د سمندري امنیت اتومات کول
د 2022 کال نړیوال سمندري تمرین په سمندر کې د څار پراخولو لپاره ډرون ټیکنالوژي معرفي کوي
یونیپث کارکونکی
سمندري ځواکونه د زرګونه کلونو راهیسې د ورته ستونزې سره لاس او ګریوان دي: هغوی اکثر د سمندر وسعت ګزمه کولو او د ښکار پر وړاندې د سمندري تجارت محافظت کولو لپاره انساني ځواک او وسایل نه لري.
د 2022 فبروري نړیوال سمندري تمرین (آی.ایم.ایکس 22) کې ښکیل څو هیوادونو سمندري ځواکونو دې د کلونو راهیسې موجود ستونزې ته یو حل ازمولی، داسې یو حل چې کولی شي په راتلونکي څو لسیزو کې د سمندري ځواکونو د ډلو د عملیاتو طریقه بدل کړي.
بې پرسونل وسایط – د اوبو لاندې لکه د فلزي مارانو په څير تلونکي، د هوا او لمریزې بریښنا لاندې په سطح تلونکي، او له آسمان څخه د کښتیو د حرکت تعقیب کونکي ـ د سمندري ځواکونو د دندو بشپړولو لارې چارې له سره تخلیق کوي.
دا اتومات جنګیالي هغه انځورونه چې دوی یې راټولي د عملیاتو مرکزونو ته لیږدوي چې هلته سرتیري کولی شي بیړیو او بندرونو ته د ګواښونو ارزونه وکړي مخکې له دې چې د دغو ګواښونو سره په مستقیم ډول مبارزې لپاره بیړۍ یا الوتکې وګوماري. په راتلونکي کې، د انساني ښکیلتیا د اړتیا لا ډیر راکمولو سره مصنوعي ذهانت کولی شي د تحلیلي فعالیت ستره برخه سمبال کړي.
په آی.ایم.ایکس 22 کې، چې په لړ کې یې په عرب خلیج، سور سمندرګي او د هند سمندر برخو کې د سمندري ځواکونو یو لوی ائتلاف یوځای شو، د 10 هیوادونو څخه 80 بې پرسونل سیسټمونو پکې برخه واخیستله.
د امریکا متحده ایالاتو مرستیال امیرالبحر براډ کوپر، د امریکا متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د مرکزي قوماندې قوماندان، آی.ایم.ایکس 22 ته “په نړۍ کې د ترټولو ستر بې پرسونل سمندري تمرین” نوم ورکړ. ګډون کونکي د مجرمینو او تروریستانو د مخنیوي لپاره د سمندري ډرونونو څخه په اغیزمن کیدو سره تمرین څخه ولاړل.
”اوس دا چې موږ ولیدل دغه نوي سیسټمونه کار کوي، موږ به لدې زده کړي درسونه واخلو او ډیر په چټکۍ سره به یې د واقعیی نړۍ عملیاتي مفهوم کې پلي کړي،” مرستیال امیرالبحر کوپر په بحرین کې لوړرتبه سمندري مشرانو ته وویل.
نړیوال سمندري تمرین له یوې لسیزې ډیرې مودې راهیسې په عرب خلیج او سور سمندرګي کې او شاوخوا یې د سمندري لارو خوندي کولو لپاره ځانګړي شوي سیمه ییز او نړیوالو سمندري ځواکونو د راټولولو لپاره شتون لري.
د تمرین اومې دورې لپاره 60 سمندري ځواکونه سره راټول شوي، د روزنې لیدونکي په څلور ګډو کاري ځواکونو ویشل شوي و، چې هر یو یې د جلا سیمې دفاع کوله.
مصر د سور سمندرګي د برینیس بندر څخه د لویدیز کاري ځواک قومانده په غاړه وه. عمان د مسقط سهیل کې په عرب سمندر کې د ختیځ کاري ځواک مسؤلیت په غاړه درلود. متحده عربي اماراتو په عرب خلیج کې د شمال کاري ځواک قومانده په غاړه درلودله او کینیا د افریقا ښکر ته څيرمه د سهیل کاري ځواک قومانده په غاړه درلودله. د سعودي عرب او یمن په څیر هیوادونو څخه هم د سمندري ځواک پرسونل پدې کې ګډون درلود.
