ریچارډ ویکس، چې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې مخکښ پلان جوړوونکی دی، وویل، “ډیر روزنیز و. دلته هر څوک د ښوولو لپاره یوڅه لري او هر څوک د زده کولو لپاره یوڅه لري. دا د هرچا لپاره یو ښه پیل و. یوځل چې مونږ په حقیقت کې د تمرین سناریوګانې پیل کړې، هرڅوک د حل لارې موندلو لپاره راټول شوي ترڅو ښه عملي پوځي کارکوونکي تشکیل شي.” د تمرین سناریو د امنیتي ننګونو پراساس وه چې د دوه کمزوري، نوي رامینځته شوي هیوادونو څخه راپورته شوي. توکميز تاوتریخوالي او د سرچینو لپاره سیالي د دې لامل شوې چې سیمه ییز تاوتریخوالی ډیر شي، دومره زیات چې ملګرو ملتونو د نړیوال سوله ساتي ځواک رامینځته کولو حکم ورکړ. د ایتلافي لوا د ارکانو اداره د سرحدي زون د پیاوړتیا او ثبات لپاره تشکیل شوه. د تمرین عملي ښوونې د برخه اخیستونکو تر منځ سخت پلان جوړونې او همغږۍ ته اړتیا درلوده. د لوا پرسونل له ډیرو کړکیچونو سره مخ وو: د کلورین ګازو څڅېدنه، په بمونو الوزول شوي د ریل پټلۍ، کورني ناکراری او تاوتریخوالی، سرحدي تیری، او مجرمین چې د ګډوډیو څخه د مخدره توکو او وسلو د قاچاق لپاره ګټه پورته کوي. کورني بې ځایه شوي خلک بشري مرستو ته اړتیا درلوده. د ترهګریزو ګواښونو په هکله استخباراتي راپورونه دغه وضعیت لا پیچلی کړ. تاجکستاني ډګروال انور اخمدجونزوده د دې تمرین د لوا د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله. هغه وویل، تاجک ځواکونو زده کړل چې د هیواد له پولو بهر د سوله ساتې عملیاتو په جریان کې څنګه خنډونه له مینځه یوسي. یوه ننګونه چې د هغه پرسونل ورسره مخامخ وه د هیوادونو ترمینځ د پوځي پریکړو په پروسو کې توپیرونه و. د تاجکستان اردو جګړن سید خوموشوف، کیڼ خواته، او د ازبکستان اردو ډګرمن ولیجون ستاروف استخباراتي پلان جوړوي. برید مل جنیفر شیک/د متحده ایالاتو اردو اخمد جونزوده وویل، “تاجکان، منګولان، پاکستانیان، ازبکان او امریکایان ټول دلته یو شان هدف لري، مګر د حل لپاره مختلفې لارې. ډګروال اخمد جونزوده وویل “د دې په څیر د یو تمرین په جریان کې، مونږ تجربه ترلاسه کوو، او مونږ د ستونزې د حل لپاره مشترکې لارې لټوو.” امریکایي ډګروال کین ویسنویسکي، چې د ډګروال اخمد جونوزوده د مرستیال قوماندانانو په توګه دنده ترسره کوله، وویل چې دا تمرین د هغو سرتیرو لپاره چې د مساچوسټس ساحلي ساتونکي دي د زده کړې یوه ارزښتناکه تجربه وه. یاد تمرین د تاکتیکونو، تخنیکونو او کړنلارو د شریکولو څخه ډیره هاخوا پراخه شوه. ډګروال ویسنویسکي وویل، “د متحده ایالاتو سرتیري د مرکزي آسیا د سیمې، کلتور، جغرافیې او تاریخ په اړه د زده کړې فرصت ترلاسه کړ. مونږ د نورو برخه اخیستونکو هیوادونو د ځواکونو سره هم مهمې اړیکې جوړوو. د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې د تمریناتو او روزنې مرستیال ګای زیرو د تمرین کوربه توب لپاره له تاجکستان څخه مننه وکړه او د 2019 سیمه ایزې همکارۍ تمرین ټولو برخه والو ته مننه څرګنده کړه. د معلوماتو په شریکولو او د انعطاف په ښه کولو سره، هر هیواد غښتلی کیږي او د ګواښونو په وړاندې د ځواب ویلو او پر هغه باندې د بریا لپاره ښه چمتو کیږي. ”د سیمه ییز او نړیوال امنیت او ثبات په لور زمونږ ګډې هڅې د سرحدي بریدونو، د بحران مدیریت او د ترهګریزو بریدونو پشمول هیڅ پوله نه پیژني او د تمرین ترشا یو محرک ځواک پاتې کیږي.” بې ثباتي دغه مسئلې سیمه ییز ګواښونه او نړیوالې ننګونې دي چې زمونږ ټولو دوامداره هڅو ته اړتیا لري.” Facebook Twitter Share
Comments are closed.