برخی د سیمهییزو همکاریو پیاوړي کول By Unipath On Jun 25, 2020 Share څوملیتي پوځي تمریات د مشارکت پر پیاوړتیا باندې تمرکز کوي یونیپت کارکونکی د سیمه ییز ثبات لپاره د ګواښونو کچه خورا جدي ده. دوی د نړۍ په کچه د پوځونو ائتلاف ته اړتیا لري ترڅو د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي. په ژبني او پوځي کلتور کې د خنډونو سره سره، څوملیتي ځواکونه باید د ماموریتونو او اهدافو سرته رسولو لپاره په ګړندي توګه سره یوځای شي. د تناسب د ښه والي په هدف، د پنځو هیوادونو نږدې 200 پوځي پرسونل د 2019 په اګست کې د تاجکستان په دوشنبه ښار کې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې له خوا د کلني سیمه ایزې همکاري په تمرین کې برخه واخیسته. سیمه ایزې همکارۍ د څو اړخیزې قوماندې تمرین دی چې د مرکزي او سویلي آسیا له شریکانو سره په ګډه ترسره کیږي. له هغه وخته چې د تمرین لړۍ په 2001 کې پیل شوه، د دې کوربتوب هرکال د څو هیوادونو تر مینځ په نوبت ترسره کیږي. د سږکال غونډې د تاجیکستان د دفاع وزارت لخوا کوربه توب کیدله او پکې ازبکستان، منګولیا او متحده ایالاتو برخه اخیستې وه، چې پاکستان یو استازی د ناظر په توګه لیږلی و. د څوملیتي عملیاتو د ثبات پر ښه کولو باندې تمرکز درلود او اضافي ټینګار یې د عملیاتي کړنلارو پر ملکي-پوځي تعاملاتو باندې و. د تاجک وسله والو ځواکونو د لوی درستيز لومړي مرستيال، تورن جنرال ميروور خوشبخت ميرشاکر د تمرين پرمهال د څوملیتي ځواکونو مسلکي توب وستايه. د تاجکستان، متحده ایالاتو او ازبکستان پوځیان د ماموریت په یو پلان کې همکاري کوي. ضابط اشتون کولر/د متحده ایالاتو اردو تورن میرشاکر د مراسمو په پای کې وویل، “مونږ بشپړ ډاډه یو چې دا تمرین، د 2019 سیمه ایزې همکارۍ به د عمومي پوځي همکاري د ودې لپاره د ټوپ تخته وي، او همدارنګه په نورو برخو کې د سیمې د ثبات او زمونږ په هیوادونو کې د ثبات د ودې پیل دی.” پیښې د څو ورځې علمي لارښوونو سره پیل شوې ترڅو وروسته د قوماندې پوسټ تمرینونه په ډاډ سره ترسره شي. د څلور برخه اخیستونکو هیوادونو سرتیري اړتیا لري ترڅو د ګډ څوملیتي قطعې د پرسونل په توګه کار وکړي. ژباړونکو د روسي او انګلیسي ژبو د ګډون کونکو ترمینځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار کاوه. د متحده ایالاتو د سمندرِي قول اردو ډګرمن، ریچارډ ویکس، چې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې مخکښ پلان جوړوونکی دی، وویل، “ډیر روزنیز و. دلته هر څوک د ښوولو لپاره یوڅه لري او هر څوک د زده کولو لپاره یوڅه لري. دا د هرچا لپاره یو ښه پیل و. یوځل چې مونږ په حقیقت کې د تمرین سناریوګانې پیل کړې، هرڅوک د حل لارې موندلو لپاره راټول شوي ترڅو ښه عملي پوځي کارکوونکي تشکیل شي.” د تمرین سناریو د امنیتي ننګونو پراساس وه چې د دوه کمزوري، نوي رامینځته شوي هیوادونو څخه راپورته شوي. توکميز تاوتریخوالي او د سرچینو لپاره سیالي