د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواک مرکزي قوماندې آی.ایم.ایکس د کلني قطلس ایکسپریس تمرین سره یوځای کړ چې په جیبوتي، کینیا او سیشل کې د بیسونو څخه د ختیځې افریقا سمندري ځواکونه پکې دخیل دي.
که څه هم د تمرین چلوونکو د بې پرسونل سیسټمونو د ګټو یادونه وکړه، آی.ایم.ایکس د سمندر خوندیتوب لپاره دودیز تاکتیکونه له پامه ونه غورځول. ماین پاکي: غوټه وهل او له مینځه وړل؛ د کښتۍ چلولو جوړښت؛ د قاچاق سره مبارزې او د غلا سره مبارزې عملیات؛ د سطحې توپخانه؛ او لیدنه، بورډ، تلاشي او د ضبط تمرینونه دې ټولو په دې 18 ورځني تمرین کې ستر رول لوبولی دی.
د بحرین بندر کې، د امریکا متحده ایالاتو ساحلي ګارد روزونکو د بحریني او اماراتي کومانډو د مهارتونو د ودې لپاره “په بکس کې کښتۍ” په نوم یادیدونکي تنصیبات نصب کړي. د کښتۍ فلزي کانټینرونه، چې د کښتۍ دننۍ برخې سره د ورته ښکاریدو لپاره تړل شوي، په دښمن بیړیو د یرغل څرنګوالي ښودلو په موخه د بریدونو ښودلو لپاره جوړښت لري.
کله چې د اماراتي چټک غبرګون تور پوښ ډلې شپږ غړو د کښتۍ ضبط کولو لپاره زینه کې ښکته ځغاسته وکړه، د متحده آیالاتو روزونکو لوګی او ننداره ای چاودنې او غږ تولید کړ ترڅو ماموریت لاډیر ریالیستیک شي.
د اماراتي چټک غبرګون ډلې یوه غړي وویل، “موږ په اوبو کې د کښتیو محافظت کولو کې تخصص لرو او د کښتیو د غلا او تښتولو پر وړاندې مو بې شمیره ماموریتونه اجرا کړي دي.” “د آی.ایم.ایکس تمرین لدې پلوه ځانګړی و، په دې کې څو سناریوګانې شامل وې چې په لړ کې یې موږ د خلیج هیوادونو څخه وروڼو او د امریکایی اړخ سره کار وکړ. دا تمرینونه د ملګرو سره نږدې اړیکو جوړولو او د هغوی سره ساحوي تجربو تبادله کولو کې مرسته کوي.”
یوه روزونکي، د امریکا متحده ایالاتو ساحلي ګارد لومړۍ درجې افسر کیل بینیتي وویل، هغه او د هغه همکاران د دوه اونیو شدید روزنې ته سترګې په لاره و چې لاس په لاس محاربه هم پکې شامل وه.
بینیتي وویل، “د متحده عربي اماراتو ټیم د واقعیی خورا ډیره تجربه لري.”
د اردن ماڼوانو او سمندري ځواکونو هم په عقبه بندر کې ورته روزنه درلودله، مګر په آی.ایم.ایکس کې نندارې ته وړاندې شوي د بې پرسونل سیسټمونو د بشپړ معرفت څخه یې هم خوند واخیست. د اردن وسله وال ځواکونو، د خپلو متحده ایالاتو شریکانو سره یوځای، د سمندري ګواښونو کشف او ارزولو لپاره د اوبو لاندې، سطحې او فضایی ډرونونه وکارول.
دا اتومات سیسټمونه د پرسونل لرونکي کښتیو د وړتیا پرتله څلور څخه تر پنځه چند ډیره ساحه نظارت کولی شي. هدف د سمندر څارنې ډیجیټل کول دي ترڅو ډیرې باري کښتۍ وکړی شي د سمندري ځواکونو محافظت ولري، په ځانګړي توګه کله چې په سمندر کې د ټاکلي ځایونو څخه تیریږي.
لکه په سور سمندر کې، بحریني ماڼوانو په عرب خلیج کې د ډرون لرونکي ماموریتونه اجرا کړل، چې د آی.ایم.ایکس قوماندان، د بریتانیا د شاهي سمندري ځواک کوموډور ډونلډ مک کینن لخوا وستایل شو.
کومودور یادونه کړې چې د متحده آیالاتو او بریتانیا ماڼوانو د ځایی ماڼوانو څخه چې د باري کښتیو سیمه ییزو بوختو لارو کې د دوست او دښمن توپیر وړتیا لري، ډیر څه زده کړل. د نوي بې پرسونل سیسټمونو د څارنې ستر ظرفیت سره، دغه بصیرت له هرکله څخه ډیر ارزښت لرونکی دی.
”دا د ښوونکي – زده کونکي اړیکه نده. دا یو مشارکت دی،” کوموډور مک کینن وویل. “په غوره نظرونو هیڅ ډول انحصار شتون نلري.”
د تمرین مرستیال قوماندان، د پاکستان کوموډور وقار محمد د آی.ایم.ایکس ستاینه د “مقرراتو پربنسټ د نړیوال نظم ساتلو لپاره د نړیوال حل” په توګه وکړه.
”هغه غوره څه چې موږ یې له دې تمرین څخه وړلی شو هغه دا دي چې موږ څومره په چټکۍ سره کولی شو یوځای شو او څومره ژر موږ د یوبل سره توافق کولی شو او د یوبل په ژبه پوهیدل پیل کوو پدې توګه چې موږ د یوه ګډ علت لپاره فعالیت کوو.” کوموډور محمد وویل.
د متحده عربي اماراتو د وسله وال ځواکونو ډګرمن خالد العلي، چې د تمرین عملیاتو مرکز کې په بحرین کې یې خدمت کړی، وویل چې په پرمختللي تاکتیکونو او ټیکنالوژۍ باندې تمرکز د هغه د هیواد لپاره لازمي و.
هغه وویل، “موږ زموږ د وړتیاو لوړولو او د واقعیی نړۍ شرایطو کې زموږ د تجهیزاتو کارولو ته نوې لارې وموندلې.”
د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواک مرکزي قومانده او د دې شریکان پلان لري راتلونکی آی.ایم.ایکس په 2023 کې په لاره واچوي. تمه کیږي د ګډون کچه به لوړه وي ځکه چې ډیری هیوادونه په لاډیر مؤثر ډول د سمندر ګزمه کولو لپاره اتومات کیدل او ډیجیټل توب خپلوي. مګر د 2022 برنامو په پای ته رسیدلو سره، مرستیال امیر البحر. کوپر د هر هغه څه لپاره ستاینه وکړه چې هغوی بشپړ کړي پداسې حال کې چې میلیونونه مربع مایل سمندر کې یې روزنه کوله.
امیرالبحر وویل: “موږ بریالي شو ځکه چې موږ ګډ پلان جوړ کړ، موږ ګډ تمرین وکړ او په نهایت کې موږ په ګډه مشري وکړه.”
پاملرنه د څپو
ډګروال حشام الجراح، د اردن د شاهي سمندري ځواک قوماندان
د نوښت او پراختیا دې نوي پیر کې، صنعت د دفاع داسې میتود تولیدولو باندې تمرکز لري چې خوندي، معتبر او د مصرف وړ وي. لدې چې موږ انساني ژوند ته ارزښت ورکوو، موږ زموږ د ورځني کارولو اجرا کولو لپاره خوندي طریقې لټوو پداسې حال کې چې زموږ د کورنیو او خپلوانو ژوند هم په نړۍ کې د هر دفاعي سیسټم په لړ کې خوندي کوو.