د دې لامل شوې چې سیمه ییز تاوتریخوالی ډیر شي، دومره زیات چې ملګرو ملتونو د نړیوال سوله ساتي ځواک رامینځته کولو حکم ورکړ. د ایتلافي لوا د ارکانو اداره د سرحدي زون د پیاوړتیا او ثبات لپاره تشکیل شوه. د تمرین عملي ښوونې د برخه اخیستونکو تر منځ سخت پلان جوړونې او همغږۍ ته اړتیا درلوده. د لوا پرسونل له ډیرو کړکیچونو سره مخ وو: د کلورین ګازو څڅېدنه، په بمونو الوزول شوي د ریل پټلۍ، کورني ناکراری او تاوتریخوالی، سرحدي تیری، او مجرمین چې د ګډوډیو څخه د مخدره توکو او وسلو د قاچاق لپاره ګټه پورته کوي. کورني بې ځایه شوي خلک بشري مرستو ته اړتیا درلوده. د ترهګریزو ګواښونو په هکله استخباراتي راپورونه دغه وضعیت لا پیچلی کړ. تاجکستاني ډګروال انور اخمدجونزوده د دې تمرین د لوا د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله. هغه وویل، تاجک ځواکونو زده کړل چې د هیواد له پولو بهر د سوله ساتې عملیاتو په جریان کې څنګه خنډونه له مینځه یوسي. یوه ننګونه چې د هغه پرسونل ورسره مخامخ وه د هیوادونو ترمینځ د پوځي پریکړو په پروسو کې توپیرونه و. د تاجکستان اردو جګړن سید خوموشوف، کیڼ خواته، او د ازبکستان اردو ډګرمن ولیجون ستاروف استخباراتي پلان جوړوي. برید مل جنیفر شیک/د متحده ایالاتو اردو اخمد جونزوده وویل، “تاجکان، منګولان، پاکستانیان، ازبکان او امریکایان ټول دلته یو شان هدف لري، مګر د حل لپاره مختلفې لارې. ډګروال اخمد جونزوده وویل “د دې په څیر د یو تمرین په جریان کې، مونږ تجربه ترلاسه کوو، او مونږ د ستونزې د حل لپاره مشترکې لارې لټوو.” امریکایي ډګروال کین ویسنویسکي، چې د ډګروال اخمد جونوزوده د مرستیال قوماندانانو په توګه دنده ترسره کوله، وویل چې دا تمرین د هغو سرتیرو لپاره چې د مساچوسټس ساحلي ساتونکي دي د زده کړې یوه ارزښتناکه تجربه وه. یاد تمرین د تاکتیکونو، تخنیکونو او کړنلارو د شریکولو څخه ډیره هاخوا پراخه شوه. ډګروال ویسنویسکي وویل، “د متحده ایالاتو سرتیري د مرکزي آسیا د سیمې، کلتور، جغرافیې او تاریخ په اړه د زده کړې فرصت ترلاسه کړ. مونږ د نورو برخه اخیستونکو هیوادونو د ځواکونو سره هم مهمې اړیکې جوړوو. د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې د تمریناتو او روزنې مرستیال ګای زیرو د تمرین کوربه توب لپاره له تاجکستان څخه مننه وکړه او د 2019 سیمه ایزې همکارۍ تمرین ټولو برخه والو ته مننه څرګنده کړه. د معلوماتو په شریکولو او د انعطاف په ښه کولو سره، هر هیواد غښتلی کیږي او د ګواښونو په وړاندې د ځواب ویلو او پر هغه باندې د بریا لپاره ښه چمتو کیږي. ”د سیمه ییز او نړیوال امنیت او ثبات په لور زمونږ ګډې هڅې د سرحدي بریدونو، د بحران مدیریت او د ترهګریزو بریدونو پشمول هیڅ پوله نه پیژني او د تمرین ترشا یو محرک ځواک پاتې کیږي.” بې ثباتي دغه مسئلې سیمه ییز ګواښونه او نړیوالې ننګونې دي چې زمونږ ټولو دوامداره هڅو ته اړتیا لري.” Share
Comments are closed.