د 2022 نړیوال سمندري تمرین (آی.ایم.ایکس) د پراخه رسنیز پوښښ مستحق پړاو و. دا یو نړیوال تمرین و چې پدې کې 60 هیوادونو او 20 صنعتي شرکتونو د یو بل تر څنګ د سمندري امنیت ترلاسه کولو لپاره کار وکړ.
آی.ایم.ایکس 2022 په عرب خلیج، عدن خلیج، عقبه خلیج او سور سمندرګي کې د خپلو روزنیزو سناریوګانو اجرا کولو لپاره په خپلواک سیسټمونو باندې ډیره تکیه وکړه. یعني نوعي سمندري تمرینونه چې په سمندر کې ژغورنې، د بالقوه دښمن بیړیو تعقیبول او د هیواد اوبو باندې د یرغل مخنیوی پکې شامل دي، د ساده دودیز وسایلو د کارولو پرځای د بې پرسونل سیسټمونو په کارولو سره اجرا شو.
دلته د هغه سناریو نوع ده چې نوي ټیکنالوژي کاروي:
یوه ناپیژندل شوې بیړۍ د هیواد اوبو ته رانږدې کیږي. د کشف لومړۍ کرښه د سیلډرون لخوا جوړ شوې بې پرسونل سطحي واسطه ده. دا وسیله 3 متر اوږده، 30 سانتي متر پلنه او په خپل مرکز کې 2 متر لوړه ستنه لري. د لمر او هوا څخه بریښنا اخلي، او په سمندر کې د سټلایټ په مرسته ګرځي. دا یو کال د مراقبت پرته ګرځیدی شي.
د دې د ستنې په سر کې کیمره د بیړیو او کښتیو کشف کولو لپاره د ډیجیټل تحلیل سافټویر کاروي. د ډرون اتومات پیژند سیسټم (ای.آی.ایس) د هغه کښتیو پیژندلو لپاره یو ټرانسپونډر کاروي چې په نړیواله کچه ثبت شوي دي.
که کښتۍ راجستر اوسي، ډرون به د هغې نوم، سرعت او لاره انتقال کړي. که چیرې کښتۍ په اتومات پیژند سیسټم کې ثبت نه وي، ډرون یو خبرداری ورکوي چې په دې کې د کښتۍ یو انځور، د دې سرعت او لاره شامل وي.
که چیرې ډرون دغه ناپیژندل شوې کښتۍ د لیوالتیا موضوع په توګه تشخیص کړي، د سمندري عملیاتو مرکز به د کښتۍ د ژوندۍ ویډیو فیډ په مرسته د څار تائیدولو لپاره یو فضایې ډرون وګوماري.
که چیرې د عملیاتو مرکز مشخص کړي چې هدف دښمن دی، دا پریکړه کوي چې د مخنیوي لپاره پرسونل لرونکې کښتۍ ور ولیږي یا د کوچنیو کښتیو د ورانولو وړتیا لرونکي سویچ بلیډ ډرون ګوماري.
د لومړي انتخاب سره تاسې غوره روزل شوي افراد ساحې ته لیږئ او د دښمن کښتۍ لوری او لارې په اړه هغوی ته معلوماتو ورکولو لپاره آسمان باندې نظر ساتئ، د چټک اقدام اړتیا په صورت کې ناڅاپي له مینځه وړئ.
د دوهم انتخاب سره بې پرسونل سویچ بلیډ وسیله د فضایی او سمندري ډرونونو په لارښود سره کولی شي مزایل وولي.
په آی.ایم.ایکس 2022 کې، ټول سیسټمونه د واقعیی ژوند سناریوګانو کې ازمول شوي او کارول شوي، چې انساني چلوونکو لپاره خطر راکمولو کې مرسته کوي او د دا ډول پیښو لړیو څخه ډیری انساني تیروتنې لیرې کوي.
موږ د نوښت او ټیکنالوژۍ یوه نوي پیر ته داخلیږو چې دا نړۍ به د ټولو قانون منونکي اتباع لپاره خوندي ځای وګرځوي.
Comments are closed.